په جنيټيکي ډول اصلاح شوی ژوندی جسم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په جنيټيکي ډول اصلاح شوی ارګانيزم (GMO) هر هغه ژوندی جسم دی، چې جنيټيکي مواد يې د جنيټيکي انجنيري تخنيکونو په کارونې سره بدل شوي دي. په جنيټيکي ډول د اصلاح شوي ژوندي جسم دقيق تعريف او هغه څه چې جنييټکي انجنيري رامنځته کوي توپير کوي. تر ټولو عام يې: يو ژوندي موجود په هغې طريقې سره تغیير کړی وي چې په طبيعي ډول د يو ځای کېدو او طبيعي بياترکيب په واسطه نه واقع کېږي. د ژونديو موجوداتو يو پراخ ډول په جنيټيکي ډول له حيواناتو نه نباتاتو او مايکروارګانيزمونو ته اصلاح شوي دي. جينونه په ورته انواعو، ټولو انواعو (چې transgenic ژوندي موجودات جوړوي) او ان په ټول عالم کې لېږدول شوي دي. اوس جينونه کولی شي تعريف شي يا داخلي جينونه کولی شي تقويه، بدل يا وټکول شي.

په جنيټيکي ډول د يوه اصلاح شوي ژوندي جسم جوړول ګڼ پړاو دی. د جنيټيک د برخې انجنيران بايد هغه جين ګوښه کړي چې دوی يې کوربه جسم ته د داخلولو هيله لري او د ترقي ورکوونکي او له منځه وړونکې برخې او زياتره د ټاکنې وړ نښه کوونکي (selectable marker) په ګډون له نورو جنيټيکي عناصرو سره يې ترکيبوي. کوربه جينوم ته د ګوښه کړي جين د داخلولو لپاره يو شمېر تخنيکونه د لاسرسي وړ دي. وروستي پرمختګونه د جينوم د اصلاح تخنيکونو (CRISPR يې زيات د يادونې وړ دی) د GMO توليد زيات ساده کړی دی. هربرت بوير (Herbert Boyer) او سټينلي کوهين (Stanley Cohen) په ۱۹۷۳ . کې په جنيټيکي ډول لومړنی جسم جوړ کړ، چې انتي بيوتيک (kanamycin) ته يو بکتريایي ضد و. لومړنی جنيټيکي اصلاح شوی ژوندی جسم يو موږک و، چې په ۱۹۷۴ز کې د روډولف جاينېچ (Rudolf Jaenisch) په واسطه جوړ شو او لومړنی نبات په ۱۹۸۳ ز کې توليد شوی و. په ۱۹۹۴ ز کې د (Flavr Savr) رومي راښکاره شو، چې په جنيټيکي ډول لومړنی سوداګريز شوي خواړه وو. په جنيټيکي ډول لومړنی اصلاح شوی حيوان په ۲۰۰۳ ز کې (GloFish) و او لومړنی حيوان چې د خوړو د کارونې لپاره ثابت شو، په ۲۰۱۵ ز کې (AquAdvantage salmon) [يو ډول کب دی] و.

بکتريا د اصلاح کولو لپاره تر ټولو اسانه ژوندي موجودات دي او د څېړنې، غذا توليد، صنعتي پروټين د سوچه کولو (د درملو په ګډون)، کرنې او هنر برخو کې د څېړنې لپاره کارول کېږي. د چاپېريالي موخو يا درملو په توګه د دوی د کارونې ارزښت هم شته. فنجي په ورته زياتو موخو کې کارېدلي دي. ويروسونه نورو ژونديو موجوداتو ته د جنيټيکي معلوماتو دننه کولو لپاره د ويکتورونو (vectors) په توګه مهمه ونډه لوبوي. دا ګټه اخېستنه په ځانګړي ډول د انساني جين درملنې (gene therapy) پورې اړوند ده. ځيني وړانديزونه شته چې له ويروسونو نه د واکسينونو د جوړولو لپاره له ويروسونو نه د زهري جينونو د له منځه وړلو لپاره کارېږي. نباتات د علمي څېړنې لپاره اداره يا اصلاح شوي دي، چې په نباتاتو کې نوي رنګونه رامنځته کړي، واکسينونونه انتقال کړي او اصلاح شوي تخمونه جوړ کړي. په جنيټيکي ډول اصلاح شوي تخمونه د تر ټولو زيات انساني روغتيا او چاپېريالي ګټو تر څنګ په عام ډول د GMOs تر ټولو زيات جدي بحثونه دي. زياتره تخمونه د واښه اېستلو يا د حشراتو ضد  موخو لپاره اصلاح او اداره شوي دي. طلايي وريځې (Golden rice) په درې جينونو سره اصلاح شوې دي، چې د وريجو غذايي ارزښت زياتوي. د GM تخمونو لپاره نوراړخونه د (biopharmaceuticals)، بيولوژيکي مايع يا ګاز يا درملو لپاره د بيولوژيکي غبرګون کوونکو (bioreactors) په توګه دي. [۱]

