په خپل ځان باور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په خپل ځان باور او هڅه یا انګېزه – Personal Confidence and Motivation انګېزه یا هڅه او په ځان باور په سوداګریزه نړۍ کې په ډېرو بحث شوو او څېړل شوو موضوع ګانو کې یوه موضوع هڅه او انګېزه ده. هغه څه چې خلک کوي ولې ېې کوي او څرنګه مونږ خلک دې ته اړ اېستلای شو چې هغه څه وکړي کوم چې مونږ په سوداګریز ځای کې کول غواړو؟ که مونږ چېرې په دې وپوهېږو چې ولې خلک هڅه کوي او د کړنې لپاره انګېزه لري، نو مونږ کولای شو چې دوي وهڅو ترڅو چارې خورا ښې ترسره کړي. څومره چې خلک زېاته هڅه او انګېزه د خپلو ټاکل شوو موخو د لاسته راوړلو لپاره لري همدومره ېې په خپلو وړتیاوو باور وده کوي، او همدا چاره ېې نور هم د کړنو لپاره هڅوي.

خو په کار کې تاسې په خپلې هڅې او انګېزې او پر خپل ځان د باور جوړولو کار هم کولای شی تر څو خپلې موخې ته ورسېدای شی. کله چې خلک په کار کې هڅه یا انګېزه او په خپل ځان او خپلو وړتیاوو باور ولري نو څو مثبت فکتورونه ېې پایله وي:

۱- په دندې کې قناعت او خوښي کې ښه والی رامنځته کیږي

۲ – هڅې زېاتیږي

۳ – کاري چاپېریال کې ښه والی رامنځته کیږي

۴ – تمرکز د کړنو پر پایلو وي

۵ – هر کس په دنده کې خپل رول او مسولیت پېژني

په ځان باور

مونږ ټول هغه خلک پېژنو چې په ځان باور لري. دا خلک کله چې د ژوند له خنډونو سره مخ شي نو ارام وي. مخکې له دې چې نا ارامه شي او یا هم وخت ضایع کړي ستونزو ته د ځواب ویلو لپاره عمل کوي. په کار کې دا ډول خلک بریالي وي ځکه چې که له هر ډول وضعېت سره مخ شي نو په خپلو وړتیاوو باور لري او د خپلو وړتیاوو په ذریعه وضعېت کنټرول یا اداره کوي. د بېلګې په توګه: پرېزنټېشن جوړ کړئ؟ کومه ستونزه نشته! – په ځان باور لرونکي خلک پرته له دې چې وېرې ته اجازه ورکړي تر څو د کړنې خنډ وګرځي پرزېنټېشن جوړوي.

یو کس چې په ځان باور لري نو:

۱ – کله چې خپله کمزورتیا اداره کوي په خپل استحکام او ځواک هم تمرکز کوي

۲ – له خطر اخیستو وېره نلري

۳ – د لوړو موخوپه تعینولو سره د ځان له ننګونې خوند اخلي

۴ – د هغو فرصتونو په لټه کې وي چې په ځان کې ښه والی راولي

۵ – کله چې تېروتنه وکړي له منلو ېې وېره نلري

۶ – کله چې په څه نه پوهیږي له اعتراف کولو وېره نلري

۷ – په کاري ځای کې په هره کچه اړیکه لرلای شي

۸ – د خپلو کمزورو ټکو د پټولو هڅه نکوي

په ځان کې هڅه او انګېزه مونږ ټول هیله لرو چې په خپل ژوند کې یو څه لاسته راوړو. په دې پوهېدل غواړو چې یو داسې څه مو لاسته راوړي کوم چې ارزښت لري، اړین دي، بې معنی ندي.

هڅاند کېدل یا انګېزه لرل په دې معنی دي چې:

۱- په خپل ځان باور کې ښه والی راولو

۲ – د خپل ځان نظم یا ډیسپلین لوړ کړو

۳ – د لاسته راوړنې لپاره بېلګې وټاکو

۴ – خپل ځان وننګوو ترڅو د درک شوو حدودو لرې ولاړ شو

۵ – کله چې موخې ته ورسېږو خپل ځان ته خپله جایزه ورکړو

څومره مو چې لاسته راوړنې زېاتې وي همدومره مو په ځان باور زېاتیږي. څومره مو چې په ځان باور زېاتیږي همدومره مو د لاسته راوړنو وړتیا زېاتیږي. که چېرې د موخې لاسته راوړنې کې له ماتې سره مخ شو نو برعکس پایله امکان لري. که چېرې له ماتې سره مخ شو د بیا کولو لپاره زمونږ پر انګېزې هم اغیز کوي. د انګېزې او په ځان د باور لرلو ترمنځ په اړیکې پوهېدل ډېر اړین دي.

