په امریکا کې مېشتېدنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په امریکا کې مېشتېدنه له هغه وخت راهیسې پیل شوه، چې د پیلولیتیک دورې ښکاریان له شمالي اسیا نه د ماموته له سیمې نه د بیرینګیا د ځمکني پل له لارې شمالي امریکا ته ننوتل، یاد پل د شمال ختیځې سایبریا او لوېدیځې الاسکا ترمنځ پروت دی. دې خلکو د لارینټایډ یخبندانسویل ۱۴۰۰۰کاله مخکې کشف کړ او په ګړندۍ توګه په شمالي او سویلي امریکا کې خپاره شول. په امریکا کې تر ټولو لومړني خلک پیلیو-هنديان وو، چې شاوخوا لس زره کاله وړاندې هلته مېشت شوي وو.د امریکا بومي خلک د سایبریا له خلکو سره د ژبني فکتورونو، وینې ګروپ او جینیټیکي جوړښت له پلوه تړاو لري. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

په داسې حال کې، چې د امریکا د کډوالۍ په اړه عمومي توافق دا په ډاګه کوي، چې  په امریکا کې په لومړي ځل اسیایي خلک مېشت شوي، خود هغو خلکو چې امریکا ته کډوال شوي، د کډوالۍ نمونه، د کډوالۍ وخت او د هغوياصلي ځایونه ناڅرګند پاتې دي. دودیز اټکلونه دا ښیې چې: انسانان د ۱۵۰۰۰او ۲۰۰۰۰کلونو تر منځ شمالي امریکا ته رسېدلي دي.[۸][۹]

عنعنوي تیوري دا ده، چې لومړني کډوال هغه وخت، چې د سمندرکچه د کواټرنر یخ وهنې له امله ټیټه شوې وه، له یخه د پاکو دهلیزونو په اوږدو کې، چې د لارینټایډ او کورډیلران یخونو تر مینځ غځېدلي وو، دورک شوي پلیسټوسین میګافاونا رمو په تعقیب حرکت وکړ. بله وړاندیز شوې لاره دا ده، چې دوی به پلي یا د ابتدايي بېړیو په کارولو سره د ارام سمندر له ساحل نه سویلي امریکا ته تر چیلي پورې مهاجرت کړی وي. د وروستۍ یخ وهنې دورې په لړ کې د هر ډول لرغون پېژندنې شواهد ښیي چې، د سمندرد سطحې د لوړېدو(تر سل مترو پورې ) له امله به پوښل شوي وي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د «کلویس لومړۍ تیوري» د ۱۹۵۰لسیزې فرضیې ته،چې د کلویس کلتور اشاره کوي، داپه امریکا کې شاوخوا ۱۳۰۰۰کاله وړاندې د لومړنیو انسانانو شتون ښیي. احتمالي موندنې ښیي، چې امریکا ته د انسان راتګ له وروستۍ اعظمي یخ وهنې نه مخکې پیل شوی. په دې وروستیو کې، د۲۰۲۱ز کال په سپټمبر کې ساینسپوهانو د وایټ سینډز ملي پارک (د متحده ایالاتو په نیو مکسیکو ایالت) کې د انسان د پښو د نښو د کشف راپور ورکړ، چې له ۲۲۸۶۰ نه تر ۲۱۱۳۰کلونو پورې تاریخ لري، دغه کشف د وروستۍ اعظمي یخ وهنې پر مهال او یا ممکن په امریکا کې د انسانانو ترټولو پخوانی ریکارډ وي.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د ارام سمندر ساحلي لاره[سمول]

د ارام سمندرد ساحلي کډوالۍ تیوري وړاندیز کوي، چې خلک لومړی د اوبو له لارې شمال ختیځې اسیا نه امریکا ته رسېدلي دي. په اصل کې دا فرضیه په ۱۹۷۹ز کال کې د نوټ فلدمارک له خوا د یخ نهپاک دهلیز له لارې د فرضي کډوالۍ د بدیل په توګه وړاندیز شوه. دا ماډل به د بیرینګ سیمې نه خورا لرې ساحلي سیمو کې د خلکو د ګړندي خپرېدوو په تشرېح کولو کې مرسته کوي؛ په سویلي چیلي کې د مونټ ورډ او په لوېدیځ وینزویلا کې د تیما په ګډون.[۲۵]

د سمندري کډوالۍ فرضیه ساحلي کډوالۍ ته ورته ده. په اصل کې د سمندري کډوالۍ یوازینی توپیر دا دی، چې په سفرونو کې له بېړیو نه کار اخیستل شوی دی. په کښتیو کې کډوالکولای شي، په اسانۍ سره د یخ خنډونو نه تېر او په بېړیو کې ځای پر ځای شي،مخکې تر دې چې د ساحلي ځمکې د لارې تخریب بشپړ شي.[۲۶][۲۷]

