په اوکراین باندې د روسیې د یرغل اقتصادي اغیزه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په اوکراین باندې د روسیې د یرغل اقتصادي اغیزه له هغه وروسته پیل شوه چې روسیې له اوکراین څخه دوه جلا شوي جمهوریتونه په رسمیت وپېژندل او په اوکراین یې یرغل وکړ. له جګړې را ولاړشوو بندیزونو د روسیې اقتصاد، دولت پلوه خلک معدودو خلک او د روسي دولت غړي موخه وګرځول. روسیې د جنس له لارې دې بنديزونو ته ځواب وایه او په ټوله اروپا کې د ژوند کولو د بیې د لوړېدو له امله اعتصابونه او اعتراضونه تر سره شول. دې جګړې بشري پانګې ته، زراعتي تجارتي بیخ بنا ته زیان واړاوه،  د تولید ظرفیت يې په تېره د برېښنا په برخه کې زیانمن کړ او له جګړې څخه د مخه په پرتله یې شخصي مصرف یو په درې کم کړ. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

مخینه  [سمول]

د روسیې له خوا د  کریمیا الحاقولو له امله روسیه له هغو  بنیدزونو سره مخ شوه چې په کال ۲۰۱۴ کې پیل شول چې د دې هېواد اقتصادې وده یې ورو کړه. په کال ۲۰۲۰ کې د کوید نولس او شیوع او له سعودي سره د تیلو د بیو جګړې هم د روسیې اقتصاد اغیزمن کړ. نور اضافي بندیزونه د کال ۲۰۲۱ د یرغل په درشل کې روسیې ته پېښ شول. د نظامي تقویې په مهال د روسي ونډو مارکټ شل سلنه را ولوید. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د اقتصادي اغېزې تاریخ[سمول]

کریستینا جورجیوا د پیسو د نړیوال صندوق عمومې رئیسې خبرداری ورکړ چې دې جګړې  سیمه او ټوله نړۍ له اساسي اقتصادي خطر سره مخ کړه . هغې وړاندې وویل چې د پيسو نړیوال صندوق  به له جګړې اغیزمنو هېوادونو سره مرسته وکړي او د ۲.۲ بیلیونو ډالرو د پور  یوه تکمیلونکې ټولګه اوکراین سره د مرستي لپاره چمتو کېږي. دیود مالپاس د نړیوال بانک ګروپ رئیس وویل چې جګړه ښايي اوږمهاله اقتصادي او ټولنیزې اغیزې ولري، هغه راپور ورکړ چې نړیوال بانک په داسې آپشنونو کار کوي چې له مخې یې اوکراین ته مالي  او اقتصادي ملاتړ چمتو کړي. [۲۴]

د روسیې په وړاندې د بې سابقه بندیزونو سره سره، انرژۍ او خامو موادو ته تأدیات په امن کې و  لکه څنګه چې د غذایي موادو اکمالات د غذا نړیوالو بیو د احتمالي اغیزمن کېدو څخه په امن کې و، روسیه او اوکراین په نړۍ کې د غنمو له ستروتولیدونکو هېوادونو څخه دي چې د بوسپوروس له لارې مدیتراني هېوادونو او شمالي افریقا هېوادونو ته یې غنم صادرېږي. د سویفت له بانکي سیستم څخه د  ځينو روسیې بانکونو وېستلو څخه تمه داوه چې د دې هېواد صادرات به اغېزمن کړي. ځکه چې روسیه په منځنۍ آسیا کې د پخواني شوروي د هېوادونو یو اقتصادي او تجارتي شریک او دهمګټو مستقلو دولتونود میلیونونو مهاجرو کارګرو موخه وه نو مرکزي آسیا په ځانګړې توګه له هغو بندیزونو څخه اغیزمنه شوه چې په روسیې ولګېدل.   [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

په دې بندیزونو کې د روسیې د مرکزي بانک د دارایي کنګول هم شامل وه چې په ۶۳۰ بیلیونه ډالره یې د بهرنیو اسعارو په ذخیرو کې و، د دې کنګولو موخه دا وه چې د روسیې له خوا د بندیزونو د جبران مخه ونیول شي. د مې په ۵ اروپایي شورا رئیس وویل، (( زه په ټینګه د دې طرفدار یم چې دا ډېره مهمه ده چې نه یواځې داپیسې کنګل شي بلکه باید ضبط شي تر څو د اوکراین د بیا جوړولو لپاره موجودې وي)).[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

