منځپانگې ته ورتلل

په برتانیا کې د سلطنت تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د برتانیا سلطنتی حکومت خپله منشاء  د انګستان د انګلوساکسون له کوچنیو پاچاییو اوپه سکاتلند کې د منځنیوپېړیو له لومړیو څېړي چې په لسمه ز پیړۍ کې د انګلستان او سکاتلند د شاهی حکومتونو په نامه سره یو شوي دی. د انګلستان د انګلوساکسون سلطنتي حکومت یو انتخابي حکومت وه خو په ۱۰۶۶ ز کال کې د نورمانیانو له خوا د انګلستان تر نیولو وروسته د مشرتوب پر بنسټ میراثي واکمنۍ د پاچایۍ ځای ونیو. د نورمان او پلانتا جنیت Plantagenet شاهی کهولونو خپل واک د برتانیا د جزیرو له لارې  په ۱۱۷۷ز کال کې د آیرلند ستروالي په جوړولو اوپه ۱۲۸۳ ز کال کې د ویلز په نیولو لاپراخ کړ. پاچا جان موافقه وکړه چې خپل قوت به  مګنا کارتا  Magna Carta ( دا یو فرمان وه چې د جان له خوا  په ۱۲۱۵ ز کال کې صار شوی و چې دآزادۍ یا ستر فرمان په نامه هم یادېده) د شرایطو له مخی تر خپلو اتباعو محدود ساتي. ددې لپاره چې د سیاسي ټولنې رضایت ترلاسه شي، انګلیسی پاچایانو د پارلمانونو په احضارولو پیل وکړ چې د مالیو وضع کول پرې منظور کړی او قوانین وضع کړي. په تدریجی توګه د پارلمان واک د شاهی حکومت په لګښت لا پراخ شو.  

له ۱۶۰۳ ز کال څخه را په دې خوا، انګلیسي او سکاتلندي پاچايۍ د پاچایانو دیوه اتجاد له خوا اداره کیدلې. له ۱۶۴۹ ز تر ۱۶۶۰ زکال پورې د سلطنت عرف د انګلستان د ګډو ګټو جمهوری غوښتونکو له خوا مات شو چې د درې پاچاهیو ترمڼځ له جګړې وروسته یې دوام موند. د ګلوریس  Glorious (پرتمین )  انقلاب په ترڅ کې د شریکو پاچایانو په توګه د ویلیم William او ماری Mary  له انتصاب وروسته یوه مشروطه/ په اساسی قانون ولاړه پاچایی رامنځ ته شوه چې ډیر واک  يې پارلمان ته ولېږدول شو. د ۱۶۸۹ ز کال د حقونو د لاېحې او دهغه سکاتلندي همغاړي د ۱۸۹ ز کال دحق دغوښتنو قانون د پاچایۍ واک محدود کړ او رومن کاتولیکان یې د پاچایۍ د تخت له ارث وړلوڅخه محروم کړل.  

په ۱۷۰۷ ز کال کې د انګلند او سکاتلند سلطنتونه سره مدغم شول تر څو د سترې برتانیا سلطنت په ۱۸۰۱ کې جوړ کړيَ له دوی سره دآیرلند سلطنت یوځای شو چې د سترې برتانیا او آیرلند سلطنت یې جوړکړ. د برتانیا پاچا د برتانیا د سترواکۍ  یو په نامه مشروه چې دې سترواکۍ د نړۍ په څلورمه برخه په ۱۹۲۱ زکال کې تر پراخه حد پورې واک درلود. 

د ۱۹۲۶ ز کال د بالفور Balfour اعلامیې د سترواکۍ ددومنینانو Dominions بدلون په جلا اوځان اداره کوونکو هیوادونو په توګه د ګډو ګټو هېوادونو په ډله کې په رسمیت وپېژانده. له دوهمې نړېوالې جګړې وروسته کلونو کې د برتانیا ډېرې مستعمرې او هیوادونه خپلواک شول چې په اغیزمنه توګه یې سترواکۍ ته پاي ټکی کېښود. شپږم جورج اودهغه ځای ناستې دویمی الیزابیت د ګډو ګټو هېوادونو مشر لقب د خپلواکو غړیو دولتونولپاره د آزادې اتحادیې د سمبول په  توګه وټاکه. برتانیا او ۱۴ نور خپلواک هېوادونه چې همدا شخص د پاچا په توګه مني د ګډو ګټوهېوادونوپه نامه یادیږي. که څه هم دا سلطنت شریک دی خوهر هېواد له بل هېواد څخه خپلواک دی او پاچا د هر یوه هېواد لپاره یو ملی او رسمی لقب  او سبک لري.

