په انګلستان کې د ښځو د رایې د حق غوښتل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په انګلستان کې د ښځو رایه ورکول د ښځو د رایې د حق غوښتلو لپاره یو خوځښت و. چې په پایله کې په ۱۹۱۸ زېږدیز او ۱۹۲۸ کال کې د یو لړ قوانینو له مخې بریالی شو. دا د ویکټوریا په عصر کې په یوه ملي خوځښت واوښت. په انګلستان کې د ۱۸۳۲ کال د اصلاحاتو قانون او د ۱۸۳۵ کال د ښاروالۍ د شرکتونو قانون پورې ښځې په څرګند ډول د رایې ورکولو څخه بې برخې نه وې. په ۱۸۷۲ کال کې د ښځو درایې ورکولو لپاره مبارزه په یو ملي خوځښت وواښته چې وروسته بیا  د ښځو د رایو د حق غوښتنې د ټولنو ملي اتحادیه (NUWSS) په نوم خورا اغېزناکه وه. له انګلنډ سربېره، په ویلز، سکاټلنډ او د انګلستان نورو برخو کې د ښځو لپاره د رایو کارونې خوځښتونو زور واخیست. د یادو خوځښتونو هڅې په کال ۱۹۰۶ کې د ښځو د رایو حقونود بدلون په ګټه تمام شول.  دا هغه وخت و چې د ښځو د ټولنیزې او سیاسي ټولنې(WSPU)  په رامنځ ته کېدو سره د وسله والو کمپاین پیل شو.[۱]

د ۱۹۱۴ کال د اګست په څلورمه لومړۍ نړیواله جګړه د ګوندي سیاست او د رایې ورکولو د حق لپاره د مبارزاتو په ګډون د ځنډ لامل شو. په دې برخه کې لابې کول په چوپتیا ترسره کېدل. په کال ۱۹۱۸ کې ایتلافی حکومت د وګړو د استازولۍ قانون تصویب کړ، چې له ۲۱ کلونو څخه لوړ نارینه، همدارنګه هغه ښځې چې ۳۰ کاله عمر لري اولږ تر لږه د ملکیت ځانګړنې پوره کولای شي د رایې ورکولو حق لري. دا هغه چاره وه چې تقریباً ټول بالغ نارینه یې په سیاسي سیستم کې شامل کړل او د ښځو شمولیت هم پیل شو، دغه د رایې ورکولو امتیاز ۵.۶ میلیونه نارینه وو او ۸.۴ میلیونه ښځو ته ورسیده. په ۱۹۲۸ کال کې محافظه کاره حکومت د وګړو د استازولۍ (د یو شان امتیاز) قانون تصویب کړ چې له دې سره ټول هغه وګړي چې د ۲۱ کلو څخه د زیات عمر درلودونکي دي په یوشان شرایطو کې د مساوي حقونو درلودونکي وو.[۲][۳]

شالید[سمول]

تر ۱۸۳۲ کال پورې د اصلاحاتو لوی قانون 'نارینه کسان' مشخص کړل، یو څو تنو ښځو کولای شول چې د هستوګنځي د ملکیت په درلودلو سره، په پارلماني انتخاباتو کې رایه ورکړي، که څه هم دا نادره خبره وه. د ښاروالۍ قانون له مخې په کال ۱۸۳۵ کې ښځو په حکومتي ټاکنو کې خپل حق له لاسه ورکړ. هغو نه واده شوو ښځو چې خپل مالي پورونه او ټکس یې ورکاوه  په کال ۱۸۶۹ کې د ښاروالۍ د حقوقو د امتیاز له مخې په رایه ورکولو کې خپل حق ترلاسه کړ دا قانون د ځایي حکومت له خوا په کال ۱۸۴۹ کې تصویب او یو لړ واده شوې ښځې هم په یاد قانون کې شاملې شوې. په کال ۱۹۰۰ کې له یو میلیون څخه زیاتې ښځې د انګلنډ سیمه ییز حکومت په انتخاباتو کې د رایو لپاره ثبت شوې. ښځې هم په ورته شرایطو کې د نارینه وو په څېر د رایې ورکولو په حق کې شاملې وې (د بېلګې په توګه له ۲۱ کلنۍ څخه پورته ټول د کلیسا وګړي) چې د یو لړ بې سارو ټولپوښتنو د ټولګې له مخې چې له ۱۹۱۵-۱۹۱۶ پورې د ویلز د کلیسا د ۱۹۱۴ قانون له مخې تر سره شوې وي. کې د ویلز کلیسا له خوا په کال ۱۹۱۴ تر سره شوې. دا ټولپوښتنې د دې لپاره وې چې ایا هغه خلک چې د انګلستان او ویلز تر منځ په سیاسي پوله مېشت وو غوښتل یې دا معلومه کړي چې ایا هغوی د انګلستان له کلیساګانو سره یو ځای پاتې کېدل غواړي او که غواړي د وېلز له کلیساګانو سره یوځای شي.دا یو له ډېرو لرغونو مثالونو څخه وو، که چېرې لرغونې نه وي، یوه رسمي ټولپوښتنه چې په انګلستان کې د نړیوالو لویانو د رایې ورکولو د حق له مخې تر سره کېږي، که څه هم دواړو جنسونو ته چې خپل مالي پورونه ورکوي اجازه ورکول کېږي چې رایه ورکړي. [۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

