په اووه کلنه جګړه کې لویه بریتانیا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لویه بریتانیا د اووه کلنې جګړې یو له اصلي ګډونوالو څخه وه چې په واقعیت کې یې د ۱۷۵۴ زکال او ۱۷۶۳ زکال ترمنځ د نهو کلونو لپاره دوام وکړ. په دغه جګړه کې بریتانیا په ۱۷۵۴ زکال کې ښکېل شوه چې بیا یې وروسته د فرانسویانو او سورپوستو په جګړه شهرت وموند. ورته مهال په اروپایي صحنه کې جګړه له بریتانیا او فرانسې پرته د نورو هېوادونو په ګډون په ۱۷۵۶ زکال کې پیل شوه (له همدې امله ورته «اووه کلنه جګړه» ویل کېږي). بریتانیا له دغې جګړې څخه د نړۍ د مخکښ استعماري قدرت په توګه راووت او په شمالي امریکا کې یې د نوې فرانسې ټولې برخې خپلې کړې او هلته یې د یو استعماري ځواک په توګه د فرانسې رول ته پای ټکی کېښود. د هسپانیا او فرانسې ترمنځ د دریمې کورنۍ هوکړې (third Family Compact) پر بنسټ د فرانسې په ګټه په جګړه کې د هسپانیا له داخلېدو وروسته بریتانیا د هاونا، کیوبا، او په فلیپین کې د مانیلا بنادرو په ګډون د هسپانیا ټول اصلي بنادر ونیول او هوکړه یې وکړه چې دغه بنادر د فلوریدا په بدل کې چې د هسپانیا په واک کې وه بېرته سپاري. په ۱۷۶۳ زکال کې د پاریس هوکړې په رسمي ډول جګړې ته پای ټکی کېښود او له دې وروسته بریتانیا په نړۍ کې د مخکښ سمندري ځواک عنوان خپل کړ.

جګړه د بریتانیا په تاوان پیل شوه، ځکه چې ګڼ شمېر تلفات ورته د طاعون او سکروی ناروغۍ او همدارنګه له ۱۷۴۵ زکال څخه تر ۱۷۵۵ زکال پورې په شمالي امریکا کې د فرانسویانو له خوا واوښتل او همدارنګه یې په ۱۷۵۶ زکال کې مینورکا ټاپو له لاسه ورکړ. په همدغه کال کې د بریتانیا اصلي متحد، اتریش خپل لوری بدل کړ او د فرانسې لوری یې ونیو، همدا و چې بریتانیا اړ شوه په چټکۍ سره د پروس له لوی فریدریک سره ائتلاف جوړ کړي. په راتلونکو اوو کلونو کې دغه دوه هېوادونه د فرانسې په رهبرۍ له مخ پر زیاتوالي ګڼ شمېر مخالفو ځواکونو سره مخ شول. د سیاسي بې ثباتۍ له یوې دورې وروسته د نیوکاسل د دوک او مشر ویلیام پیټ په مشرۍ نوي دولت د بریتانیا اداره پیاوړې کړه او دې ته یې لار برابره کړه څو بریتانیا ځواکمنه او خپلې جنګي موخې ترلاسه کړي.

په ۱۷۵۹زکال کې بریتانیا د فرانسې پر وړاندې په اروپا لویه وچه (جرمني کې)، په شمالي امریکا (د نوې فرانسې د مرکز په نیولو) او هند کې پام وړ بریاوې ولمانځلې. په ۱۷۶۱ زکال کې بریتانیا له هسپانیا سره ښکېل شوه؛ راتلونکی کال بریتانوي ځواکونو په لویدیځ او ختیځ کې د فرانسوي سترواکۍ پلازمېنې هاوانا او مانیل ونیول او په دې سره یې په پرتګال باندې د هسپانیا له برید مخه ونیوله. دغه مهال د پیټ – نیوکاسل لومړي وزارت سقوط کړی و، بریتانیا کافي اعتبار نه درلود او د سولې سخاوتمندانه شرایط یې د فرانسې او د هغو د متحدینو له خوا ومنل شول.

د سلطنت پر بنسټ بریتانیا د آیرلنډ له پاچاهۍ او د هانوفر له انتخاب کوونکې سره متحده وه او د دغو دواړو ځواکونو د جګړې په اوږدو کې په عملي بڼه د بریتانیا تر قوماندې لاندې جګړه وکړه. همدارنګه یې د بریتانوي امریکا په ګډون په ټوله نړۍ کې په خپلو مستعمراتو کې کې پوځي ستراتیژي پلې کړه. په هند کې د بریتانیا متصرفات د ختیځ هند د شرکت له خوا اداره کېدل.

