په امریکا کې نازیزم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په امریکا کې نازیزم له ۱۹۳۰ مې لسیزې راهیسې تر اوسه شته. په لومړنیو دغو ګروپونو کې غړیتوب د نازي آلمان سره د یو شمېر آلماني – امریکایانو او د لاتین امریکايي وګړو د هم فکر توب څرګندویي کوله، چې په اروپا کې یې د نیشنل سوسیالیزم فکر په منلو سره هغه په امریکا لویه وچه کې هم رامنځته کړ. د دواړو نړیوالو جګړو ترمنځ او د دویمې نړیوالې جګړې په پیل کې، امریکايي نازي ګوندونو د نازیانو اړوند تبلیغاتو، ورځپاڼو ته کلک پام او په هغو کې د نازیانو د فکر په ګټه مطالبو نشرولو او همدارنګه په غیر سیاسي سازمانونو کې د نفوذ په څېر فعالیتونه پیل کړل.

د دغه ګوندونو پر واړندې بېلابېل غبرګونونه و، له پراخ ملاتړ څخه تر ښکاره مقاومت، له دې ډلې په متحده ایالاتو کې د لومړني نازي ضد یهودي مقاومت جوړېدل، لکه له بشري حقونو څخه د دفاع په برخه کې د نازیانو ضد غیر فرقه یي ټولنه.[۱]

متحده ایالات[سمول]

د جګړې پر مهال دوره[سمول]

د ۱۹۳۳ ز کال د جنوري په ۳۰ مه آډولف هیټلر د آلمان لومړی وزیر شو. آلماني الاصله امریکایانو کلونه هڅه وکړه څو په متحده ایالاتو کې د نازیانو پلوي خوځښتونه رامنځته کړي، هغو تر ډېره مات صلیب او یونیفورم اغوست. دغو ډلو له نازي آلمان سره چندان اړیکه نه لرله او له بل پلوه د آلماني – امریکايي لویې ټولنې له خوا یې ملاتړ نه کېده. د ۱۹۳۳ ز کال په مۍ میاشت کې، هاینز اپانکنوبل د آلماني رهبر له مرستیال روډولف هس څخه په امریکا کې د نازي ګوند د رسمي څانګې د جوړولو اجازه ترلاسه کړه. دغه څانګه د نوي آلمان د ملګرو په توګه پېژندل کېده. نازي ګوند هغه د امریکا په متحده آیالاتو کې د آلماني کاریګرو د نیشنل سوسیالېست ګوند په توګه یادوه، په داسې حال کې چې دغه ګوند په شیکاګو کې پراخه حضور درلود، خو مرکزي دفتر یې په نیویارک ښار کې پاتې شو او په هغه ښار کې یې د آلمان له قونسل څخه ملاتړ ترلاسه کاوه. د سپانکنوبل بنسټ په ښکاره ډول د نازیانو پلوی و. غړو یې په نیویورکر استاتز-زیتونګ آلماني ورځپاڼه هجوم ور وړ او له هغې ورځپاڼې یې وغوښتل څو د نازیانو په همفکرۍ مقالې خپرې کړي. د سپانکنوبل مشري لنډ مهاله وه، ځکه نوموړی د ۱۹۳۳ ز کال په اکتوبر کې د بهرني جاسوس په توګه د نه ثبت له امله وویستل شو. یو شمېر امریکايي شرکتونو ورسره سوداګریزې اړیکې لرلې، چې آن د جګړې له اعلان وروسته یې هم دوام درلود.[۲][۳][۴]

دویمه نړیواله جګړه[سمول]