روسیه[سمول]

اقتصادي بندیزونو د حملې له لومړۍ ورځې څخه اغیزمنه کړه، د ونډو مارکت ۳۹ سلنه پرېووت ( د په خپل واقعي وخت تسویې شاخص RTS Index. روسي روبل خپل ټيت ریکارد ته ولوید ، ځکه روسانو د اسعارو په تبدیلولو کې ډیروالی راووست. په مسکو او سنټ پیترسبرګ کې د ونډو تبادله د مارچ تر ۱۸ وځنډېډه چې د روسیې په تاریخ کې داسعارو دبندېدو خورا اوږده موده وه. د فبرورۍ په ۲۶ د  اس پي نړیوالې درجه  بندۍ  د روسیې اعتبار ښکته درجه بندي کړچې د دې لامل شو چې هغه مالي وجوهات چې د پانګونې  درجې د قرضې پاڼو ته اړتیا لري د روسیې پورونه ډېر کړي او د روسیې لپاره به په راتلونکي کې پور اخیستل ډېر ستونځمن کړي. [۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

دروسیې مرکزي بانک د مداخلې اعلان وکړ چې دا مداخله په کال ۲۰۱۴ کې روسیې له خوا د کریمیا د الحاق څخه لومړي مداخله وه چې موخه د مارکټ ثبات و. د فروري په ۲۸ دولت د ګټې نرخ ۲۰ سلنه لوړ کړ او بهرینیان یې د داخلي ارزښت لرونکو پاڼو له پلور څخه منع کړل. د روسیې د مرکزي بانک د پخواني مرستیال په وینا،بندیزونو د  روسیې د ملې شتمنۍ مالي وجوهات د ورکېدو په خطر کې واچول. دا چې د روسي روبل بیه او د روسي خالصو داراییو لپاره د ونډو بیې راټيټې شوې، نو د روسیې د تبادلې بازار د یوې ورځې لپاره وتړل شو چې وروسته بیا دا موده تر یوې اونۍ پورې وغځېده. د فبرورۍ له ۲۸، روسیې اعتباري تبادلې قرارداد ۵۶٪ سلنه د پور په اداینې کې پاتې راتللو څخه خبرداری ورکړ . د فیچ رېټنګ ( د اعتباراتو د درجه بندۍ یوه امریکایي اجنسۍ ده) اندېښنه ښودلې ده چې روسیه به د خپلو پورونو په ادا کې له سترو پاتې کېدنو سره مخ شي. [۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷]

د فبرورۍ په ۲۷، د بي پي ( برېتېش پطرولیم)  په نامه یوې کمپنۍ چې د نړۍ د ګازو او تېلو له اوو سترو کمپنیو او په روسیه کې یوازینۍ لویه پانګه اچوونکې کمپنۍ وه اعلان وکړ چې غواړي چې  د راسنفت ( د روسیې د ګازو او تېلو کمپنۍ وه) کمپنې څخه ځان وباسې  . راسنفت د کمپنۍ ګټه د بي پي د کمپني له نیمایي ذخایرو او دریمه برخه تولید څخه جوړه وه.  دا ځان ويستل کمپنۍ ته ۲۵ بیلیونه تمامېدله او تحلیل کوونکو وویل چې دا احتمال نه لري چې بي پي به و کولای شي د رونسپت تر ارزښت پورې بهبود ومومي. په همدې ورځ د ناروې د دولت د تقاعد صندوق چې په نړۍ کې د مستقل ثروت خورا لوی صندوق واعلان وکړ چې ځان د روسي داراییو څخه باسي. دې صندوق ۲۵ بیلیونه ناروېژی کرونه د روسي کمپنۍ په ونډو او دولتی تضمینو کې درلودل.     [۴۸][۴۹][۵۰]