حیوانات په عمومي ډول زيات سخت دي اون زياته برخه يې لا هم د څېړنې په پړاو کې دي. تي لرونکي حيوانات د انسانانو لپاره ترټولو غوره نمونه ارګانيزمونه دي، چې يو يې په جنيټيکي ډول د دې لپاره اصلاح کوي چې هغه جدي انساني ناروغۍ سره ورته کړي چې د درملنې په کشف او پرمختګ کې اړينې دي. انساني پروټينونه چې په تي لرونکو کې ښکاره شوي دي، په زيات احتمال سره د دوی له طبيعي جوړو سره د هغو پرتله ورته دي، چې په حيواناتو يا ميکروارګانيزمونو کې ښکاره شوي دي. مالداري، لکه: د ودې اندازه، د غوښې کيفيت، د شيدو ترکيب، د ناروغيو پر وړاندې مقاومت او بقا په ګډون په اقتصادي ډول د اړينې ودې په ارادې سره اصلاح شوې ده. په جنيټيکي ډول اصلاح شوي کبان، د علمي څېړنې لپاره، لکه: کورني حيواناتو او غذايي سرچينې په توګه کارول کېږي. جنيټيکي اصلاح يا اداره کوونه، د مچانو د اداره کولو (د زياتو مړو ناروغيو لپاره يو ويکتور په توګه) په موخه، د يوې طريقې په توګه وړانديز کېږي.

د GMOs د پرمختګ پر مهال زياتې نيوکې راپورته شوې دي، په ځانګړي ډول د دوی په سوداګريز کېدنې کې. د دې نيوکو زياتره يې د GM تخمونه رانغاړي، چې ايا له دوی نه توليد شوي خواړه خوندي دي او د دوی وده به په چاپېريال باندې څه اغېز ولري. نورې برخې يا اړيکې معروضيتونه او د قانوني صلاحيتونو سختي، په جنيټيکي ډول د نااصلاح شوو خوړو کثافت يا الوده ګي، د خوړو سرچينې اداره کول، د ژوند څرګندول يا ښکاره کوونه او د معنوي شتمنۍ حقونه دي. که څه هم يوه علمي اجماع شته چې له GM تخمونو نه تر لاسه شوي شته خواړه د معمولي يا عادي خوړو په پرتله د انسان روغتيا ته هېڅ اضافي خطر نه متوجه کوي. د GM خوړو خونديتوب له انتقادونو سره مل مسئله ده. د جين بهير په غير هدفي ژونديو جسمونو اغېزه کوي او تښتېدنې سترې چاپېريالي برخې دي. هېوادونو له دې برخو سره د معامله کولو په موخه قانوني معيارونه چمتو کړي دي. د هېوادونو تر منځ د GMOs د خوشې کېدلو لپاره په قوانينو کې توپيرونه دي، چې ځيني يې تر ټولو زيات په نښه شوي توپيرونه دي چې د امريکا متحده ايالتونو او اروپا تر منځ واقع کېږي. هغه کليدي مسئلې چې له سموونکو سره سروکار لري، شاملوي چې ايا GM خواړه او د جين اصلاح شوي ارګانيزمونو حالت بايد په نښه شي.

پېژندنه[سمول]

هغه څه چې په جنيټيکي ډول ژوندی موجود رامنځته کوي، روښانه نه دي او په پراخه توګه د هېوادونو، نړيوالو جسمونو او نورو ټولنو تر منځ توپير لري.

د GMO په خپور شوي تعريف کې هر هغه څه شاملېدی شي چې خپل جينونه يې د طبيعت په ګډون (د طبيعت په واسطه) تغيیر کړي دي. [۲][۳]