مخینه[سمول]

په اروپا کې وروستۍ لویه جګړه یا د اتریش د ځای ناستوب جګړه وه چې له یوې خونړۍ جګړې او د مرکزي اروپا د زیاتې برخې له ړنګېدو وروسته په ۱۷۴۸ زکال کې د اکس لا شاپل په هوکړه پای ته ورسېده. د سولې شرایط ډیرو کسانو ته د منلو وړ نه و ځکه چې هغو موجود وضعیت وساته – او لامل وګرځېد د یو شمېر هېوادونو لکه د فرانسې، بریتانیا او اتریش وګړي دې باور ته ورسي چې په جګړه کې یې د هڅو په بدل کې کافي لاسته راوړنو ته لاسرسی نه دی لرلی. د ۱۷۵۰مې لسیزې په لومړیو کې ډیری کسانو په نږدې راتلونکې کې یوه لویه جګړه لیدله او اتریش هم له پروس څخه د سیلزي د بېرته نیولو په موخه خپل ځواکونه چمتو کول.

د بریتانیا لومړي وزیر توماس پلهام هولز چې د نیوکسل لومړنی دوک و په ۱۷۵۴زکال کې د خپل ورور هنري پلهام له ناڅاپي مړینې وروسته د لومړي وزارت څوکۍ ته ورسېد او له وېګانو څخه د جوړ دولت مشري یې پر غاړه واخیسته. نیوکاسل د ۳۳ کلونو لپاره د بهرنیو چارو د وزیر په توګه سیاسي تجربه لرله او د دیپلماسۍ په ډګر کې پېژندل شوې څېره وه. په عوامو جرګه کې په آسانۍ سره د اکثریت له ترلاسه کولو سربېره هغه ډېر محتاط و او د یو شمېر کسانو لکه د وطن پرستانو د ګوند د مشر ویلیام پیټ د نیوکو پر وړاندې زیان منونکی و. نیوکاسل په ډېرې لیوالتیا سره په دې باور و چې په اروپا کې سوله تر هغه مهاله شتون لري چې «زوړ نظام» او له اتریش سره اتحاد غالب وي او د همدغې چارې د دوام لپاره یې پریمانه هڅې وکړې. [۱][۲]

په دغه دوره کې د بریتانیا د دولت لویه اندېښنه استعماري پراختیا وه. د اتلسمې پېړۍ پرمهال په شمالي امریکا کې بریتانوي مستعرې د نفوسو له مخې لویې او پیاوړې شوې وې – او هڅه یې کوله د امریکا دننه د لویدیځ لوري ته پراختیا وکړي. په دغو کې پام وړ قلمرو اوهایو هېواد و چې ډېری اروپايانو هلته د رسېدو هڅه کوله او فرانسې یې هم ادعا لرله. ورته مهال یې د اقتصادي منابعو سربېره سراتیژیک ځایګی هم درلود. په دغه ځای باندې د فرانسې کنټرول، لویدیځ لوري ته د بریتانیا د مخکې تګ مخه نیوله چې له امله یې بریتانوي مستعمرې د فرانسې په قلمرو کې دننه را بندې او د هغو له لارې بیا له سواحلو سره وصل کېدلې. ګڼ شمېر استعماري پلاوو لندن ته په خپلو سفرونو کې له دولت څخه غوښتل چې د اوهایو د کړکېچ اړوند جدي اقدامات ترسره کړي.

د دغه مهال په جګړو کې انګلیسانو هڅه کوله په دغه لویه وچه کې په لوی مقیاس باندې پوځي ژمنو څخه ډډه وکړي. د یو شمېر هوکړو د زیان د جبران په موخه هغوی له یو شمېر هغو اروپايي ځواکمنو هېوادونو سره د اتحاد هڅه کوله چې ګټې یې د خپلو دښمنانو په ځانګړې توګه له فرانسې سره په ټکر کې وې. بریتانیا خپلو اروپايي متحدینو ته د مالي مرستو په ورکولو سره د لندن لوی مالي ځواک په نظامي ځواک بدل کړ. په اووه کلنه جګړه کې بریتانیا د دغه مهال تر ټولو مخکښ جنرال د پروس لوی فریدریک خپل متحد وټاکه؛ وروسته یې په مرکزي اروپا کې د هغه د واک په زیاتوالي کې رول ولوباوه او له هغه سره یې د خپلو مبارزاتو د ترسره کولو په برخه کې پام وړ مالي مرستې وکړې. دغه اړیکې د ۱۷۵۶ زکال په دیپلماتیک انقلاب کې وروسته له هغه خپل پشپړ حالت ته ورسېدې چې بریتانیا د پروس په ګټه له خپل لرغوني متحد اتریش سره خپل اتحاد ته پای ټکی کېښود او اتریش یې فرانسې ته پرېښود. د فرانسې د ستراتیژۍ پر خلاف بریتانیا هڅه وکړه څو جګړه په فعاله توګه په خپلو پام وړ مستعمراتو کې مخته یوسي او له خپل سمندریز ځواک څخه بشپړه ګټنه وکړي. انګلیسانو له دوه ګونې ستراتیژۍ کار واخیست: سمندریزه کلابندي او د دښمن د بندرونو بمبارد او همدارنګه د سمندر له لارې د ځواکونو چټک حرکت. هغوی د دښمن د بېړیو پر وړاندې ستونزې جوړې کړې او د دښمن په مستعمراتو یې برید وکړ او تر ډېره یې په دغو چارو کې د بریتانیا له نږدې مستعمراتو څخه ګټنه کوله. [۳][۴][۵][۶][۷]

