په انسانانو کې جنسي ټاکنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په انسانانو کې جنسي ټاکنه، د جنسي ټاکنې په هغه مفهوم پورې اړه لري چې د چارلس ډاروین له خوا د طبیعي ټاکنې د نظریې د عنصر په توګه پېژندل شوې ده، لکه څرنګه چې انسانان اغېزمنوي. جنسي ټاکنه یوه داسې بیولوژیکي لاره ده چې یو جنس د غوره زېږون د بریالیتوب لپاره یو ملګری غوره کوي. ډېری د ورته جنس له نورو سره د غوره ملګري لپاره سیالي کوي، څو د راتلونکي نسلونو لپاره خپل جینوم سره ګډ کړي. نوموړی  عمل، د موږ تکامل ته د ډېرو کلونو لپاره بڼه ورکړې ده، خو د هغو لاملونو په اړه چې ولې انسانان خپل ملګري غوره کوي، ډېر لږ معلومات شته دی. د انسانانو په پرتله په ناانساني ژوو کې جنسي ټاکنه ډېر توپیر لري، ځکه چې دوی د تکثیر په موخه ډېر تکاملي فشار احساسوي او کولای شي، په اسانۍ سره یو ملګری رد کړي. د انسان په تکامل کې د جنسي ټاکنې رول په خوندي ډول نه دی رامنځته شوی، که څه هم نیوټیني یادونه کړې چې دا د انسان د جنسي ټاکنې له امله ده. دا وړاندیز شوی چې، جنسي ټاکنه له اناتومي پلوه د عصري انسان د دماغو په تکامل کې رول لوبولی دی؛ یعنې د ټولنیزې ځیرکتیا مسؤل جوړښتونه د مثبتې ټاکنې لاندې د مینې څرګندولو کې د کارولو نه د ځان د پایښت لپاره د جنسي تزئین په توګه ځای نیولی دی او دا په داسې طریقو سره رامنځته شوی دی چې د رونالډ فیشر د کب نیوونکو د تېښتې په ماډل کې بیان شوې دي. فشر یادونه کړې ده چې، د جنسي ټاکنې پراختیا په انسانانو کې "ډېره ګټوره" وه.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

عمومي فرضیه[سمول]

د انسان د دماغو د تکامل په اړه ځینې فرضیې استدلال کوي چې دا له جنسي پلوه ټاکل شوې ځانګړتیا ده، ځکه چې دا به د څارنې د لوړو لګښتونو (د انسان له خوا مصرف شوې له پنځمې تر څلورمې برخې انرژي او اکسیجن) په پرتله په خپل ځان کې کافي تناسب نه رامنځته کوي. د انسان د دماغ د تکاملي پرمختګ په اړه اوسنۍ اجماع جنسي ټاکنې د احتمالي مرسته کوونکي فکتور په توګه مني، خو له دې څخه ملاتړ کوي چې د انسان هوښیارتیا او د کتلوري پوهې د زیرمه کولو او شریکولو وړتیا به، په احتمالي ډول د پایښت لوړ ارزښت هم ولري.[۱۱][۱۲]

د انسان په تکامل کې د جنسي ټاکنې رول په دقیق ډول نه شي ټاکل کېدلای، ځکه چې ځانګړنې ښایي د سیالي کوونکو انتخابي فشارونو ترمنځ د تعادل له امله وي، په ځینو کې جنسي ټاکنه شامله وي او په نورو کې طبیعي ټاکنه او پلیوټراپي شامل وي. ریچرډ ډاکنز استدلال وکړ چې:

"کله چې تاسو د یوه ژوي ځانګړتیا وګورئ او پوښتنه وکړئ چې د ډاروین د پایښت ارزښت څه دی، تاسو ښایي غلطه پوښتنه کوئ. دا کېدلای شي، هغه ځانګړتیا چې تاسو غوره کړې، هغه نه وي چې مهمه ده. دا ښایي "د سوارۍ لپاره راشئ"، په تکامل کې د ځینو نوروهغو ځانګړتیاوو له مخې راښکېل شوې وي، چې له هغه سره په پلیوټراپي توګه تړاو ولري."[۱۳]