انګلیسی سلطنت

[سمول]

د انګلوساکسون دوره ۸۰۰- ۱۰۶۶

[سمول]

د انګلیسی سلطنت پیل د انګلوساکسون د سلطنتونو تاسیس ته ورګرځي چې په اومه پېړۍ د هېپتارچي Heptarchy په نامه د اوو سلطنتونو یو متحده ټولګه وه. په ځینو وختونو کې به د الګلوساکسون یو له پاچاهانو به هومره ځواکمن وه چې د انګلند د ستر څښتن یا bretwalda دعوه وکړي. په نهمه پېړۍ کې د انګلوساکسون ډېری هیوادونه د ویکنګ Viking  یرغلګروله خوا ونیول شول که څه هم د ویسېکس Wessex سلطنت ۸۷۱-۸۹۹  کې  د ستر الفرید Alfred the Great د رهبرۍ له امله چې ویسېکس یې وژغوره، دکینت او لویدیځ سلطنتونه یې خپل کړل په خپل حال پاتې شو او ځان ته یې د انګلوساکسون لقب وګاټه. د الفرېد ځوی ادوارد  Edward او دهغه لمسیانو د انګلوساکسون ځمکې بېرته ونیوې او د انګستان د واحد سلطنت په نامه یې یو سلطنت جوړ کړ که هم د د دې سلطنت جوړونکو ټوټو خپل سیمه ایز هویت خوندي وساته. ویل کیږي چې د اېتلستان Æthelstan د انګلیسی سلطنت بنسټ اېښوونکی بلل کیږي او دا په عمده توګه د هغه د خپلو تبلیغاتوچې د سکو او د انګلستان د پاچا د منشورونو په بڼه وه بلل کیده. [۱][۲][۳][۴][۵][۱]

د نظریې له اړخه، ټول اداره کوونکی واک له پاچا سره و، او هغه په یواځې سر کولای شو چې د انګلوساکسون قانون جوړ کړي، مالې لوړې یا تغیر کړي، سکې ووهې، ملیشیې ډیرې کړي او بهرنۍ پالیسی جوړه کړي. په واقعیت کې د واک د چلولو لپاره پاچا یانو د اشرافو او انګلیسی کلیسا ملاتړ ته اړتیا درلوده. هغوی خپله اداره له ویتان Witan ( د اسقفانو او مشرانو شورا )  او خانانو د مشورې له لارې چې پاچا ته به یې مشوره ورکوله په مخ بیوله. په ۱۰۱۴ ز کال کې له ۹۷۸- ۱۰۱۶مردود Æthelred له تبعید څخه بیرته راوغوښتل شو چې دهغه شکایاتونو ځواب ووایی چې دهغه د تیرې واکمنۍ په مهال په هغه پورې لوړو مالیو او غصبونو او دآزادو نارینه د مریي کولوله امله اړوند و. د انګلو ساکسون د پېښو شرحه دا هوکړه ثبتوی چې تاریخ پوه دیوید  ستارکی David Starkey دا د انګستان په تاریخ کې لومړنۍ قانوني تصفیه بولي. [۶][۷][۸]

ویتان د æthelings د شاهي کورنۍ له نارینه غړو نوي پاچایان وټاکل. دا داسې یو وخت و چې د مشرتوب په بنسټ میراثي پاچایي رامنځ ته شوې نه وه نو د پاچایۍ لپاره ځواکمنو کاندیدانو د کمزورو کاندیدانو ځای نیوه. د یوه پاچا واکمني به د کلیسا له لورې د تاج پوښۍ په ترڅ کې له تقدیس پرته قانوني نه بلل کیده. په ۹۷۳ زکال کې د سوله خوښي پاچا ادګارEdgar( شا اوخوا ۹۵۹-۹۷۵) تاج پوښي په برتانیا کې د تاج پوښۍ یو مادل وګرځید چې په ۱۹۵۳ز کال کې د ملکې دویمې الیزابت تاج پوښي دهمدې مادل تاج پوښۍ نمونه ده. مخکې له دې چې دیوه پاچا تاج پوښي ترسره شی او تقدیس شی، هغه به درې ځله د کلیسا دساتنې، له خپلو خلکو د دفاع او د عدالت د پلي کیدو په اړوند قسم خوړ.  [۹][۱۰]

