په دنيوي ژوند كښي د ساز اوسرود ځینی اغيزي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ترتیب او لیکنه : محمد بشیر مدنی[سمول]

د موسيقي دنيوي اضرار:[سمول]

اوس په نړى كې موسيقي د مخدره موادو په حيث پيژندل شوې ځكه هغه كسان چې له موسيقي سره عادت شوى د هغوى ټول فكر د موسيقى په هكله وى او د دوى په اعصابو باندې يو ډول سستي حاكمه وي او بيا دا خلك غير له شهوت، عشق بازى، ښكلا پرستى نه نور څه نه پيژني او د دوى عقل د موسيقي په واسطه داسې محا صره شوى وى چې بيا دوى له عفت او حيا، عدالت او انصاف، ورورولى او غيرت څخه خلا صيږي.[1][سمول]

۱- دغم او مصيبت څخه په امان نه پاتي كيدل.[سمول]

۲- ددعا نه قبليدل.[سمول]

۳- په هغه مجلس يا محفل كي چي ساز او سرود په كښي وي د پرښتو نه داخيليدل.[سمول]

۴ـ دنفاق سبب جوړيدل – دساز او سروددډيرو ترخو اغيزوڅخه يوهم دخلكو په منځ كي دمنافقت او دوه مخي صفت پيداكيدل.[سمول]

۵- دزنا سبب جوړيدل .[سمول]

۶- دخپل ناموس په اړه بي توپيره پاتي كيدل.[سمول]

۷- دالله جل جلاله درحمت څخه محروميدل.[سمول]

۸- دشيطان پرستش كول.[سمول]

۹- دكورڅخه دخير اوبركت ختميدل.[سمول]

۱۰- دتش لاسی اومسكيني باعث كيدل.[سمول]

۱۱- دزړه سختوالي.[سمول]

۱۲- موسيقي د اخلاقي فساد مهم عامل دى. [2][سمول]

دنبوي سيرت په غونډوكي سازاوسرود:[سمول]

پيغمبر صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: زه دساز اوسرود د آلاتو دله منځه وړلوپه خاطر راليږل شوي يم.[سمول]

نن ورځ كوم محفلونه اوغونډي چي دپيغمبرصلي الله عليه وسلم دتوصيف اوتجليل په خاطرجوړيږي اوكوم شعرونه او نعتونه چي په كښي ويل كيږي په هغي كي ډير په زوراو ځوږ سره ساز اوسرود هم ويل كيږي چي دنوروترانو او دپيغمبر صلي الله عليه وسلم دنعت تر منځ كوم ځانګري توپير نلري آيا ددي څخه زيات دپيغمبر صلي الله عليه وسلم په سيرت نوري ملنډي هم شته؟ ښځي اونارينه ډلي ډلي په راديو اوتلويزيون كي نعتونه وائي ښځي په بشپړ سينګار سره دتلويزيون په پرده راځي پداسي حال كي چي الله جل جلاله دښځي په اړه په قرآن كريم كي فرمايلي دي : (وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى [الأحزاب/33]          [سمول]

ژباړه : او تاسو پخپلو کورونو کې قرار ونیسی او تاســــــو د لومړنی جاهلیت د زینت په شان زینت مه ښکاره کــــوی .[سمول]

ددي سره سره چي نبوي سنت ترپښولاندي كيږي دپيغمبرصلي الله عليه وسلم دښكلي سيرت مخالفت كوی بياهم ددي طمع او هيله لري چي دالله جل جلاله رحمتونه به پري نازل شي، ددي څخه به دځمكي پرمخ لويه غلطي نوي ځكه چي دغه ډول ناروا كارونه دالله جل جلاله عذاب او عتاب ته دعوت اوبلنه ده ([3]).[سمول]

آيا واقعا سازاوسرود دروح غذا او دوصال سبب دي:[سمول]

سازاوسرود دوصال سبب ندي بلكي په انسان كي دوصال خيال تحريكوي ، يواځني كارچي ساز اوسرود يي سرته رسوي دادي چي : دخيال او فكر څخه تيريږي دشكل او څيری جوړښت ته رسيږي ، موږ نه پوهيږو كه چيري خلكوـــ په ځانګري ‌ډول زموږ دګران هيواد ساده لوهو وګړوـــ  سازاو سرود ته پدي بي حده پيمانه مخه نه واي كړي او واقعيتونوته يي نظر كړي واي څومره زيات به يي دترقي او پرمختګ لاروهلي واي .[سمول]

بايد دغه مهم ټكي ته وګورو چي: داصحيح ده چي د ساز اوسرود كوم خوځښت چي په انسان كي منځ ته راځي موږ دخپل حقيقي موجوديت څخه پورته كوي مګر كله چي ساز اوسرود ختم شي پخپل ځان كي یو حقيقي خوځښت احساسوو او وينو چي ساز اوسرود ديو سوري شكل ځانته نيولي وه او هغه دمنځه لاړ، مګر واقعیتونه په هغه پيمانه سره پاتي شول، كه چيري دساز اوسرود دعاشقانو خبره رښتيا وي چي سازاوسرود انساني روح تصفيه كوي نوبيا ولي په شرق اوغرب كي كومي ذهني او رواني مريضي ،اخلاقي فساد چي منځته راغلي ،خبري كول دشرم ځاي دي؟[سمول]

ددي څخه چي تيرشو ځيني وايي : چي هره ترانه (لهو) بي ګټي نده بلكي دهغي حكم دهغه شخص ترنيت پوري تړلي دي.[سمول]

ښه نيت د نيږديوالي سبب او مزاح داطاعت سبب ګرځي .[سمول]

دغه ټكي هم دتوجه وړدي چي : يوه سندره پخپله اوهم څه چي په كښي دي لهو او باطل دي ،ځكه هغه تراني چي ويونكي يي پداسي ډول  سره وايي چي خپل غږته ترنم وركوي اويا قصداً اوريدونكي تحريكوي – لكه دكابل دهوټلونو ،موټرونو ساز او سرود چي د ډيرلوړغږپه سبب روغ شخص مريضوي زيات خبث خو يي لادا چي ځيني ښځينه سورلي موټروان ته دبكس څخه فيته وركوي ،په ځانګړي توګه دطورخم او كابل پدي اوږده لاره،دکابل مزار،اوکابل تخاردلاري په اړه خوڅه ويل عقل تغيروي، دتلويزيون خباثت خوپخپل ځاي پريږده چي په هندي اوايراني سريالونو يي خلك دهر كاروبارڅخه ويستل-اوپدي سندروسره غواړي چي ويده غرائزرا بيداركړي مرضي زړونوته فريب اودوكه وركړي.[سمول]

ددي وضاحت څخه وروسته هراوريدونكى كولي شي پخپله مفتي اوفقيه شي كه چيري داسي سازاوسرود ته غوږ ايږدي چي نفسي غوښتني يي راپاروي اوپه فتنه كي يي اچوي اوبي ګټي فكرونوته يي بيايي او حيواني غوښتني يي پر روحاني غوښتنو راجګوي نوپه ده لازم دي چي له اوريدو څخه يي ځان ليري كړي او دهغه لوري څخه چي دده دين، زړه او روح ته يي دفتني باد راځي ځان وساتي.[سمول]

په حديث شريف كي راغلي دي چي هوښيارانسان خپل وخت ددي څيزونو څخه پرته په بل څه كي نه لګوي:[سمول]

۱- دخپل ژوندلپاره كوښښ .[سمول]

۲- دآخرت لپاره تياري.[سمول]

۳- دحلالوكارونو څخه خونداخستل .[سمول]

نوله همدي كبله بايد خپل وختونه په عادلانه توګه د دغه دريو څيزونو ترمنځ وويشو اوپدي باندي بايد وپوهيږو چي الله جل جلاله دهر انسان څخه دهغه دعمر په باره كي پوښتنه كوي لکه څنګه چي په حديث شريف کښي راغلي چي په څه ډول دهغه تير كړ اوهمدا ډول دځواني په هكله پوښتنه تري كيږي چي په كومه لاره كي دمصرف كړه.[سمول]

سندري او نشه يي توكي :[سمول]

