په امریکا کې پرمختګپالنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په امریکا کې پرمختګپالنه یوه سیاسي فلسفه او د سمون خوزښت دی چې د شلمې پیړۍ  په لومړیو کې اوج ته ورسید. د منځنۍ طبقې خلک اوهغوی چې طبیعتا سمون غوښتونکي وه د غبرګون په توګه د هغو بدلونونو په وړاندې ودریدل چې له عصري کولو را ولاړ شوی وه لکه د سترو کارپورېشنونو وده، ککړتیا او په امریکایي سیاست کې درغلي.  

تاریخ لیکونکی الونزو هامبي Alonzo Hamby شرحه ورکوي چې امریکایي پرمختګپالنه یوه سیاسي خوزښت دی چې هغه مفکورې، انګیزې او مسایل تر پوښښ لاندې نیسي چې د امریکایي ټولنې له عصري کولو نشأت کوي. د نولسمې پیړۍ په پای کې له برسیره کیدو سره پرمختګپالنې امریکایي سیاست ته ډیر رنګ وکړ.[۱]

په یویشتمه پیړۍ کې، دا اصطلاح ډیری وخت د ټولنیز عدالت او چاپیریال ساتنې پلويتوب دملاتړو د تشریح لپاره کارول کیده. په داسې حال کې چې عصري پرمختللی خوزښت د طبیعت له اړخه سیکولر بلل کیږي، خو په پرتله یې، د تاریخي پرمختللي خوزښت ریشې له مذهب څخه راوتلې او ځواک یې ورڅخه اخیست.  [۲][۳]

پرمختللي عصر[سمول]

تاریخ پوهان د پرمختللي عصرد د قیق مطرح کیدو په اړه بحث کوي، خو په ټوله کې هغوی د پرمختللي عصر د مطرح کیدو نیټه  له ۱۸۹۰ لسیزې د طلا د عصر د ډیرېدو په ځواب کې  تر دویمې نړۍ والې جګړې یا د ستر اقتصادي رکود تر پیل پورې بللې ده. د پرمختللي خوزښت مهم پرنسیبونو د یوې ټولنې د ټولو اړخونو بشپړوالي په اړتیا تمرکز کاوه. د ضایعاتو او ککړتیاو د له منځه وړلو لپاره تطهیر، د کارګرله امتیازاتو مترقي ملاتړ، د کارګرو ماشومانو لپاره په قوانینو کې سمون راوستل، د اقل حد اجورې په اړوند قانون جوړول، د کار محدوده اونۍ،  دعایداتو درجه بندي شوي مالیې او ښځو ته د رأیې ورکولو اجازه د دې خوزښت عمده عناصر و. آرتور اېس وینسینت  Arthur S. Linkاو وینسنت پي دي سانتیس Vincent P. De Santis دا بحث کوي چې ډیری پرمختللو د سیاست تصفیه غوښتله. د جیمی فرانکلن Jimmie Franklin د وینا له مخې د تطهیر معنی په سویل کې له تورپوستو د رأیې د حق اخیستل وه. [۴][۵][۶][۷]

د تاریخ پوه ویلیم لیوچنتربرګ William Leuchtenburg د وینا له مخې، "پرمختلونکو په هامیلتوني نظریې چې داسې مثبت او ملي حکومت غواړي چې د هیواد په دننه او بهر کې د ملت برخلیکونه رهبري کړي باور درلوده. هغوی د محافظه کارو قاضیانو په لاس د دقیق اساسي قانون جوړولو په وړاندې چې د ټولنیزو بدمرغیو په وړاندې د دولت د اقدام کولو او دلږ علاقې وړ هیوادونو ته د دیموکراسۍ د ګټو په رسولوکې د دولت ځواک محدوداوه کرکه درلوده. رښتینی دښمن د خاصې موخې لټه، د دولت حقونه او محدود حکومت و."  [۸]

د انتخاباتو تطهیر[سمول]