د باور تعریف

ډېر خلک غرور او په ځان باور سره ګډوي یا ېې توپیر نشي کولای. مغرور کس وېرېدونکی کس وي او غرور د خپلو کمزورتیا د پټولو لپاره یوه لار ګڼي، په خبرو ځان ښودنه کوي، خو په ځان باور لرونکی کس په خبرو کې ځان ښودنه نکوي ځکه چې د هغه کړنې د هغه په استازیتوب خبرې کوي. یو مغرور کس چې کله تېروتنه وکړي هېڅکله په دې اعتراف نکوي چې تېروتنه ېې کړې بلکې په ځان باور لرونکی کس چې کله تېروتنه وکړي له اعتراف کولو وېره نلري ځکه پوهیږي تېروتنه ېې ارزښت او وړتیا له منځه نشي وړلی. مغرور کس هڅه کوي چې په فزیکي توګه ښه ښکاره شي مګر په ځان باور لرونکی کس کوښښ کوي چې ښه واوسي او په خورا ښه توګه چارې ترسره کړي.

د هڅې یا انګېزې تعریف

د هڅې ساده تعریف د کړنې یا عمل لپاره دلیل ته وایي. که چېرې دا دلیل په کافي توګه منطقي وي، او یا د کړنې لپاره کافي هڅونکی وي نو لاسته راوړنې به مو خورا زېاتې وي کنه برعکس پاېله به ولري.

په ځان د باور په اړه تیوریانې یا نظرونه

په دې برخه کې په ځان د باور، د ځان احترام، د ځان اغیزمنتوب تر منځ د توپیر ازموینه کوو چې هر یو ېې د کار ځای کې اړین دي .

د ارواه پوهنې له نظره په ځنې نظرونو پوهېدل اړین دي تر څو یو کس د خپلې روغتیا ساتنه وکړای شي، وړتیا ېې یوه دنده پر مخ یوړای شي.

په ځان باور

په ځان باور له دوه برخو جوړیږي :

۱- د لاسته راوړنې لپاره کافي تجربه لری کنه ؟

۲ – خپل ځان ته د دې اطمینان ورکول چې د لاسته راوړلو وړتیا لرې کنه ؟

فکر وکړئ چې د مرکې یا انټرویو وړتیا لری خو په انټرویو کې ارام نه یاستی دلته تاسې وړتیا لری مګر خپل ځان ته مو اطمینان نده ورکړی. له بلې خوا ممکن تاسې داسې باور ولری چې یو څه کولای شی خو د کولو لپاره وړتیا نلری په دې صورت کې تاسې په خپل ځان اطمینان لری خو د لاسته راوړنې لپاره ېې کافي زده کړه او تجربه نلری. ریښتینی په ځان باور هغه وخت جوړیږي چې د تجربې او په ځان د اطمینان ترمنځ توازن شتون ولري.

د ځان احترام

د ځان احترام د خپل ځان د احترام اود ځان په اړه د ښه فکر لرلو ظرفیت ده. په دې معنی چې ته د یو کس یا فرد په توګه له نورو توپیر لرونکو د وړتیا یو سیټ، استعدادونه او مهارتونه لرې او ته ېې قدرداني او له خپل ځان سره ستاینه کوې. ډیوېډ برنس خپل ځانته احترام داسې تعریف کوي ” که ته د ژوند یوې برخې کې بریالی وې او یا نه، هغه ظرفیت د کومې په ذریعه چې د ځان په اړه د مینې لوړه کچه احساس کړای شي.”

ارواه پوه مکسین ایلیوټ د ځان د احترام په اړه څېړنه کړې هغه وایي: کله چې خلک له شاتګ سره مخ شي نو په هر کس کې ځانته د احترام کچه څرګندیږي چې له یو بل سره توپیر لري. کوم خلک چې د ځان د احترام لوړه کچه لري نو د دې وړتیا لري چې یو ورانونکي یا ویجاړونکي وضعېت ته د خپلې تجربې له مخې ځواب ووایي، مقاومت کوي او د ځان احترام ته د زېات زېان اوښتو مخه نیسي. داسې خلک د زېان لیدو سره سره بیا هم خپل ځان با ارزښته، با استعداده ګڼي. خو ډېر خلک چې کله له یو منفي وضعېت سره مخ شي د ځان احترام ته خورا زېات زېان اړوي. داسې خلک له ماتې سره له مخ کېدو وروسته فکر کوي چې دا ورته ثابته شوه چې دوي نشي بریالي کېدای او په ژوند کې له کړنې وروسته ورته فکر کوي.

د ځان اغیزمنتوب

البرټ باندورا د ځان د اغیزمنتوب ماهر یا کارپوه ده. هغه وایي چې ” د ځان اغیزمنتوب طرحه شوې موخې ته د رسېدو لپاره د خپلو وړتیاو اوکړنو په اړه قضاوت ده، دا قضاوت نه چې کومې وړتیاوې لرو بلکې د دې په اړه قضاوت چې په همدې وړتیاو کومې چې لرو څه کولای شو. ” په بله معنی داسې قضاوت کول چې څه کولو کې بریالي کېدای شو او څه کولو کې نشو بریالي کېدای.

