په بریتانیا کې بادي برېښنا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بریتانیا په اروپا او همدارنګه په ټوله نړۍ کې د بادي برېښنا د تولید په موخه یو له غوره ځایونو څخه ده. تر ۲۰۲۳ زکال پورې بریتانیا د بادي برېښنا د تولید ۱۱ زره توربینونه نصب کړي چې د تولید کچه یې ۲۸ ګېګاواټه کېږي؛ د ۱۴ ګیګاواټو په کچه یې په وچه او د ۱۴ ګیګاواټو په کچه په سمندر کې نصب شوي چې د بادي برېښنا د تولید په برخه کې د ټولو هېوادونو ترمنځ شپږم ځایګی لري. په دې سره د بریتانیا د اړتیا وړ برېښنا ۲۵٪ برخه د باد پر مټ تولید کېږي چې په ۲۰۱۶ زکال کې د ډبرو د سکرو پر مټ او په ۲۰۱۸ زکال کې د اټوم پر مټ د تولید کېدونکې برېښنا څخه یې کچه زیاته شوه. اوس مهال دا په بریتانیا کې د تجدید منونکې انرژۍ تر ټولو له لویه منبع ده.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

په بریتانیا کې عامه نظرپوښتنې په دوامداره توګه د بادي انرژۍ له تولید څخه د پیاوړي ملاتړ څرګندویې دي، په داسې توګه چې درې پر څلورمه برخه بریتانوي وګړي د دغه ډول برېښنا له تولید سره موافقه لري چې په دغو کې آن هغه کسان هم شامل دي چې په وچه کې نصب شوو توربینونو ته نږدې ژوند کوي. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

دولت ژمنه کړې چې تر ۲۰۳۰ زکال پورې به په سمندري برخو کې د بادي برېښنا د تولید کچه ۵۰ ګېګاواټو ته زیاته کړي چې له دغو څخه پنځه ګېګاواټه به په اوبو کې د ګرځنده توربینونو پر مټ تولید کېږي. د دغې چارې لپاره یو لامل د انرژي د خوندیتوب زیاتوالی دی. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

تاریخچه[سمول]

په نړۍ کې د برېښنا تولید کوونکی لومړنی بادي توربین، بټرۍ چارج کوونکی هغه ماشین و چې سکاټلنډي ساینس پوه جیمز بلیت د ۱۸۸۷ زکال په جولای میاشت کې د سکاټلنډ په مریکرېک سیمه کې په خپل تفریحي کور کې نصب کړ. په ۱۹۵۱ زکال د برېښنا له شبکې سره وصل لومړنی بادي توربین چې په بریتانیا کې یې په فعالیت پیل وکړ د جان براون اېنډ کمپنۍ له خوا په اورکنی ټاپو کې جوړ شو. په صنعتي کچه د برېښنا د منبع په توګه له باد څخه د ګټنې وړاندیز د ۱۹۷۰مې لسیزې پر مهال وشو؛ چې له مخې یې په سمندري برخو کې د باد پر مټ د هر کیلوواټ برېښنا د تولید لګښت له ۱۵۰ پونډه څخه تر ۲۵۰ پونډه پورې اټکل شو. [۱۹][۲۰][۲۱]

په ۲۰۰۷ زکال کې د بریتانیا دولت د اروپايي اتحادیې له هغې ټولیزې موخې سره هوکړه وکړه چې له مخې یې باید تر ۲۰۲۰ زکال پورې د ټولې اروپا د انرژۍ د لګښت ۲۰٪ برخه د تجدید منونکو منابعو پر مټ تولید شي. د اروپايي اتحادیې هر هېواد ته له دغې کچې څخه د ځانګړې کچې د تولید مسئولیت ور وسپارل شو چې بریتانیا ته هم د ۱۵٪ تولید مسئولیت ور تر غاړې شو. دغې پرېکړې په ۲۰۰۹ زکال کې د اروپايي اتحادیې د تجدید منونکې انرژۍ د لایحې په تصویب کېدو رسمیت وموند. له دې امله چې په بریتانیا کې تجدید منونکې تودوخه او د نفتو تجدید منونکی تولید په ډیره ټیټه کچه کې ځای لري، رینیوبل یوکې (RenewableUK) اټکل وکړ چې دغه چاره تر دغې نېټې پورې د بریتانیا د تولید کېدونکې برېښنا له ۳۵ څخه تر ۴۰٪ برخې ته اړتیا لري، څو د نصب شوو بادي منابعو د تولید ظرفیت له ۳۳ څخه تر ۳۵ ګېګاواټه پورې ورسوي. [۲۲]