دهغو څيزونو څخه چي ډيرزيات دځوانانو ذهنونه نشه كوي ،اوپخپل ذات كي دايوه نشه ئي ماده ده او هغه سازاوسرود دي دا دهغو څيزونو څخه دي چي هرڅوك پخپله طبع تري خوند اخلي مګر ددي ترڅنګ انسان دجديت څخه راباسي اوبې هدفه شخص تري جوړوي ،كوم ځوان چي زياتره وخت يي په ساز او سرود سره تيريږي اوپه همدي سره بلد وي هغه شخص په ټوليز ډول د ژوندانه دكارونو دټولنيزو اوسياسي چارو څخه غافل اوناخبره وي په همدي ډول كوم انسان چي په نشه يي توكو عادت وي نشي كولى چي يوجدي اوبا تصميمه شخص تري جوړشي ترڅو وكولاي شي چي په سياسي مسائلو كي فكراوسوچ وكړي .[سمول]

ساز او سرود دانسان فكرداسي جوړوي چي په بل څه كي دفكر كولوجوګه نه وي .[سمول]

دسازسرود او نشه يي توكو ترمنځ تړاو پدي ډول سره بيانووچي: سازاوسرود په ټوليز ډول دنشه يي توكو په رديف كي قرار لري ځكه چي دنشي داغيزو څخه په هيڅ ډول انكارنشي كيدي ،بلكي نشه پخپله ډولونه لري انسان كولاي شي چي خپل اعصاب په مختلفو لارو سره نشه كړي كله دالكولوپه خوړولوسره ،او كله دهروئينو ګرد ،دپوزي له لاري په كش كولو سره ،اوكله دترزيق كولو په وسيله ،اوكله هم دانشه دغوږو له لاري ترسره كيږي.[سمول]

ساز اوسرود اوكنسرت ته غوږ نيول داوريدونكي په اعصابو دنشه يي توكو په څير اغيزي كوي كله دومره سخت تاثير پري كوي چي انسان ديو بي احساسه شخص غوندي دخپل طبيعي حالت څخه راباسي او دهرڅيز څخه يي توجه اوفكر په بشپړډول راګرځوي .[سمول]

دغه ټكي رښتيا كيږي چي ساز اوسرود دنشه يي توكو ټول عيبونه اوضررونه په ځان کی لري هغه فوق العاده تاثير چي ددي په وسيله منځته راځي همدا نشه ده كله دا اغيزي دومره قوي وي چي انسان خپل عقل اوهوش دلاسه وركوي اوپه غيرعادي حركاتولاس پوري كوي  آيا ددي څخه به اوچته نشه هم وي ![سمول]

كله چي انسان دساز اوسرود دنغمي تراغيز لاندي راشي په اعصابو يي يو ډول سستي او نرموالي منځته راځي دانساني مفاهيمو څخه پرته دشهوانيت ،عشق بازي، ښكلتيا نه نورڅه ددي بي عقل په نظر نه راځي پداسي ډول يي داحساس او قوت مخ پوښلي وي چي ددي سپيڅلو معناوو لكه ترحم ،ځوانمردي ،عفت ، حيا ، امانت ، برابروالى ،ورورګلوي ،لوړتيا، كوښښ ،هڅي ، مقابله ، دخپل هدف په لار كي استقامت ، داټولې دهيريدو په باد لاهوكړي .[سمول]

يوعالم وايي: سازاو سرود داعصابو په نشه كولو كي دنشه يي توكو څخه هم زيات اغيزلري .[سمول]

ساز اوسرود دطب له نظره:[سمول]

يو دهغه عمده او اساسي واقعيتونو څخه چي تراوسه پوري يي حقيقت دډير وپوهانو اومحقيقينو څخه پټ وه ،خو دعلمي پرمختګ له بركته دهغه څرنګوالي ښكاره شو او پوهانو پدي اعتراف وكړچي : ساز اوسرود ډير زيانمن اثاراو اغيزي لري چي دعصبي سلسلي پرمخ پيداشوي او دسازاوسرود په اوريدوكي افراط اوزيات والي ډيرذهني اورواني مرضونه منځته راوړي دي.[سمول]

دايوه ښكاره خبره ده چي په لومړي سركي ساز اوسرود يوډول كشش او خوند لري چي دانسان دروح تل ته رسيږي او اوريدونكي دخپل ځان څخه بي خبره كوي .[سمول]

ايا داسي څوك به هم وي چي دساز اوسرود  دا بد او ناروا عمل به بد ونه بولي خوهلته ځيني داسې خلك هم شته چي داساحرانه خوندورو سندروپرې اغيزكړي او دهغه په ملاتړراولاړشوي اودهغه ارزښت يي دښايسته هنرونو په لست كي راوستي .[سمول]

ځيني داسي خلك هم شته چي دسازاوسرود دتاوان اوضرر په اړه څه ويل كيږي دكوم فكر او دقت څخه پرته دا ښكاره كوي اووا يي چي :اوس په ځيني هيوادونو كي عصبي او روحي مريضان په سازاوسرودسره تداوي كيږي ،اودسرود ځيني آراموونكو آلاتوته ځيني ډاكترانو داوريدو توصيه كړي .[سمول]

پدي اړه بايد پاملرنه وشي چي :[سمول]

لومړۍ : دغه مطلب تركومي اندازي تبليغاتي او تشريفاتي اړخ لري ، تبليغاتي اړخ يي لاپريږده خو دنړي په كوم يو علمي مركز كي دساز اوسرود په وسيله ليونيان او روحي مريضان تداوي شوي او په هر كال كي دهغي مثبته نتيجه ددومره ډيرو روحي مريضانو په انډول څومره ده؟[سمول]

دوهم: زياتره ډاكتران پخپله هم پدي عقيده دي چي په ساز سره د مريضانو درملنه ډيره كمزوري ده لكه چي ( اسكريل ) ليكي : زه پدي اعتراف كوم چي دساز اوسرود په وسيله تداوي ناكامه ده او يوه اندازه وخت هم پري ضائع كيږي .[سمول]

دريم: دتجربي له اړخه ددي موضوع په هكله كوم قاطع دليل نشته پرته له هغه دسترګو دليدلو حالاتو څخه چي په غربي هيوادونو كي د رواني او ذهني مريضانو شمير ورځ په ورځ زياتيږي اوهمدارنګه دنړي لويو طبي مركزونو دا اعلان كړي چي : دساز او سرود ترټولو مهم اثر داعصابو كمزورتيا اوپه ذهني مرضونو اخته كيدل دي.[سمول]

دذهني او عصبي مرضونو په تداوي كښي دساز او سرود رول:[سمول]

دساز او سرود زيانونه دطب له نظره ډيزيات دي مګر وړاندي ترهغه چي دسازاوسرود دډيروبدواغيزو په تفصيل سره په څيړني پيل وكړم بايد دغه ټكي ته پاملرنه وكړوچي دفيزيولوژي برخي پوهانو دانسان اعصاب په دوه برخو ويشلي :[سمول]

۱- سمپاتيك اونباتي اعصاب:[سمول]

نباتي اعصاب په دوه ډوله دي : سمپاتيك، پاراسمپاتيك. په بدن كي دسمپاتيكو اعصابو وظيفه داده چي : درګونو تنګوالي، دصافوغړو انقباض (   ) دويني دفشار دترشح اوكموالي ايجاديدل .[سمول]

دنباتي اعصابو دغه دوه ډولونه (سمپاتيك،پاراسمپاتيك) چي په بدن كي يودبل مخالف اعمال سرته رسوي ترڅو چي دبهر څخه پرهغوي خوځښتونه اوتحركات نوي راغلي دبدن نظم اوتعادل ساتي مګركله چي دبهرنيو خوځښتونو په اثر ددغه دواړو عصبي سلسلوتعادل له منځه لاړشي بدن ته زيات شمير جسمي اوعصبي زيانونه منځته راړوي .[سمول]

يودډيرومهموبهرنيو عواملوڅخه چي دسمپاتيك اوپاراسمپاتيك عصبي سيستم توازن اوتعادل په حركت او خوځښت راولي دسازاوسرود ارتعاشات (څپي)دي.[سمول]

سازاوسرود دغمګينی دتارونو اوفعالو سندروسره :كله پدي ډول دسمپاتيكو اوپارا سمپاتيكو عصبي سيستمونو تر منځ تعادل له منځه وړي چي دژوند اصول اوبنسټونه لكه جذب (راكشول) دفع كول ، هضمول ،ترشح كول ،د زړه ټكان ،دويني فشاراو نورمايعات ګډوډ كوي او انسان دډيرو نورو مرضونو سره مخامخ كوي.[سمول]