پرمختګپالونکو څو ځلي خبرداری ورکړ چې غیر قانوني رأیې ورکولو سیاسي سیستم ککړ کړی دی. هغوی د سترو ښارونو مشران د سالون له ساتونکو او د حوزو له کارکوونکو سره تشخیص کړي وه چې د مجرمینو په توګه یې د رأیو صدوقونه ډکول. د رأیو د تصفیې لپاره حل لاره تحریم ( د سالونونو  د تړلو طرحه)، د رأیې ورکوونکي  د راجستر شرایط ( د څو ځلې رأیې ورکولو د پاې ته رسولو طرحه)، او دسواد ټسټونه ( د نا لوستو رأیې ورکولو د کمولو طرحه) وبلل شوه.  [۹]

د پرمختګپالو په عصر کې ټولو سویلي ایالتونو داسې آلې وکارولې چې تورپوستې رأیه اچوونکي کې یې د رأیې له حق څخه محرومول. په معمول ډول، پرمختلليو عناصرو په نوموړو ایالتونو کې د رأیې د حق  له سلبولو ملاتړکاوه، او ډیری وخت به یې د مبارز تور کمر بند لرونکو سپین پوستو د محافظه کارۍ په وړاندې مبارزه کوله. یو ورکړل شوی دلیل دا و چې سپین پوستو په روتین ډول د تورپوستو رأیې پیرودلې ترڅو په ټاکنو کنترول ولري، همدارنګه له دې لارې د رأیې له ورکولو د تورپوستو محرومول د دې په پرتله چې یوه ځواکمن سپین پوستي پسې لاړ شي ډیر آسانه و.  [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

په شمالې ایالتونو کې، پرمختګپالونکو رابرت ام ما فولیت Robert M. La Follette  او ویلیم سامون یورین William Simon U'Ren بحث کاوه چې منځني وګړي باید د هغه په حکومت ډیر کنترول ولري.  د اوریګن Oregon  د سیستم ( یو سیستم ده چې خلکو ته ځواک ورکوي چې نوي قوانین وړاندیز او نوی اساسي قانون جوړ کړي) د " نوښت، ټولپوښتنې او احضارولو " برخي د ایداهو Idaho، واشنګتن اوویس کونسین Wisconsin په ګډون ډیرو ایالتونو ته ولیږدول شو. ډیرو پرمختګ پالونکي لکه جورج ام فوربس George M. Forbes دا هیله درلوده چې یوداسې حکومت په امریکا کې جوړ کړي چې د خلکو مستقیم غږ ته ځواب ویونکی وي هغه استدلال کوي:[۱۴]

موږ اوس په شدت سره د دموکراسۍ د سامان الاتو لکه لومړنۍ مستقیمې ټاکنې، نوښت، ټولپوښتنه، احضارول، لنډ مهاله رأیه او ددولتي کمیسیون په جوړولو اخته یو، خو له دې خپل جدیت سره،  نه ښکاري چې موږ به له دې خبر یو چې دا سامان الات به هیڅ اهمیت و نه لري مګر دا چې د هغو خلکو له خوا وکارول شي چې دورورۍ له حس نه ډک وي. د[ ټولنیزو مرکزونود خوزښتونو] مفکوره داده چې په هره ټولنه کې یوه مؤسسه جوړه شي چې د ګاونډیتوب، ناحیې، ولسوالۍ او په ټوله کې د ښار  له سوکالۍ سره مستقیمه او حیاتي اړیکه ولري.[۱۵]

