Jump to content

په بیولوژي کې کمال پوهنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په بیولوژي کې کمال پوهنه (Teleology in biology) د هدف مدارۍ له ادبیاتو څخه د تکاملي تطابق په راپورونو کې ګټه اخیستنه ده چې یو شمېر ژوند پوهان او د علومو فیلسوفان هغه ستونزه جوړونکي بولي. د دغې چارې لپاره د ټیلونومي (teleonomy) اصطلاح هم مطرح شوې ده. له داروین وړاندې، ارګانېزمونو ته د موجودو موجوداتو په توګه کتل کېدل ځکه خدای پاک هغه طراحي او خلق کړي و. د هغو ځانګړنې لکه سترګې د طبیعي الهیاتو پر بنسټ داسې جوړې شوې وې چې هغوی ته یې وړتیا وربخښله د لیدلو په څېر خپلې نورې دندې ترسره کړي. تکاملي ژوند پوهان تر ډېره پورې د کمال پوهنې له ورته فورمولونو څخه ګټنه کوي څو اصلي موخه ومومي، خو دا د اصلي موخې پر ځای، یا په اګاهانه او یا هم غیراګاهانه توګه په طبیعي انتخاب دلالت کوي. د دغې چارې مخالف ژوند پوهان او مذهبي مفکرینو باور درلود چې تکامل په خپله په یو ډول موخه لرونکی (ارتوژنیسېز) دی او په ژوند پالونکو نسخو کې د ژوندانه د هدفمندې قوې پر بنسټ هدایت کېږي. له دې امله چې دغه ډول نظریات اوس مهال بې اعتباره شوي او تکامل د طبیعي انتخاب په واسطه د موروثي تغیراتو په توګه عمل کوي، په بیولوژي کې له کمال پوهنې څخه ګټنه تر نقد لاندې راغلې او داسې هڅې شوي څو زده کوونکي قانع کړي د کمال پوهنې له ادبیاتو (teleological language) څخه له کار اخیستو ډډه وکړي.

له دې سره یو شمېر هغه ژوند پوهان چې د تکامل اړوند لیکنې کوي څرګندوي چې ارګانېزمونه خپلې موخي لري، همدارنګه د ژوند پوهنې فیلسوفان لکه فرانسیکو ایالا او ژوند پوهان لکه جان هالډین باورمن دي چې کمال پوهنه د تکاملي ژوند پوهنې څخه نه جلا کېدونې ده.

زمینه

[سمول]

کمال پوهنه

[سمول]

کمال پوهنه (Teleology) چې له یوناني تیلوس «پای، موخه» او لوژیا «پوهې» څخه اخیستل شوې په ۱۷۲۸ زکال کې د فیلسوف کریسټین فون وولف له خوا ابداع شوه. دغه مفهوم په لرغوني یونان کې د ارسطو له فلسفې سرچینه اخیستې، چې له مخې یې د یو شي وروستی علت (کمال یا هدف) د هغو د کارکولو څرنګوالی دی. په داسې حال کې چې د ارسطو په بیولوژي یا ژوند پوهنې کې د طبیعي انتخاب له مخې تکامل ته پام نه دی شوی. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

طبیعي الهیات

[سمول]

له داروین وړاندې طبیعي الهیاتو د خدای شتون مانه او د طبیعت کارکرد یې د خدای د شتون لپاره د ښکاره دلیل په توګه استفاده کوه. انګلیسي مذهبي طبیعت پوه جان رې څرګنده کړې چې د هغه موخه «د طبیعت د اثارو یا خلقت له مخې د لوی خدای د جلال انځور کول» و. طبیعي الهیات له دغو طراحیو څخه د کمال پوهنې استدلالونه وړاندې کوي، په دې توګه ټول غړي د خپلې ظاهرې موخې اړوند په غوره بڼه عمل کوي، همدا پر دې دلالت کوي چې په سمه توګه طراحي شوي او باید د یو خیر غوښتونکي خالق له خوا طراحي شوي وی. د بېلګې په توګه سترګې د لیدو دنده ترسره کوي او د عنبیې او عدسیې په څېر ځانګړې اجزاوې لري چې له لید سره مرسته کوي؛ له همدې امله دا د دې استدلال ملاتړ کوي چې سترګې په همدې موخه جوړې شوې دي. [۷][۸][۹][۱۰]