وروسته له دي چي په لنډ ډول مو دفيزلوژي دپوهانو څيړني دانسان دعصبي سيستم په برخه كي څرګندي كړي اوس دډاكترانو اوطبي عالمانو اقوال او نظريات دسازاوسرود دزيانونو اوضررونو په هكله په لاندي ډول بيانوو:[سمول]

دسازاوسرود مهم او خطرناك تاثيرات اواغيزي :[سمول]

ساز اوسرود داعصابو دكمزورتيا مهم سبب دي، دنړۍ دلويو طبي مركزونو په نظرپه اوريدونكي كي هغه مهم اثر اواغيزچي سازاوسرود يي پري اچوي داعصابو كمزورتيا ده نودغه موضوع پدي سره داهميت وړده چي اروپايي دډير مشكل سره مخامخ كړي ده ځكه چي داعصابو كمزورتيا دنورومرضونو زيږنده ده دهر ډول بدني او ذهني تكليف دپيداكيدو اساسي سبب اوعلت هم همدادي.[سمول]

پدي چي دنړي دزياتو طبي مركزونو او علمي مؤسسو دڅيړنوله مخي دې نتيجي ته رسيدلي چي دذهني اوعصبي مريضانو اساسي اوتر ټولو لوي سبب همدغه سازسرود او كنسرت دي اودغه نظريه (تيوري) دزياترو اروپايي اوامريكائي پوهانو دتائيد وړګرځيدلي ده اوپه تدريج سره ټولو پوهانو په همدي نظريي دتائيد مهر ولګاوه تردي چي دزياترو اروپايي اوامريكايي پوهانو ،ليكوالانوله اړخه خپلو حکومتونو ته دا وړانديزوشو چي كوم خطرناك مرضونه چي دسازاوسرود په وسيله رامنځته كيږي بايد مخه يي ونيول شي چي تر ټولو مهم د اعصابو كمزورتيا ده كومه چي د سازاوسرود په سبب منځته راځي.[سمول]

دكولمبيا دپوهنتون پروفيسور(ولف آدلر) وايي :دسازاوسرود ډيرغوره او زړه راښكونكي غږونه دانسان داعصابو په لړي ډيربد آثار او اغيزي منځته راوړي .[سمول]

دده څيړنو په امريكا كي دومره تاثير وكړچي په زرګونو وګړي دده ملګري شول سازاوسندري يي په خپلو ځانونو حرامي كړي او ددي غوښتونكي شول چي دعام كنسرت مخنيوي وكړي .[سمول]

ساز او سرود دزړه دسكتې اوټكان سبب كيږي:[سمول]

د زړه دسكتي او ټكان دمهمو اسبابو څخه ساز اوسرود ته غوږايښودل ګڼل شويدي پدي اړه ډاكتر (آوريزن اسوت مارون) وايي: دساز څخه راغلۍ دانسان داخلي حركت او خوځښت دقلبي سكتې ترټولو لوى عامل اوسبب دۍ ځكه چي زياتره سازنده ګان دزړه په سكته (دريدو) سره مړه شوي دي ددي وضاحت څخه داپه ډاګه كيږي چي دانسان داخلي حركت كوم چي دساز په وسيله منځته راځي څو مره زيات خطرناك دي ،په انګلستان كي دماشومانو دروانشناسى متخصص ډاكتر (رپرت) دزړه دټكان په اړه داعقيده لري چي ماشوم دمورپه ګيډه كي دساز اوسرود تراغيزي لاندي راځي كه چيري حامله ښځه سازاوسرود ته غوږونيسي نوپه ګيډه كي يې دماشوم دزړه ټكان زياتيږي چي دغه حالت دشپږومياشتو څخه وروسته منځته راځي.[سمول]

ساز اوسرود دوينې دفشارسبب كيږي:[سمول]

دسازاو سرود دډيرو خطرناكو زيانونوڅخه يوهم دويني فشار دي ډاكتران پدي اړه خپلې نظريې لري چي په لنډ ډول يې څوبيلګې وړاندې كوم:[سمول]

زياترو آلماني روان شناسانو داخبره ثابته كړې ده چې ساز اوسرود دوينې فشارپورته اوښكته بيايي ،يو اروپايي ډاكتر دوينې دفشار دلاملونو دڅيړنې په درشل كې كوم چې په نوي دنيا كې ډير زيات شوي دي ،دفشارآله يې په لاس وتړله اوراديو يې چالانه كړه دساز اوسرود دمختلفو پروګرامونو په اوريدلو سره لاندې نتيجې ته ورسيد چې:[سمول]

الف : په هره اندازه چې سازاوسرود ناخوښه اوغيرمناسب وي په همغه اندازه دوينې فشار زياتيږي ،دساز اوسرود د اوريدلوپه مهال كوم آوازونه چې دروح دسستۍ او ستړتيا سبب ګرځيدل په يقيني ډول دوينې فشار دومره اوچت شو چې ډاكتريې وارخطا كړاوحيران شو.[سمول]

ب: دساز اوسرود ځينې ډولونه داسې دي چې دآرامۍ اغيزې لري ترهغه وخته چې دوام لري دوينې فشاردعادي حالت څخه ډيرښكته كيږي.[سمول]

ج: ساز اوسرود دډاكتر په روح اودوينې په فشار داسې اغيزې لرلې چې په يقيني ډول يې دهغه روغتيا ته ګواښ پيښاوه .[سمول]

پروفيسور (هنګري اوګدن) دلويزيانا دپوهنتون دروانشناسۍ استاد چې پنځويشت كاله يې درواني ناروغيو په اړه څيړنې كړې په نيوز ويك مجله كي يې مقاله ليكلى وايي: ډاكتر(ارنولدفريدماني) دنيويورك دشفاخانې ډاكتر او دسردرد دكلينك رئيس دنور الكترونيكي ماشينونو په مرسته د مغز دڅپو تعين او هغه تجربې چې دزرګونو مريضانو دمراجعې اوراتګ څخه يې ترلاسه كړي ثابتوي چې :يو دډيرو مهمو اسبابو څخه چې دروحي اوفكري خستګۍ ستومانتيا او دعصبي سردردي باعث ګرځي سازاوسرود ته غوږايښودل دي په ځانګړي ډول هغه كسان چې په ډيردقت او بشپړپام سره موسيقي اوري.[سمول]

ساز او سرود دارادې دسستوالي لامل دۍ:[سمول]

دارادې دقوت ،كمزورتيا ،غير ارادي حركات او خوځښتونه دسازاو سرود دحتمي زيانونو څخه ګڼل كيږي ، دساز اوسرود شوم اوبد سندريز غږچې دغږيزوكشولو په وسيله اوهمدارنګه متحرك آوازونه دا ټول توان او طاقت سستوي دبدن ټول اعضاء دانسان د ارادې توان څخه وباسي.[سمول]

ساز اوسرود دسستۍ اوكسالت لامل دۍ:[سمول]

دسازاوسرود داغيزو څخه يو دسستۍ او افسردګۍ دحالت منځته راتلل دي په هره اندازه چې دانسان په اعصابو باندې سازاوسرود چاپيرشوۍ اومنګلې يې پرې لګولې وي په همغه اندازه دسستي ، اوټنبلي روح په انسان باندې غورځيږي په انسان كې دمطالعې شوق لږيږي ،استعداديي كمزورۍ كوي ،دسازاوسرود هغه عميق اوزيانمن تاثيرات اواغيزې چې پراعصابوپريوزي ،فطري استعداد اوفكري نبوغ چې په تحصيل كې دپيشرفت او وړاندې توب اصلي لامل دۍ په بشپړډول له منځه وړي.[سمول]

ساز اوسرود دفكري ركود اوتاريكۍ لامل دي:   [سمول]

يوبل دقطعي اوثابتو زيانونو څخه چې سازاوسرود يې لري دادۍ چې يوعجيب فكري ركود په اوريدونكي كې منځته راوړي لويوپوهانو دغه حالت ته (دفكربندول) ويلي دي ،اوهمدارنګه د(آيين حفظ وتقويت حافظه) كتاب كې راوړي: دانسان دحافظې دختمولوداساسي عواملوڅخه سازاوسرودته غږايښودل دي.[سمول]

سازاوسرود دقضاوت دتوان له منځه وړلولامل دۍ:[سمول]