د ځان د اغیزمنتوب کچه له مقاومت لرلو سره، د هڅې او کوښښ سره، او کله چې تاسې له یو سخت وضعېت سره مخ شي یا هغو خنډونو سره مخ شي چې موخې ته د رسېدو مخه مو نیسي تړاو لري. له خنډونو سره له مخ کېدو وروسته تر کومې پورې خوشبینه پاتې کېدو سره د ځان د اغیزمنتوب کچه تړاو لري. هر څومره چې یو کس ارام وي وېره احساس نکړي همدومره ېې د ځان د اغیزمنتوب کچه لوړیږي. که چېرې یو کس د ځان د اغیزمنتوب ډېره ټیټه کچه ولري نو تل له ننګونې وېره لري، د نوې دندې د مسولیت په غاړه اخیستو څخه تېښته کوي او دا ډول خلک په کاري ځای کې له هر فرصته ځان محرموي.

د ځان د اغیزمنتوب سرچینې

۱ – ځان په کار پوه کول، په کار کې تجربه لرل

۲ – ټولنیزې نمونې یا ټولنیز ماډلونه

۳ – ټولنیز تشویق

۴ – احساساتي حالتونه

۱ – ځان په کار پوه کول، په کار کې تجربه لرل

کله چې کار کوی او هره پایله لاسته راوړی تجربه مو زېاتیږي او له تجربې زېاتېدو سره مو د ځان د اغیزمنتوب کچه لوړیږي. خو کمه اندازه ماته خوړل هم ښه وي کنه خلک به داسې فکر وکړي چې کله یوه نوې چاره پېل کوي باید هرومرو بریا تجربه کړي. شاتګ سره مخ کېدل هم اړین دي ځکه چې شاتګ مونږ ته راښي چې باید با ثباته هڅې وکړو تر څو پر مختګ وکړای شو. په دې ټولو وضعېتونو کې باید یو کس له خپګان سره مخ نشي تر څو وکولای شي چې د ځان د اغیزمنتوب کافي لوړه کچه لاسته راوړي.

کله چې یو ځل بریالي شو نو فکر کوو چې بیا ېې هم کولای شو.

۲ – ټولنیزې نمونې یا ټولنیز ماډلونه

د هغو خلکو بېلګې چې تاسې سره ورته وضعېت پرې تېر شوی وي او بریالي شوي وي؛ ځکه چې دا مونږ کې باور جوړوي چې مونږ هم لکه د بل کس په څېر بریالي کېدای شو. خو که داسې خلک وګورو چې مونږ ته په ورته وضعېت کې وو او له ماتې سره مخ شوي دي نو زمونږ د ځان د اغیزمنتوب کچه کمولای شي.

مونږ تل باور کوو چې مونږ ېې هم ډېر په اسانه لاسته راوړی شو که چېرې په دې وپوهېږو چې مونږ ته ورته وضعېت کې کس په لاسته راوړنه کې بریالی شوی وو.

۳ – ټولنیز تشویق

که چېرې یو کس د پام وړ شکونه په خپلو وړتیا یا بریالي کېدو ولري مونږ کولای شو په خبرو د دې کس شک ته د پای ټکی کېږدو او با ثباته کوښښ ته ېې وهڅوو تر څو په یوه کړنه کې د تشویق له لارې خپلې ټولې وړتیاوې وکاروي. ټولنیز تشویق لکه څرنګه چې په یو کس کې د اغیزمنتوب کچه لوړولای شي همداسې ېې له منځه هم وړلای شي. هیڅکله هغه مه تشویق کوی کوم چې کړنو لپاره کافي زده کړه، مهارت، وړتیا او تجربه نلري ځکه که له ماتې سره مخ شي نوفکر به وکړي چې هېڅکله نشي بریالی کېدای او د اغیزمنتوب کچه به ېې هم له منځه ولاړه شي.

۴ – احساساتي حالتونه

خلک چې کله یوه کړنه ترسره کوي د کړنې په اړه له خپل احساساتي حالت څخه قضاوت کوي. که چېرې د ذهني فشار یا سټرس او تشویش سره مخ شي نو فکر کوي کمزوري دي او دا احساس د زېان رسونکي په توګه منځګړی کوي. اروایي وضعېت هم د ځان د اغیزمنتوب په کچه کې رول لري. مثبت حالت ېې لوړوي او منفي حالت ېې له منځه وړي. کوم کاري چاپېریال کې چې د سټرس د کمېدو فرصت ورکول کیږي د کمېدو لپاره د سټرس مدیریت ورښي او خپلو کار کوونکو ته وایي چې سټرس د ژوند یوه نورمال برخه ده بلکې کومه کمزورتیا نده او په همدې چارې سره په خپلو کار کوونکو کې د ځان د اغیزمنتوب کچه لوړوي.