فلیپ جې ایتینګتون Philip J. Ethington د مستقیمې دموکراسې له دې لوړنظرڅخه ملاتړ کوي اووایي “د مقدماتي مستقیمو ټاکنو، د امریکایي سناتورانو د مستقیمې ټاکنې ترڅنګ نوښتونه، ټولپوښتنې او احضارول د دوه ویشتمې پیړۍ په دوه لومړیو لسیزوکې د پرمختګپالو د نسل په لاس د مستقیمې دموکراسۍ مهمې لاس ته راوړنې وې. [۱۶] پرمختګپالو د ښځو له خوا د انتخاب د حق لپاره جګړه وکړه ترڅو د فرضي ښځینه لاپاکو رأیه ورکوونکو د کارولو له لارې ټاکنې پاکې شي. په سویل کې پرمختګپالو د ټاکنو په غرفو کې دتور پوستو رأیه ورکوونکو په وړاندې د فساد د له منځه وړلوملاتړ وکړ. تاریخپوه میکاییل پرمن Michael Perman وایې د دواړو ایالتونو تکزاس او جورجیا په ټاکنو کې د ټاکنې له حق څخه محرومول د یوې وسلې او د سمون لپاره د راټولونکې چیغې حیثیت درلوده. په ویرجینیا کې د ټاکنې له حق څخه محرومول د هغو نارینه وو له خوا پیل شو چې ځانونه یې سمون غوښتونکي حتی پرمختګپال بلل. [۱۷][۱۸]

په داسې حال کې چې د پرمختګپالنې د خوزښت وروستی اهمیت د نن ورځې په سیاست کې تر اوسه د بحث وړ ده نو الونزو ال هامبي Alonzo    L. Hamby پوښتنه کوي: هغه مهم موضوعات چې د پرمختګپالنې له ځوروونکي غږ څخه راپورته شول څه وه؟ دیموکراسی که مشرسالاري؟ ټولنیز عدالت که ټولنیز کنترول؟ وړوکي کار وبار که متمرکزه سرمایه داري؟  او د امریکا د بهرني سیاست اغیزه څه وه؟ ایا پرمختګپال نه مداخله کوونکي و که د مداخلي ملاتړي؟ ښکیلاک ګر و که د ملې ځانې عزیمت ملاتړي؟ هغوی نور څه وه؟ دهغوی انګیزه څه وه؟ معنوی تخېل پالنه؟ ګیچ کوونکی نسبیتي عمل پالنه؟ لاسبری پانګه ایزنظام؟ د حیرانتیا وړنه وه چې ځپل شوو پوهانو چیغه کړي " د جشنونو نمانځل نور بس کړئ". په ۱۹۷۰ ز کې پیتر فیلن اعلان وکړ چې د پرمختګپالنې اصطلاح بې معنی شوې ده. [۱۹]

ښاري مدیریت[سمول]

پرمختګپالانو په ټوله کې په ښار او ایالتي حکومت تمرکز درلوده او دا چې ښارونو په چټکۍ وده کوله نو د زبالوراټولولو اود خدماتو وړاندې کولو په غوره لارو په لټه کې شول. دا بدلونونه  د یوه لاجوړښتي سیستم لامل شو هغه ځواک چې د مقننه قوې په دننه کې متمرکز شوی وه اوس په محلې برخه کې متمرکز شو. په سیستم کې دا بدلونونه رامنځته شول تر څو قانونې بهیرونه، په بازار کې معاملات، د بیروکراسۍ اداره  او دموکراسې آسانه مدیریت کړي اودا موارد د ښاري مدیریت په طبقه بندۍ کې شامل کړي. د دې سیستم د واک لپاره هم یو بدلون رامنځ ته شو ځکه باورکیده چې هغه واک چې په ښه توګه نه تنظيمیده اوس مسلکي خلکو، ماهرینو او بیوروکراتانو ته د دې خدماتود وړاندې کولو لپاره ورکړل شو. دې بدلونونو د زاړه سیستم په پرتله چې لږ پرمختللی وه او کمزوري ډول جوړ شوی وه یو لا ټینګ ښاري مدیریت را منځ ته کړ.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

سرچينې[سمول]