كله چې سازاوسرود دانسان په ذهن اواعصابو تسلط ومومي نوداسې يوحالت پرانسان راځي چې په بشپړډول دصحيح قضاوت اوسموافكارو څخه لاس په سر شي اوكله هم هرڅه دده په نظر يوشان ښكاري.[سمول]

سازاوسرود دباصرې (ليدنې) حس له منځه وړي:[سمول]

دسترګو دفيزلوژي له پلوه ، دسترګو دعضلاتو سم اوصحيح حركت ددوه ډوله سمپاتيك اوپاراسمپاتيك اعصابو په وصيله منځته راځي ،كله هم دباندنيوخوځښتونولكه سازاوسرود ،نوله همدي امله ددواړوعصبي سيستمونوتعادل له منځه ځي چي پدي مهال يو دډيرو بدواغيزود جملې څخه دليدنې قوت (د باصری حس) كمزوري كوي.[سمول]

سازاوسرود داخلاقي فساد اوهلاكت لامل دۍ :[سمول]

دسازاوسرود هغه قطعي اوحتمي زيانونو څخه چې دموسيقۍ دبدوآوازونو  په وسيله چې پوهان دهغي پايلې ته رسيدلي دي اخلاقي فساد اودفحشا خپرول دي ځكه چې موسيقي وګړي دشهوت په لور اودحيواني قوې دحركت اوخوځښت خواته بيايي پدې ډول چې څومره دخرابو انساني موازينوڅخه لري موسيقي ډيره اوريدل كيږي ،په همغه اندازه ښكته اوناانساني اخلاق اوفساد زياتيږي ،لكه څنګه چې زموږپدې اوسنۍ تش په نوم ديموكراسي نظام كې دهنري بربنډوفلمونوښكارشوي يو اودټولي كفري نړۍ دملنډوځاي ګرځيدلي يو اوديوفرهنګي پلان شوي استعماري هجوم هدف ګرځيدلي يو داټول پدي چې دين مو پريښۍ داسلامي مقدساتو حمايت نه كوو،دكفارو مقابله نه كوو ، كفاروته مومخه وركړي حتي ځيني لاداهم وايي چې ميلمانه دي اوکه دشؤون اسلامي دكوم عالم سره مخ شې هغه بيا وايي چې راغلي كفارمستامنين دي مقابله يي ناروا ده دحكم تعميل يي ضروري دي څومره دافسوس خبره ده دانه وايي چې دوي خو دB ۵۲ الوتكو په زور راغلي دي زموږ هيواد يي نيولۍ هيواد مواشغال شوۍ .[سمول]

الله جل جلاله فرمايي:) وَلَنْ تَرْضَى عَنْكَ الْيَهُودُ وَلَا النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ  [البقرة/120] يعني :هيڅكله به له تاڅخه يهود اونصاري راضي نشي تردي چې د دوي متابعت اوپيروي وكړې .[سمول]

په زور راغلي خلك په رضانه ځي مصارف يي شوي دخپلې باطلي عقيدې لپاره يې سرونه وركړي همدااوس زموږ په ګران هيوادكي دڅلويښتوهيوادونو نظامي اډې موجودې دي زموږ دهيوادځمكه او فضا‌ء دهمدوي په ولكه اوسلطه كې ده لاس موتړلي خولې موبندې ،كه څه احساس اوخوځښت راكې پيداشي بيامودبيان دآزادۍ ،ديموكراسۍ د ډالري معاشونو په شوووعدوسره غلي كړي ، درتبواومعاشونواوسنۍ ظالمانه نظام راته څرګندكړي ،راتلونكي مودسراب په څير راته وبريښوي...[سمول]

خواي افسوس چې هم ايمان لاړواوهم پارلمان دآخرت ورځ ډيره سخته د5، دځانكندن زړه درديدونكي حالت دقبر عذاب ،دنكير اومنكر سوالونه او بياهم دبرزخ ژوند......[سمول]

سازاوسرودداحساساتو اوعواطفو دمنځه وړونكۍ:[سمول]

دسازاوسرود دډيروبدوآثارو اواغيزوڅخه يوپه اوريدونكي كې داحساساتواوعواطفوله منځه وړل دي، ځكه سازاوسرود عواطف كموي اوورور ولي له منځه وړي، داسې ډيرتجربه شوي چې كوم خلك چې دانسانيت عواطف دمينې اومحبت حس يې داسې درجې ته رسيدلي وي چې په ډيره وړوكې حيرانوونكې منظري او كوچنې انځورسره تراغيزي لاندي راځي ،خوپه دوامدارډول دسازاوسرودپه اوريدو سره خپل عواطف اواحساسات داسي له لاسه وركوي چې د زړه راښكونكو او ټكان وركوونكو منظروپه ليدلوسره هم په دوي كي كوم كوچنۍ اثر اواغيزې ځاي نلري نوڅومره چې موسيقي زياته اوريدل كيږي په همغه اندازه احساسات هم كميږي بايد دانكته په پام كي ونيول شي چې : ښايي كله سازندګان (چې موږ په پښتو كي ډمان ورته وايو ) دځينو وړوكو منظرو په ليدلوسره ناآرامه شي آن تردې چې زيات به وژاړي ،بايدديته ځير شو چې ددوي دغه ژړا ددوي دكمزوري ارادې او دقوت دتعادل دمنځه تللو ښكارندويي كوي نو داعصابو اوارادي كمزورۍ بايد دعاطفې او احساس دموضوع سره اشتباه نكړل شي.[سمول]

دساز اوسرود ډير بداثرات دانسان په وجودكې منځته راځی چې :[سمول]

۱- دغيرت له منځه تلل.[سمول]

۲- دسمپاتيك اوپاراسمپاتيك اعصابو دتوازن اوتعادل نشتوالۍ يعنې ددغه دواړو عصبي سلسلو دبې نظمى په صورت كې لاندې ستونزې اومشكلات منځته راځي: بيلابيل زيانونه اوخللونه لكه : سستي ، بي اراده توب ،سرګرځيدل ، بې اختياره راغورځيدل ، دمعدې پړسوب ، عصبانيت .[سمول]

۳- مانې (Manie) مرض يوډول ليونتوب دۍ چې بيلابيلې درجې لري.[سمول]

۴- پارانويا(Parania) مرض يو ډول روحي مرض دۍ چې يو شخص ځان تر نورو ښه بولي يعنې بې ځايه دعواوې كوي.[سمول]

۵- سيكلوتمي مرض: (هنري باروك) چې يو نړيوال پوه دۍ وايي: دايو ډول روحي مريضي ده چې مريض كله خاندي او كله هم خپل تندۍ تريو كوي او كله نيولي او غمجن وي.[سمول]

۶- دعمر لنډوالۍ .[سمول]

۷- داعصابو كمزورتيا.[سمول]

۸- دماغي اختلالات لكه دمغز شورش ، روحي خوځښتونه اوليونتوب.[سمول]

۹- دزړه اغيزې.[سمول]

۱۰- دانتحاراوخودكشۍ وسايل.[سمول]

۱۱- دوينې دفشارمريضي.[سمول]

۱۲- دفحشا لاملونه.[سمول]

۱۳- داوريدلو دحس كمزورتيا اوله منځه تلل (دسامعې حس) .[سمول]

۱۴- دليدلو (باصرې) دحس كمزورتيا اوله منځه تلل .[سمول]

۱۵- دجنايت سبب جوړيدل .[سمول]

۱۶- دغير طبيعي توجه جلبيدل.[سمول]

۱۷- دبشري امتيازاتو اوفكري توانمندۍ له لاسه وركول.[سمول]

۱۸- سستي اولټي.[سمول]

۱۹- دشهوت راپاريدل.[سمول]

۲۰- دځوانۍ مرګ ،اودعمرله منځه تلل.[سمول]

21- دمريتوب (غلامی) پړي غاړې ته اچول.[سمول]

۲۲- دلغوې او بيهوده لارې اختيارول.[سمول]

۲۳- دوخت ضايع كول.[سمول]

يو مهم ګواښ:[سمول]

دنړۍ ډير مشهور پوهان اوڅيړونكي دساز اوسرود داصلي څيري دښګاره كولو لپاره ډيري څيړنې اوبشپړه مطالعه ترسره كړې په پايله كي يې كوم قانع كوونكي شواهد اودلائل لاس ته ندي راوړي چې دساز اوسرود ښايسته والۍ وښيي ولي داټولې څيړنې يې زيانونه او ذهني ضررونه په ګوته كوي.[سمول]