څرنګه د ځان اغیزمنتوب په چارو اغیز کوي

د ځان د اغیزمنتوب څلور اروایي پروسې:

۱ – معنوي بهیر یا ادراکي پروسه

۲ – د هڅونې بهیریا پروسه

۳ – اغیزمن بهیر

۴ – د انتخاب پروسه یا بهیر

۱ – معنوي بهیر یا ادراکي پروسه

د معنوي بهیر یا ادراکي پروسې پر وخت مونږ خپلې وړتیاوې او استعدادونه څېړو ترڅو خپلې موخې ته ورسېدای شو. په دې پروسه کې خپل فکر یا ذهن کې یو منظر یا سیناریو جوړو او فکر کوو چې که داسې وکړم څه به وشي ؟ ډېر وخت ځینې خلک د فکر په ځای له ځان سره پټې خبرې کوي. په دې پروسه کې انسان د پېښو مخنیوی کوي او یا یوې پېښې ته په ژوند کې د پېښېدو لار پرانیزي. د پېښو پایله په ذهن کې انځور کوي، فرضیې جوړوي او د پېښې په اړه وړاندوینه کوي. که تاسې کې د ځان د اغیزمنتوب کچه لوړه وي نو د ذهني فشار لاندې یا د سټرس لاندې وخت کې هم سمه وړاندوینه کولای شی.

۲ – د هڅونې بهیریا پروسه

د ځان هڅه یا انګېزه له فکره تولیدیږي او په همدې وجه د ځان اغیزمنتوب پکې خپل رول لري. مونږ د ځان په هڅونې کې له احتیاط څخه کار اخلو په دې معنی چې فکر کوو او فکر کې د لاسته راوړنې په اړه خپل باور لرو چې هو یا نه، لاسته ېې راوړی شو یا ېې نشو. له دې وروسته بیا خپل د معنوي بهیر یا د ادراکي پروسې مهارت کاروو تر څو ځانته موخه وټاکو او په دې ځان پوه کړو چې کوم ګامونه پورته کول د موخې د لاسته راوړنې لپاره اړین دي.

دا تیوري په درې فرعي سیټونو وېشل شوې:

۱- لاملونه : کوم خلک چې د ځان د اغیزمنتوب لوړه کچه لري په دې پوهیږي چې ماته خوړل له کمې هڅې رامنځته کیږي یا د ماتې خوړلو لامل یا وجه کمه بې ثباته هڅه ده. کوم خلک چې د ځان د اغیزمنتوب کمه کچه لري فکر کوي چې ماته خوړل په دوي کې د وړتیا، تجربې، زده کړې نشتون ده. په دواړو پاسنیو وضعېتونو کې پر هڅې یا انګېزې اغیز کېدای شي خو توپیر ېې داده چې لمړی کس فکر کوي چې د بریا راز په زېاته هڅه کې ده مګر دوېم کس فکر کوي که څومره زېار وباسي او هڅه وکړي پایله ماته خوړل دي.

۲ – د پاېلې هیله یا توقع: په دې پروسه کې مونږ فکر کوو که داسې چلند اختیار کړو نو داسې پایله به ولري په دې معنی چې څومره هڅه، څه ډول چلند، مرسته… به څه ډول پایله ولري. چې همدا مونږ کې د کولو لپاره انګېزه پیدا کوي. که چېرې د ځان د اغیزمنتوب کچه مو ټیټه وي نو د دې وړاندوینه نشو کولای چې څه ډول چلند، څومره هڅه … او همداسې نور مونږ خپلې موخې ته رسولای شي.

۳ – د موخو د ټاکلو له مخې په خپل ځان نفوذ کول: کله چې ننګونې او خپلې موخې وټاکو نو له همدې لارې خپله انګېزه د نفوذ لاندې راوستی شو یا پر خپلې انګېزې کې نفوذ کولای شو. که چېرې خپلې موخې ډېرې ساده په نظر کې راشي نو د ځان د اغیزمنتوب د لوړې کچې لرونکی سم د لاسه خپلې موخې لوړې ټاکي که چېرې مو د ځان د اغیزمنتوب کچه ټیټه وي نو موخې به هم ډېرې ټیټې او ساده وي.

۳ – اغیزمن بهیر

څرنګه مونږ خپله د مقاومت وړتیا درک کوو؟ که چېرې مونږ یو ستونزمن وضعېت سره مخ شو او د ځان د اغیزمنتوب کچه مو کمه وي نو پایله ېې سټرس یا ذهني فشار وي. که چېرې د ځان د اغیزمنتوب کچه مو لوړه وي نو په ستونزمن وضعېت کې مقاومت کوو او د تېښتې یا سټرس پر ځای په عمل کولو لاس پورې کوو. په بله معنی هغه چې د ځان د اغیزمنتوب لوړه کچه لري نو که ژوند کې هر ډول وضعېت سره مخ شي اداره کولای ېې شي او هغه کسان چې د ځان د اغیزمنتوب کچه ېې ټیټه وي داداره کولو پر ځای له تشویش او ذهني فشار سره مخ کیږي.