هدفمند تکامل

[سمول]

دیني متفکرینو او ژوند پوهانو په مکرر ډول دا فرض کړې چې تکامل د ژوندانه د یو ډول قوې په واسطه هدایت کېږي، هغه فلسفه چې د ژوند پالنې په توګه پېژندل کېږي او غالبا دغه تصور وړاندې کوي چې دا هر څه یو ډول هدف یا لوری لري او هغه د ارتوژنیسېز یا تطبیقي تکامل په توګه پېژني. دغه ډول هدف مداري د کمال پېژندنې اوږد مهاله قوې ته اړتیا لري، په داسې حال چې یو شمېر نور باوري دي چې دا هرڅه یوازې بیولوژیکي دي. د بېلګې په توګه، جنین پوه کارل ارنست فون بایر په طبیعت کې په یوې کمالي قوې باور درلود، په داسې حال کې چې معنویت پالونکي فیلسوف هنري برګسون، ارتوژنیسېز ژوند پالنې ته اړوند باله او د خلاق تکامل (۱۹۰۷ زکال) په نامه خپل کتاب کې یې د élan vital په نامه د یوې خلاقې قوې اړوند بحث وکړ. د ژوندانه فزیک پوه، پییر لیکومت دو نوي او بوټي پېژندونکي اډمونډ ورسینوټ د تکاملي ژوند پالنې فلسفو ته پراختیا ورکړه چې په ترتیب سره د ټلفینالېزم (telefinalism) او تلیسم (telism) په توګه پېژندل کېږي. د هغوی نظریات د غیرعلمي نظریاتو په توګه په کلکه سره تر نیوکو لاندې راغلل. د ژوندیو موجوداتو لرغون پوه جورج ګیلورډ سیمپسون استدلال وکړ چې دو نوي او سینوټ د تکامل مذهبي نسخه ترویج کوي. د ژوندیو موجوداتو یهودي لرغون پوه پیر تیلارډ دو شاردن استدلال کړی چې د یوې «اومیګا نقطې» په لټه کې تکامل د هغه څه په فرضي معنی دی چې هغه یې «هدایت شوی زیاتوالی» بولي. د معاصر تکاملي سنتسېز په رامنځته کېدو سره چې په کې د تکامل ژنټیکي میکانېزمونه کشف شول، د ارتوژنیسېز فرضیه تر ډېره بریده پورې د ژوند پوهانو له خوا له پامه وغورځول شوه؛ په ځانګړې توګه هغه مهال چې رونالډ فیشر په ۱۹۳۰ زکال کې د طبیعي انتخاب د ژنټیکي تیوري په نامه خپل کتاب کې د هغو اړوند استدلال وکړ. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

طبیعي انتخاب

[سمول]

طبیعي انتخاب چې په ۱۸۵۹ زکال کې د چارلز داروین له خوا د تکامل د مرکزي میکانېزم په توګه معرفي شو، په فنوټایپ کې د توپیرونو له امله د ډیفرانشیل بقا او مثل د تولید اړوند و. دغه میکانېزم مستقیما پر تکامل چې د وخت په اوږدو کې د جمیعت په وراثتي صفاتو کې بدلون دی؛ دلالت کوي. [۲۱][۲۲]

تطابق

[سمول]

ژوند پوهان تر ډېره دا تصور لري چې هغه صفت چې په یوه جمیعت کې پاتې کېږي د تکامل پر مهال د هغوی لپاره غوره شوی او دغه پوښتنه مطرح کوي چې څه ډول دغه ځانګړنې دغې چارې ته لاسرسی مومي. ژوند پوهان دغه ډول هر میکانېزم د دغه صفت عملکرد بولي او یو شمېر عبارات ورته کاروي لکه « function of stotting یعنې د هوسیو له خوا د خیز وهلو چاره چې خپلې نورې ډلې ته پیغام رسوي چې دوی په نښه شوي»، یا «primate hand/ پرایمېټ هنډ چې د یو مطلب د اخذ کولو په موخه کارول کېږي».[۲۳][۲۴]

