Jump to content

په ایران کې بشري حقونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د پهلوي شاهي کورنۍ (۱۹۲۵ زڅخه تر ۱۹۷۹ز کال پورې) د ۱۹۷۹ز کال د اسلامي انقلاب څخه د ایران تر اسلامي جمهوریت پورې (۱۹۷۹ز کال څخه تر اوسه پورې) د ایراني اتباعو له حقونو سره د حکومت چلند د ایرانیانو، د انساني حقونو د نړیوالو فعالینو، لیکوالانو، نادولتي بنسټونو او د متحده ایالاتو له خوا تر نیوکې لاندې نیول شوی دی. په داسې حال کې چې د شاهي کورنۍ د پاچایانو تر واکمنۍ لاندې واکمني د بشري حقونو د ناوړه کړنو له امله د لویدیځو څارګرو سازمانونو له خوا په پراخه کچه تر برید لاندې ؤ، خو کله چې د اسلامي جمهوریت حکومت بریالی شو، د ډېرو له نظره لا هم بدتر ګڼل کېږي.   [۱]

د پهلوي کورنۍ - رضا شاه پهلوي او د هغه زوی محمد رضا شاه پهلوي - ځینې وختونه د "شاهي دیکتاتور"، یا "د یو کس واکمنۍ" په توګه نومول کېدل او هغوی د خپلو سیاسي مخالفینو د ځپلو لپاره له پټو پولیسو، شکنجې او اعدامونو څخه کار اخیست. د محمد رضا شاه پهلوي د واکمنۍ پر مهال د اعدام شوو سیاسي بندیانو شمېر له ۱۰۰ څخه تر ۳۰۰ تنو پورې رسېږي.[۲][۳]

د اسلامي جمهوریت په چوکاټ کې د زندانونو سیستم مرکزي شو او په لویه کچه پراخ شو او د دې واکمنۍ په یوه لومړۍ دوره کې ( ۱۹۸۱ز څخه تر ۱۹۸۵ ز پورې) له ۷۹۰۰ څخه زیات کسان اعدام شول. اسلامي جمهوریت د دواړو کړنو، هم د محدودیتونو او هم د مجازاتو له امله تر نیوکې لاندې راغلی چې د نړیوالو بشري ارزښتونو په بنسټ نه دي، بلکې د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون او نور قوانین په بنسټ دي (لکه د جرمونو لپاره سختې سزاګانې، له تاواني شوو پرته د جرمونو مجازات، د بیان او مطبوعاتو پر آزادۍ محدودیتونه، د دین  پر آزادۍ محدودیتونه او داسې نور) او هم " له قانون څخه پورته" کړنو لپاره، چې نه د ایران د قانون په بنسټ دی، نه هم د نړیوالو ارزښتونو، لکه د ورځپاڼو دفترونو ته اوراچول او د سیاسي بندیانو او مخالفونوملکیانو له محاکمې پرته وهل ټکول، شکنجه، جنسي تیري او وژل. [۴][۵]

پهلوي کورنۍ

[سمول]

د ایران شاهي دولت، د پهلوي کورنۍ د سلطنت پر مهال د ایران حکومت، له ۱۹۲۵ز څخه تر ۱۹۷۹ز پورې دوام درلود. د یوه تاریخ له مخې، د پهلوي رژیم د واکمنۍ پر مهال د بندیانو شکنجه او ناوړه چلند بېلابېل ډولونه درلودل، خو دواړو پاچاهانو - رضا شاه پهلوي او د هغه زوی محمد رضا شاه پهلوي – له سانسور، پټو پولیسو، شکنجې او له عدامونو کار اخست. [۶]

د رضا شاه دوره

[سمول]

د رضا شاه پاچهي په داسې وخت کې استبدادي او دیکتاتوري وه چې په سیمه او نړۍ کې استبدادي حکومتونه او دیکتاتوري د حکومتولۍ عادي بڼې وې او د بشري حقونو نړیواله اعلامیه، څو کاله له هغې وروسته وه. د مطبوعاتو آزادي، د کارګرانو د حقونو او سیاسي آزادي د رضا شاه په واکمنۍ کې محدودې وې. خپلواکې ورځپاڼې تړل شوې وې، د سیاسي ګوندونو فعالیت – حتی د احیا وفاداره ګوند  - منع شوي وو. حکومت په ۱۹۲۷ ز کال کې ټولې سوداګریزې اتحادیې بندې کړې او د ۱۹۲۷ز او ۱۹۳۲ زکلونو تر ترمنځ یې د ګارګرو له تنظیم کوونکو څخه ۱۵۰ ته ونیول. [۷][۸]