۴ – د انتخاب پروسه یا بهیر

په مونږ کې په ځان د باور کچه او زمونږ وړتیاوې هغه چاپېریال ته شکل ورکوي چې مونږ ېې انتخاب کوو، د پوهنیزې لار په انتخاب کې مرسته کوي، همداسې د مسلک او دندې په انتخاب کې هم مرسته کوي. که په داسې چاپېریال کې ېې چې ته پکې ناخوښ ېې نو لمړی دا پوښتنه له ځانه وکړه چې ایا دا مقام چېرې چې ته ېې تا خپله ځانته انتخاب کړی کنه ؟

که چېرې تا خپله نه وي انتخاب کړی له پورته یادې شوې پروسې کار واخلی.

د هڅې یا انګېزې په اړه تیوري

د هېزبرګ تیوري

فرېډ رېک هېزبرګ په دې اړه څېړنه کړې چې د یو کار کوونکي کاري چاپېریال څرنګه د کار کوونکي په کار اغیز کوي. هغه باور لري چې که چېرې خلک کار کې خوښ او قانع اوسي نو د خپلو چارو په مخ وړلو لپاره انګېزه پیدا کوي مګر که خوښ نه وي نو برعکس پاېله لري. هغه له ډېر کار کوونکو سره د کار په اړه له مرکې وروسته په کال ۱۹۵۹ کې د (the motivation to work)په نامه کتاب ولیکه. د هېزبرګ تیوري د

(motivation-hygiene theory)

تیور په نامه هم پېژندل کیږي.


د وېروم د هیلو یا توقع تیوري

بله د انګېزې تیوري ویکتور وېروم لیکلې. دا له مخکینۍ تیوري سره توپیر لري ځکه چې دا د افرادو په اړتیاو تمرکز نکوي بلکې د افرادو په پایلو باندې تمرکز کوي. وېروم انګېزه د خلکو د هڅو له پاېلې سره په تړاو کې ویني. وېروم باور لره چې که خلک هڅه وکړي نو هڅه ېې د کړنو په لور هدایت کوي او کړنې پایله لري. او د درېواړو تر منځ وېروم اړیکه ویني کوم چې د هغه په نظر د انګېزې سرچینه ده. او یاد شوو دریو برخو ته ېې له نورو درېو سره ټراو ورکړی چې توقع، ماشینونه یا اسباب، او ظرفیت دي.

وېروم وایي چې انګېزه د یوې کړنې اوهڅې له پایلې سره مستقیم تړاوم لري.


توقع په دې معنی ده چې کومې هڅې ته کوې په کړنو اغیز کوي، د بیلګې په توګه که ته خورا سخت کار کوې نو کړنې به دې ښې، زېاتې او موخې ته رسونکې وي، که کار کم کوې کړنې به دې کمې او موخې ته رسونکې نه وي د وېروم د تیوري خلاصه په لاندې ټکو کې وګورئ ۱- د کار لپاره سرچینې لرل (وخت، پیسې، ابزار، او نرم ابزار) ۲- د کار لپاره وړتیا، مهارت او زده کړې ته اړتیا ده ۳- د اړتیا لپاره ملاتړ ته ضرورت ده تر څو دنده ترسره شي (د مدیر ملاتړ، تصدیق، مالومات) ۴- په دې ښه په روښانه توګه پوهېدل چې څه باید لاسته راوړل شي تر څو جایزه پرې واخیستل شي، کوم قوانین باید تعقیب شي تر ستا د هڅو له وجې تاته جایزه درکړل شي ۵ – په هغو خلکو باور کول کوم چې د جایزې لپاره کس ټاکي ۶ – د جایزې لپاره د کس د ټاکلو په پروسه کې روڼتیا ۷- کار کوونکي باید په دې باور شي چې د دوي هڅې د دوي په کړنو کې زېاتوالی راولي ۸ – او د دوي زېاتې کړنې د دوي جایزې زېاتولای شي ۹- جاېزې ته باید ارزښت ورکړي تر څو انګېزه لرونکی شي د ایم سي کلېنډ نظریه

کلینډ پر اساسی اړتیاوو تاکید کړي:

۱ د لاس ته راوړنې اړتیا

۲ د اړیکو لرلو اړتیا

۳ د قدرت لرلو اړتیا

کلېنډ وایي مونږ ټول دې ۳ څیزونو ته په مختلفه کچه اړتیا لرو

د کلینډ په نظریه کی د ضروریاتو لنډیز:

۱- د لاسته راوړنې په لټه کې اوسېدل

۲ – هڅه تر څو موخه لاسته راوړل شي۳ د ترفیع لټه

۳- د پرمختګ غوښتنه

۴ – نیوکه او د سمون لپاره وړاندیز

۵ – د چارې د ترسره کولو لپاره احساس لرل

د کلینډ په نظریه کې د اړیکو لنډیز ۱- د نورو سره د فعل او انفعال اړتیا

۲ – له نورو سره د ملګرتیا اړتیا

۳ – د نورو لخوا د خوښېدو غوښتنه او اړتیا

د کلینډ د ځواک د اړتیا لنډیز

۱ – د ځواک لرلو لپاره هڅول شوی

۲ – په نورو د نفوذ کولو اړتیا

۳ – د نورو د رهبري کولو اړتیا

د ابراهم مسلو تیوري

د ابراهم مسلو د اړتیا له تیورۍ پرته امکان نلري چې د انګېزې تیوري بشپړ شي. په کال ۱۹۴۳ کې ابراهم یو تیوري خپره کړه. ابراهم وایي چې انسانان د اړتیا پنځه کچې لري چې هر انسان ېې د لاسته راوړلو هڅه کوي


