په انسانانو کې د تذکیر آله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د تذکیر آله (قضیب) د نارینه‌وو بهرنی «دخولي غړی» دی، چې پر تناسلي غړي سربېره، د ادرارو د مجرا په توګه هم عمل کوي. اصلي برخې یې عبارت دي له: ريښه (ولۍ)؛ تنه (پږی)؛ او د تذکیر آلې بشروي نسجونه چې په هغو کې د لولې (میلې) پوستکی او د حشفې پوښوونکی د ختنې برخې پوستکی (چمبېړه) شامل دي. د تذکیر آلې پږی له درې ډوله نسجي ستونونو څخه جوړ شوی دی: دوه کورپوس کاورنوزومونه (Corpus cavernosum) په شاتنۍ برخه کې او کورپوس سپونګیوسوم یا سفنجي جسم (Corpus spongiosum) په بطني اړخ کې. د قضیب بولي مجرا له پروستات غُدې څخه تېرېږي، چېرې چې د انزال له مجرا (د مني مجرا) سره یوځای کېږي او وروسته د قضیب له لارې غځېږي. بولي مجرا له کورپوس سپونګیوسوم څخه تېرېږي او پای یې (meatus) د حشفې په څوکه کې واقع شوی دی. د انسان تذکیر آله هم د ادرارو او هم د مني انزال لپاره د یوې مجرا په توګه عمل کوي.

د نارینه‌وو آله له همهغه جنیني نسج څخه وده کوي چې په ښځینه‌وو کې د کلیتوریس په توګه څرګندېږي. په تذکیر آلې کې شاوخوا پوستکي او بولي مجرا او د ښځینه‌وو په تناسلي غړي کې کوچنۍ غاړه ورته جنیني منشا لري. نعوظ حالت د نارینه‌وو د تناسلي آلې شخېدونکي انبساط او د جهت عمودي بدلون ته ویل کېږي، چې د جنسي تحریک پر مهال پېښېږي. نعوظ په غیرجنسي حالتونو کې پېښېدلای شي؛ بې‌اختیاره غیرجنسي نعوظ حالتونه ډېري وخت په زلمیتوب کې د خوب پر مهال رامنځ‌ته کېږي. په عادي (شل) حالت کې، د تناسلي آلې اندازه کوچنۍ ده، فشار واردوي او حشفه د چمبېړې په واسطه پټېږي. په بشپړ نعوظ حالت کې، پږی (تنه) کلکېږي او حشفه راپړسېږي خو نه‌کلکېږي. د نعوظ پر مهال تناسلي غړی کېدای شي مستقیم یا منحني حالت ولري، کېدای شي پورته خوا ته یا لاندې خوا ته په یوې زاویې درېدلی وي او یا هم مخامخ مستقیم حالت ولري. په ۲۰۱۵ز کې، د تناسلي آلې منځنی اوږدوالی په نعوظ حالت کې 13.12cm (یا 5.17in) او محیط یې 11.66cm (یا 4.59in) ؤ. نه عمر او نه هم د تناسلي آلې شل حالت په دقیقه توګه د نعوظ حالت اوږدوالی ټاکلای شي.[۱][۲][۳][۴]

د تناسلي آلې په تړاو تر ټولو معمولې بڼې، سنت (ختنه) کول او د آلې سوري کول دي. سنت کول، د بېلابېلو هڅوبي، مذهبي او (په ندرت سره) طبي دلایلو له‌امله د حشفې پوستکي لېرې کول دي او د دغه عمل په تړاو لانجمن بحثونه شتون لري. دم‌مهال ساینس‌پوهان په‌دې هڅه کې دي ترڅو د نارینه‌وو تناسلي غړي جوړښتونه په بشپړه یا برخیزه توګه له سره جوړ کړي. هغه ناروغان چې له دغې برخې څخه پوره ګټه ترلاسه کوي، هغه وګړي دي چې مورزادي نیمګړتیاوې، سرطان او داسې ژوبل شوي دي چې چې د تناسلي آلې یوه برخه یا ټوله آله یې پرې شوې ده او یا هغه نارینه چې غواړي د تناسلي غړي غیرارادي موډیفکشنونو بڼې بېرته راوګرځوي.