د ۲۰۰۷ زکال په ډسمبر میاشت کې دولت د بادي انرژۍ د تولید د پراختیا په موخه د چاپېریالي ارزونو پر مټ د ۲۵ ګېګاواټه تر کچې پورې په سمندري برخو کې د برېښنا د تولید نوې پروژې اعلان کړې. له دغه وړاندیز شوو سایټونو وړاندې د بادي برېښنا پخوانیو موجودو سایټونو ۸ ګېګاواټه برېښنا تولیدوله چې په ۲۰۰۱ زکال او ۲۰۰۳ زکال کې د بادي برېښنا د سایټونو د جوړولو په لومړي او دویم پړاو کې جوړ شوي و. اټکل وشو چې د دغو نوو پروژو د بشپړېدو په پایله کې به په ټولیزه توګه په سمندري برخو کې د بادي برېښنا د تولیدي توربینونو شمېر له ۷۰۰۰ څخه زیات شي. [۲۳]

په ۲۰۱۰ زکال کې د سمندري بادونو پر مټ تولید کېدونکې ۶۵۳ میګاواټه برېښنا د برېښنا په شبکه کې ورګډه شوه. راتلونکی کال په سمندري برخو کې د دغې برېښنا تولیدکوونکی یوازې یو سټیشن یا د والني وایڼد فارم لومړی فاز بشپړ شو چې د ۱۸۳ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت یې درلود. د ۲۰۱۱ زکال د ډسمبر په ۲۸مه بادي برېښنا د بریتانیا د انرژۍ د تقاضا ۱۲.۲ سلنه برخه تامین کړه. [۲۴]

۲۰۱۲ زکال په سمندري برخو کې د بادي برېښنا د تولید لپاره یو پام وړ کال و. د ۲۰۱۲ زکال له جولای میاشتې څخه د ۲۰۱۳ زکال تر جون میاشتې پورې په سمندري برخو کې د ۱.۴۶۳ ګېګاواټه برېښنا د تولید په ظرفیت توربینونه نصب شول او په دې سره د لومړي ځل لپاره د وچو سیمو د بادي برېښنا د تولید له کچې څخه چې ۱.۲۵۸ ګېګاواټه تولید یې درلود، د سمندري برخو د برېښنا د تولید کچه لوړه شوه. په سمندري برخو کې د بادي برېښنا د تولید صنعت په ۲۰۱۳ زکال کې ودې ته دوام ورکړ او د لندن آرای په نامه په نړۍ کې د بادي برېښنا تولید کوونکي تر ټولو لوی سټېشن په کار پیل وکړ چې د څه باندې ۶۳۰ مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت یې درلود. [۲۵][۲۶][۲۷]

په ۲۰۱۳ زکال کې د بریتانیا د بادي برېښنا تولیدي ظرفیت ۲۷.۴ تېراواټو انرژۍ ته ورسېد چې د ټولې بریتانیا د اړتیا وړ برېښنا ۸.۷ سلنه برخه یې جوړوله. [۲۸]

د ۲۰۱۳ زکال د اګست په لومړۍ نېټه مرستیال لومړي وزیر نیک کلېګ د لینسس (Lincs) په نامه د بادي برېښنا سمندري سټېشن افتتاح کړ. چې د تولید ظرفیت یې له ۱۰ ګېګاواټو څخه واوښت. په ۲۰۱۴ زکال کې لومړي وزیر ډېوېډ کامرون وویل چې خلک د  هغوی کورنو ته نږدې د بادي برېښنا د توربینونو له نصب څخه ستړي شوي دي. همدا و چې په وچه کې د بادي برېښنا د تولید د توربینونو نصب ته ځانګړې شوې سبسایډي له منځه یووړل شوه او په ۲۰۱۵ زکال کې په دغه برخه کې سیمه ییزو چارواکو ته لا زیات واکونه ورکړل شول څو تر ډېرې کچې پورې په وچه کې د توربینونو له نصب مخه ونیسي. [۲۹]