په ۱۰۱۶ ز کال کې، دانمارکی شهزاده کنت Cnut ( شا اوخوا ۱۰۱۶-۱۰۳۵) د انګلستان پاچا شو. دهغه د واکمنۍ په مهال، انګلستان د دنمارک او ناروې له سلطنتونو سره یوځای وه چې تاریخپوهان یې د شمالي سمندر سترواکي بولي . دا چې کنت Cnut ډیری وخت د خپل واک په وخت کې نه اوسیده نو هغه انګلستان د ویسییکس   Wessex   ایست انګلیا East Anglia، مرشیا Merciaاو نارتاومبریا Northumbria په څلورو برخو ووېشه او دهرې یوې برخې لپاره یې د باور وړ یوایرل earl (اشرافی) وټاکه چې خپله سیمه اداره کړي. د لویو ایرل دامونو earldoms ( د ایرل تر واکمنۍ لاندې سیمې) رامنځته کیدل چې ډیر ایالتونه یې ترسلطې لاندې و د شریف sheriff ( په یو ځای کې ددولت رسمي استاذی چې قوانین پلي کوي، قضایی اجرأت کوي او په ټاکنو څارنه کوي) د دفتر رامنځ ته کیدل اړین کړل. sheriff  په ایالت د ایرل مرستیال او دپاچا مستقیم استاذی وه. هغه ایالتي محکمې څارلې او د مالیو او شاهی دولتی قرضونوله ټولېدو یې څارنه کوله. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د کنت Cnut د ځوی هارتاکنت Harthacnut ( شا اوخوا ۱۰۴۰-۱۰۴۲)، له مړيني وروسته د پاچایۍ تخت د ویسکس کهول ته ورسید چې ادوارد Edward ( ۱۰۴۲-۱۰۶۶) ترې پاچا شو چې د Æthelred ځوی و. تر دې مهاله انګلستان یو شتمن شاهی دولت وچې د سوداګرۍ لپاره خورا وړاو د ډېرو طبعي منابعو څښتن و. انګلستان د یوې لوړې کچې شاهي ادارې سیستم غوړولی وه او لندن د انګلستان سیاسی او سوداګریز مرکز شو. ادوارد Edward د  دې لېږد پرمختګ لپاره د ویست مینستر د ماڼۍ او کلیسا په جوړولو لامرسته وکړه.    [۱۵][۱۶]

ادوارد په ۱۰۶۶ ز کال کې مړ شو او څوک ترې پاتې نشول. د ادموند آیرون ساید Edmund Ironsideد پاچا ځوی( ۱۰۱۶ شا اوخوا کې)  ادوارد ( چې په تبعید کې و) د وراثت ترټولو غوره ادعا درلوده چې د پاچایۍ تخت ته پرې ورسیږي خو هارولد ګادوینسون Harold Godwinson د ویسیکس د سیمې ایرل Earl دعوه وکړه چې د پاچا ادوارد ورسره د پاچایي وعده  کړې وه. ارولد د انګلستان په خلکو کې له ستر ملاتړ څخه برخمن و او د ویتان Witan له خو پاچا شو. [۱۷]

سرچينې

[سمول]
  1. 1 2 Borman 2021، م. 2.
  2. ↑ Borman 2021، م. 3.
  3. ↑ Cannon او Griffiths 1988، مم. 13–17.
  4. ↑ Cannon او Griffiths 1988، م. 13.
  5. ↑ Starkey 2010، م. 28.
  6. ↑ Starkey 2010، م. 70.
  7. ↑ Maddicott 2010، م. 28.
  8. ↑ Huscroft 2016، مم. 19–20.
  9. ↑ Lyon 2016، مم. 17 & 19.
  10. ↑ Borman 2021، م. 4.
  11. ↑ Starkey 2010، مم. 74 & 114.
  12. ↑ Starkey 2010، مم. 47 & 50–51.
  13. ↑ Lyon 2016، مم. 21–22.
  14. ↑ Huscroft 2016، م. 25.
  15. ↑ Borman 2021، م. 9.
  16. ↑ Starkey 2010، مم. 86–87.
  17. ↑ Borman 2021، مم. 5 & 9.