اناټومي[سمول]

برخې[سمول]

  • د تذکیر آلې ریښه (ولۍ): یوه نښتې برخه ده چې په منځنۍ برخه کې د قضیب له پیاز (غوټې) او د پياز پر یوه اړخ باندې د قضیب له ساقې څخه جوړه شوې ده. دغه برخه د عجان پر یوې سطحي کڅوړې باندې پرته ده. د قضیب ساقه د عانې له قوس سره نښتی دی.
  • د تذکیر آلې پږی (تنه): دا د قضیب ځوړنده برخه ده. دوه سطحې لري: شاتنۍ (د نعوظ پر مهال د قضیب لاندېنۍ برخه) او بطني یا بولي مجرا (د قضیب په شل حالت کې مخ‌ښکته او مخ‌شاته). بطني سطحه د قضیب ګونځو په واسطه ټاکل کېږي. د قضیب پږی د معلقې پلې (رباط) له‌خوا پیاوړی کېږي، چې د عانې له سمفیز (التصاق) سره نښتی دی.[۵]
  • د تذکیر آلې بشروي نسجونه (Epithelium): دغه برخه د میلې او حشفې له پوستکو او هغه مخاطي پوستکي څخه جوړه شوې ده چې د چمبېړې دننه واقع شوی او د قضیب حشفه پوښوي. بشروي نسجونه د میلې له لاندېنۍ برخې سره نښتي نه‌دي، نو له‌دې امله ازاد دي ترڅو دا خوا ها خوا حرکت وکړي.[۶]

جوړښت[سمول]

د تذکیر آله له درې ډوله نسجي ستونونو څخه جوړ شوی دی: دوه کورپوس کاورنوزومونه (Corpus cavernosum) په شاتنۍ برخه کې او کورپوس سپونګیوسوم یا سفنجي جسم (Corpus spongiosum)، چې په بطني اړخ کې د هغو ترمنځ پروت دی. کورپوس کاورنوزوم د قضیب ډېري برخې جوړوې او د وینې رګونه لري چې د نعوظ حالت لپاره مرستندویه واقع کېږي. د قضیب ساقه، کورپوس کاورنوزوم ته نږدې برخه ده. سفنجي تنه یو نعوظي نسج دی چې بولي مجرا یې احاطه کړې ده. د سفنجي تنې نږدې برخې د قضیب پیاز (غوټه) او لېرې څوکې د قضیب حشفه جوړوي.[۷][۸][۹][۱۰]

اندازه[سمول]

د تذکیر آلې اړوند اندازې بېلابېل قیمتونه ښیي؛ د هغو انداز کولو پر بنسټ مطالعات، چې په شخصي توګه د نارینه‌وو له‌خوا ترسره شوې دي، ښیي چې د قضیب منځنۍ اندازه له هغې اندازې څخه ډېره زیاته ده چې د روغتیا متخصص له‌خوا اخېستل شوې ده. په ۲۰۱۵ز کې د یوې سیسټماتیکې کتنې له‌لارې، چې په هغې کې د ۱۵،۵۲۱ نارینه‌وو تناسلي غړي د روغتیا متخصصانو له‌خوا اندازه شوي وو، وښودل شوه چې د انسان د قضیب منځنۍ اوږدوالی په نعوظ حالت کې 13.12cm (یا 5.17in) او منځنی محیط یې 11.66cm (یا 4.59in) دی.[۱۱][۱۲]

د ټولو پرایمېټ تي‌لرونکو له جملې څخه، د محیط له‌پلوه د انسان تذکیر آله تر ټولو لویه ده، خو د اوږدوالي له‌پلوه د چیمپانزي او نورو پرایمېټ تي‌لرونکو له تذکیر آلې سره د پرتلې وړ ده. جنتیک د تناسلي آلې پر اندازې باندې اغېزه پرېږدي، خو کېدای شي د اولاد راوړلو درملو او کېمیاوي موادو/ککړتیا په څېر چاپېریالي لاملونو له‌خوا هم اغېزمن شي. په رسمي توګه د انسان تر ټولو اوږد ثبت شوی قضیب، د ډاکتر رابرټ لاتو دیکنسون له‌خوا وموندل شو، چې اوږدوالی یې 34.3cm (یا 13.5in) او محیط یې 15.9cm (یا 6.26in) ته رسېده.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

فزیولوجیکي کارکړنې[سمول]

ادرار کول[سمول]

په نارینه‌وو کې له بدن څخه ادرار د تذکیر آلې له‌لارې دفع کېږي. بولي مجرا مثانه د پروستات غُدې له‌لارې تشوي، چېرې چې د مني مجرا ورسره یوځای کېږي او وروسته د قضیب څوکې په لور غځېږي. د قضیب په ریښه یا ولۍ (د سفنجي پږي نږدې څوکه) کې بهرنۍ عضلاتي کړۍ (sphincter) واقع شوې ده. دا د مخطط عضلاتي نسج کوچنۍ کړۍ ده او په روغ او تکړه نارینه کې د بشپړ کنټرول او اختیار لاندې ده. د بولي مجرا عضلاتي کړۍ د دمه کېدو له‌امله، ادرار د بولي مجرا په پورتنۍ برخه کې په سمه توګه قضیب ته دننه او په پایله کې مثانه تشېږي.

