په دهریت د خلکو دوکه کېدل
د خلكو دوكه كېدل په دې نوم سره : د مسلمانانو دوښمنانو هم دا خبره درك كړې چې د مسلمانانو د دين او شرعې بناء او اساس پر دوو بنسټيزو اساساتو ولاړ دی يو قران كريم او دویم دنبي صلي الله عليه وسلم سنت مباركه، نو دوي هېڅكله په دې نه توانېږي چې په اسلام او مسلمانانو باندې برتري ترلاسه كړي ترڅو چې مسلمانان خپل دين ته ژمن وي او هم يې دين د خپل ژوند په هر اړخ كې عملي او كارنده وي ، نو له دې وجې نه يې د اسلام پر ضد دا يوه نوې توطيه او هڅه پیل كړې چې ترڅو مسلمانان د ژوند په هر اړخ كې له اسلام څخه لرې كړي او د اسلامي قوانينو پرځای غربي وضعي قوانین د هغې ځای ونيسي او هم خپل هغه ناپاكه مقصدونه چې له ډېري مودي راهيسي يې د ترلاسه کولو ارمان لرلو، ترلاسه كړي او وكولايي شي د مسلمانانو عقيده خرابه كړي، مسلمانان د توحيد له ډلې وباسي او دشرك په ناروغۍ يې اخته كړي، نو دې مقصد ته سېدا لپاره دوي دغه اصطلاح كارولې، له كله راهیسې چې دوي په اسلامي نړۍ كې دا مفكوره وړاندې كړې ترڅو بديل يې د غرب قانون او نظام شي .
كه موږ لږ څه هم ددوي د عقايدو او اعمالو په اړهفكر وكړو نو ښه به را جوته شي چې دا نوم يې ددې لپاره غوره کړی چې خلك پری دوكه اوتېر باسي، ځكه دوي په دې سره خلكو ته ښيي چې ددې نظريې او مفكورې اساس په علم او پوهې ولاړ دی او هېڅوك هم د علم مخنيوي نه كوي نو همدا لامل دی چې په يوشمېر ناپوهانو يې تاثير هم كړی دی او پرته له دې چې دا افكار وڅېړي په پټو سترگو یې منلي دي، پاتې دې نه وي چې اسلام كله هم د علم مخالفت نه دی كړی او نه يې هم له علم څخه گټه اخېستل حرام او ناروا عمل بللی، مگر دا خورا اړين دي چې وښودل شي چې د علمانيت مفكورې خاوندان د كوم علم خبرې كوي!!؟
او ځان ورته منسوبوي چې ددوي سند او اساس پری ولاړ دی، خو په واقعيت كې ددوي علم له دين سره هېڅ راز اړيكه نه لري ځكه ددوي علم دين او ژوند سره جدا کوي. پر دې بنسټ اسلام علمانيت او سيكولرزم په دې معنی سره جاهليت او ناپوهي بولي ځكه چې دوي غواړي دين د ژوند د چارو نه لرې كړي خو اسلام ددې په خلاف دی ځكه اسلام د ژوند بشپړ لارښود دی چې موخه یې بشريت ته د خير او كاميابۍ هغه غوره لارې ښایي چې د دنيا او اخرت كاميابي په هغو پورې تړاو لري، او دا چې د دين جلاوالې د ژوند د چارو نه حال دا چې دين د انساني ژوند ټولو اقتصادى، سياسى، تعليمى او ټولنيزو چارو ته شامل دى ددې ټولو څخه دين وېستل او هغې ته هېڅ راز غاړه نه كېښودل په دې معنی ده چې كفر او جاهليت ته غاړه كېښودل دى، او له دې څخه يې مقصد د اسلام حدود معطل كول او خلك له دين نه اړول دي نو دا په واقعيت كې كفر دی. كه حقيقت ته وگورو نو د علمانيت د نوم نه د همدې خبرې بوي راځي او داسې ښكاري چې دين او علم سره جلا دي او دواړه يو د بل ضد دي او د دواړو تر منځ اختلاف او ټكر موجود دی، سربېره پر دې دا هم ورڅخه ښكاره كېږي چې دين له دنيا سره هېڅ راز تړاو او اړيكه نلري او په دين منگولې لگول په لوى لاس ځان په جهالت كې اچول دي او هم دين د دنيا د ترقۍ او پرمختگ په مخ كې خنډ دي، كه واقعيت ته وگوور نو دا خورا غټه تېروتنه ده ځكه اسلام د علم نېكمرغۍ او پرمختگ دين دی او لوديځوالو ته دا ښه معلومه ده هغوی د اسلامي نظريې