په ۲۰۰۷ز کال کې یوه مقاله، چې د ټاپو او ساحلي لرغونپوهنې په ژورنال کې خپره شوه، د« کیلپ لویې لارې فرضیه» یېوړاندیزکړه،  دا د ساحلي کډوالۍ یو ډول دی، چې له جاپان نه بیرینګیا، د ارام سمندر شمال لوېدیځ او کلیفورنیا او د سویلي امریکا د انډین ساحلونو په اوږدو کې د ارام سمندر د کیلپ ځنګلونو د کارونې پر بنسټ ولاړه ده. کله چې د الاسکا او بریتانوي کولمبیا ساحلونه شاوخوا ۱۶۰۰۰کاله مخکې ویجاړ شول، نو د کیلپ ځنګلونو (د اسټورین ، منګروو او مرجان ریف سره) د استوګنځایونو لپاره په بشپړ ډول بی خنډه او د ایکولوژیکي له پلوه د کډوالۍ دهلیز چمتو کړ. په ۲۰۱۶ز کال کې د نباتاتو او حیواناتو د (DNA) تحلیل ښیي چې دا ممکنساحلي لاره وه.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

د ساحلي کډوالۍ‌‌‌‌ د ماډلونو د ارزولو ستونزې[سمول]

د ساحلي کډوالۍ ماډل نوې نړۍ ته د کډوالۍ په اړه بېلابېل لید وړاندې کوي، خو دا هم بې ستونزو نه دي؛ یوه ورته ستونزه دا ده، چې د نړۍ د سمندرونو  کچه د وروستۍ یخ دورې له پای نه تر ۱۲۰مټرو (۳۹۰فټ) لوړه شوې ده او هغه لرغوني ساحلونه یې ډوب کړي، چې سمندري خلکو به امریکا ته تعقیب کړي وي. له لومړنیو ساحلي کډوالیو سره د تړلو ځایونو موندل خورا ستونزمن دي او په ژورو اوبو کې د هرې سیمې سیستماتیک کېدنه ستونزمنه او ډېر لګښت ته اړتیا لري.[۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

د کډوالو د لومړنیو ځایونو موندلو په تګلارو کې په ډوب شوو ساحلونو کې د احتمالي سیمو پېژندل او دهغو سیمو پلټل، چې ښایي ساحلي کډوال یې راجلب کړي وي. له دې پرته د کلیفورنیا چینل ټاپوګانو کې له زېږد ۱۰۰۰۰ کاله دمخه د سمندري ټیکنالوژۍ شواهد شته. که چېرې د کلویس نه مخکې د ساحلي کډوالۍ پیل وي، نو دا به د یو «ناکام استعمار» احتمال شتون وښیي.. بله ستونزه، چې راپورته کېږي، د «اوږد مهاله تاریخي تیوري» لپاره د قوي شواهدو نه شتون  دی. هېڅ سیمې تر اوسه پورې له ۱۲۵۰۰کلونو نه زوړ ثابت تاریخ نه دی رامنځته کړی، خو په سویلي امریکا کې د ابتدایې ساحلي کډوالۍ په اړه څېړنې محدودې شوې دي.

کرونولوژي[سمول]

د ۲۱مې پېړۍ په لومړیو کې، د کرونولوژي ماډلونه په دوو عمومي برخو ووېشل شول. لومړی د لنډې کرونولوژۍ تیوري ده، چې له مخې یې لومړی کډوالۍ د وروستي اعظمي یخ وهنې نه وروسته رامنځته شوه، چې شاوخوا ۱۹۰۰۰کاله وړاندې له کمېدو سره مخامخ شوه،خو وروسته بیا دکډوالو پرله پسې څپې پیل شوې.[۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

دویمه تیوري، د اوږدې کرونولوژۍ تیوري ده، چې له مخې یې د لومړنيو خلکو ډله ۴۰۰۰۰ کاله وړاندې دبیرینګیا او د الاسکا د یخ نه پاکو سیمو ته ننوتل.دکلوویس لومړۍ تیوري په ۲۰مې پېړۍ کې د نوې نړۍ د انسان پېژندنې پرفکر واک درلود.[۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷]