د نوي آلمان ملګري په ۱۹۳۰ مه لسیزه کې وپاشل شول. د آلماني امریکایانو ډله یا بانډ (German American Bund) د فریتز کوهن په مشرۍ په ۱۹۳۵ ز کال کې جوړ شو او تر ۱۹۱۴ کاله پورې یې په دویمه نړیواله جګړه کې د امریکا تر رسمي مداخلې پورې دوام وموند. د دغې ډلې موخه امریکا او متحد نیشنل سوسیالیست آلمان و. دغه ډلې کمونیزم خپله اصلي موخه وټاکله او د یهودي ضد لیدلوري یې څرګند کړل. د هیټلر له ځوانانو څخه په الهام، یادې ډلې د ځوانانو څانګه جوړه کړه، چې په کې غړو «آلماني ژبه زده کوله، سواستیکا ته یې د درناوي کولو لارې چارې زده کولې او  "Horst Wessel Lied" سندره او نورې نازي سندرې یې زده کړې». دغه ډلې د دوهمې نړیوالې جګړې پر مهال د هیټلر او د هغه د خوځښتونو توجیه کولو او ستایلو ته دوام ورکړ. په ۱۹۳۹ ز کال کې په پولنډ باندې د آلمان له برید وروسته، د دغې ډلې مشرانو یوه وینا خپره کړه او له امریکا یې وغوښتل چې په راتلونکو نښتو کې بې پلوه پاتې شي او د آلمان له جګړه ییزو هڅو یې همغږي وښوده. دغه ډلې استدلال کاوه، چې د آلمان له جګړه ییزو هڅو دغه ملاتړ، د متحده ایالاتو سره د بې وفايي په معنی ندی، ځکه آلماني الاصله امریکایان په دې کلک ولاړ دي چې «د غیر یهودي او مارکسیست آتئیست یهودي عناصرو څخه د پاکې امریکا لپاره به مبارزې ته دوام ورکړي».[۵]

د ګڼ شمېر داخلي او د مشرتابه ترمنځ له اختلافاتو وروسته د دغې ډلې اجرایوي کمېټې د پرل هاربر له بمبارد وروسته د ګوند د انحلال پرېکړه وکړه. د ۱۹۴۱ ز کال د ډسمبر په ۱۱ مه متحده ایالاتو په رسمي ډول له متحدینو ځواکونو سره د جګړې اعلان وکړ او د دغې ډلې مرکزي دفتر د مالیې وزارت د کارکوونکو تر برید لاندې راغی. دغو مامورینو ټول اسناد ضبط او د دغې ډلې ۷۶ تنه مشران یې ونیول.[۵]

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته[سمول]

د ځانګړو څېړنو دفتر اټکل وکړ، چې د نازي جګړو نږدې ۱۰ زره مجرمین د دویمې نړیوالې جګړې وروسته د اروپا له ختیځ څخه متحده ایالاتو ته ننوتلي.یو شمېر د پیپر کلیپ (Paperclip) عملیاتو په ترڅ کې، هغه پروژه چې د امریکا متحده ایالاتو ته یې آلماني پوهان راوړل ننوتلي و. ډېری نازي همکاران د بې ځایه شوو کسانو او له پناه غوښتونکو سره د ۱۹۴۸ او ۱۹۵۰ کلونو د مرستندویه قوانینو له مخې امریکا ته ننوتل. د دغو ګامونو ملاتړو یوازې په ډېره لږه کچه متحده ایالاتو ته د جنګي مجرمینو له ننوتو خبرتیا وښوده. د ملاتړو ډېره اندېښنه، د پېژندل شوو کمونېستانو د راتګ د ممنوعیت اړوند وه. د تمرکز دغه بدلون په احتمالي ډول له دویمې نړیوالې جګړې وروسته کلونو کې د سړې جګړې د فشار له امله و، هغه مهال چې متحده ایالاتو له نازیزم سره د مقابلې پر ځای د شوروي کمونېزم سره په مقابله تمرکز درلود.[۶]

د ۱۹۵۰ مې لسیزې په اوږدو کې، د کډوالۍ او تابعیت د خدمتونو له خوا د نازي جنګي مجرمینو اړوند څو څېړنې وشوې، خو د دغو څېړنو له مخې هېڅ رسمي محاکمه ترسره نه شوه. هولوکاست او په دغه هېواد کې د نازیانو د شریکانو د ژوند کولو د امکاناتو موضوعاتو ، په ۱۹۶۰ مه لسیزه کې د آډولف آیشمن له محاکمې، د شوروي د جنګي جنایاتو د محکمو پر مهال د جنګي مجرمینو تورونه او د چارلز آر آلن له خوا د خپرو شوو مقالو په ټولګې سره چې په متحده ایالاتو کې یې د نازي جنګي مجرمینو د ژوند کولو جزیات لرل ملي بحث ته لار ومونده. فدرال دولت په هېواد کې د نازي جنګي مجرمینو په کشف تمرکز پیل کړ. په ۱۹۷۰ مه لسیزه کې د هولوکاسټ او نازي جنګي مجرمینو اړوند عامه پوهاوی زیات شو، ډیری موارد خبر جوړونکي شول. د هرمین براونشتاینررایان دوسیه، چې د نازي جګړې لومړنی جنګي مجرم و چې له متحده ایالاتو مسترد شوه. په رسنیو کې یې په پراخ ډول انعکاس وکړ. دغه دوسیه د دې لامل شوه څو د کډوالۍ او تابعیت خدمات د نازیانو ډېری همکاران پیدا کړي. د ۱۹۷۰ مې لسیزې په پای کې INS په زرګونو دوسیې وڅېړلې او د متحده ایالاتو دولت د ځانګړو څېړنو دفتر جوړ کړ، چې په متحده ایالاتو کې نازي جنګي مجرمینو ته ځانګړی شوی و.[۶]