د ښځو سیاسي ډلې[سمول]

که څه هم د ښځو سیاسي ډلې د دې لپاره نه وې تشکیل شوې چې د ښځو د رایې حق لاس ته راوړي، دوی دوه بنسټیزې اغېزمنتیاوې له ځان سره درلودلې. لومړی، دا چې په سیاسي ډګر کې یې د ښځو د غړیتوب وړتیا وښوده، لکه څرنګه چې دا څرګنده هم شوه، دویم، دا چې دې مفهوم د ښځو د رایې حق منل کېدو ته نور هم نږدې کړ.

د پرایم روز لیګ[سمول]

د ټولنیزو پیښو له لارې محافظه کاره ارزښتونو ته وده ورکول او د ټولنې ملاتړ لپاره د پرایم روز لیګ ( ۱۸۸۳- ۲۰۰۴) رامنځته شو. لکه څرنګه چې ښځو هم کولای شول تر څو د یاد لیګ سره یوځای شي، نو د هرې طبقې ښځو ته دا زمینه برابره شوه تر څو له ځایي او ملي سیاسي شخصیتونو سره یو ځای شي. زیاتره کسانو بیا هم ډېر مهم رول لوبولو لکه ټاکنو ته د رایه ورکونکو راوستل. دغه کار له یو بل څخه بېلېدل هاخوا کړل او د ښځو په منځ کې یې د سیاسي پوهې ودې ته لمن ووهله. که څه هم یاد لیګ د خپلو اهدافو په څېر د ښځو د رایې ورکولوحق ته وده ورنه کړه.

د ښځو لیبرال ټولنې[سمول]

همدارنګه داسې شواهد شته چې د ښځو د رایې د حق د ودې ورکولو لپاره په اصلي او اساسي توګه ناسته تر سره شوه ( لومړۍ ناسته په کال ۱۸۸۱ په بریسټول کې)، WLAs   کله هم داسې کومه اجنډا نه درلوده. دوی له نارینه ډلو څخه په خپلواکه توګه فعالیت کاوه او هغه وخت په لوړه کچه فعال شول چې کله دوی د ښځو لیبرال فدراسیون تر کنټرول لاندې راغلل او له ټولو طبقاتو څخه یې وغوښتل تر څو د ښځو د رایو د حق په ملاتړ او د استبداد پر ضد ودرېږي. [۱۱]

په لیبرال ګوند کې چې له ۱۹۰۵ کال وروسته واکمن و د ښځو د رایې لپاره د پام وړ ملاتړ موجود و، مګر یو څو مشرانو په ځانګړي توګه ایچ. ایچ. اسکویت، په پارلمان کې ټولې هڅې بندې کړې.

د فشار ډلې[سمول]

یاده مبارزه پراخه شوه او په  ۱۸۷۰ یمه لسیزه کې په ملي خوځښت واوښته. په دې مرحله کې ټولو کمپاین کوونکو د رایې حق درلود، چې تر ۱۹۰۳ کال پورې یې د رایې حق نه درلود. په ټولو انتخاباتي  مبارزاتو کې یې  له اساسي قانون څخه استفاده وکړه. د ښځو د رایې ورکولو د حق د لومړۍ لایحې له ماتې وروسته و چې مانچسټر او لندن کمېټې د پراخه ملاتړ ترلاسه کولو لپاره سره یوځای شول. د دې لپاره اساسي لارښود په دې وخت کې د پارلمان د غړو لابي ګري وه تر څو د خصوصي غړو لوایح وړاندې کړي. په هر صورت داسې لوایح په ندرت سره توشېح کېږي او دا د رایو د تر لاسه کولو لپاره یوه غیر مؤثره چاره وه.