په امریکا کې له پخوانیو تاریخونو سره لرغوني آثار، چې ټول ۱۵۰۰۰کلونه تاریخ لري. پهدې کې په ټیکساس کې د بټرملک کریک کمپلیکس، په پنسلوانیا کې د میډوکرافټ راکشیلټر سیمې او په سویلي چیلي کې د مونټ ورډ سیمې شاملې دي. د کلوویس نه مخکې د لرغون پېژندنې آثار د سویلي کارولینا ټاپر سیمې ته اشاره کوي، چې ۱۶۰۰۰کاله تاریخ لري.[۴۸][۴۹]

څېړنې دې پایلې ته رسېدلي چې د یخ نه پاکو سیمو کې، چې اوس د البرټا او بریتانوي کولمبیا په نامه یادېږي،«په تدریجي ډول د ځنګل له خوا، چې تر سپروس او ژېړو ونو لاندې شو»او دا « د کلویس خلکو د راتګ احتمال له سویل نه، بلکې له شمال نه ښیی» د امریکا د خلکو لپاره یوه بدیله فرضیه د ساحل کډوالۍ ده، کوم چې ښایي د ۱۶۰۰۰ کلونو دمخه د ویجاړ شوي (خو اوس ډوب شوی) ارام سمندر په شمال لوېدیځ ساحل کې دود وه.[۵۰][۵۱]

سرچینې[سمول]