نو منطقي نتيجه يې چې موږ ورسره مخامخ نو داده چې دساز اوسروداصل، دخوند اخستلو احساس ، ذهني ضررد نافرمانۍ دضرر ترڅنګ دالهي مكلفيت او ديني تعهد په مقابل كې په واضح ډول څرګندوي.[سمول]

جناب موسوي صاحب وايي :په ځينې حالاتو كې چې ساز اوسرود ته يا هم هغه ساز او سرود ته چې ګومان كوم ممنوع اوحرامه دي غوږ ږدم او دافرض كړم چې دا ډول كارونه به حرام هم نوي نو لږ ترلږه يو نازك حد ته رسيدلۍ يم چې يو پلوته په يقيني ډول دممنوعيت اوحرمت خواده خو څنګه چې دانسان نفس په خوند اولذت پسې ګرځي نو په تدريجي ډول قانون ترپښولاندې كيږي.[سمول]

تجربه اواعترافونه:[سمول]

الف:په لويديځه نړۍ كې دسازاوسرود دبنديدلوغښتنه هغه وګړي كوي چې ټول عمر دسازاوسرودپه خپراوي كې بوخت وه نن ورځ دخپل بد عمل څخه پښيمانه دي نوله همدې كبله ځينې امريكايانو ددي دبنديدلو غوښتنه كړې ده وايي: (دتنكيوځوانانو دوالدينو يوې ډلې"Tomarow"ټومارو دپروګرام لاندې يې دامريكا دكانګرس ،،مجلس،،څخه وغښتل ترڅود راك او رپ موسيقي ممنوع اعلان كړي ) ځكه د دوي دزامنو دله منځه تللو سبب كيږي د دوي څخه يوه يې د " BBC " راديو ته وويل چې زما ځوي د رپ د آهنګ تر اغيزې لاندې رغلۍ چې دخودكشۍ يا انتحار تبليغ كوي . يو ډاكتر وويل : دغه آهنګ ته غوږ نيول د اوريدلو(دسامعې) دحس دكمزورتيا لامل كيږي .[سمول]

ب: ديو مشهور آوازخوان نظر:[سمول]

،،فرانكوباتيوتو،، چې داتاليا هيواد د ،،راك،، دموسيقۍ مشهور آوازخوان چې اوس يې دغه شوم اوبد عمل پريښۍ دۍ د،،راك،، دموسيقۍ په اړه خپل نظرداسې بيانوي: ديو انسان لپاره دابس ده چې د،،راك،، موسيقي ته غوږكيږدي ترڅودشيطان تابع شي.[سمول]

ج:دښاري ټولنې دريس نظر:[سمول]

دماليزيا د،،كلانتان،، ولايت دمركز دټولنې ريس ،،كوتابارو،، سازاوسرود منع اعلان كړل او ويې ويل : دولتي چارواكي داعقيده لري چې سازاوسرود غېراخلاقي كړنوته لارهواروي اودهمدې کار سبب كيږي.[سمول]

دفرهنګي بد او ډير ناوړه تيري دجملې څخه يوهم دهنردنامه څخه بده ګټه اخستل دي اګرچې واقعي هنرپخپل ذات كې ښه دۍ مګر كله دغه پاك څيز دبدو خلكو لپاره ناپاك هدف اوموخې ته وسيله ګرځي ،هغوي هڅه كوي چې دهنر دغه صافې اوبه دفساد اوشهوتونو په ميكروب سره ګډې كړي اوهغه د((ګوارا)) دشربت په نوم دځوانانو په خولو كي ورواچوي ،دهنر ترپردې لاندې دځوانانو څخه دانسانيت هنرترې سلب اوله منځه يوسي ، دهنر په نوم نڅا، بد اوخراب سپورتونه  (ورزش) ، غير اخلاقي سازاوسرود ،لوڅ اوبربنډ فلمونه اونور غير اسلامي اوناروا كارونه په ټولنه كې رواج كول ترڅو دلويديځ كفري فرهنګ ته دخپريدو زمينه اوفرصت برابرشي.[سمول]

مګرځوانان بايد دغه ټكي ته ځيرشي چې هرفن ته هنرنه ويل كيږي ترڅو هغه په دوامدار ډول تعقيب كړي.[سمول]

بلكې واقعي هنر هغه دۍ چې دانساني ارزښتونو ،او دانسان دانسانيت لپاره وې نه داچې دشهوتونو دخدمت او دشيطان دپيروۍ اوتابعيت لپاره ترسره كيږي ځكه كه هرفن ته هنر ووايو نو بايد غلا ، قتل ، جنايت ،اوفريب بازۍ ته هم هنرووايو نوبايد غل ، قاتل ،جاني او فريب وركوونكۍ هنرمند وبولو.له دې څخه وروسته بايد پام وكړوچې هغه اصلي فن كوم ته چې هنروايو په دوه ډوله دي:[سمول]

لومړۍ: هغه فن چې دانسانيت داوچتوپوړيو دارزښتونو او دانسان دهراړخيزپيشرفت اوپرمختګ لامل ګرځي.[سمول]

دوهم: بل هغه فن چې دشيطاني غوښتنو اودانسان دانسانيت دسقوط اوله منځه تللو لامل ګرځي.[سمول]

نويقيناً دهنر ښكلې ټولنه دلومړي ډول فن په لرلوسره ښايسته ښكاري نه د دوهم ډول بد اونا مناسب فن په لرلوسره ،دلويديځ دكفري نړۍ دفرهنګ خپروونكي دغه هڅه كوي چې دځوانانو دغفلت اوبي پروايي څخه په ګټې اخستلوسره دواړه ډوله هنر ښه اوبد دهنر ترنوم لاندې ځوانانوته وړاندې كړي پدې سره دهنرترپرده لاندې دلويديځ كفري فرهنګ خپوركړي.[سمول]

موسيقي داستعمار دكاري وسائلو څخه ده:[سمول]

دنړۍ اشغال ګران هروخت دوګړو دبيدارۍ اړپه ځانګړي ډول دځوان نسل څخه په ويره كې دي نوپه همدې اساس د دوې د ډيرو پراخه پروګرامونو څخه چې اشغال ګران يې دخپل اشغال د اوږدوالي په خاطر پرمخ بيايي ترڅو ټولنې دغفلت ،بې خبرۍ ، ناپوهۍ اوبيلابيلو بي ګټې پروګرامونو خواته كش كړي .[سمول]

نن ورځ نشه يي توكي يواځې دتجارت لپاره نه كاريږي بلكې داشغال ګرانو دسياسي فعاليتونو مهم كاري وسايل دي ، چې دفحشاء دمركزونو ، دقمار دكلوپونو اونورو ډيرو بدواوخرابو پروګرامونو په جوړولوکي تري کاراخلي چې له دې څخه يوهم دسازاوسرود پراخوالۍ دۍ چې دا د ډيرو مهمو وسايلوڅخه دي دوګړو دافكارو دنشه كولو لپاره پرې زيات ټينګار كوي نو ځكه زياتره نړيوالې راديوګانې زيات وخت په ساز اوسرود سره تيروي نو دټولنيزو ارتباطي وسايلو څخه يې اساسي اواصلي پروګرامونه همدغه ساز او سرود دۍ اوبس.[سمول]

ځوانان دفساد اوفتنې په ډنډكښې:[سمول]

الف: تحريكوونكي سازاوسرود : دفساد دډيرو خوسا ډنډونو څخه چې ښايي ځوانان په كښې ولويږي يوهم دنڅاسره ساز اوسرود دۍ.[سمول]

په عمومي ډول سازاوسرود په دوه ډوله ويشل كيږي:[سمول]

الف:ډيربداوخراب ساز اوسرود .[سمول]

ب: لږبد سازاوسرود .[سمول]

ډيره بده موسيقي هغه ده چې په هغه كښې دلهو اولعب مجلسونه اوغونډې وي انسان په شيطاني سوچونو كې ډوبوي دمعنوي كارونو څخه يې ليرې كوي ، دوهم ډول موسيقي هم څه ځانګړي امتياز نلري.[سمول]

په اسلامي شريعت كي موسيقي اوريدل اودهغې آلې جوړول حرام دي اګركه مستقيماً واوريدل شي اوياهم غير مستقيم لكه دټيپ كيسټې.[سمول]