د فبرورۍ په ۲۸ شېل ( د برتانیا ګڼ ملیتیزه د تیلو او ګازو کمپنۍ) اعلان وکړ چې خپله پانګه له روسیې څخه را باسي. د مارچ په ۱، د ایني په نامه د انرژۍ کمپنۍ اعلان وګړ چې د بلو ستریم په نل لیکه کې خپلې پانګونې لغوه کوي. په همدې ورځ د نړۍ سترو انتقالاتي کمپینو لکه مېرسک او د مدیتراني انتقالاتي کمپنۍ خپل ټول کانتینري انتقالات روسیې ته وځنډول پرته له هغو کانتینرونو چې خواړه، دوا او بشري مرستې پکې بار وې. د راپورونو له مخې، روسيې د مغزو د تېښتې حالت تجربه کاوه چې له مخې یې  ۳۰۰۰۰۰ تنه  چې ډېری یې ځوانان، تخنیکی او مسلکی خلک وه د ټولیز مهاجرت په  لړ کې ارمنیا، جورجیا او ترکیې ته لاړل. د معلوماتي تکنالوژۍ ۵۰۰۰۰ روسي متخصصینو روسیه پرېښوده اونورو هېوادو ته لاړل. د تفریح په صنعت کې د بندیزونو په ځواب کې روسیې د سافت وېرونو د سمندرې غلا مشروعیت باندې کتنه کوله.    [۵۱][۵۲][۵۳][۵۴]

سایبري حملې چې د نامعلومو نړیوالو هکرانو له خوا تر سره کېدې د روسیې لپاره یوه بله ستونځه وه. د مثال په توګه، د کال ۲۰۲۲ د مارچ په وروستیو کې د هوایي فدرالي ترانسپورت اجنسۍ روساویاتیسیا هک کول د دې لامل شو چې په کار کې ستر اخلال راشي او دا اجنسي د کاغذي اسنادو کارونې او پوستې مراسلاتو ته مخه کړي. روساویاتیسیا د هک شوو معلوماتو  اړینه حمایوي ډاټا نه درلوده. [۵۵][۵۶][۵۷][۵۸][۵۹][۶۰][۶۱]

د اپرېل په ۱۱، روسي رېل پټلۍ،  د سویس د فرانکو د تضمین په اداینه کې تر پاتې راتلو ونشو کولای چې ۲۶۸ میلیونه ډالره پور تأدیه کړي . د کال ۲۰۲۲ د جولای په وروستیو کې د پیسو نړیوال صندوق د روسیې داخلي ناخالص  تولیدلت ۲.۵ ٪  وبلل خو ځینو اقتصاد پوهان د روسیې اقتصاد لپاره اوږد مهاله ستونځې پېشبینی کوي او دا تشریح کوي چې دا  ستونځې د انرژۍ د قېمت په لنډ مهاله پورته کولو باندې حل کېدای شي. روسیې وکولای شو چې اروپا ته د ګاز د بندولو له لارې خبل اقتصاد ورغوي او د  غنمو د ستر صادروونکي  هېواد په توګه کرهنیز سکتور ته وده ورکړي. د کال ۲۰۲۲ تر اګست میاشتې پورې هومره تیل پلورلي و هومره یې چې په اوکراین تر حملې دمخه پلورلي و. منځني ختیځ او منځنۍ آسیا کې د تېلو خرڅول روسیې سره مرسته وکړه چې خپل صادرات اروپا ته کم کړي او دلوړو بیو له امله د ماسکو عواید په یو میاشت کې ۲۰ بیلیونه ډالره و چې یو کال د مخه (په کال ۲۰۲۱ کې) ۱۴.۶ بیلیونه ډالره و.   [۶۲][۶۳]

سرچينې[سمول]