تطابق په یو ژوندي موجود کې د لید وړ جوړښت یا بله ځانګړنه ده (د بېلګې په توګه، یو انزایم) چې د طبیعي انتخاب په واسطه د هغو د فعلي عملکرد د ترسره کولو په موخه رامنځته کېږي. یو ژوند پوه کېدای شي دا فرضیه مطرح کړي چې وزر د الوتونکو د پرواز لپاره برابر دي. دغه موضوع دریو مواردو ته اړتیا لري: دا چې دغه ځانګړنه ارث منونکې ده، دغه ځانګړنه د پرواز عمل ترسره کوي او همدارنګه دغه ځانګړنه د هغو د لرونکو موجوداتو د وجود د غړو تناسب تنظیم کوي. وزر په ښکاره توګه په ژوندیو الوتونکو کې دغه درې شرطه پوره کوي. له دې سره یوه دغه تاریخي پوښتنه شتون لري چې آیا دغه ځانګړنه د الوتونکو له پرواز سره یوځای رامنځته شوې؟ متاسفانه ښکاري چې د دغې فرضیې لپاره دغه ډول نه ده: تروپودا ډایناسورانو وزر لرل خو ډېر یې نشو الوتلی. وزر کېدای شي د یوې استثنا (exaptation) په توګه توصیف شي ځکه د پرواز لپاره ټاکل شوي و خو ډېر ژر د بلې موخې لکه د عایق سازۍ لپاره یې تکامل وموند. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

په تکاملي بیولوژي کې ځایګی

[سمول]

د ناراحتۍ اړوند لاملونه

[سمول]

ظاهري کمال پوهنه په تکاملي ژوند پوهنې کې تکرار کېدونې موضوع ده چې د یو شمېر لیکوالانو د تعجب لامل ګرځېدلې او د یو توضیحي سبک په توګه لا هم بحث پارونکې ده. د ژوند پوهانو ترمنځ د کمال پوهنې اړوند د ناراحتۍ بېلابېل لاملونه شتون لري. [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

لومړی دا چې د انطباق مفهوم په خپله بحث پارونکی دی، ځکه کېدلای شي داسې اخذ ترې وشي، هماغه ډول چې تکاملي ژوند پوهانو لکه سټیفن جي ګولډ او ریچارډ لوونټین یې اړوند استدلال کړی و او نورو ژوند پوهانو هم په ۱۷۵۹ زکال کې د ولټر او ډاکټر پانګلوس له طنزي کاندیدې اثر سره یوه خوله و دا چې دا «بهترینې ممکنې نړۍ» دي یا په بل ډول هر صفت د هغو له عملکرد سره مناسب دی. [۳۳]

دویم یې دا چې کمال پېژندنه له داروین وړاندې د الهیاتي طبیعت سره اړیکه لري او طبیعي نړۍ د یو خالق د اګاهانه طراحۍ او خیرغوښتونکي نیت شاهدي ورکوي لکه څه ډول چې جان رې د هغو اړوند لیکلي. [۳۴][۳۵][۳۶]

دریمي بیا د لامارکېزم له رایجو اشکالو سره د تېروتنې د ګواښ اقتباس دی چې له مخې یې حیوانات په ځانګړې توګه د خپلو مقاصدو له مخې پر خپل تکامل اغېز لري، په داسې حال کې چې خپله لامارک تر ډېره پورې د کارېدونکو عاداتو اړوند خبرې کولې او دغه باور چې د هغه تفکر کمال پوهنه ده له ستونزې سره یې مخ کړې. [۳۷][۳۸][۳۹]