ښه مطالعه كړې، ځكه اسلام و چې د غرب لپاره يې د علم او پرمختگ لارې پرانېستې. لومړی لامل يې په دې نوم نومولو كې دا دى چې د كليسا ځینې مشران د پرمختگ او د علم مخې ته په مخالفت كې ودريېدل په دې اند وه چې دين علمي تجربو او نوښتونه حرام بولي او دا دين خلاف دی. نو كله چې د كليسا مشرانو ددې مخالفت كولو نو مطلب دا چې كليسا د پرمختگ او وړاندې والي نوې تجربو او نوښتونو او څېړنو مخالفت كوي نو همدا د كليسا او دين مخالفت دې د علم سره. درېيم د علمانيت د پيداېښت لاملونه او پړاونه : علمانيت په ناببره توگه همداسې نه دی راغلی، بلكې د څو پړاوونو د طۍ كول وروسته منځته راغلي او هم يې معاصر حالت ته د رسېدو په لار كې بې شمېره ستونزې او ربړې گاللي دي ، نو له دي امله بعضي خلك په دي نظر دي چې د علمانيت مفكوره ددو پړاوونو په طي كولو سره مينځ ته راغلي ده :
لومړۍ مرحله او يا شكل يې: اوولسمه او اتلسمه پېړۍ د علمانيت د اعتدال زمانه او وخت و، په دې مهال دين د يو شخصي كار په توگه شمېرل شوي او له دولت سره يې هېڅ راز كار نه و مگر ددې سره سره دولت مسوليت لرلو وه چې د كليسا ساتنه وكړي او د هغې خيال وساتي په تېره بيا په عشر او ټېكسونو كې. اگر كه په دغه وخت كې هم علماني مفكوره دا غوښتنه كوله چې دين بايد د دولت نه جدا شي خو ددې سره سره يې بيا هم مسيحت د خپل نظر نه و غورځولی، سره له دې چې د دين او كليسا د يو لړ كارونو سره يې مخالفت ښودلو اوغوښتنه به يې كوله چې د كليسا ځینې كارونه او غوښتنې بايد د عقل دايری لاندې راشي، د طبيعت اساسات ومنل شي.
دعلمانيت ددغه پړاو بنسټگر فرانسوي فيلسوف فولتير و (1694- 1713م) او په برتانيا كې شفتسيري او په المان كې ليسنج ( 1729- 1781م ) ددې سربېره جون لاك (1632- 1714م) هابز (1588-1679م) ډيكارټ، بيكون، سپينوزا او جان جاك روسو او يو شمېر نور فلاسفه هم ول.
دویمه مرحله يې:
[سمول]دغه مرحله د نولسمې پېړۍ څخه پېلېږي او دا د علمانيت په انقلاب هم يادېږي په دې مرحله كې دا خبره واضحه شوه چې دين بايد په بشپړه توگه لغوه شي او له ټولوغيبي او پټو كارونو څخه انكار وشي، دې مرحله كې نور هم په مخ لاړل ځكه مخکې یې د جداوالي خبره كوله خو په دې مرحله كې په غيبي شيانو باندې ايمان راوړل غلط وبلل. او په دې اند ول چې موجود حقيقي هغه شيان دي كوم چې حس كېږي، او په سترگو ليدل كېږي، بل كار دا چې په دولت باندې تسلط كول او دولت د ټولو شيانو څخه مخکې كول او د هغې لاس ته راوړل مهم وگڼل شول، نو په دې اساس علمانيت په خپل حال برابر پاتې نه شولو ځكه كومه مفكوره چې وه هغه د دين او دولت د جداوالي وه خو اوس د دين لغوه كول د عمل نه هغه غورځول ددې اساسي مهمو او لومړنيو كارونو كې شامله شوله كومه چې د دولت لپاره په كار دي چې ځانته والې غوره كړي او د ټولنيز ژوند څخه دين لغوه كړي او دوي ته چپ لاسي كمونېستي مفكورې والا هم ويلې شو، ددې مرحلې د بلونكو او سرخېلانو څخه هېگل، فېرباخ، كارل ماركس او داسې نور دي.
ماخذونه
[سمول]- احذرو الاساليب الحديثه د / سعد الدين السيد صالح ص 193 ، وآخطار الغزو الفكري عاي العالم الاسلامې ص 208
- الموجز في الاديان ص 103-104،اساليب الغزو الفكري للعالم الاسلامې ص 59 واخطار الغزو الفكري علي العالم الاسلامې ص 207-