  1. Melander, Ingrid; Gabriela, Baczynska (24 February 2022). "EU targets Russian economy after 'deluded autocrat' Putin invades Ukraine". Reuters. مؤرشف من الأصل في ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "China State Banks Restrict Financing for Russian Commodities". Bloomberg News. 25 February 2022. مؤرشف من الأصل في ۲۵ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 25 February 2022 باندې). Western Countries Agree To Add Putin, Lavrov To Sanctions List.
  4. Holland, Steve; Chalmers, John; Psaledakis, Daphne (26 February 2022). "U.S., allies target 'fortress Russia' with new sanctions, including SWIFT ban". Reuters. مؤرشف من الأصل في ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. . Inflation protests across Europe threaten political turmoil. ABC News.
  6. The Loss of Human Capital in Ukraine, Noam Angrist, Simeon Djankov, Pinelopi Goldberg and Harry Patrinos, ]CEPR.ORG, 27 April 2022.
  7. Restarting Ukraine's Agricultural Exports, Oleksii Blinov and Simeon Djankov, CEPR.ORG, 10 June 2022.
  8. Assessing the Damages to Productive Capacity in Ukraine, Oleksii Blinov and Simeon Djankov, CEPR.ORG, 21 September 2022.
  9. The Economic Toll of Attacks on Ukraine's Power Grid, Oleksii Blinov and Simeon Djankov, CEPR.ORG, 22 December 2022.
  10. Russia's Air Attacks Cut The Ukrainian Economy by 12% in November, Oleksii Blinov, Forbes.ua, 12 January 2023 (in Ukrainian).
  11. Measuring Private Consumption During the War, Oleksii Blinov and Simeon Djankov, CEPR.ORG, 24 July 2022.
  12. Rakteem Katakey (په 25 March 2014 باندې). Russian Oil Seen Heading East Not West in Crimea Spat. Bloomberg
  13. "Ukraine-related Designations: Specially Designated Nationals List Update". US Department of the Treasury. 20 March 2014. مؤرشف من الأصل في ۰۶ مارچ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Specially Designated Nationals List (SDN)". US Department of the Treasury. 16 February 2016. مؤرشف من الأصل في ۱۴ اگسټ ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په 20 March 2014 باندې). Treasury Sanctions Russian Officials, Members of the Russian Leadership's Inner Circle, And An Entity For Involvement in the Situation in Ukraine. United States Treasury Department.
  16. Peter Shuklinov (21 March 2014). Ближний круг Путина: кто попал в новый список санкций США [Putin's inner circle: who's in the new list of US sanctions]. liga.net (په روسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ فبروري ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. McFall-Johnsen, Juliana Kaplan, Lauren Frias, Morgan (14 March 2020). "A third of the global population is on coronavirus lockdown – here's our constantly updated list of countries and restrictions". Business Insider Australia. مؤرشف من الأصل في ۲۶ جون ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "The return of Keynesianism? Exploring path dependency and ideational change in post-covid fiscal policy. Policy & Society. Volume 41, Issue 1, January 2022, Pages 68–82". مؤرشف من الأصل في ۲۴ جنوري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په 8 October 2019 باندې). Nations must unite to halt global economic slowdown, says new IMF head. The Guardian.
  20. Cox, Jeff (21 November 2019). "The worst of the global economic slowdown may be in the past, Goldman says". CNBC. مؤرشف من الأصل في ۲۲ جون ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. (په 22 February 2022 باندې). Ukraine: What sanctions are being imposed on Russia?. BBC
  22. (په 22 February 2022 باندې). Британия ввела санкции против 5 российских банков, Ротенберга и Тимченко. RBK Daily
  23. (په 26 January 2022 باندې). Russian billionaires lost $28 billion in market sell-off. MSN.
  24. "IMF, World Bank Chiefs Warn Of Global Impacts From Ukraine War". Barron's. مؤرشف من الأصل في ۲۴ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په 27 February 2022 باندې). Russia Sanctions Over Ukraine Largely Spare Energy Sector, Vital to Europe. The Wall Street Journal.
  26. "Food is unlikely to be part of sanctions against Russia, says agriculture firm". CNBC. 28 February 2022. مؤرشف من الأصل في ۰۳ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په 1 March 2022 باندې). MENA faces a crisis as the world's key wheat producers are at war. Al Jazeera
  28. (په 4 March 2022 باندې). Russia's Invasion of Ukraine Could Overturn the Strategic Balance in Central Asia, Too. The Diplomat.
  29. (په 1 March 2022 باندې). Central Asia Takes Economic Hit From Russian War In Ukraine Sooner Than Expected. Radio Free Europe/Radio Liberty