د مسلو په تیورۍ کې اروایي اړتیاوې

تر ټول اړینې اړتیاوې اروایي اړتیاوې دي. دا اړتیاوې بدن کار کولو ته چمتو کوي:

۱- هوا

۲- خواړه

۳ – جامې

۴ – استوګنځای

۵- جنسي اړیکې

د خوندیتوب یا محافظت اړتیا

کله چې فزیکي اړتیاوې لاسته راوړل شي نو هر کس په دې تمرکز کوي چې خپل ځان د خوندیتابه یا محافظت په اړه ځان مطمن کړي. خوندیتوب یوازې د اروایي خوندیتوب په معنی نده بلکې عامه صحت او روغتیا هم پکې راځي، له مالي ویجاړي څخه خوندیتوب، د نا انصافي، تیري، ظلم څخه خوندیتوب هم پکې شامل ده.

۱ – د دندې خوندیتوب

۲ – له یو اړخیزه واک څخه خوندیتوب

۳- مالي سپما یا سپمونه

۴- د بیمې پالیسي

۵ – معیوبینو لپاره مناسب استوګنځای

د مسلو په تیورۍ کې د نورو سره د اړیکې اړتیا کله چې پاسنۍ اړتیاوې پوره کړای شي نو انسان د نورو سره د اړیکو لرلو په اړه فکر کوي. دا اړیکې د احساس سره تړاو لري په دې اړیکه کې انسان غواړي لکه څرنګه چې ده همداسې باید د نورو لخوا ومنل شي، د نورو لخوا ېې خیال وساتل شي، له نورو سره مینه ولري او بېرته د نورو لخوا د مینې احساس وکړي.

که چېرې دا اړتیا لاسته رانه وړل شي انسان د سټرس کېدو له خطر سره مخ کېدای شي او سټرس کولای شي نورې لاسته راوړې اړتیاوې هم له لاسه ورکولای شي.

د اړیکو سرچینې

۱ – کورنۍ

۲ – ملګري

۳ – صمیمي اړیکې

۴- کلب یا ټولنیزې ادارې

۵- د سپورت ټیم

۶- دفتری کلتور

۷- مذهبي ډلې

۸- مسلکي ادارې

۹- ټولنه

د مسلو په تیورۍ کې د نفس حالت

د نفس د حالت اړتیاوې د اړیکو له اړتیاو سره تړاو لري خو یو عمده توپیر هم خپله کې لري. توپیر ېې داده چې داړیکو اړتیا کې انسان له یو ګروپ سره تړاو لري خو د نفس حالت کې یو کس په دې اړه فکر کوي چې دا ګروپ د ده په اړه څه نظر لري. مونږ ټول د خپل ځان په اړه یو انځور لرو او دا فکر کوو چې نورو ته څرنګه ښکارو چې د همدې د څرنګوالي په اړه له دې فکري انځور څخه قضاوت کوو. دا انځور له لاندې اجزاو مونږ خپل ذهن کې جوړو :

۱ – له دندې څخه تر لاسه شوی وضعېت

۲ – روغتیا

۳ – سمبول لکه موټر، کور، پیسې، لګښت…

۴ – د نورو لخوا پېژندنه

۵- د نورو رهبري کول

۶ – شخصي لاسته راوړنې لکه زده کړې، وړتیاوې او سپورتي لاسته راوړنې…

۷ – د کورنۍ لخوا د لاسته راوړنو له امله په دوي افتخار کول

د مسلو په تیورۍ کې د ځان درک کول

مسلو وایي چې انسان کوښښ کوي چې ډېر د ځان په څېر شي؛ هغه څه شي د کوم چې د کېدلو وړتیا لري. دا اړتیا یوازینۍ اړتیا ده چې انفرادي ځکه چې هر کس له بل سره توپیر لري او همداسې ېې خوښې هم توپیر لري لکه ممکن یو کس وغواړي چې ښه مور شي بل کس ممکن وغواړي ښه لوبغاړې شي…

څرنګه کولای شو د خپل ځان په څېر شو ؟ مسلو وایي چې د خپل ځان په څېر کېدو لپاره

۱ – د نورو ښکلو ښایسته مشورو ته غوږ ایښودنه پرېده

۲ – په کره توګه هر څه وکړه او له کولو ېې خوند واخله مطلب دا چې د څه او څرنګه کولو لپاره نورو ته غوږ مه نیسه؛ له زړه ېې وکړه چې څه کول غواړې ځکه چې ته دې نړۍ کې د کولو لپاره ېې نه د پیسو او شهرت یا د بل نظریاتو پلي کولو لپاره

په ځان کې د باور د ښه کېدو لپاره طریقې

۱- ښې جامې اغوستل

که غواړې چې ډېر په ځان باور ولرې نو سمې جامې واغونده او ځان مطمن کړه چې ښه ښکارې. ځکه چې له نورو سره د فعل او انفعال پر وخت به په دې فکر کې نه ېې چې نورو ته څرنګه ښکارې.