  1. Alonzo L. Hamby, "Progressivism: A Century of Change and Rebirth", in Progressivism and the New Democracy, ed. Sidney M. Milkis and Jerome M. Mileur (University of Massachusetts Press, 1999), (p.?) 40 also notes that "a plethora of scholarship in the last half of the 1950s left the old consensus [about progressives] in shreds while producing a plethora of alternative views that defy rational synthesis."
  2. "Progressivism". The Columbia Encyclopedia (sixth (2001–2005)). 
  3. "Social Progressivism and Religion in America". Oxford Research Encyclopedia of Religion. (2017). DOI:10.1093/acrefore/9780199340378.013.462. ISBN 9780199340378. 
  4. Nugent, Walter (2010). Progressivism: A Very Short Introduction. Oxford: Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-531106-8. Progressivism emerged as a response to the excesses of the Gilded Age [...]. [Progressives] fought for کينډۍ:Sic compensation, child labor laws, minimum wage and maximum hours legislation; they enacted anti-trust laws, improved living conditions in urban slums, instituted the graduated income tax, won woman the right to vote, and laid the groundwork for Roosevelt's New Deal. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Link, Arthur S. (1954). Woodrow Wilson and the Progressive Era: 1913–1917.
  6. De Santis, Vincent P. (1999). The Shaping of Modern America, 1877–1920. p. 171. "[P]rogressives strove to purify politics".
  7. Franklin, J. (1 March 1999). "Blacks and the Progressive Movement: Emergence of a New Synthesis". OAH Magazine of History. 13 (3): 20–23. doi:10.1093/maghis/13.3.20. JSTOR 25163288. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Leuchtenburg, William (December 1952). "Progressivism and Imperialism: The Progressive Movement and American Foreign Policy, 1898–1916". The Mississippi Valley Historical Review. 39 (3): 483–485. doi:10.2307/1895006. JSTOR 1895006. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Alexander Keyssar (2009). The Right to Vote: The Contested History of Democracy in the United States. Basic Books, 2nd ed. د کتاب پاڼي 103–30. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780465010141. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Catherine Cocks; et al. (2009). Historical Dictionary of the Progressive Era. Scarecrow Press. د کتاب پاڼې 112. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780810862937. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. David W. Southern, The Progressive Era and Race: Reaction and Reform, 1900–1917 (2005)
  12. Michael Perman (2010). Pursuit of Unity: A Political History of the American South. Univ of North Carolina Press. د کتاب پاڼې 174. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780807899250. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Charles P. Henry (1999). Ralph Bunche: Model Negro Or American Other?. NYU Press. د کتاب پاڼي 96–98. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780814735824. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "4. Shall the People Rule?", La Follette campaign literature, Wisconsin Historical Society, La Follette has ever sought to give the people greater power over their affairs. He has favored and now favors the direct election of senators ... الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Quoted in Sidney M. Milkis and Jerome M. Mileur, "Progressivism and the New Democracy," (Amherst: University of Massachusetts Press, 1999) 19–20
  16. Philip J. Ethington, "The Metropolis and Multicultural Ethics: Direct Democracy versus Deliberative Democracy in the Progressive Era," in Progressivism and the New Democracy, ed. Sidney M. Milkis and Jerome M. Mileur (Amherst: Massachusetts University Press, 1999), 193
  17. Aileen S. Kraditor, The Ideas of the Woman Suffrage Movement (1965)
  18. Michael Perman.Struggle for Mastery: Disfranchisement in the South, 1888–1908. (University of North Carolina Press, 2001), pp. 63, 85, 177, 186–87; quotes on pp. 223, 298
  19. Quoted in Sidney M. Milkis and Jerome M. Mileur, "Progressivism and the New Democracy," (Amherst: University of Massachusetts Press, 1999) 42
  20. Joseph L. Tropea, "Rational Capitalism and Municipal Government: The Progressive Era." Social Science History (1989): 137–58
  21. Michael H. Ebner and Eugene M. Tobin, eds., The Age of Urban Reform, (1977)
  22. Bradley Robert Rice, Progressive cities: the commission government movement in America, 1901–1920 (1977)
  23. Martin J. Schiesl, The politics of efficiency: municipal reform in the Progressive Era 1880–1920 (1972)
  24. Kenneth Fox, Better city government: innovation in American urban politics, 1850–1937 (1977)