سرچينې

[سمول]
  1. Partridge, Eric (1977). Origins: A Short Etymological Dictionary of Modern English. Routledge. p. 4187. ISBN 9780415050777.
  2. Leroi, Armand Marie (2014). The Lagoon: How Aristotle Invented Science. Bloomsbury. pp. 272–275. ISBN 978-1-4088-3622-4.
  3. "Presuppositions of Aristotle's Politics". Stanford Encyclopedia of Philosophy. بياځلي په 28 July 2016.
  4. Wolff, Christian von (1732). Philosophia Rationalis Sive Logica: Methodo Scientifica Pertractata Et Ad Usum Scientiarum Atque Vitae Aptata. Prostat in officina libraria Rengeriana.
  5. "Teleological Notions in Biology". Stanford Encyclopedia of Philosophy. 18 May 2003. بياځلي په 28 July 2016.
  6. Futuyma, Douglas J. (1998). Evolutionary Biology. Sinauer Associates. pp. 341, 342. ISBN 978-0-87893-189-7.
  7. Ayala, Francisco J. (2006). "Review of 'The Blasphemy of Intelligent Design: Creationism's Trojan Horse. The Wedge of Intelligent Design' by Barbara Forrest; Paul R. Gross". History and Philosophy of the Life Sciences. 28 (3): 409–421. JSTOR 23334140.
  8. Rosen, Gideon. "The Argument from Design". Princeton University. خوندي شوی له the original on 16 July 2019. بياځلي په 10 April 2017.
  9. Armstrong, Patrick (2000). The English Parson-Naturalist. Gracewing. p. 46. ISBN 978-0-85244-516-7.
  10. Paley, William; Paxton, James (1837). Natural Theology: Or, Evidences of the Existence and Attributes of the Deity, Collected from the Appearances of Nature. Gould, Kendall, and Lincoln. pp. 18–.
  11. Barbieri, Marcello. (2013). Biosemiotics: Information, Codes and Signs in Living Systems. Nova Science Publishers. p. 7. ISBN 978-1-60021-612-1
  12. Jacobsen, Eric Paul. (2005). From Cosmology to Ecology: The Monist World-view in Germany from 1770 to 1930. p. 100. Peter Lang. ISBN 978-0-8204-7231-7
  13. Bowler, Peter J. (1992). The Eclipse of Darwinism: Anti-Darwinian Evolution Theories in the Decades around 1900. The Johns Hopkins University Press. pp. 116–117. ISBN 978-0-8018-4391-4
  14. Koch, Leo Francis (1957). "Vitalistic-Mechanistic Controversy". The Scientific Monthly. 85 (5): 245–255. Bibcode:1957SciMo..85..245K.
  15. Simpson, George Gaylord. (1964). Evolutionary Theology: The New Mysticism. In This View of Life: The World of an Evolutionist. Harcourt, Brace & World. pp. 213–233
  16. Lane, David H. (1996). The Phenomenon of Teilhard: Prophet for a New Age. Mercer University Press. pp. 60–64. ISBN 0-86554-498-0.
  17. De Chardin, Pierre Teilhard. (2003, reprint edition). The Human Phenomenon. Sussex Academic Press. p. 65. ISBN 1-902210-30-1
  18. Levinton, Jeffrey S. (2001). Genetics, Paleontology, and Macroevolution. Cambridge University Press. pp. 14–16. ISBN 0-521-80317-9
  19. Montgomery, Georgina M.; Largent, Mark A. (2015). A Companion to the History of American Science. Wiley. p. 218. ISBN 978-1-4051-5625-7 "With the integration of Mendelian genetics and population genetics into evolutionary theory in the 1930s a new generation of biologists applied mathematical techniques to investigate how changes in the frequency of genes in populations combined with natural selection could produce species change. This demonstrated that Darwinian natural selection was the primary mechanism for evolution and that other models of evolution, such as neo-Lamarckism and orthogenesis, were invalid."
  20. Gould, Stephen Jay (21 March 2002). The Structure of Evolutionary Theory. Harvard University Press. Chapter 7, section "Synthesis as Restriction". ISBN 978-0674006133.
