په برتانیا کې د انټرنېټ سانسور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په برتانیا کې د انټرنېټ سانسور تر بېلابېلو قوانینو، قضایي پروسو، اداري مقرراتو او داوطلبانه مقدماتو لاندې پلی کېږي. دغه سانسور سایټونو ته د لاسرسي بندولو او همدارنګه د هغو قوانینو څخه د ګټې اخیستنې له لارې پلی کېږي چې د ځانګړو خپرونو/انتشاراتو او د ځینو ځانګړو موادو درلودل غیر قانوني اعلانوي. په سانسور کې برتانیا د تور پورې کولو قانون (English defamation law)، د برتانیا د چاپ د حق قانون (Copyright law of the United Kingdom)، تروریزم ته د هڅولو په وړاندې مقررات (incitement to terrorism) او د ماشومانو پورنوګرافي (child pornography) شامل دي.[۱][۲]

محدودیتونه[سمول]

برتانوي وګړي د عامه قانون له مخې د بیان ازادۍ یو منفي حق لري. په ۲۰۰۰ز کې، برتانیا له خپلو محکمو څخه وغوښتل چې تر ممکنې کچې خپل د کورنیو چارو اړوند قوانین او د بیان د آزادۍ تضمین چې په لسو مادو کې ځای پر ځای شوی، له اروپایي کنوانسیون سره سم تفسیر کړي. یاده غوښتنه د ۱۹۹۸ز کال د بشري حقونو تر قانون لاندې په داسې توګه تر لاسه شوه چې له محاکمو څخه وغوښتل شول چې د اړتیا په صورت کې په کورني قانون کې ځینې مفاهیم چاڼ کړای شي تر څو د کنوانسیون له حقونو سره برابري وکړي او ټولنیزو چارواکو ته هم دنده وروسپارل شوه، چې له نوموړو حقونو سره په مطابقت عمل وکړي. په کومو برخو کې چې محکمې نشي کولی تطابق رامنځ ته کړي ځینې محکمې کولی شي د نا برابرۍ اعلامیه صادره کړي؛ که څه هم د کورني قانون تطابق نه کوونکې برخې په پوره توګه پاتې دي او دا د پارلمان دنده ده چې پریکړه وکړي چې آیا د کنوانسیون سره د برابرۍ لپاره یې تعدیل کړي او که نه. سربېره پردې په کنوانسیون کې په پراخه کچه استثناوې موجودې دي.[۳]

قانون د بیان او رسنیو آزادۍ ته زمینه برابروي او په شخصي محرمیت (privacy)، کورنۍ، کور او یا په مکاتبه یا اړیکو کې د خپل سرې مداخلې مخنیوی کوي، او حکومت په دوامداره توګه د نوموړو حقونو او ممانعتونو درناوی کوي. خپلواکې رسنۍ، یوه اغیزمنه قضایه قوه او یو فعال دېموکراتیک سیاسي سېستم د بیان او رسنیو د ازادۍ د تضمین لپاره یوځای سره کار کوي. وګړي او ډلې په منظمه توګه ، د ایمېل په شمول، د پراخو نظریاتو څرګندولو لپاره انټرنېټ کاروي.[۴]

د ۲۰۰۰مې زېږدیزې لسیزې له نیمایي څخه راپدېخوا په برتانیا کې د څارنې او د پولیسو په اقداماتو کې تدریجي بدلون راغلی. د ملي امنیت اړوندې اندېښنې، تروریزم او جرمونه، او د ماشومانو د خوندیتوب اړوند مسئلې د دې لامل شوې چې دولت په انلاین مکالمو/اړیکو او همدارنګه د فلتر کولو او تعقیب په طرزالعملونو باندې د څارنې لپاره پراخ اړین ګامونه واخلي. دغه اقدامات په ځینو مواردو کې د دولت له لوري پلي کېږي د دولت له ملزوماتو څخه شمېرل کېږي او د دولتي ادارو له لوري کارول کېږي. ځینې وختونه بیا نوموړي په داوطلبانه توګه د خصوصي آپرېټرانو له لوري تطبیقېږي (د بېلګې په توګه د انټرنېټ د چوپړتیاوو د برابروونکو له خوا).

دغه هېواد په ۲۰۱۴ز کې د بې پولې خبریالانو له لوري د "انټرنېټ د دښمنانو" په لېست کې شامل شو، د هغو هېوادونو په کټګورۍ چې د انټرنېټ سانسور او د هغه څارنه پکې په تر ټولو په لوړې کچې باندې ده چې " دوی نه یوازې دا چې د خبرونو او آنلاین معلوماتو سانسور کولو لپاره ظرفیت لري، بلکې په سېستماتیکه بڼه د انټرنېټ د کاروونکو په ځپنه کې هم شهرت لري". تر دې کټګورۍ لاندې راتلونکي نور لوی اقتصادونه له چین، ایران، پاکستان، روسیې او سعودي عربستان څخه عبارت دي. په هر ترتیب، کلونه وروسته، دغه هېوادونه نور د "انټرنېټ د دښمن" په توګه نه دي لېست شوي.[۵][۶][۷]