۲ – قدم وهل

کار وخت کې داسې قدم ووهه چې قدم وهل ستا د ځان په اړه د باور خبرې وکړي. تېز قدم، سر پورته، او مسکا ولره.

۳ – د بدن د جوړښت حالت

بدن داسې په پښو وړه چې لټ ښکاره نشې؛ ولي یا وږې دې لاندې نه وي زوړندې؛ ناسته یا ولاړه کې سر پورته نیسه او سیده کینه یا درېږه.

۴ – د خپل ځان اعلانات

فکر وکړه پرېزنټېشن ورکوې او تېروتنه دې وکړه؛ د کار مالک ناخوښ ده او له تا هم لار ورکه ده؛ دلته باید داسې چارې وکړې چې بېرته وښې تېروتنه له انسانه کیدای شي او دغه باید د چارو په سمه توګه مخکې وړلو وښې خبرې وکړې او هر څه سره سم کړې نه چې له سټرس او پرېشانۍ سره مخ شې.

۶ – د حق پېژندنې تمرین کول

ممکن د ځان په اړه د بد فکر کولو تر ټولو چټکه لار دا وي چې په دې تمرکز وکړی چې څه تر اوسه نلرم، څه مې تر اوسه لاسته ندي راوړي؛ یا خپل ځان له نورو سره پرتله کړې تر څو په دې چارې هغه زېات څه لاسته راوړې. که چېرې په دې تمرکز وکړې چې تر اوسه دې څه لاسته ندي راوړي او یا نور ېې لري او ته ېې نلرې په دې معنی ده چې ته خپل منفي پواینټونه نوټ کوې او خپله انګېزه او په ځان باور پرې له منځه وړې.

د دې پر ځای کوښښ وکړه چې هره ورځ هغه پنځه شیان یاد ته راوړې کوم چې تا لاسته راوړي او ته پرې خوښ ېې یا پرې ویاړې. دا لسټ له ځان سره وساته کله هم چې له ستونزمن وضعېت سره مخ شې او په مثبتو شیانو تمرکز نشې کولای دا لسټ تاسره په مثبت ګام پورته کولوکې مرسته کولای شي.

۷ – د نورو خلکو په اړه ښه نظر ولره

کله چې مونږ د منفي پایلو، فکرو او چارو لخوا محاصره شوي یو او نا ارامه کړي یو نو ډېر وخت مونږ د ځان ارامولو لپاره په نورو پسې خندا کوو، د نورو توهین کوو، یا له وروسته ورپسې خبرې کوو. چا پسې د خندا پرځای یا په توهین کې د بوخت کېدو پر ځای د خلکو په اړه فکر وکړه چې هر کس یو څه لري چې با ارزښته دي او په با ارزښته شتمنۍ ېې تمرکز وکړه.

۸ – تل مخکې کینه

له لمړي کتار څخه تېښته ډېر عامه ده. له لمړي کتار څخه تېښته مونږ له مکتب څخه پېل کوو په ځانګړي ډول هغو ورځو کې چې کورنۍ کار مو نه وي کړی. خو په کار کې وروسته کیناستل هغه خلک کوي چې په ځان باور نلري.

۹ – په لوړ اواز خبرې کوه

۱۰ – سپورت

که چېرې هم داسې احساس کوې چې نا راسته ېې، دروند او یا هم له نورمال حالته وتلی ېې نو سپورت کول پیل کړه چې بې شماره ګټې لري تر څو د ذهني فشار یا سټرس مخه هم پرې ونیولی شې. سټرس زړه، عضلات او عصاب کمزوري کوي او سپورت زړه، عصاب او عضلات ځواکمن کوي.

۱۰- د نورو سره مرسته

د دې پر ځای چې په دې فکر وکړې چې څوک له ماسره څه مرسته کولای شي د کار ځای کې په دې تمرکز وکړه چې ته له چا سره څه ډول مرسته یا همکاري کولای شې .

۱۱ – په کاري ځای کې د ځان احترام

د ځان احترام جوړول او بیا خپل ځانته دا احترام ساتل اسانه کار هم نده خو څېړنې ښي چې یو کس څومره زېات رول ولري همدومره ېې خپل ځان ته د احترام کچه لوړیږي او د کار ځای خپل ځان ته د احترام جوړولو یو فرصت وګڼه