په ۲۰۱۴ زکال کې، ۲۸.۱ تیراواټه برېښنا د بادي توربینونو پر مټ تولید شوه، چې د بریتانیا د برېښنا ۹.۳ سلنه اړتیا یې پوره کوله. همدغه کال زیمنس شرکت اعلان وکړ چې هوډ لري د ۳۱۰ میلیون پونډه په ارزښت د انګلستان په پاول نومې برخه کې د بادي برېښنا د تولید توربینونه نصب کړي، ځکه چې د بریتانیا د بادي برېښنا تولیدي ظرفیت چټکه وده لري. زیمنس د انګلستان په ختیځ ساحل کې هال سیمه خوښه کړه ځکه چې ټولو هغو لویو سمندري پروژو ته نږدې وه چې په راتلونکو کلونو کې پلان شوې وې. په دغه ځای کې د ۲۰۱۶ زکال په ډسمبر میاشت کې د توربینونو په جوړولو کار پیل شو. دغه کارخونې او هغو ته د اړوند خدماتو مرکز چې ګرین پورټ هال ته نږدې و، شاوخوا ۱۰۰۰ تنه کارګر یې استخدام کول. [۳۰][۳۱][۳۲]

د ۲۰۱۵ زکال په اوږدو کې ۴۰.۴ تیراواټه برېښنا د باد پر مټ تولید شوه چې په یوه درې میاشتنۍ دوره کې یې د ۲۰۱۵ زکال له اکتوبر څخه تر ډسمبر میاشتې پورې برېښنا ته د ټول هېواد د اړتیا ۱۳سلنه برخه تامین کړه. ۲۰۱۵ زکال کې د ۱.۲ ګېګاواټه تازه بادي برېښنا د تولید شاهد و چې د بریتانیا په ټول نصب شوي ظرفیت کې د ۹.۶٪ زیاتوالي څرګندوونکی و. [۳۳]

په ۲۰۱۶ زکال کې د ډونګ انرژۍ (اوس مهال د Ørsted A/S په نوم پېژندل کېږي) په نامه شرکت چې په بریتانیا کې د بادي برېښنا تولید کوونکی تر ټولو لوی شرکت دی اټکل یې وکړ چې بادي انرژي کولای شي د بریتانیا د اړتیا وړ برېښنا نیمايي برخه تامین کړي. دغه شرکت د شنې انرژۍ د لګښت کموالي ته د ثبوت په توګه اشاره وکړه چې باد او لمر کولای شي د تمې څخه زیات په چټکۍ د فوسیلي سون توکو ځای ونیسي.[۳۴]

په ۲۰۲۰ زکال کې د اقلیمي بدلونونو اندېښنې د بادي توربینونو د نصب کولو څخه د لا زیات عمومي ملاتړ لامل وګرځېدې، خو دا لا څرګنده نه ده چې دولت به په وچه کې د بادي برېښنا د توربینونو په نصب کولو باندې د ۲۰۱۵ زکال محدودیتونه راکم کړي او که نه په داسې حال کې چې په وچه کې نصب کېدونکي توربینونه د بادي برېښنا د تولید په برخه کې کلیدي رول لرونکي بولي. په ۲۰۲۲ زکال کې درې پر څلور برخه بریتانوي وګړو د بادي بریښنا له تولید څخه خپل ملاتړ څرګند کړ او څرګنده کړې یې ده چې دوی به ډیر خوښ شي چې د دوی استوګنځایونو ته څېرمه د بادي برېښنا تولیدي مرکزونه جوړ شي. [۳۵][۳۶]

په ۲۰۲۲ زکال کې په بریتانیا کې د بادي برېښنا تولید د لومړي ځل لپاره له ۲۰ ګېګاواټه څخه زیات شو چې د ۲۰۲۲ زکال د نومبر په ۲مه د ۱۲ بجو څخه تر ۱۲:۳۰ بجو پورې ۲۰.۹ ګېګاواټو ته ورسېد. له دې وروسته د ۲۰۲۳ زکال د جنوري په ۱۰مه نېټه د بادي برېښنا د تولید ریکارډ د شدیدو بادونو له امله ۲۱.۶ ګېګاواټو ته ورسېد. [۳۷][۳۸]

سرچينې[سمول]