په ۲۰۱۷ز کې د اړیکو/مخابراتو د ټاکنې کمېټې (Communications Select Committee) یوه پوښتنپاڼه ترتیب کړه چې آیا په برتانیا کې انټرنېټ نور هم تنظیم کړای شي او څنګه.[۸]

د انټرنېټي چوپړتیاوو د وړاندې کونکو له خوا د شبکې په کچه ډیفالټ بلاک کول[سمول]

اوسنی وضعیت[سمول]

په برتانیا کې د انټرنېټ پیرودونکي په ډیفالټ (اتومات) ډول یو لړ وېبسایټونو ته د لاسرسي څخه منع کړای شوي دي، ځکه چې د دوی د انټرنېټ لاسرسی د دوی د انټرنېټي چوپړتیاوو د وړاندې کوونکو (ISPs) له خوا فلتر شوی. د فلتر کولو دغه پروګرام د ۲۰۱۳ز کال له وروستیو څخه راپدېخوا د انټرنېټي چوپړتیاوو د وړاندې کوونکو ISP)) د نويو پیرودونکو لپاره پلی شوی دی، او په نوبتي بڼه یې موجوده کاروونکو ته پراختیا موندلې. یو د عمل داوطلبانه کوډ چې د څلورو واړو لویو انټرنېټي خدمتونو وړاندې کوونکو ( (ISPsله لوري ورباندې توافق شوی  پدې معنا دی چې که پېرودونکي وغواړي چې بلاک شوو وېبسایټونو ته لاسرسی ومومي نو باید د اړوند انټرنېټي خدمتونو د وړاندې کوونکي  له فلتر کولو پروسې څخه انصراف یا 'opt out' وکړي. په هر ترتیب، د دغې فعالې څارنې مغلق طبیعت په دې معنا دی چې پېرودونکي معمولاً نشي کولی له څارنې څخه منصرف او خپل ډټا ترافیک ته بېرته راستانه شي، ځکه دا کار د دوی ډټا امنیت په خطر کې اچولی شي.[۹][۱۰][۱۱]

د انټرنېټ د چوپړتیاوو د وړاندې کوونکو له لوري د بندو شوو  وېبسایټونو لړۍ کېدای شي د وخت په تېرېدو سره متفاوته وي. د انټرنېټي چوپړتیاوو د وړاندې کوونکو لویو شرکتونو له لوري بندې شوې کټګورۍ په لاندې ډول دي: د یارانې نېټه اېښودل، مخدره توکي، شراب او تمباکو، د فایلونو شریکول، قمار، لوبې، فحشا، بربنډتوب، ټولنیزې شبکې، ځان وژنه او ځان ته ضرر رسول، وسلې او تاوتریخوالی، کرغېړنتوب (Obscenity)، جنایي مهارتونه، کرکه، د رسنیو مستقیمه خپرونه، فېشن او ښکلا، ګرافیک زور زیاتی (Gore)، سایبري ځورول، هک کول او د وېب بلاک کولو فلتر ماتوونکې وسیلې (Web-blocking circumvention). [۱۲][۱۳]

تاریخچه[سمول]

په اتومات ډول د فلتر کولو مفکوره په ۲۰۱۰ زېږدیز کال کې د ډېويډ کامرون – نېک کلیګ ائتلافي حکومت له وخته د دغه ګوند له لوري "د ماشومتوب د سوداګریز کولو او د ماشومتوب جنسي کولو " په اړه د مراملیکونو له لارې له ورکړل شوو تعهداتو څخه سرچینه اخیستې. دا کار د یوې بیاکتنې په واسطه (د بېلی د بیاکتنې په واسطه) او د برتانیا د ماشومانو د انټرنېټ خوندیتوب شورا (UKCCIS)  له لوري په مشورې سره تعقیب شو.

د پارلمان د غړي کلایر پېري (Claire Perry) او ډېلي مېل ورځپاڼې له خوا د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د انټرنېټ د فلتر کولو د مفکورې کمپاین د پام وړ عامه ملاتړ سره مخ شو. په ۲۰۱۳ز کې په کور کې فلتر کول په د پام وړ کچه منل شوي وو، د هغو کورونه چې د ۵-۱۵ کلونو عمر لرونکي ماشومان یې لرل، له دوی څخه د ۴۳٪ یې د کورنۍ په کمپیوټر کې فلترونه نصب شوي وو.