پدې كښې شك نشته چې سازاوسرود ته غوږ ايښودل او دشهوت پاروونكو آوازونو سره بوختيا دهغه زيانونو سربيره چې په اعصابو راځي دانسان روح اواخلاقو ته هم زياته صدمه او ټكان وركوي ځكه ساز اوسرود ته غوږ ايښودل انسان دغفلت اوبې پروايي حالت په وړاندې چې ډير زرله منځه ځي په انسان كې معنويات ختموي دپاكۍ اوعفت پردې شلوي او دالله جل جلاله سره ټينګ ارتباط له منځه وړي.[سمول]

سازاوسرود ته دغوږ ايښودلوپه نتيجه كې انسان د الله جل جلاله د ذكر ، دعا اوزاري څخه لذت نه اخلي اوهميش شهواني اوشيطاني سوچونوكې ډوب وي ، كه يواځې دموسيقۍ اغيزې دالله جل جلاله سره درابطې او زاري دلذت څخه محرميدل وي اوهمدامنفي اثر ولري نو داپرځاي اومناسبه خبرده چې انسان بايد دغه تباه كوونكو زهروته ورنيږدې نشي او دغه تاواني راكړې وركړې ته ورونه دانګي.[سمول]

ځوانان بايد پردې پوه شي هغه زړه چې هروخت ديوفاسد او خوږ مزه آواز خوان غږ اوري په هغه کي دالله جل جلاله لپاره ځاي نشته او نورمعنويات هلته ځاي نلري ، دانسان روح داسې ده چې دوه ضد څيزونه په هغه كې نه ځائيږي .[سمول]

آيا ددي څخه زياته تاواني معامله (راکړه ورکړه) به وي چې يو انسان دشهوت پاروونكي غږ چې ديو بې احساس آوازخوان څخه يې اوري خپل ځان دالله جل جلاله دنيږديكت او دهغه الله جل جلاله دمينې او محبت څخه محروم كړي ،دحيواني مزاجه شهواتو څخه دخوند اخستلوپه ډنډ كې ډوب شي اوخپل قيمتي ژوند وپلوري ،په مقابل كې دښځو اونارينه ؤ مختلط آوازونه دغفلت او بې پروايي موسيقي پري واخلي ، په يقيني ډول چې دايوه احمقانه اوزيانمنه سوداګري ده .[سمول]

الله جل جلاله فرمايي :  { أُولَئِكَ الَّذِينَ اشْتَرَوُا الضَّلَالَةَ بِالْهُدَى فَمَا رَبِحَتْ تِجَارَتُهُمْ وَمَا كَانُوا مُهْتَدِينَ  [البقرة/16] }[سمول]

ژباړه: هغوي داسي خلك دي چې تياره او ګمراهۍ ،( چې يودهغه دمعني اومصداق څخه موسيقي ده ) ،، لارښووني اوهدايت ته ،،( چې يو دهغه معني اومصداق څخه دالله جل جلاله سره انس او محبت دۍ،،) عوض كړي يي دي نو دخپلې سوداګرۍ څخه يې ګټه نده ترلاسه كړې هدايت اونيكبختي ته يې كومه لاره نده موندلې .[سمول]

موسيقي هغه اخلاقي اومعنوي زيانونو چې لري يې ځني یی دادی لكه : دشهوتونو مينه ، دزړونو مړينه ، دالله جل جلاله سره دانس اومحبت دخوندڅخه محروميت ، دپاكې اوعفت دپردوشليدل ، دعقل كمزورتيا ، دګناه كولولپاره دفرصت ترلاسه كول، ددعا نه قبليدل ، همدارنګه په اعصابو اوبدن باندې زياتې ناوړه اغيزې لري چې نن ورځ دعلمي پلوه ثابتې شوي دي .[سمول]

پروفيسور،،ولف آلدر،، وايي :[سمول]

سره ددي چې سازاوسرود زموږ اعصاب دنرموالي خواته كشوي اودخپل طبيعي حدڅخه يې باسي اوهغه خوځوونكي آوازونه چې دغړوپه حرکت سره منځ ته راځي اوداسي خولي (عرق ) چي د طبيعي حدڅخه په زياته پيمانه له پوستكي څخه وزي زياتې ضررناكې دي ښايي دنورو مرضونولامل وګرځي.[سمول]

دساز اوسرودزړه راښكونكې كيسټې (دټيپ فيتې ) دانسان داعصابو په سلسله ډير ناوړه اومنفي اغيزي پريږدي ، په ځانګړي ډول كه چيرې هواګرمه وي نودغه تباه كوونكي تاثيرات زښت زيات وي.[سمول]

ب: ناوړه اوغيراخلاقي فلمونه:[سمول]

يوهم دفساد دډيرو ككړوډنډونو څخه چې ښايي ځوانان په كښې ولويږي بربنډواو غيراخلاقي فلمونوته كتل دي چې دا د الله جل جلاله او اسلامي مقدساتو څخه دليرې والي يومهم او اساسي لامل دۍ، له هغه ځايه چې ددين اوقرآن كريم دښمنان داسلامي امت سره دمخامخ جګړې څخه مايوس اوبي هيلې شوي دي نو ددي په هڅه كې دي ترڅو زموږځوانان دفساد خپرولو اسلامي اومعنوي ارزښتونو ترپښولاندې كولو اودبربنډوفلمونوپه ليدلوسره بې لارې كړي.[سمول]

نن ورځ چې زموږ ځوانان دماديت ،شهوت غښتنې ،دښه ژوند تيروني ،بي عفتې ،بي حيايي ، دذهن خالي والي دنامناسبو جامو اغوستل ، نامشروع اوناروا اړيكي ساتل ،بي بندوباري اوډيري نوري بي لاري دهمدغه بربنډو فلمونو ميراثه ده.له همدي امله دداسې بربنډو اوغيراخلاقي فلمونو جوړول خپرول اونشرول دهرچا او هر لوري له اړخه چې وي دټولنې سره ډيرلوي خيانت دۍ ځكه چې دا داسلام سپيڅلی دين ،الهي قوانين ټول ترپښولاندې كوي اوهمدافلمونه دانسان هرڅه له منځه وړي ، دايو منل شوي واقعيت دۍ چې دداسې غيراخلاقي اوناوړه فلمونو ليدل دټولو ديني ارزښتونو ،نيكو اخلاقو ،مذهب ،تقوی ،ديني غيرت اوټولو معنوي اموروپه له منځه وړلوکي ډير مهم رول لري.څومره زياتوځوانانو ددي غير اخلاقي بربنډوفلمونو ليدلوسره دناپاكې اوبي حيايي لاره نيولې اونوريې هم دهلاكت كندې ته ورټيل وهلي اوپه سلګونومشكلات اوربړونه يي خپل ځان اونوروته پيداكړيدي.[سمول]

زموږ ځوانان بايد دي مسئلې ته په ډيردقت او هوښيارۍ سره وګوري ددسيسه كوونكو دفريبونو ښكار اوقرباني نشي اودانسانيت دښمن نشې ، اوپدي وپوهيږي كه چيري ددي فلمونو په ليدلوسره لومړۍ ګام واخلي دوهم قدم پرته له كوم ځنډ څخه اوچتوي اوهغه ځاي ته رسيږي چې بيرته راګرځيدل يي ډيرسخت اوناشوني دي، ځكه دا ډول كارونه دهغوي لپاره دتروشو اوبو په څيردي څومره يي چې څکي په همغه اندازه نورهم تږي کيږي ،نن ورځ دغرب كفري نړۍ ددي بلاسره ترپوزوراغلي،ځوانان بايد پوه شي چې دخپل شخصيت ونه دهغه لاري په سرچې په بربنډوفلمونو يي ريشي دبيخه ايستلي شوي ونه کري ترڅو دهرزيان اوضررڅخه په امن پاتي شي،،.[سمول]

ځوانان بايد پدي پوه شي چې دلوڅو اوغيراخلاقي فلمونو كتل د دوي لپاره دهغه اورپه څيردي چې په هواء كې بل اوټول اطراف يي ګازونيولۍ وي ، اوداسې لمبې تري اوچتيږي چې هرڅه يي مخي ته راشي سوځوي يې اوپه ايرويې بدلوي.[سمول]

نوپه يقيني ډول غيراخلاقي فلمونه داستعدادونو دوني بيخ له منځه وړي ريښې يې پري كوي ، دانسان روح تخريبوي اوكله يې ماهيت هم له منځه وړي، اوانسان په يوهوس لرونكۍ موجود بدلوي،حيوان صنعته ، پست اوبي شخصيته څيزتري جوړوي.[سمول]