  1. "UK Renewable Energy Roadmap Crown copyright, July 2011" (PDF). د لاسرسي‌نېټه ۰۳ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Lu, Xi, Michael B. McElroy, and Juha Kiviluoma. 2009. "Global potential for wind-generated electricity". Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America 106(27): 10933-10938.
  3. "UK Wind Energy Database (UKWED)". RenewableUK. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جنوري ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Wind power production for main countries". thewindpower.net. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. UK wind power overtakes coal for first time The Guardian
  6. . Winds of change: Britain now generates twice as much electricity from wind as coal. The Conversation.
  7. (په 16 May 2018 باندې). Wind power overtakes nuclear for first time in UK across a quarter'.
  8. "Chapter 6: Renewable sources of energy" (PDF). Digest of United Kingdom Energy Statistics (DUKES). Department of Energy & Climate Change. د کتاب پاڼي 159–162. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  9. "Wind Energy and the Environment" (PDF). د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جنوري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "A Summary of Opinion Surveys on Wind Power" (PDF). د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جنوري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Public attitudes to wind farms". Eon-uk.com. 28 February 2008. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ مارچ ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جنوري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "The Social Acceptance of Wind Energy". European Commission. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ مارچ ۲۰۰۹ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. (په 19 October 2010 باندې). Rise in Scots wind farm support. BBC News.
  14. "An investigation into the potential barriers facing the development of offshore wind energy in Scotland" (PDF). 7 March 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Queen's Speech December 2019" (PDF) (په انګلیسي ژبه کي). GOV.UK. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "G. B. National Grid status". gridwatch.templar.co.uk. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Statement on the British Energy Security Strategy". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ اپرېل ۲۰۲۲ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "British Energy Security Strategy" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. کينډۍ:Cite ODNB
  20. "Costa Head Experimental Wind Turbine". Orkney Sustainable Energy Website. Orkney Sustainable Energy Ltd. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ اپرېل ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ ډيسمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Peter Musgrove (9 December 1976). "Windmills change direction". New Scientist. New Scientist Careers Guide: The Employer Contacts Book for Scientists. 72. د کتاب پاڼي 596–7. ISSN 0262-4079. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  22. McKenna, John. (8 April 2009) New Civil Engineer – Wind power: Chancellor urged to use budget to aid ailing developers. Nce.co.uk.
  23. (په 4 October 2007 باندې). Britain's massive offshore wind power potential.کينډۍ:Cbignore
  24. RenewableUK news article – Wind farms hit high of more than 12% of UK electricity demand Archived 22 January 2012 at the Wayback Machine.. Bwea.com (6 January 2012).
  25. "Contact with BWEA Admin". د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Record-Breaking Year for UK Offshore Wind" Offshorewind.biz, 6 November 2013. Retrieved 6 November 2013.
  27. (په 4 July 2013 باندې). London Array wind farm opened by Prime Minister. BBC News.
  28. "DECC Energy trends statistics section 6: renewables" (PDF). د لاسرسي‌نېټه ۰۳ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. (په 13 December 2021 باندې). Wind turbine expansion thrown into doubt.کينډۍ:Cbignore
  30. RenewableUK. "RenewableUK – RenewableUK News – Electricity needs of more than a quarter of UK homes powered by wind in 2014". renewableuk.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ مې ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. (په 1 December 2016 باندې). Hull's Siemens factory produces first batch of wind turbine blades. The Guardian.
  32. Stanley Reedmarch (په 25 March 2014 باندې). Siemens to Invest $264 Million in British Wind Turbine Project. The New York Times.
  33. RenewableUK. "RenewableUK – RenewableUK News – New-records-set-in-best-ever-year-for-British-wind-energy-generation". renewableuk.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Wind turbines 'could supply most of UK's electricity' The Guardian 8 November 2016
  35. (په 13 December 2021 باندې). Wind turbine expansion thrown into doubt.کينډۍ:Cbignore
  36. Three-quarters of Britons back expansion of wind power, poll reveals The Guardian
  37. Rob Norris (3 November 2022). "Wind power sets another generation record - reaching over 20 gigawatts for first time". RenewablesUK News Releases. RenewablesUK. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ نومبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. (په 2023-01-11 باندې). UK sets new record for wind generation thanks to blustery conditions. Financial Times.