د يوه لږ خپور شوي نظر له مخې، GMOs هر هغه ژوندی موجود رانغاړي، چې د انسانانو په واسطه يې خپل جينونه بدل کړي دي، چې ټول تخمونه او مالداري به شامله کړي. په ۱۹۹۳ ز کې (Encyclopedia Britannica) جنيټيکي اصلاح داسې تعريف کړه: «د تخنيکونو هر هغه پراخه ساحه ... د دوی تر منځ مصنوعي القاح، په vitro القاح کې (د بېلګې په ډول: «test-tube» ماشومان)، د سپرم ذخيرې، cloning او د جين اداره کول شاملېږي. اروپايي اتحاديې په لومړنيو کتنو کې يو په ورته ډول پراخ تعريف وکړ، چې په خاص ډول يې GMOs د ټاکنيز توليد مثل (selective breeding) او د مصنوعي ټاکنې د نورو مفاهیمو په واسطه ذکر کاوه. دا تعريفونه په چټکۍ سره په يو شمېر استثناتو سره تنظيم شوي دي، د علمي او کرنيزو ټولنو د فشار د پايلې په توګه او په ساينس کې د پرمختګونو سره جمعه شوي دي. د اروپاپي ټولنې تعريف وروسته په vitro القاح، د polyploidy په القاح، ارثي توليد مثل او د حجرې يو ځای کېدلو تخنيکونو کې د عنعنوي توليد مثل مخنيوی کوي، چې په پړاوونو کې recombinant هستوي تېزانونه يا GMOs نه کاروي. [۴][۵][۶][۷][۸]

يو بل مېتود د خوړو او کرنې د نړيوال سازمان، د روغتيا نړيوال سازمان او اروپايي کميسيون له خوا تعريف و. دوی وايي چې ژوندي موجودات بايد په يوې طريقې سره بدل شي، چې په طبيعي ډول د يو ځای کېدنې يا طبيعې بيا ترکېبېدنې په واسطه نه واقع کېږي. په ساينس کې پرمختګ، لکه: په افقي ډول د جين د لېږد کشف په اړوند ډول يوه عامه طبيعي ښکارنده ده چې، د دې تر څنګ هغې ګډوډتيا سره جمعه شوې ده، د کوم له مخې چې په طبيعي ډول واقع کېږي، چې اضافي تنظيمونو او استثناتو ته لارښوونه کوي. د هغو تخمونو نمونې شته چې، له دې تعريف سره سمون خوري، مګر په عادي ډول د GMOs په توګه په پام کې نه دي نيول شوي. د مثال په ډول: د غلو دانو  triticale په ۱۹۳۰ز کې په يوه لابراتوار کې رامنځته شو، چې د جينوم بدلولو لپاره يې د بېلابېلو تخنيکونو نه کار اخيست. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

سرچینې[سمول]

  1. Smyth SJ (April 2020). "The human health benefits from GM crops". Plant Biotechnology Journal. 18 (4): 887–888. doi:10.1111/pbi.13261. PMC 7061863. PMID 31544299. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Chilton MD (4 October 2016). "Nature, The First Creator of GMOs". Forbes. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Blakemore E. "The First GMO Is 8,000 Years Old". Smithsonian. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. The new encyclopaedia Britannica (الطبعة 15th). Chicago: Encyclopaedia Britannica. 1993. د کتاب پاڼي 178. OCLC 27665641. د کتاب نړيواله کره شمېره 0852295715. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Staff Economic Impacts of Genetically Modified Crops on the Agri-Food Sector; p. 42 Glossary – Term and Definitions Archived 14 May 2013 at the Wayback Machine. The European Commission Directorate-General for Agriculture, "Genetic engineering: The manipulation of an organism's genetic endowment by introducing or eliminating specific genes through modern molecular biology techniques. A broad definition of genetic engineering also includes selective breeding and other means of artificial selection.", Retrieved 5 November 2012
  6. The European Parliament and the council of the European Union (12 March 2001). "Directive on the release of genetically modified organisms (GMOs) Directive 2001/18/EC ANNEX I A". Official Journal of the European Communities. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Freedman W (2018-08-27). "6 ~ Evolution". Environmental Science - a Canadian perspective (الطبعة 6). Dalhousie University. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Organisms obtained by mutagenesis are GMOs and are, in principle, subject to the obligations laid down by the GMO Directive" (PDF). curia.europa.eu. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Section 2: Description and Definitions". www.fao.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Frequently asked questions on genetically modified foods". WHO. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "The EU Legislation on GMOs - An Overview". EU Science Hub - European Commission. 2010-06-29. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "GMOs and Horizontal Gene Transfer". NeuroLogica Blog. 2016-10-13. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Zhang C, Wohlhueter R, Zhang H (September 2016). "Genetically modified foods: A critical review of their promise and problems". Food Science and Human Wellness. 5 (3): 116–123. doi:10.1016/j.fshw.2016.04.002. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Oliver MJ (2014). "Why we need GMO crops in agriculture". Missouri Medicine. 111 (6): 492–507. PMC 6173531. PMID 25665234. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)