له فزیولوجیکي پلوه، د ادرارو په تشولو کې د اعصابو درېیو «مرکزي»، «غیرارادي» او «محیطي» سیسټمونو ترمنځ همغږي رامنځ‌ته کېږي. په ماشومانو، ځینو ډېر عمر لرونکو وګړو او عصبي ناروغانو کې، کېدای شي د ادرارو کولو بهیر په غیرارادي توګه پېښ شي. د ادرارو تشولو پر مهال، «د بولو تشونې پونتین مرکز»، «د مجرا پر چاپېره خړه ماده» او «د ماغزو قشر» د ماغزو تنظیموونکي مرکزونه دي. د نعوظ پر مهال، دغه مرکزونه د عضلاتي کړیو د دمه کېدنې بهیر دروي، داسې چې د تناسلي آلې د تخلیې او تکثري کارکړنو ترمنځ فزیولوجیکي جلاوالی رامنځ‌ته کېږي او د انزال پر مهال بولي مجرا پورتنۍ برخې ته د ادرارو د ننوتنې مخنیوۍ کېږي.[۱۸][۱۹]

سرچينې[سمول]

  1. Keith L. Moore, T. V. N. Persaud, Mark G. Torchia, The Developing Human: Clinically Oriented Embryology 10th Ed. Elsevier Health Sciences, 2015 کينډۍ:ISBN, pp 267-69
  2. Richard E. Jones; Kristin H. Lopez (28 September 2013). Human Reproductive Biology. Academic Press. د کتاب پاڼې 352. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-12-382185-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Is Your Penis Normal? There's a Chart for That - RealClearScience". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Veale, D.; Miles, S.; Bramley, S.; Muir, G.; Hodsoll, J. (2015). "Am I normal? A systematic review and construction of nomograms for flaccid and erect penis length and circumference in up to 15 521 men". BJU International. 115 (6): 978–986. doi:10.1111/bju.13010. PMID 25487360. S2CID 36836535. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Richard L. Drake; A. Wayne Voglz; Adam W. M. Mitchell (8 March 2019). Gray's anatomy for students fourth edition. Elsevier. د کتاب پاڼې 461,501,502. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0323393041. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Video of gliding action". Circumstitions. د لاسرسي‌نېټه July 17, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Bannister LH, Dyson M. Reproductive system. In: Williams PL, ed. Gray's Anatomy. London: Churchill Livingstone; 1995:1857. OCLC 45217979. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "corpus cavernosum". U.S.gov. Feb 2011. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Richard L. Drake; A. Wayne Voglz; Adam W. M. Mitchell (8 March 2019). Gray's anatomy for students fourth edition. Elsevier. د کتاب پاڼې 461,501,502. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0323393041. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Hsu GL, Brock G, von Heyden B, Nunes L, Lue TF, Tanagho EA (May 1994). "The distribution of elastic fibrous elements within the human penis". British Journal of Urology. 73 (5): 566–571. doi:10.1111/j.1464-410X.1994.tb07645.x. PMID 8012781. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Is Your Penis Normal? There's a Chart for That - RealClearScience". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Veale, D.; Miles, S.; Bramley, S.; Muir, G.; Hodsoll, J. (2015). "Am I normal? A systematic review and construction of nomograms for flaccid and erect penis length and circumference in up to 15 521 men". BJU International. 115 (6): 978–986. doi:10.1111/bju.13010. PMID 25487360. S2CID 36836535. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Dixson, A. F. (2009). Sexual selection and the origins of human mating systems. Oxford University Press. د کتاب پاڼي 61–65. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780191569739. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. . DES Update: Consumers.
  15. Swan SH, Main KM, Liu F, et al. (August 2005). "Decrease in anogenital distance among male infants with prenatal phthalate exposure". Environmental Health Perspectives. 113 (8): 1056–61. doi:10.1289/ehp.8100. PMC 1280349. PMID 16079079. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Montague, Peter. "PCBs Diminish Penis Size". Rachel's Hazardous Waste News. 372. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ مارچ ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  17. "Hormone Hell". DISCOVER. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اپرېل ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Sie JA, Blok BF, de Weerd H, Holstege G (2001). "Ultrastructural evidence for direct projections from the pontine micturition center to glycine-immunoreactive neurons in the sacral dorsal gray commissure in the cat". J. Comp. Neurol. 429 (4): 631–7. doi:10.1002/1096-9861(20010122)429:4<631::AID-CNE9>3.0.CO;2-M. PMID 11135240. S2CID 7570375. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Schirren, C.; Rehacek, M.; Cooman, S. de; Widmann, H.-U. (24 April 2009). "Die retrograde Ejakulation". Andrologia. 5 (1): 7–14. doi:10.1111/j.1439-0272.1973.tb00878.x. S2CID 83926005. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)