  30. (په 20 April 2022 باندې). The war in Ukraine is having a knock-on effect on Central Asian and Caucasian economies. Le Monde.
  31. (په 16 May 2022 باندې). Now is not the time to confiscate Russia's central bank reserves. Bruegel.
  32. (په 28 February 2022 باندې). The West declares economic war on Russia. Politico.
  33. (په 25 February 2022 باندې). EU leaders agree more Russia sanctions, but save some for later. Financial Times.
  34. (په 17 May 2022 باندې). Germany open to Russian Central Bank asset seizure to finance Ukraine's recovery. Euractiv.
  35. Thompson, Mark (24 February 2022). "Russian stocks crash 33% and ruble plunges to record low". CNN. مؤرشف من الأصل في ۲۴ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "Moscow Exchange resumes trading on its markets at 10:00am". Moscow Exchange. 24 February 2022. مؤرشف من الأصل في ۲۴ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. (په 24 February 2022 باندې). Russian stocks nosedive 20% as trading resumes on Moscow Exchange.
  38. (په 12 March 2022 باندې). Russian central bank decides not to reopen stock market trading next week. Reuters.
  39. Elbahrawy, Farah (4 March 2022). "Russia Keeps Stock Trading Shut in Nation's Longest Closure". Bloomberg News. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. (په 26 February 2022 باندې). Russia Cut to Junk Rating by S&P, Ukraine's Rating Lowered. The Wall Street Journal.
  41. (په 28 February 2022 باندې). Ukraine war: sanctions-hit Russian rouble crashes as Zelenskiy speaks of 'crucial' 24 hours. The Guardian.
  42. (په 28 February 2022 باندې). Russia's central bank doubles interest rates and closes stock market as rouble plunges. The Guardian.
  43. (په 27 February 2022 باندې). Russians queue for cash as West targets banks over Ukraine. Reuters.
  44. . Moscow Exchange to remain closed through Tuesday. Anadolu Agency
  45. Aquino, Kristine; Ismail, Netty (28 February 2022). "Junk Russia Bonds Mirror Ruble Drop as Sanctions Bite". Bloomberg News. مؤرشف من الأصل في ۰۱ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. (په 9 March 2022 باندې). War in Ukraine: Russia soon unable to pay its debts, warns agency. BBC News.
  47. (په 28 February 2022 باندې). The ruble crashes, the stock market closes and Russia's economy staggers under sanctions.. The New York Times.
  48. (په 27 February 2022 باندې). BP to offload stake in Rosneft amid Ukraine conflict. BBC News.
  49. (په 27 February 2022 باندې). BP quits Russia in up to $25 billion hit after Ukraine invasion.
  50. (په 27 February 2022 باندې). Norway says its sovereign fund will divest from Russia.
  51. Brady, Erin (28 February 2022). "Shell Joins Other Energy Giants in Pulling Back From Investments in Russia". Newsweek. مؤرشف من الأصل في ۰۱ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  52. Ricciardi, Vanessa. "L'Italia si allontana dalla Russia: Eni cederà la quota del gasdotto Blue Stream" [Italy moves away from Russia: Eni sells its stake in the Blue Stream gas pipeline]. Domani (په اېټاليايي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۱ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  53. (په 1 March 2022 باندې). Maersk suspends all container shipping to Russia.
  54. (په 1 March 2022 باندې). World's biggest container shipping companies temporarily halt cargo bookings to and from Russia. CNN
  55. (په 5 April 2022 باندې). Who are the Russians leaving their country?. Deutsche Welle.
  56. "'We are refugees': Russians flee rising authoritarianism". Al Jazeera. مؤرشف من الأصل في ۰۹ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  57. (په 13 March 2022 باندې). Russia faces brain drain as thousands flee abroad. BBC News.
  58. (په 22 March 2022 باندې). 170K Russian IT Specialists Could Emigrate by April – Industry. The Moscow Times.
  59. Leston, Ryan (14 March 2022). "Russia Reportedly Legalizes Piracy of Games, Movies, and More". IGN. مؤرشف من الأصل في ۱۴ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  60. (په 29 March 2022 باندې). Russian Aviation Authority Suffers Cyberattack. Mentour Pilot News.
  61. Noëth, Bart (29 March 2022). "Powerful cyber attack on Russia's Civil Aviation Authority servers: no more data nor back-up". aviation24.be. مؤرشف من الأصل في ۳۱ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  62. Robertson, Harry. "Russian Railways becomes first company to officially default in the country, as Western sanctions jam the financial system". Markets Insider (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  63. "Russian oil revenues soar as sanctions fail to land blow - WSJ". www.qcintel.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)