تر ۱۸۹۷ کال پورې یاد مبارزات په نسبي کچه غیر مؤثره پاتې شول. کمپاین کوونکي په عمده ډول د ټیټو طبقاتو څخه راغلي وو او یوازې په کوچنۍ پیمانه سره یوځای شوي وو. په کال ۱۸۹۷  کې د ښځو د رای ورکولو د حق غوښتنې د ملي اتحادیو ټولنه (NUWSS ) د میلیسنټ فاوسټ له لوري تأسیس شوه. دې ټولنې کوچنۍ ډلې له یو بل سره یو ځای کړې او د بیلابیلو لاروچارو په کارولو سره یې په نه ملاتړ کوونکو غړو په سوله ایزه توګه فشارونه راوستل.

ښځې په برجسته رولونو کې[سمول]

ایمین پنکوریست یو له هغو کلیدي شخصیتونو وه چې د ښځو د رایو ورکولو د حق غوښتنې غورځنګ کې یې د رسنیو خورا زیات پوښښ ترلاسه کړ. پنکوریسټ له خپلو دوو لورانو، کریستیبل او سیلویا سره د ښځو ټولنیزه او سیاسي ټولنه جوړه کړه، هغه موسسه چې د رایې د ورکولو د غوښتنې د ګټلو په برخه کې یې په مستقیم ډول سره کار کاوه. د هغې میړه، ریچارډ پینکورسټ هم ښځو ته د رایې ورکولو له  نظریاتو ملاتړ وکړ ځکه چې هغه په ​​۱۸۷۰ او ۱۸۸۲ کې د بریتانیا درایې ورکولو قانون د لومړۍ لایحې او د واده شوو ښځو د ملکیت د قانون لیکوال و. د هغې د میړه له مړینې وروسته، امیلین پریکړه وکړه چې د ښځو د رای ورکولو د غوښتنې د ډګر لومړۍ کرښې ته ولاړه شي. نوموړې  له خپلو دوو لورانو کریستیبل پنکوریست او سیلویا پنکوریست سره یو ځای د (NUWSS) د رایې ورکولو د حق غوښتلو د ملي ټولنې له اتحادیې  سره یو ځای شوه. له یاد سازمان سره د دې له تجربې سربېره، ایمیلین په ۱۸۸۹ کال کې د ښځو د حق امتیاز لیګ او په ۱۹۰۳ کې د ښځو ټولنیزه او سیاسي اتحادیه (WSPU) تاسیس کړه. د حکومت له خوا د نه فعالیت او غلطو وعدو څخه په کلونو ستړې وه، همدا و چېWSPU  د اورپکو دریځ غوره کړ، هغه  خورا اغیزناک و او وروسته بیا  په ټوله نړۍ کې د رایې ورکولو مبارزې ته ګډ شو، په ځانګړي توګه د الیس پاول له خوا په متحده ایالاتو کې. د ډېرو کلونو مبارزې او کړاوونو وروسته، ښځو په نهایت کې رایه ترلاسه کړه مګر ایمیلین له دې لږ څه وروسته مړه شوه.[۱۲][۱۳]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. See NUWSS.
  2. Harold L. Smith (12 May 2014). The British Women's Suffrage Campaign 1866–1928: Revised 2nd Edition. Routledge. د کتاب پاڼې 95. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-317-86225-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Martin Roberts (2001). Britain, 1846–1964: The Challenge of Change. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 1. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-913373-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Derek Heater (2006). Citizenship in Britain: A History. Edinburgh University Press. د کتاب پاڼې 107. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780748626724. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Heater (2006). Citizenship in Britain: A History. د کتاب پاڼې 136. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780748626724. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Women's rights". The National Archives. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Which Act Gave Women the Right to Vote in Britain?". Synonym. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Female Suffrage before 1918", The History of the Parliamentary Franchise, House of Commons Library, 1 March 2013, د کتاب پاڼي 37–9, د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مارچ ۲۰۱۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. The First Report of the Commissioners for Church Temporalities in Wales (1914–16) Cd 8166, p 5; Second Report of the Commissioners for Church Temporalities in Wales (1917–18) Cd 8472 viii 93, p 4.
  10. Roberts, Nicholas (2011). "The historical background to the Marriage (Wales) Act 2010". Ecclesiastical Law Journal. 13 (1): 39–56, fn 98. doi:10.1017/S0956618X10000785. S2CID 144909754. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Martin Roberts (2001). Britain, 1846–1964: The Challenge of Change. Oxford UP. د کتاب پاڼې 8. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199133734. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Marina Warner, "The Agitator: Emmeline Pankhurst", Time 100,Time Magazine.
  13. Atkinson, Diane (1992). The Purple, White and Green: Suffragettes in London, 1906-14. London, England, UK: Museum of London. د کتاب پاڼې 7. OCLC 28710360. د کتاب نړيواله کره شمېره 0904818535. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)