  1. (په March 8, 2017 باندې). What Happens When an Archaeologist Challenges Mainstream Scientific Thinking?. Smithsonian.
  2. Fagan, Brian M.; Durrani, Nadia (2016). World Prehistory: A Brief Introduction. Routledge. د کتاب پاڼې 124. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-317-34244-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Goebel, Ted; Waters, Michael R.; O'Rourke, Dennis H. (2008). "The Late Pleistocene dispersal of modern humans in the Americas" (PDF). Science. 319 (5869): 1497–1502. Bibcode:2008Sci...319.1497G. CiteSeerX = 10.1.1.398.9315 10.1.1.398.9315. doi:10.1126/science.1153569. PMID 18339930. S2CID 36149744. Archived from the original on ۰۲ جنوري ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ فبروري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: BOT: original-url status unknown (link)
  4. (په January 3, 2018 باندې). In the Bones of a Buried Child, Signs of a Massive Human Migration to the Americas. The New York Times.
  5. Moreno-Mayar, JV; Potter, BA; Vinner, L; et al. (2018). "Terminal Pleistocene Alaskan genome reveals first founding population of Native Americans" (PDF). Nature. 553 (7687): 203–207. Bibcode:2018Natur.553..203M. doi:10.1038/nature25173. PMID 29323294. S2CID 4454580. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Ash, Patricia J.; Robinson, David J. (2011). The Emergence of Humans: An Exploration of the Evolutionary Timeline. John Wiley & Sons. د کتاب پاڼې 289. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-119-96424-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Roberts, Alice (2010). The Incredible Human Journey. A&C Black. د کتاب پاڼي 101–103. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4088-1091-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Waguespack, Nicole (2012). "Early Paleoindians, from Colonization to Folsom". In Timothy R. Pauketat (المحرر). The Oxford Handbook of North American Archaeology. Oxford University Press. د کتاب پاڼي 86–95. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-538011-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Goebel, Ted; Waters, Michael R.; O'Rourke, Dennis H. (2008). "The Late Pleistocene dispersal of modern humans in the Americas" (PDF). Science. 319 (5869): 1497–1502. Bibcode:2008Sci...319.1497G. CiteSeerX = 10.1.1.398.9315 10.1.1.398.9315. doi:10.1126/science.1153569. PMID 18339930. S2CID 36149744. Archived from the original on ۰۲ جنوري ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ فبروري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: BOT: original-url status unknown (link)
  10. Spencer Wells (2006). Deep Ancestry: Inside the Genographic Project. National Geographic Books. د کتاب پاڼي 222–. OCLC 1031966951. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7922-6215-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. John H. Relethford (17 January 2017). 50 Great Myths of Human Evolution: Understanding Misconceptions about Our Origins. John Wiley & Sons. د کتاب پاڼي 192–. OCLC 1238190784. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-470-67391-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. H. James Birx, المحرر (10 June 2010). 21st Century Anthropology: A Reference Handbook. SAGE Publications. OCLC 1102541304. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4522-6630-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. John E Kicza; Rebecca Horn (3 November 2016). Resilient Cultures: America's Native Peoples Confront European Colonialization 1500-1800 (الطبعة 2). Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-315-50987-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Fitzhugh, Drs. William; Goddard, Ives; Ousley, Steve; Owsley, Doug; Stanford, Dennis. "Paleoamerican". Smithsonian Institution Anthropology Outreach Office. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ جنوري ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جنوري ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Atlas of the Human Journey-The Genographic Project". National Geographic Society. 1996–2008. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ مې ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "The peopling of the Americas: Genetic ancestry influences health". Scientific American. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Fladmark, K. R. (1979). "Alternate Migration Corridors for Early Man in North America". American Antiquity. 44 (1): 55–69. doi:10.2307/279189. JSTOR 279189. S2CID 162243347. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "68 Responses to "Sea will rise 'to levels of last Ice Age'"". Center for Climate Systems Research, Columbia University. 26 January 2009. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ نومبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Ardelean, Ciprian F.; Becerra-Valdivia, Lorena; Pedersen, Mikkel Winther; Schwenninger, Jean-Luc; Oviatt, Charles G.; Macías-Quintero, Juan I.; Arroyo-Cabrales, Joaquin; Sikora, Martin; Ocampo-Díaz, Yam Zul E.; Rubio-Cisneros, Igor I.; Watling, Jennifer G.; De Medeiros, Vanda B.; De Oliveira, Paulo E.; Barba-Pingarón, Luis; Ortiz-Butrón, Agustín; Blancas-Vázquez, Jorge; Rivera-González, Irán; Solís-Rosales, Corina; Rodríguez-Ceja, María; Gandy, Devlin A.; Navarro-Gutierrez, Zamara; de la Rosa-Díaz, Jesús J.; Huerta-Arellano, Vladimir; Marroquín-Fernández, Marco B.; Martínez-Riojas, L. Martin; López-Jiménez, Alejandro; Higham, Thomas; Willerslev, Eske (2020). "Evidence of human occupation in Mexico around the Last Glacial Maximum". Nature. 584 (7819): 87–92. Bibcode:2020Natur.584...87A. doi:10.1038/s41586-020-2509-0. PMID 32699412. S2CID 220697089. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Becerra-Valdivia, Lorena; Higham, Thomas (2020). "The timing and effect of the earliest human arrivals in North America". Nature. 584 (7819): 93–97. Bibcode:2020Natur.584...93B. doi:10.1038/s41586-020-2491-6. PMID 32699413. S2CID 220715918. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Gruhn, Ruth (22 July 2020). "Evidence grows that peopling of the Americas began more than 20,000 years ago". Nature. 584 (7819): 47–48. Bibcode:2020Natur.584...47G. doi:10.1038/d41586-020-02137-3. PMID 32699366. S2CID 220717778. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Somerville, Andrew D.; Casar, Isabel; Arroyo-Cabrales, Joaquín (2021). "New AMS Radiocarbon Ages from the Preceramic Levels of Coxcatlan Cave, Puebla, Mexico: A Pleistocene Occupation of the Tehuacan Valley?". Latin American Antiquity. 32 (3): 612–626. doi:10.1017/laq.2021.26. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. (په 23 September 2021 باندې). Ancient Footprints Push Back Date of Human Arrival in the Americas. The New York Times.