فزیکي ځواک د ځینو بندیانو ډلو په وړاندې کارول کېده – یعنې عام مجرمین، شکمن جاسوسان او هغه کسان چې د شاه د وژنې دسیسه یې کوله. د کورنو غله په ځانګړې توګه د باستینادو سزا (د پښو په تلو وهل) او ستراپادو (د مجرم په مټو د شاه له خوا تړل او ځړول ) مجازات کېدل، ترڅو "د هغوی غلا برملا کړي". شکمن جاسوسان او وژونکي په "وهل کېدو، له خوبه محرومېدل او د قاپاني جزا " (د شاه لور ته د مټو قاتول) چې کله ناکله د یو مفصل درز لامل کېده، مجازات کېدل، خو د سیاسي بندیانو لپاره – چې په اصل کې کمونستان وو – د رضا شاه د واکمنۍ پر مهال "د شکنجې څرګند ډول نه  ؤ" . د فشار اصلي بڼه یوازینی بند و چې په هغه کې " د کتابونو، ورځپاڼو، لیدونکو، د خوړو د کڅوړو او د مناسبې طبي پاملرنې" بندول وو. په داسې حال کې چې ډېری وخت سیاسي بندیان، د قاپاني په سزاګواښل کېدل، مګرهغوی په ندرت سره دا جزا لېدلې ده.[۹][۱۰]  

د محمد رضا شاه دوره

[سمول]

محمد رضا وروسته له هغه پاچا شو چې پلار یې په ۱۹۴۱ ز کال کې د روسانو او امریکایانو له خوا له واکه وغورځول شو. سیاسي بندیان (ډېری کمونیستان) د نیواکګرو له خوا خوشې شول او شاه (چې په هغه وخت کې ولیعهد و) نور په پارلمان کنټرول نه درلود، خو په ۱۹۴۹ ز کال کې د شاه د وژنې له هڅې وروسته، هغه وکولای شول چې نظامي قانون اعلان کړي، کمونستان او نور مخالفین یې زنداني کړي او په مطبوعاتو کې یې پر شاهي کورنۍ نیوکې محدودې کړې دي.[۱۱][۱۲]

د شاه پلوه کودتا وروسته چې په ۱۹۵۳ ز کې یې لومړی وزیر محمد مصدق له واکه لرې کړ، شاه یو ځل بیا خپل مخالفین وځپل او سیاسي ازادي محدوده شوه. هغه د مصدق سیاسي ډله ملي جبهه غیرقانوني وبلله او ډېری مشران یې ونیول. د تودې ګوند له ۴۰۰۰ څخه زیات سیاسي فعالان ونیول شول، (د ۴۷۷ وسله والو په ګډون) څلوېښت کسه اعدام شول، ۱۴ نور تر شکنجې لاندې ووژل شول او تر ۲۰۰ زیات په عمري بند محکوم شول.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د خپل واک د اوج په وخت کې، د شاه پټ پولیس ساواک په حقیقت کې نامحدوده واکونه درلودل. دغې ادارې له CIA سره نږدې همکاري کوله.[۱۷]

د ۱۹۷۴ز او ۱۹۷۵ز ترمنځ د بخښنې نړیوال سازمان د کلني راپور له مخې " د سیاسي بندیانو ټولیز شمېر په ټول کال (۱۹۷۵ز)  کې شاوخوا، له ۲۵۰۰۰ څخه تر ۱۰۰۰۰۰ پورې اټکل شوی ؤ.   [۱۸]

له ۱۹۷۱ز څخه تر ۱۹۷۷ز پورې

[سمول]

په ۱۹۷۱ز کال کې، د جندرمیري (پولیسو) په پوسته د چریکي برید ( چې دری پولیس په کې ووژل شول او دوه چریکیان خوشې شول، چې د "سیاهکال پېښې" په نوم یادېږي) د حکومت په وړاندې "یوه سخته چریکي مبارزه" پیل کړه او د حکومت سخت غبرګونونه یې را وپارول. ګوریلا د شاه د نسکورولو لپاره "وسله واله مبارزه" پيل کړه او د نړیوالې درېیمې نړۍ امپریالیزم له ضد انقلابیانو (ماوو زیدونګ، هو چی مین، او چیګوارا) څخه يې الهام اخیست، د ۱۹۷۰ز لسیزې په لومړۍ نیمایي کې خورا فعال شول. کله چې د دوی په سلګونو کسه، له حکومتي ځواکونو سره په جګړو کې ووژل شول او په لسګونو ایرانیان اعدام شول، د بښنې نړیوال سازمان په وینا : شاه لږ تر لږه د  ۳۰۰ سیاسي اعدامونه حکم ورکړ.  [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