نوی نازیزم د یوې نظریې په توګه په دغه دوران کې ظهور وکړ او د نازي نظریې د بیا جوړېدو او اجرا په لټه کې و. نویو نازیانو هڅه وکړه څو د خپلې نظریې څخه په ګټنې نفرت ته وده ورکړي، د سپین پوستو برتري رامنځته، په نژادي او قومي لږکیو برید او فاشیست حکومت رامنځته کړي. نوی نازیزم یوه نړیواله ښکارنده ده، چې په ډېری هېوادونو او نړیوالو شبکو کې سازمان یافته استازولۍ لري. له نازي دوکتورینو څخه یې خپل عناصر اخیستي چې په کې افراطي نشنلېزم (ultranationalism)، نژاد پرستي (racism)، پردي غندل ([۱]xenophobia)، توانايي پالنه [۷](ableism)، همجنس ګرایان غندل (homophobia)، رومانېزم ضد (anti-Romanyism)، یهودیت ضد (antisemitism)، کمونیزم ضد (anti-communism) او د څلورم رایش جوړېدل ([۸][۹]creating a Fourth Reich) په کې شاملېږي. له هلوکاسټ څخه انکار په نوي نازي کړیو کې عام دی.[۱۰][۱۱][۱۲]

په متحده ایالاتو کې، د امریکا د نازي ګوند ورته د ملي یووالي او سپین پوستي آریايي مقاومت بنسټونه د شلمې پېړۍ په دویمه نیمايي کې جوړ شول. ملي یووالي بنسټ چې په ۱۹۷۰ مه لسیزه کې د ترنر د خاطراتو (The Turner Diaries) په نامه د کتاب لیکونکي د ویلیام لوتر پریس له خوا په ۱۹۷۰ مه لسیزه کې تاسیس شو، چې په ۱۹۹۰ مه لسیزه کې په متحده ایالاتو کې د نویو نازیانو یو له فعاله او لویو ډلو څخه و.[۱۳][۱۴]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Hawkins, Richard A. (2013), "The internal politics of the Non-Sectarian Anti-Nazi League to Champion Human Rights, 1933–1939", Management & Organizational History, 5 (2): 251–78, doi:10.1177/1744935910361642, S2CID 145170586]
  2. Diamond, Sander A. "The Years of Waiting: National Socialism in the United States, 1922–1933." American Jewish Historical Quarterly, vol. 59, no. 3, 1970, pp. 256–271. JSTOR, www.jstor.org/stable/23877858.
  3. Jim Bredemus. "American Bund – The Failure of American Nazism: The German-American Bund's Attempt to Create an American "Fifth Column"". TRACES.Retrieved May 2nd 2019.
  4. Kodak's Nazi Connections
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Bell, Leland V. "The Failure of Nazism in America: The German American Bund, 1936–1941." Political Science Quarterly, vol. 85, no. 4, 1970, pp. 585–599. JSTOR, www.jstor.org/stable/2147597
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Schiessl, Christoph. Alleged Nazi Collaborators in the United States after World War II. Lanham: Lexington Books, 2016.
  7. کينډۍ:Citar web
  8. Jacques R. Pauwels, The Myth of the Good War: America in the Second World War, Toronto, 2002, pp. 201-05.
  9. کينډۍ:Citar web
  10. Gay, Kathlyn (1997) Neo-Nazis: A Growing Threat. Enslow. p. 114. کينډۍ:Isbn. Quote: "Neo-Nazis ... use fear and violence in their efforts to destroy minorities. Their goal is to establish a "superior" society."
  11. Staff (ndg) "Ideologies: Neo Nazi" Southern Poverty Law Center. Quote: "While some neo-Nazi groups emphasize simple hatred, others are more focused on the revolutionary creation of a fascist political state." (emphasis added)
  12. "The Danish Center for Holocaust and Genocide Studies". 2007-11-09. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ نومبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Neo-Nazism". www.jewishvirtuallibrary.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "National Alliance". Southern Poverty Law Center (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۷ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)