د ډاروین د جنسي ټاکنې فرضیه[سمول]

چارلس ډاروین جنسي ټاکنه داسې تشرېح کړې ده چې دا "په هغې ګټې پورې اړه لري چې ځینې اشخاص یې په ځانګړي ډول  د تکثیر په اړه د ورته او مشابه جنس او ډولونو په پرتله لري." ډاروین یادونه وکړه چې جنسي ټاکنه دوه ډوله ده او دې پایلې ته ورسېد چې دواړه ډولونه په انسانانو کې ترسره شوي دي: "جنسي مبارزه په دوه ډوله ده: په یوه کې دا د ورته جنس د افرادو ترمنځ، په عمومي توګه د نارینه جنس ترمنځ ده، څو خپل سیالان له منځه یوسي یا یې ووژني، مېرمنې غیرفعال واوسي؛ په داسې حال کې چې په نورو کې مبارزه، د ورته جنس د اشخاصو ترمنځ هم ترسره کېږي، څو د مخالف جنس هغه، په عمومي توګه ښځینه وهڅوي یا یې خوشحاله کړي چې نور غیرفعال نه وي، خو ډېر موافق ملګري غوره کوي."[۱۴][۱۵][۱۶]

چارلس ډاروین داسې انګېرله چې، د نارینه ږیره او همدارنګه نږدې د نورو ټولو تي لرونکو ژوو په پرتله، د انسانانو پکوالی د جنسي ټاکنې پایله ده. هغه داسې استدلال وکړ: دا چې د ښځو بدن نږدې هېڅ ویښتان نه لري، د ویښتو له لاسه ورکول د تاریخ په هغو پخوانيو وختونو کې د ښځو د جنسي ټاکنې له امله وو. کله چې نارینه وو زیات ټاکنیز ځواک درلود، خو دې بیا هم د جنسونو ترمنځ د جنیټیکي اړیکو له امله پر نارینه وو اغېز وکړ. هغه فرض کړه چې ، په جنسي ټاکنه کې هغه تضادونه چې له طبیعي ټاکنې سره یوځای عمل کوي، د ځینو ګوښه شوو ډلو د انساني ظهور په جغرافیایي توپیر کې مهم عوامل دي، ځکه چې هغه په دې باور نه و چې طبیعي ټاکنې په یوازیتوب سره یو قانع کوونکی ځواب وړاندې کوي. که څه هم صریح او روښانه نه ده، خو د هغه څارنې پردې بنسټ چې په خویسي( د سهیلي افریقا یو قوم دی) ښځو کې "چې د بدن شاتنۍ برخه په زړه پورې بڼه د باندې وهي" (د سټیټوپیګیا په نوم پېژندل کېږي) د دې ځانګړتیا لپاره جنسي ټاکنې ته اشاره کوي. د انسان اصل او د جنسیت اړوند ټاکنه کتابونو کې ډاروین ډېری داسې فزیکي ځانګړتیاوې چې ، په ټوله نړۍ کې توپیر لري، د پایښت لپاره دومره بې ارزښته ګڼلي دي چې دې پایلې ته ورسېد چې د جنسي ټاکنې په اړه ځیني معلومات د هغوی د شتوالي لپاره لازم دي. هغه یادونه وکړه چې د نړۍ د بېلابېلو خلکو ترمنځ په دغو ځانګړتیاوو کې بدلون په دې معنا ده چې، د انسان د ملګري ټاکلو معیار هم باید په بشپړ ډول توپیر ولري، که چېرته تمرکز یې سره ورته و او هغه په خپله هم د هغه راپورونو د استناد په اړه شک درلود، چې څرګندول یې چې د ښکلا نظریات په حقیقت کې په ټوله نړۍ کې په دا ډول توپیر نه درلود.[۱۷][۱۸][۱۹]