ج:دساعت تيري غونډي اومجلسونه :[سمول]

دفساد اوهلاكت دډنډونو څخه چې په ټولنه كې دلويديځ كفري فرهنګ دخپراوي لپاره كاركوي يوهم دساعت تيري مجلسونه دي پدي كي لهو اولعب دوخت ضايع کیدل ، دښځو او نارينه ؤ اختلاط .... منځ ته راځي ، نوهغه كسان چې ددي ناوړه اوكرغيړن كفري فرهنګ لپاره كاركوي دداسې پټو محفلونو اوغيرشرعي مجلسونو دجوړيدو لپاره ګومارل كيږي ،دخپلودوستانو څخه غواړي چې دعيش اوعشرت ، ساعت تيري پداسې مجلسونو كي د څوساعتونو لپاره ورګډ شي د خوشحالۍ اوخوښۍ په نړۍ كي ورننوځي ترڅو دغير اخلاقي نڅاګانو ، ساز اوسرود ،لهو اولعب ، اتڼ او داسې نورو ناروا كارونو په كولو سره لذت واخلي.[سمول]

ګران ځوانان بايد پدي پوه شي چې پدې ډول مجلسونواوغير شرعي ناروا خوښيو كي ډوبيدل دخپلو ټولنيزو او معنوي پرمختګونو خنډ كيږي ، كه چيري په خوښيو اوخوشحاليو كي ډوبيدل دبرياليتوب اولوړوپوړيو ته درسيدونښه وي ، نوبايد عياش اوساعت تيري خلك ترټولو غوره او داوچت مقام لرونكي وی مګر دوي دموجوداتو ترټولو بد اوپست وګړي شميرل كيږي ، دنفساني غوښتنو دهغو څپو په مقابل كې چې دتقوی اوديندارۍ سره په جګړه دي دقوي ارادې نشتوالۍ دشيطاني هوسونو په جيل كې ورټيل وهلي دي ، نوهيڅكله  داسې يو چاته انسان  نشي ويل کيدی بلكي دايو بي ارادي ،بي آزادي ،بي شخصيته ، بندي موجود دي چې هيڅ وخت دحركت توان نشي پيداكولى.[سمول]

ددي مجلسونو ډيره ښكته مرحله داده چې ځينې د واده مجلسونه ډيربي كفايته ، بي احساسه خلك جوړوي ، اګرچې واده اومراسم يې په شرعي لحاظ ښه كاردي پدي ډول چې دپيغمبر صلي الله عليه وسلم دسنتو مطابق ترسره شي ، مګر په ډيرتاسف سره بايد وويل شي چې دواده دغه سپيڅلۍ سنت کله پداسې بدو اوناوړه اعمالو سره ككړشي،[سمول]

چې پداسې محفلونو كي ديو متدين او ملتزم انسان ګډون ډير سخت اوناشونۍ ګرځي بلكي ځينې داسې رواجونه هم شته چې په هغه كې اسلامي احكام په هرڅه اوهرچاوړاندې ګرځي ، ځينې داسې دينداره او اصيلې كورنۍ هم پيدکيږي چې په هيڅ وخت او حالت كي خپل اصليت اوشرافت دلاسه نه وركوي او هيڅ کله ديته نه حاضريري  چې د واده دمراسمو په بهانه غير شرعي اوناوړه كارونه وګوري مګر په ډيرتاسف سره بايد ووايم چې د ودونوپه ځينې مجلسونو كې اسلامي احكام اوديني ارزښتونه ترپښو لاندي كيږي دفاسدو خلكو دسؤ استفادې لپاره فرصت په لاس ورځي ،په څرګند ډول پداسې ودونوكې دالهي اوامروپه خلاف عمل كيږي كله هم دلويو ګناهونو څخه لكه دشرابو څښل ، اختلاط ، دساز اوسرود اوريدل ، دنامحرمو نارينه ؤ سره دښځو خبرې اوغير مشروع نظرونو څخه ځانونه نه ساتل، نو په يقيني ډول دداسې خلكو اوكورنيو سرنوشت دښه والي خواته نه ځي ، ځكه هغه ژوند چې دالهي معصيت او اسلامي ارزښتونوته په نه پام كولو سره رامنځته شي ښه پايله نلري .[سمول]

ګرانو ځوانانو : دواده په هغه مراسمو كي چې ناروا دودونه اوغير اسلامي كارونه لكه دساز اوسرود اوريدل ، دنامحرمو نارينه ؤ په مقابل كې دحجاب نه مراعاتول ، دشرابو څكل ، غير اخلاقي نغمې اوترانې اوريدل اوهمدا رنګه نور زيات ناروا او غير شرعي كارونه ترسره كول نوځوانان بايد د دا ډول محفلونو دګډون څخه په كلكه ځانونه وساتۍ ځكه چې دفتنې او فساد په ډنډونو كې يې دډوبيدو ښه فرصت دۍ ، خو كه چيري څوك پدي نيت ګډون په كې كوي چې د دا ډول ناوړه اوغير شرعي اعمالو مخه ونيسي نو بيا ښه كاردي او كه نشي كولاي نو بيا پدي كي ګډون هغوي ته دتائيد مهر لګول اودفساد خپرولوته نوره زمينه برابرول دي.[سمول]

د: خراب اوناصالحه خپلوان :[سمول]

ناصالحه خپلوان اوفاسد كسان دځوانانو لپاره دفساد اوبربادۍ اصلي لامل ګڼل كيږي ، نوهرځوان چې دخرابو خپلوانوسره كوم قدم اوچتوي په اصل كې دادتباهۍ اوهلاكت خواته قدم پورته كول دي ، په حقيقت كې خراب دوست دانسان دښمن دۍ مګر داډول خلك ظاهراً سړي ته ځان دوست ورپيژني ولي په اصل كې داخراب دوستان دي چې دستونزوڅخه پرته بل څه منځته نه راوړي ، نوهرهغه څوك چې دبدوملګروسره ګرځي پاك خلك دناپاكانو سره ناسته پاسته ولري دغه غير اخلاقي مريضۍ ،او معين فساد پاكوخلكوته هم ورځي ، كله داسې هم كيږي چې پخپله دغه ستونزې ته متوجه نه وي ، دنا اهله اوبدو ملګرو په سبب داسي متاثر كيږي چې دهغو سره كټ مټ ورته والۍ مومي ، ټول كړه وړه ، نظريات ، راكړه وركړه يې ديوفاسد اوبي دينه شخص ښكارندويي كوي لكه څنګه چي يونيك انسان او صالح دوست دسړيتوب روحيه پرته لدي چې مقابل شخص وپوهوي هغه ته نقلوي او دانسان په پرمختګ اوښه بدلون كې مهم رول لوبوي همداډول بد دوست دانسان په سقوط اوغورځيدوكي هم مهم رول لري.[سمول]

كله هم ځوانان داسې فكركوي چې پخپله څوك پاك وي هيڅوك نشي کولاۍچې په هغه منفي اغيزوكړي نوپدي لحاظ داڅه مهم شي ندي چې چيرته لاړ دچاسره كښيناست او خپل ملګري يې څه ډول غوره كړه، مګرداهم بايدوويل شي چي دايو غلط اوشيطاني فكردي چي دانحراف اوبي لاري اصلي لامل شميرل كيږي ، دايوه داسې خبره ده چې څوك ووايي: كه چيري روغ انسان په هرڅومره ميكروبي ماحول (چاپيريال) كي ژوند وكړي ميكروب دده بدن ته نشي ننوتي ، مګر دايوناشونۍ كاردې چي په داسې يوچاپيريال کي څوك سالم اوغوره ژوند ترسره كړي ، په يقيني ډول بايد وويل شي چي بد اوخراب ملګري دانسان لپاره دميكروب څخه كم ندي بلكي دسالم بدن دناروغتيا لپاره ترميكروب ډيرزيات خطرناك اومهم دي.[سمول]

