په بېلاروس کې د جنین سقط

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


په بېلاروس کې د جنین د سقط کولو چاره د ۱۹۵۵ زکال د نومبر له ۲۳مې نېټې راهیسې قانوني بڼه لري، هغه مهال چې دغه هېواد د شوروي اتحاد یو له جمهوریتونو څخه و. د سقط اړوند د دغه هېواد اوسنی قانون د ۱۹۸۷ زکال د ډسمبر ۳۱مې نېټې ته اړوندېږي چې په ټوله اروپا کې د دغې چارې په برخه کې تر ټولو لیبرال قانون دی. په دغه هېواد کې د جنین سقط د میندو په غوښتنه د امیدوارۍ تر ۱۲ اونیو او په ځانګړو شرایطو کې بیا د امیداروۍ تر ۲۸مې اونۍ پورې جواز لري. [۱][۲]

د دغې چارې اړوند د ۱۹۸۷ زکال قانون مور یا ماشوم ته د زیان یا د مړینې د ګواښ، جنسي تیري او له محارمو سره د زنا په حالت کې د سنتي لاملونو له امله د سقط اجازه ورکوي، همدارنګه په لاندې کې د یادو شوو شرایطو پر مهال هم دغه چاره قانوني بولي:

  • که چېرې د امېدوارۍ پر مهال مېړه مړ شي،
  • که چېرې مور یا پلار په عمري بند محکوم شي،
  • که چېرې محکمه د امیداورې ښځې څخه د والدینو حقوق سلب کړي،
  • که چېرې کورنۍ له پنځو ماشومانو څخه زیات ولري،
  • که چېرې د پلار او مور اړیکه په طلاق سره پای ته ورسېږي،
  • یا هم دا چې په دغه کورنۍ کې د ذهني یا جسمي معیوبیت مخینه شتون ولري.[۳]

په دغه هېواد کې یو مهال د جنین د سقط چاره د امیدوارۍ د کنټرول تر ټولو دود کړنلار وه، په داسې توګه چې په ۱۹۹۵ زکال کې د هر دوو ژوندیو ماشومانو د زیږون څخه وروسته میندو کولای شو خپل یو ماشوم سقط کړي. دغه چاره تر ۲۰۰۸ زکال پورې څه باندې ۷۵٪ راکمه شوه چې په دې سره د سقط د مواردو شمېر په کال کې ۴۲ زرو ته ورسېد (یعنې دا چې د زیږون د کچې ۳۹٪ برخه یې جوړوله). [۴]

په ۲۰۱۰ زکال کې له ۱۵ کلنۍ څخه تر ۴۴ کلنۍ پورې د هرو زرو ښځو پر حساب د سقط کچه ۱۴.۷ وه.[۵]

د ختیځې اروپا د ډیری هېوادونو په څېر د بلاروس نفوسو هم د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته کمښت وموند. د دغې چارې سره د مبارزې په موخه د دغه هېواد دولت په ۲۰۱۴ زکال کې قانون تصویب کړ چې ډاکټرانو ته یې اجازه ورکوله د جنین د سقط کولو له چارې ډډه وکړي؛ ورته مهال یې د یو لړ امتیازاتو په ورکولو سره کورنۍ د ماشومانو زیږون ته هڅولې. [۶]

په ۲۰۲۱ زکال کې د چتم هاوس د نظرپوښتنې له مخې په ۲۰۲۱ زکال کې ۶۳٪ بېلاروسي وګړي په دې باور و چې د جنین سقط باید په ډیرو او یا هم ټولو مواردو کې قانوني بڼه ولري، په داسې حال کې چې دغه کچه بیا هم د ۲۰۲۰ زکال د نومبر میاشتې له ۷۵٪ کچې څخه لږ وه. [۷]

سرچينې[سمول]

  1. Belarus - ABORTION POLICY - United Nations
  2. "Belarusian law on abortion". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Belarus - ABORTION POLICY - United Nations
  4. Fewer Abortions In Belarus, But More Single Mothers
  5. "World Abortion Policies 2013". United Nations. 2013. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ مارچ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په 2019-03-24 باندې). Belarusian Hospital Trying To Break Country's Abortion Habit. Radio Free Europe/Radio Liberty.
  7. "What do Belarusians think about abortion and gender inequality?". en.belaruspolls.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اپرېل ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)