جنسي ډای مورفیزم[سمول]

د بلوغت پر مهال د انسان د دماغو په جوړښت باندې اغېزې مستقیم د هورمونونو بدلونونو سره تړاو لري. د هورمونونو اغېزې مطالعه شوې او د جنسي کروموزوم جین مستقیم عملونو په اړه ډېره پوهه شته دی. په لویدیځه ټولنه کې د بیولوژیکي بلوغت او ټولنیز بلوغ عمر ترمنځ نه سمون، له ماشومانو څخه د روان پېژندنې تمه لري. په بلوغت سره، نارینه په عمومي توګه د ښځو په پرتله ډېر ویښتان لري او ډاروین په دې نظر و چې، د ویښتو نشتوالی له جنسي ټاکنې سره تړاو لري. که څه هم د انسان د ویښتو د نشتوالي د وضاحت لپاره ډېری نورې څرګندونې هم وړاندې شوې دي، له هغوی څخه تر ټولو مهم هغه یې خولې ته د زمینې برابرولو په موخه د بدن د ویښتانو له منځه تلل دي. دا مفکوره د فوټو پروتکشن زیاتوالي لپاره د وړاندیز شوي اړتیا سره نږدې تړاو لري او د رنګ لرونکو ځانګړتیاوو د تکامل لپاره د خورا عامو منل شوو ساینسي څرګندونو یوه برخه ده.[۲۰][۲۱][۲۲]