شکنجه د وسلو د زیرمو، خوندي کورونو او د چریکي ملګرو د موندلو او د دولت دښمنان د را کمولو او د دولت د ملاتړي کوونکو د زیاتوالي لپاره کارول کېده. [۲۳]

په ۱۹۷۵ ز کال کې، د بشري حقونو د عفوې نړیوال سازمان - چې غړیتوب او نړیوال نفوذ یې د ۱۹۷۰ ز لسیزې په اوږدو کې خورا زیات شو- په ایران کې د سیاسي بندیانو سره د چلند په اړه یو راپور خپور کړ چې " په پراخه کچه د اروپا او امریکا په مطبوعاتو کې تر پوښښ لاندې راغی". په ۱۹۷۶ ز کال کې، دا ځپل د "بې شمېره نړیوالو سازمانونو او بهرنیو ورځپاڼو" او د متحده ایالاتو د نوي ټاکل شوي ولسمشر جیمي کارتر له خوا د خپرونو او څېړنو له امله د پام وړ نرم شوي وو. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

سرچينې او ياداښتونه

[سمول]
  1. source: Anonymous "Prison and Imprisonment", Mojahed, 174–256 (20 October 1983کينډۍ:Snd8 August 1985).
  2. Google search, Pahlavi royal dictatorship
  3. Pahlavi Dynasty: An Entry from Encyclopedia of the World of Islam By (ed.) Gholamali Haddad Adel, Mohammad Jafar Elmi, Hassan Taromi-Rad, p.15
  4. Ehsan Zarrokh (Ehsan and Gaeini, M. Rahman). "Iranian Legal System and Human Rights Protection" The Islamic Law and Law of the Muslim World e-journal, New York law school 3.2 (2009).
  5. "Rights Crisis Escalates Faces and Cases from Ahmadinejad's Crackdown, 20 September 2008". Iranhumanrights.org. 20 September 2008. بياځلي په 26 September 2013.
  6. Ervand Abrahamian, Tortured Confessions: Prisons and Public Recantations in Modern Iran, (University of California), 1999
  7. The Age of the Dictators: A Study of the European Dictatorships, 1918–53, D. G. Williamson.
  8. Ervand Abrahamian, Iran Between Two Revolutions, (Princeton University Press), 1982, p. 138
  9. Abrahamian, Tortured Confessions, 1999, p. 39
  10. Abrahamian, Tortured Confessions, 1999, p. 41
  11. Iran between two revolutions By Ervand Abrahamian, p. 186
  12. The History of Iran By Elton L. Daniel, 2012
  13. Iran in Revolution: The Opposition Forces by E Abrahamian – MERIP Reports
  14. Abrahamian, Ervand, Tortured Confessions, (University of California), 1999, pp. 89–90
  15. Abrahamian, Ervand (1999). Tortured Confessions. University of California Press. p. 92. ISBN 978-0-520-21866-6. بياځلي په 18 March 2011.
  16. Abrahamian, Ervand (1999). Tortured Confessions. University of California Press. p. 84. ISBN 978-0-520-21866-6. بياځلي په 18 March 2011.
  17. Fisk. Great War for Civilisation, p. 112.
  18. Baraheni, Reza (28 October 1976). "Terror in Iran". The New York Review of Books.
  19. Abrahamian, Tortured Confessions, p. 101
  20. Kurzman, Charles, The Unthinkable Revolution in Iran, Harvard University Press, 2004, p.145–46
  21. Abrahamian, Tortured Confessions (1999), pp. 135–36, 167, 169
  22. Washington Post, 23 March 1980.
  23. Abrahamian, Tortured Confessions, 1999 p. 114
  24. Amnesty International's membership increased from 15,000 in 1969 to 200,000 by 1979.
    • Amnesty International Report 1968-69. Amnesty International. 1969.
    • Amnesty International Report 1979. Amnesty International. 1980.
  25. The Cambridge History of Iran, Volume 7, edited by W. William Bayne Fisher, P. Avery, G. R. G. Hambly, C. Melville, p. 286
  26. Abrahamian, Tortured Confessions, p. 119.
  27. Iranian Politics and Religious Modernism: The Liberation Movements of Iran ... By Houchang E Chehabi, p. 225