څرنګه ځان کې انګېزه پیدا کړو

هغه وجې چې مونږ انګېزه پرې له لاسه ورکوو

دا هر کله هم اسانه چاره نده چې انسان له انګېزې سره واوسي. ممکن چې په پېل کې مونږ ډېر ځواکمن واوسو خو د سفر په لار کې دا هم امکان لري چې ساړه وهلي یا یخ وهلي شو. حتا که مونږ چېرې دنده له لاسه نه ورکوو، د کار مالک مو هم داسې وي چې موخې ته په رسېدو کې له مونږ سره مرسته کوي، په کور کې کورنۍ، په کار ځای کې همکاران مو په متمرکز پاتې کېدو کې مرسته راسره کوي، که له دې ټولو سره مونږ خپله هم هڅه وکړو چې مثبت واوسو او مخکې ولاړ شو مګر له دې ټولو سره سره بیا هم انسان له تشویش، ابهام یا د قاطعېت نشتون سره مخ کیږي او سټرس کیږي. خو ریښتونی بریالی کس له عامو خلکو سره څه توپیر لري ؟ ریښتونی بریالی کس په دې د پوهېدو وړتیا لري چې ولې بې انګېزې شوی، هر لامل چې وي ځواب ېې وایي او مخکې تګ کوي.

په انسان کې د انګېزې د کمېدو درې لاملونه دي:

د باور نشتوالی

هیڅ امکان نلري چې ته یو داسې څه پېل کړې چې ته باور لرې چې نه ېې شې کولای او که چېرې ېې پېل کړې نو په خپل ذهن به ماتې خوړلو ته چمتوالی نیسې. که چېرې په ځان باور ونلری نو هیڅکله انګېزه ونلری.

د تمرکز نشتوالی

که تمرکز ونلرې نو په دې نه پوهېږې چې ته څه غواړې. نو که په دې پوه نشې چې ته څه غواړې ولې به په عمل پېل کوې ؟ او یا به د ډېرو موخو ترمنځ حیران ېې چې کومه پېل او لاسته راوړم. په همدې وجه تمرکز د انګېزې بل لامل ګڼل کیږي.

د لوري یا جهت نشتوالی

د لوري مالومول په دې معنی چې که ته یو څه کول غواړې نو باید په دې وپوهېږې چې پېل ېې له کومه ځایه ده او پای ېې یا ستا موخه چېرې ده. که چېرې لور ونلرې نو په د پېل ټکی نشې پېدا کولای

په ځان د باور جوړولو لپاره لاندې ټکو باندې ځان پوه کړی

۱ – په هغه څه تمرکز مه کوئ کوم چې نلری د دې پر ځای په هغه څه نظر وکړی چې تاسې لاسته راوړي وي

۲ – یو خپل داسې مثبت سرود جوړ کړه دکوم په تکرار چې ته پرمختګ کولای شې

۳ – دهغه څه تکرار کوه چې تاته ستا لاسته راوړنې در یادوي

۴ – تل مثبت فکر کوه حتا که ستا نظر کې دا مثبتې خبرې رښتیا هم نه وي ډېر ژر به د تکرار له امله ستا ذهن ومني ځکه چې ذهن د بدن داسې غړی ده چې مونږ څه ورته وایو هغه مني

په اوسني وخت کې د تمرکز له لاسه ورکول ترټولو اسانه چاره ده ځکه چې کاري چاپېریال کې خورا بوخت یو. ډېرې چارې وي چې مونږ ستړي کوي، پرېشانه او نا ارامه کوي مو چې بلاخره د تمرکز د لاسه ورکولو لامل ګرځي. بله وجه وېره ده. د بېلګې په توګه مونږ په یوه ملاقات کې د خپل نظر له څرګندولو وېرېږو ځکه فکر کوو چې د چا به خوښ نشي او بېرته به ېې زمونږ په ضد وکاروي، مونږ په کار کې یوه چاره نه پېل کوو ځکه چې د مثبتې پاېلې ضمانت ېې نشته او څوک چې وېره لري هېڅکله د موخې په لور تګ نشي کولای ځکه چې وېره ېې مخکې خنډ وي. د تمرکز د لرلو او وېرې له منځه وړلو لپاره داسې موخې وټاکئ چې تګلاره ېې روښانه او د لاسته راوړلو وړ وي. موخه ټاکل ستا تګلارې او موخې ته یو شکل ورکوي، د پېل او پای ټکی ېې مالوموي په کوم چې ته تمرکز کولای شې. د راتلونکې نا مالومه پېښو پر ځای بهتره ده چې د اوسمهال پر کړنو تمرکز وکړئ.

د ځان نظم یا ډیسپلین

د ځان نظم هم د انګېزې پیدا کولو لپاره یوه سرچینه ګڼل کیږي. د ځان نظم دې ته وایي چې ته په یو وخت کې یو څه کوې او داسې اکت یا عمل کوې چې په حال کې ستا احساس نه ښي چې ته څه احساس لرې بلکې ستا اکت یا عمل ستا فکر وښي چې ته په حال کې څه فکر کوې.

جرات

د ټولو په مخ کې د خپلې موخې لپاره درېدل، د ټولوننګونو مخې ته درېدل. که چېرې بیا هم کمزوری احساس کوی له خپلې مېرمن یا مېړه یا د کورنۍ بل غړي سره خبرې وکړی چې خپلې موخې ته د رسېدو لپاره مو وهڅوي.

تړلې لیکنې[سمول]

ذکریا رحیمي