بايد دملګروپه غوراوي كي زيات ځير كتيا وشي ځكه زموږ ډيري ستونزي د بدوخلكوسره ګډ ژوندانه  نه راولاړي شوي دي ، كله چې انسان دزانګوڅخه دژوندانه په لور قدم ږدي نو دټولنې دهر ډول خلكو سره مخامخ كيږي يو پريو دداسې چاسره يو ځاي كيږي چې په پايله كي دبدوخلكو سره دپيژنګلوي په اساس دبدی اوتباهۍ ډنډ ته غورځيږي ، ښايي چې بد ملګرۍ خپلو ملګروته دبدو رسولو قصد ونلري مګر دلړم په څير داطبيعي خاصيت لري چي هميشه نورچيچي اوخپل په زهرو لړلي اخلاق دنورو روحونو ته ننه باسي ، ځيني خلك پخپل ځان دپاكي اوغوره والي باورلري چې پخپل ګومان سره دبدوخلكو سره اوسيدل او ژوند كول كوم ضرر اوزيان نه ور رسوي ، خپل شخصيت دومره لوړ او اوچت بولي چې بد اومنفي اخلاق به دوي ته كوم زيان ونه رسوي ولې ددې څخه ناخبره دي چې داور ترڅنګ پخته به حتما اور اخلي او د تيږې ترڅنګ شيشه به حتما روغه نه پاتې كيږي .[سمول]

خو د بده مرغه انسان داسې جوړ شوۍ دۍ چې فساد ، بدبختي ، رذالت او بدي ډيرزر اغيز پرې كوي لكه باروت چې په يوه توكمه اور اخلي او دخپل منځ نه سوزي ، څوك چې پخپل ښه توب اوبهترۍ مغرور وي او د بدو ،ناوړه خلكو سره دملګرتيا نه ډډه نه كوي دداسې چا په څير دي چې دسيل په مخ كې كور جوړ كړي او پدې فكر وي چې هر څومره قوي سيل به هم دده دكور تهداب ته څه زيان ونه رسوي.[سمول]

دجرمونو اوفتنوڅخه دمخنيوي لار:[سمول]

۱- ايمان : دايمان د اغيزو څخه يوهم دفتنو، فسادونو، حق خورۍ، ظلم ، تيري او ټولو جرمونو څخه مخنيوۍ دي ، هغه هيوادونه چې دفساد او فتنوپه ډندونوكې ډوب شوي غواړي چې دفساد دلاملونو دله منځه وړلو پرته دهغه په ضد جګړه وكړي پدي بايد وپوهيږي چې دمعلول په ضد جګړه دهغی دعلت نه بغير ناشونې ده ، مادي ګري هغه علت دي چې معلول يي يوه ناسالمه ټولنه ده، كه چيرې په ټولنه كې ايمان حاكم وي پرته له كوم خنډه ټولې فتنې له منځه ځي . ايمان دمختلفو اړخونوڅخه كولاي شي چې دجرمونو،فتنو اوټولوناوړه كارونو مخه ونيسي چې ځينې يي په لاندې ډول ذكركيږي:[سمول]

۱- څوك چې په الله جل جلاله ايمان لري نوخپل ځان په الهي محضركي موجود بولي په دې عقيده لري چې ټول مخالف اعمال اوكړني يي حسابيږي اودخپلو بدو اعمالوجزا ورته رسيږي نو په همدې اساس بايد هڅه وكړي چې فتنوته نيږدي نشي.[سمول]

۲- دالهي عبوديت په اساس : انسان دداسي يو حالت سره مخامخ كيږي چې هغه په نفساني غوښتنو اوشيطاني تمايلاتومسلط كيږي چې دشهواني غرايزو كومي چې دټولوجرمونواصل اواساس دي مخه نيسي.[سمول]

۳- هغه څوك چي ايمان ولري دالله جل جلاله سره دخپل ځان دبشپړتوب دنيزديكت احساس كوي ، له همدې امله څوك چې دفتنواومفاسدومرتكب كيږي كوم چې الله جل جلاله ته درسيدويومحكم ديوال دۍ له منځه وړي .[سمول]

۴- ايمان انسان ته عزت ،ارزښت اوشرافت وربښي مومن انسان هيڅكله دفسادونو،فتنوپه شيطاني او نفساني ذليل دام کښي نه لويږي . دوړاندي بيان څخه ښكاريږي چې ايمان دجرمونو اوفتنو په مخنيوي كې ډير مهم رول لري له همدي امله كوم خلك چې دفتنې په لار درواني انحرافاتو ټولنيزو او كورنيزوبې لاريوپه وړاندې قرارنلري بايد دخپل ايمان په تقويت كې هڅه اوهاندوكړي .[سمول]

كه نن ورځ دلويديزكفري نړي ته دواقعيت په نظر وګورو نو دې ټكي ته به متوجه شوچې په افرادوكې دايمان اودمعنوي خلانشتوالې ،په ځانګړي ډول په ځوانانو كې دډيروناوړوكارونو دكيدولامل ګرځي اوبشري ټولنه يي دزياتومختلفو اخلاقي ككړوالي سره مخامخ كړي ده ،نن ورځ په ټولنه كې دايمان دنشتوالي په اساس ډيري ناخوالې لكه خپل سري ،بي حيايي ،غلاګانې ،په نشه يي توكوروږديوالۍ ،نامشروع جنسي اړيكې ، په فحشااومنكراتوككړيدل ،قانون ماتيدل او داسې نورچې ورځ په ورځ زياتيږي.[سمول]

ډيروځوانانو ددي فتنواوفسادونوپه وجه خپل ځانونه تباه كړي خپلې كورنې يي په حيرت كې اچولې اوخپله ټولنه يي دزياتو ناخوالو اوكړاونوسره مخامخ كړي ده چې دجرمونو اوفسادونو زياتې شميري ددې مطلب ښكارندويي كوي .[سمول]

۲- روانې آرامتيا: دهرانسان دفطري غوښتنوڅخه يوهم دخپل ذهن اوخاطر آرامول دي نوټول انسانان داغواړي چې ديوڅپانده اوخطرناك بحرڅخه دآرامۍ اوقرارۍ څنډې ته ځانونه ورسوي اوديته لارومومي په همدي ډول يواځي دآرامي(سپيڅلي ايمان) ونه كولاي شي خپله دسوكالۍ ميوه ټولوانسانانوته وړاندې كړي ،بي له شكه ديوانسان لپاره آرامتيا اوسوكالي اساسي اوترټولومهم سبب په الله جل جلاله ايمان لرل اودخپل سپيڅلي دين احكام منل دي.[سمول]

ځكه که دانا آرامي د كوم دنیوي څيز دلاسه د تللوپه خاطر وي نو ايمان موږته دا راښيي چې هرشې دالله جل جلاله په لاس كي دي اوهرڅه چې انسان ته پيښيږي هغه دانسان په ګټه وي، اوياهم ناارامي دمرګ له ويري يا دراتلونكي كوم څيزدلاسه دتللوپه اساس وي، خوايمان مرګ ته نشتوالي اوفناكيدل نه وايي بلكي داديو هميشني ژوندپيل بولي چې دا ټول دمؤمن لپاره خوښي او خوشحالي ده.[سمول]

اوياهم ناآرامي دكوم ظاهري شكست او ناكامۍ لامل بولي خو ددين په هنداره كې بيا ناكامي نشته ،ځكه ترهرڅه مهم دالله ج حكم منل دي او دهغه ظاهري اوسمدستي پايلي ته توجه نه كول، ځكه دهرڅه پايله دالله ج په لاس كې ده اوترهمدغه الله ج پوري اړه لري.[سمول]

اوياهم ناآرامي: داخلاقي وجدان دشكنجه كولوپه اساس منځ ته راځي چي دلويو جرمونو په كولوسره رامنځته كيږي چې ايمان انسان دجرمونواوګناهونوپه ډنډ كې دغورځيدوڅخه ژغوري.[سمول]

نودذهني نا آرامۍ اساس اوبنياد په الله ج دايمان دنشتوالي څخه منځته راځي په همدې اساس دايمان دشته والي په صورت كې انسان دواقعي آرامتيا لوړې پوړۍ ته رسيږي ، الله تعالي فرمائي : { أَلا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ } [الرعد: 28]. ژباړه : خبرداراوسى چي يوازي دالله ج په ذكرسره زړونه آرام اخلي . له همدې امله په ځوان نسل لازم دي چې ورځ په ورځ ديني زده كړې زياتي اودايمان غښتلتياته پام واړوي اوهم خپلي ټولنې ته خدمت وكړي.[سمول]


-آن لاین اسلامی لارښود وګوری .[1][سمول]

- نن ټکی آسیا ، اصلاح آنلاین و ګوری .[2][سمول]

[3] 28 - دمحمد تقي عثماني داصلاحي اوتربيتي خطبوڅخه.[سمول]