دا په ګوته کول چې یوه ځانګړتیا د جنسي ټاکنې لاندې ځای لري، د ارتباطي مېتودونو له لارې یې ثابتول ستونزمن کېدلای شي، ځکه چې کرکټرونه ښایي د بېلابېلو ټاکنیزو فشارونو پایله وي. په ځینو کې جنسي ټاکنه شامله، ځیني نور یې طبیعي ټاکنه او ځینې یې ښایي ناڅاپي او د پلیوټراپي وي. د بېلګې په توګه: د یو مېړه درلودونکي لومړني ژوي داسې پېژندل کېږي چې معمولاً لږ جنسي ډای مورفیزم نندارې ته وړاندې کوي، لکه : په ځانګړي ډول نارینه یې اوږده غاښونه لري، که څه هم ځواکمن غټ غاښونه درلودونکي د ښکاري ژوو پر وړاندې خوندیتوب وړاندې کولای شي او ښایي د دغه لامل لپاره لوی وي، د دې لپاره چې د ښځو په وړاندې مقابله وګټي. په اندازه کې توپیر لرونکي نارینه او ښځینه کولای شي، په بېلابېلو غذایي سرچینو کې تخصص پیدا کړي او په بشپړ ډول له هغه څخه ګټه پورته کړي او په ورته وخت کې له یو او بل څخه مخنیوی وکړي. پردې سربېره، د ښکاري کوونکو ژوو په مخنیوي کې د بدن اندازه ګټور ثابتېدلای شي او ښایي د ملګري په خوندي ساتلو کې مرسته کوي. دا کار دې ته په پام سره چې د بدن په لویې اندازې سره د تي لرونکي ژوو اسکلیټ خورا پیاوړی کېږي (په نسبي ډول) پېچلی کېږي. د دې اخطارونو په پام کې نیولو سره، د جنسي ډای مورفیزم کچه په عمومي ډول د جنسي ټاکنې ښودونکی په پام کې نیول کېږي. څېړنو ښودلې ده چې، لومړني انسانان خورا ډای مورفیک وو او دا تمایل د انسان د تکامل په اوږدو کې لږ شوی دی او وړاندیز کوي چې، انسانان ډېر مونوګاموس شوي دي. برعکس، هغه ګوریلا بېزوګانې چې په حرم سرایونو کې ژوند کوي، له ځان څخه ډېر پیاوړی ډای مورفیزم څرګندوي (هومینیني وګورئ.). [۲۳][۲۴]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. (په 29 January 2014 باندې). Large testicles are linked to infidelity. Phys.org.
  2. Miller G. (2000). The mating mind: how sexual choice shaped the evolution of human nature, London, Heineman, کينډۍ:ISBN (also Doubleday, کينډۍ:ISBN).
  3. Neoteny and Two-Way Sexual Selection in Human Evolution: A Paleo-Anthropological Speculation on the Origins of Secondary-Sexual Traits, Male Nurturing and the Child as a Sexual Image
  4. Sexual Selection and the Mind
  5. Fisher, R.A. (1930) The Genetical Theory of Natural Selection. کينډۍ:ISBN
  6. Edwards, A.W.F. (2000) Perspectives: Anecdotal, Historial and Critical Commentaries on Genetics. The Genetics Society of America (154) 1419:1426
  7. Andersson, M. (1994) Sexual selection. کينډۍ:ISBN
  8. Andersson, M. and Simmons, L.W. (2006) Sexual selection and mate choice. Trends, Ecology and Evolution (21) 296:302
  9. Gayon, J. (2010) Sexual selection: Another Darwinian process. Comptes Rendus Biologies (333) 134:144
  10. Fisher, R. A. (1915). "The evolution of sexual preference". Eugenics Review. 7 (3): 184–92. PMC 2987134. PMID 21259607. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Schillaci, M. A. (2006). "Sexual selection and the evolution of brain size in primates". PLOS ONE. 1 (1): e62. Bibcode:2006PLoSO...1...62S. doi:10.1371/journal.pone.0000062. PMC 1762360. PMID 17183693. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) کينډۍ:Open access
  12. McElreath, Richard (May 2018). "Sizing up human brain evolution". Nature. 557 (7706): 496–497. Bibcode:2018Natur.557..496M. doi:10.1038/d41586-018-05197-8. PMID 29789743. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Richard Dawkins (2009). The Greatest Show on Earth: The Evidence for Evolution. Simon and Schuster. د کتاب پاڼې 67. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4165-9778-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Darwin, Charles (1871). The Descent of Man and Selection in Relation to Sex. 1 (الطبعة 1st). London: John Murray. د کتاب پاڼې 256. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Darwin, Charles (1871). The Descent of Man and Selection in Relation to Sex. 2 (الطبعة 1st). London: John Murray. د کتاب پاڼې 402. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Darwin, Charles (1871). The Descent of Man and Selection in Relation to Sex. 1 (الطبعة 1st). London: John Murray. د کتاب پاڼې 398. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Charles Darwin (1882). The Descent of Man and Selection in Relation to Sex. London: John Murray. د کتاب پاڼې 578. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Charles Darwin (1882). The Descent of Man, and Selection in Relation to Sex. AMS Press. د کتاب پاڼي 605. The races of man differ from each other, and from their nearest allies, in certain characters which are of no service to them in their daily habits of life, and which it is extremely probable would have been modified through sexual selection الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Darwin, C. (1936) [1888]. The Descent of Man and Selection in Relation to Sex. reprint of 2nd ed., The Modern Library, New York: Random House.
  20. Gluckman, P. D.; Hanson, M. A. (25 July 2006). "Changing times: The evolution of puberty". Molecular and Cellular Endocrinology. 254–255: 26–31. doi:10.1016/j.mce.2006.04.005. PMID 16713071. S2CID 8724902. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Jablonski, N. G. (2006). Skin: a natural history. Berkeley, CA: University of California Press. p. PP13.
  22. Jablonski, N. G.; Chaplin, G. (2010). "Human skin pigmentation as an adaptation to UV radiation". Proceedings of the National Academy of Sciences. 107 (Suppl 2): 8962–8968. Bibcode:2010PNAS..107.8962J. doi:10.1073/pnas.0914628107. PMC 3024016. PMID 20445093. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Evolution and Human Behavior: Darwinian Perspectives on Human Nature, by John Cartwright.
  24. Principles of Human Evolution, by Roger Lewin, Robert Foley.