میراث او له هغو وروسته[سمول]

فرانسې او هسپانیا دواړو هغه هوکړه چې جګړې ته یې پای ټکی کېښود د یوې واقعي هوکړې پر ځای یو لنډ مهالي اوربند ته نږدې بلله او د بریتانیا لومړي ویلیام پېټ هغه د «وسله وال اوربند» په توګه توصیف کړه. بریتانیا په معمول ډول د سولې پر مهال په پراخه کچه د خپلو وسله والو ځواکونو شمېر را کم کاوه، خو د ۱۷۶۰مې لسیزې پر مهال یې لوی پوځي تشکیلات وساتل – چې د فرانسې او هسپانیا پر وړاندې یې د مخه نیونکي لوی عامل په توګه ورته کتل. د بوربن دواړو قدرتونو خپل استازي ولېږل څو د بریتانیا دفاعي حالت وارزوي ځکه چې هغوی باوري و چې د بریتانیا هر بریالی برید د هغوی د هرې غچ اخیستونکې جګړې اساسي برخه جوړوي. [۸]

په جګړې کې د بریتانیا بریا د امریکا د خپلواکۍ په جګړه کې د بریتانیا د راتلونکو نښتو تخم وشینده. امریکايي استعمارکوونکي د شمالي امریکا د پراخو سیمو د نیولو له امله خوشاله و چې اوس د بریتانیا تر رسمي کنټرول لاندې وې، خو ډېری له دوی څخه د ۱۷۶۳ زکال په اعلامیې باندې په غصه شول چې د بومي امریکایانو د قلمرونو د ساتلو او په هغو کې د اروپایانو د ځای پر ځای کېدو څخه د مخنیوي په موخه هڅه وه.

دغې جګړې په اروپا کې د اتحادونو «پخواني سیسټم» ته پای ټکی کېښود، له جګړې څخه په وروسته کلونو کې د لارډ سانډوېچ تر رهبرۍ لاندې بریتانیا هڅه وکړه څو دغه سیسټم بېرته رامنځته کړي، خو اروپايي هېوادونو لکه اتریش او د هالنډ جمهوریت اوس بریتانیا د فرانسې پر ځای د خپل ځان پر وړاندې پیاوړی ګواښ باله او له هغو سره مل نه شول په داسې حال کې چې پروس په ۱۷۶۲ زکال کې د بریتانیا له خیانت څخه په غصه و. [۹]

سرچينې[سمول]

  1. I.e., a structure of alliances with European powers, in which Britain had formed grand coalitions against Bourbon ambitions in Europe
  2. Anderson, pp. 124–28
  3. Till, Geoffrey (2006). Development of British Naval Thinking: Essays in Memory of Bryan Ranft. Abingdon: Routledge. د کتاب پاڼې 77. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-714-65320-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Schweizer, Karl W. (1989). England, Prussia, and the Seven Years War: Studies in Alliance Policies and Diplomacy. Lewiston, NY: Edwin Mellen Press. د کتاب پاڼي 15–16. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-88946-465-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Black, Jeremy (1999). Britain As A Military Power, 1688–1815. London: UCL Press. د کتاب پاڼي 45–78. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-85728-772-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. E.g., Simms, Brendan (2008). Three Victories and a Defeat: The Rise and Fall of the First British Empire. London: Penguin Books. OCLC 319213140. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-14-028984-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Vego, Milan N. (2003). Naval Strategy and Operations in Narrow Seas. London: Frank Cass. د کتاب پاڼي 156–157. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7146-5389-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Longmate pp. 183–85
  9. I.e., a structure of alliances with European powers, in which Britain had formed grand coalitions against Bourbon ambitions in Europe