په ضمن کې، لومړي وزیز ډېويډ کامرون د ۲۰۱۳ز په جولای کې په صراحت سره وویل چې د ده موخه دا ده تر څو ډاډ تر لاسه کړي چې د ۲۰۱۳ز په پای کې به د انټرنېټ د چوپړتیاوو ټول وړاندې کوونکي د فلتر کولو فعال سېستونه لري. د پایلې په توګه، د انټرنېټي چوپړتیاوو وړاندې کوونکو څلورو لویو شرکتونو څخه دریو یې چې له  TalkTalk)، Sky  او BT ) څخه عبارت دي، دغو شرکتونو په ۲۰۱۳ز کې د نویو پېرودونکو لپاره د ډېفالټ فلتر کولو د پلي کولو لړۍ پیل کړه، او د انټرنېټي چوپړتیاوو وړاندې کوونکی څلورم شرکت چې Virgin  و، د ۲۰۱۴ز په فبرورۍ کې یې دغه کار ته پیل وکړ. د موجوده پېرودونکو د انټرنېټ د ډیفالټ فلتر کولو پروسه د ۲۰۱۴ز په اوږدو کې د څلورو واړو انټرنېټي چوپړتیاوو وړاندې کوونکو لویو شرکتونو (ISPs) له لورې له داسې موخې سره پیل شوه چې د کال تر پایه باید په ۹۵٪ کورنیو باندې د نوموړي سېستم له پلي کېدو څخه ډاډ تر لاسه شوی وای.

TalkTalk  شرکت وار د مخه د وېبسایټونو د محتویاتو د کنترول داسې سافټویر درلود چې د دولت له شرایطو سره برابر و.  د نوموړي شرکت د HomeSafe  په نامه فلتري سېستم د ۲۰۱۱ز په مې میاشت کې د یو  opt-in (چې د یو څه د کولو او یا په یو شي کې د ښکېل کېدو لپاره یې انتخابي آپشنونه درلودل) محصول په توګه معرفي شو او د ۲۰۱۲ز له مارچ څخه راپدېخوا د نویو پېرودونکو د ډېفالټ فلتر کولو لپاره کارول کېده. د HomeSafe سافټویر د کامرون له خوا وستایل شو او د یو چینایي شرکت Huawei  له لوري یې کنټرول کېږي او ګټه اخیستنه ترې کېږي. نورو د انټرنېټي چوپړتیاوو وړاندې کوونکو که څه هم په پیل کې مقاومت کاوه، خو وروسته یې باید د دولت د غوښتنو د پوره کولو لپاره د فلتر کولو نوي سېستمونه په کار اچولي وای. ځینو د​​ انټرنېټي چوپړتیاوو کوچینیو وړاندې کوونکو د لګښتونو او مدني آزادیو اړوندو اندیښنو په استناد سره په فلتر کولو کې برخه اخیستو ته زړه نه ښه کاوه، خو حکومت اعلان وکړ چې: "موږ تمه لرو چې انټرنېټي چوپړتیاوو برابروونکي کوچیني شرکتونه د لویو هغو څخه په دې برخه کې د مشرتابه په توګه پیروي وکړي". کامرون وویل چې د انټرنېټي چوپړتیاوو وړاندې کوونکي کولی شي د خپلې خوښې تخنیکي حل لاره غوره کړي، اما د دوي څارنه به په دې پار کېږي تر څو ډاډ ترلاسه شي چې د نوموړو فلتر کول په سمه توګه ترسره شوي دي.  له دې سره سره، د انډریو او آرنولډ (Andrews and Arnold) په نوم د انټرنېټي چوپړتیاوو واړاندې کوونکی د خپل انټرنېټ اتصال هیڅ ډول نه سانسور کوي د هغې ټولې براډبانډ (پراخ بانډ) کڅوړې د دې لپاره چې باید د هر ډول ترافیک سانسور پیل کړي د ۱۲ میاشتو لپاره اخطار تر لاسه کوي.

سرچينې[سمول]

  1. Trevor Timm (په 13 April 2012 باندې). The UK government's war on internet freedom. Al Jazeera
  2. (په 18 June 2012 باندې). Google reveals 'terrorism video' removals. BBC
  3. Klug, Francesca (1996). Starmer, Keir; Weir, Stuart (المحررون). The Three Pillars of Liberty: Political Rights and Freedoms in the United Kingdom. Routledge. د کتاب پاڼې 165. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-041509642-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "United Kingdom", Country Reports on Human Rights Practices for 2012, Bureau of Democracy, Human Rights and Labor, U.S. Department of State. Retrieved 4 October 2013.
  5. "Enemies of the Internet 2014: Entities at the heart of censorship and surveillance". Reporters Without Borders (Paris). 11 March 2014. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ مارچ ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جون ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Internet enemies" (PDF). Reporters Without Borders (Paris). 12 March 2009. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۳۰ اکتوبر ۲۰۱۴ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Twelve countries named 'Enemies of the Internet' | DW | 12.03.2012". Deutsche Welle. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "The Internet: to regulate or not to regulate? inquiry". UK Parliament (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "What mobile internet filtering tells us about porn blocks", Open rights Group, 31 May 2013.
  10. "UK code of practice for the self-regulation of new forms of content on mobiles", Office of Communications (Ofcom). Retrieved 2 December 2013.
  11. Content Blocked Archived 2023-08-18 at the Wayback Machine., BT.com Support & Advice, January 2004.
  12. "What is classification? " Mobile Content". British Board of Film Classification Website. British Board of Film Classification. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ ډيسمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "What is classification?" Mobile Content" Framework". د لاسرسي‌نېټه ۲۳ ډيسمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)