  21. Zimmer, Carl; Emlen, Douglas J. (2013). Evolution: Making Sense of Life (1st ed.). Roberts and Company Publishers. ISBN 978-1-936221-17-2.
  22. Hall, Brian K.; Hallgrímsson, Benedikt (2008). Strickberger's Evolution (4th ed.). Jones and Bartlett. pp. 4–6. ISBN 978-1-4496-4722-3.
  23. "Primates - marmosets, monkeys, apes, lemurs, humans". NHPTV. بياځلي په 28 July 2016. The hands and feet of all primates, except for humans, are designed for grasping. Humans have hands designed for grasping, but not feet! Humans have opposable thumbs.
  24. "Teleological Notions in Biology". Stanford Encyclopedia of Philosophy. 18 May 2003. بياځلي په 28 July 2016.
  25. "Understanding Evolution: Qualifying as an adaptation". University of California at Berkeley. بياځلي په 29 July 2016.
  26. Whitfield, John (4 April 2012). "Largest feathered dinosaur yet discovered in China". Nature News Blog. بياځلي په 4 April 2012.
  27. Xu, X.; Wang, K.; Zhang, K.; Ma, Q.; Xing, L.; Sullivan, C.; Hu, D.; Cheng, S.; Wang, S.; et al. (2012). "A gigantic feathered dinosaur from the Lower Cretaceous of China" (PDF). Nature. 484 (7392): 92–95. Bibcode:2012Natur.484...92X. doi:10.1038/nature10906. PMID 22481363. S2CID 29689629. خوندي شوی له the original (PDF) on 2012-04-17.
  28. Brusatte, Stephen L.; Lloyd, Graeme T.; Wang, Steve C.; Norell, Mark A. (2014). "Gradual assembly of avian body plan culminated in rapid rates of evolution across the dinosaur-bird transition". Current Biology. 24 (20): 2386–2392. doi:10.1016/j.cub.2014.08.034. PMID 25264248.
  29. Ruse, Michael; Travis, J., eds. (2009). Evolution: The First Four Billion Years. The Belknap Press of Harvard University Press. p. 364.
  30. Hanke, David (2004). Cornwell, John (ed.). Teleology: The explanation that bedevils biology. Oxford University Press. pp. 143–155. ISBN 978-0-19-860778-6. {{cite book}}: |work= ignored (help)
  31. "Teleological Notions in Biology". Stanford Encyclopedia of Philosophy. 18 May 2003. بياځلي په 28 July 2016.
  32. Ribeiro, Manuel Gustavo Leitao; et al. (2015). "On the debate about teleology in biology: the notion of "teleological obstacle"". História, Ciências, Saúde-Manguinhos. 22 (4): 1321–1333. doi:10.1590/S0104-59702015005000003. PMID 25650703.
  33. Gould, Stephen J.; Lewontin, Richard (1979). "The spandrels of San Marco and the Panglossian paradigm: a critique of the adaptationist programme". Proceedings of the Royal Society of London B. 205 (1161): 581–598. Bibcode:1979RSPSB.205..581G. doi:10.1098/rspb.1979.0086. PMID 42062. S2CID 2129408.
  34. Paley, William (2006) [1802]. Natural Theology. Oxford: Oxford University Press.
  35. Weber, A. S. (2000). Nineteenth-Century Science: An Anthology. Broadview Press. p. 18.
  36. Eddy, Matthew Daniel (2013). "Nineteenth Century Natural Theology". The Oxford Handbook of Natural Theology.
  37. Mayr, Ernst W. (1992). "The idea of teleology". Journal of the History of Ideas. 53 (1): 117–135. doi:10.2307/2709913. JSTOR 2709913.
  38. Burkhardt, Richard W. (2013). "Lamarck, Evolution, and the Inheritance of Acquired Characters". Genetics. 194 (4): 793–805. doi:10.1534/genetics.113.151852. PMC 3730912. PMID 23908372.
  39. Bednarczyk, A (2009), "[Jean-Baptiste de Lamarck (1744-1829). A dispute on the mechanism of evolution. On the bicentenary of the publication of Philosophie Zoologique (1809)]", Kwartalnik Historii Nauki I Techniki (in پولنډي), 54 (3–4): 31–98, ISSN 0023-589X, PMID 20481104