  24. Matthew Bennett; et al. (23 September 2021). "Evidence of humans in North America during the Last Glacial Maximum". Science. 373 (6562): 1528–1531. Bibcode:2021Sci...373.1528B. doi:10.1126/science.abg7586. PMID 34554787 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). S2CID 237616125 Check |s2cid= value (مساعدة). د لاسرسي‌نېټه ۲۴ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Fladmark, Knute R. (January 1979). "Routes: alternate migration corridors for early man in North America". American Antiquity. 44 (1): 55–69. doi:10.2307/279189. JSTOR 279189. S2CID 162243347. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Erlandson, Jon M.; Braje, Todd J. (2011). "From Asia to the Americas by boat? Paleogeography, paleoecology, and stemmed points of the northwest Pacific". Quaternary International. 239 (1–2): 28–37. Bibcode:2011QuInt.239...28E. doi:10.1016/j.quaint.2011.02.030. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Erlandson, Jon M.; Graham, Michael H.; Bourque, Bruce J.; et al. (2007). "The Kelp highway hypothesis: marine ecology, the coastal migration theory, and the peopling of the Americas". The Journal of Island and Coastal Archaeology. 2 (2): 161–174. doi:10.1080/15564890701628612. S2CID 140188874. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Callaway, Ewen (11 August 2016). "Plant and animal DNA suggests first Americans took the coastal route". Nature. 536 (7615): 138. Bibcode:2016Natur.536..138C. doi:10.1038/536138a. PMID 27510205. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. (په 10 August 2016 باندې). Humans may have taken different path into Americas than thought Arctic passage wouldn't have provided enough food for the earliest Americans' journey.
  30. Rasmussen, Morten; Anzick, Sarah L.; Waters, Michael R.; Skoglund, Pontus; DeGiorgio, Michael; Stafford, Thomas W., Jr; et al. (February 2014). "The genome of a Late Pleistocene human from aClovis burial site in western Montana". Nature. 506 (7487): 225–229. Bibcode:2014Natur.506..225R. doi:10.1038/nature13025. PMC 4878442. PMID 24522598. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Perego, Ugo A.; Achilli, Alessandro; Angerhofer, Norman; et al. (2009). "Distinctive Paleo-Indian Migration Routes from Beringia Marked by Two Rare mtDNA Haplogroups". Current Biology. 19 (1): 1–8. doi:10.1016/j.cub.2008.11.058. PMID 19135370. S2CID 9729731. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Gornitz, Vivian (January 2007). "Sea Level Rise, After the Ice Melted and Today". Goddard Institute for Space Studies. NASA. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ فبروري ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اپرېل ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Erlandson, Jon M.; Braje, Todd J. (2011). "From Asia to the Americas by boat? Paleogeography, paleoecology, and stemmed points of the northwest Pacific". Quaternary International. 239 (1–2): 28–37. Bibcode:2011QuInt.239...28E. doi:10.1016/j.quaint.2011.02.030. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Hetherington, Renée; Barrie, J. Vaughn; MacLeod, Roger; Wilson, Michael (February 2004). "Quest for the Lost Land". Geotimes. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "California islands give up evidence of early seafaring: Numerous artifacts found at late Pleistocene sites on the Channel Islands". Science Daily. University of Oregon. 3 March 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. White, Phillip M. (2006). American Indian chronology: chronologies of the American mosaic. Greenwood. د کتاب پاڼې 1. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-313-33820-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Wells, Spencer; Read, Mark (2002). The Journey of Man - A Genetic Odyssey. Random House. د کتاب پاڼي 138–140. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8129-7146-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Blaise, B.; Clague, J.J.; Mathewes, R.W. (1990). "Time of maximum Late Wisconsin glaciation, west coast of Canada". Quaternary Research. 34 (3): 282–295. Bibcode:1990QuRes..34..282B. doi:10.1016/0033-5894(90)90041-i. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Lovgren, Stefan (March 13, 2008). "Americas Settled 15,000 Years Ago, Study Says". National Geographic. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Bonatto, Sandro L.; Salzano, Francisco M. (1997). "A single and early migration for the peopling of the Americas supported by mitochondrial DNA sequence data". Proceedings of the National Academy of Sciences. 94 (5): 1866–1871. Bibcode:1997PNAS...94.1866B. doi:10.1073/pnas.94.5.1866. PMC 20009. PMID 9050871. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Cinq-Mars, J. (1979). "Bluefish Cave 1: A Late Pleistocene Eastern Beringian Cave Deposit in the Northern Yukon". Canadian Journal of Archaeology (3): 1–32. JSTOR 41102194. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Bonnichsen, Robson (1978). "Critical arguments for Pleistocene artifacts from the Old Crow basin, Yukon: a preliminary statement". In Alan L. Bryan (المحرر). Early Man in America from a Circum-Pacific Perspective. Edmonton: Archaeological Researches International Department of Anthropology, University of Alberta. د کتاب پاڼي 102–118. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780888649997. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. Wells, Spencer; Read, Mark (2002). The Journey of Man - A Genetic Odyssey. Random House. د کتاب پاڼي 138–140. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8129-7146-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. Oppenheimer, Stephen. "Journey of mankind". Bradshaw Foundation. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. Mandryk, Carole A.S.; Josenhans, Heiner; Fedje, Daryl W.; Mathewes, Rolf W. (January 2001). "Late Quaternary paleoenvironments of Northwestern North America: implications for inland versus coastal migration routes". Quaternary Science Reviews. 20 (1): 301–314. Bibcode:2001QSRv...20..301M. doi:10.1016/s0277-3791(00)00115-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. Goodyear, Albert C. (2005). "Evidence of Pre-Clovis sites in the eastern United States". In Robson Bonnichsen; et al. (المحررون). Paleoamerican Origins: Beyond Clovis. Center for the Study of the First Americans, Texas A&M University. د کتاب پاڼي 103–112. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-60344-812-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. Dillehay, Thomas (2000). The Settlement of the Americas: A New Prehistory. New York: Basic Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-465-07669-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. (په October 24, 2018 باندې). Continent's oldest spear points provide new clues about the first Americans.
  49. Dillehay, Thomas (2000). The Settlement of the Americas: A New Prehistory. New York: Basic Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-465-07669-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. Pedersen, Mikkel W.; Ruter, Anthony; Schweger, Charles; et al. (August 10, 2016). "Postglacial viability and colonization in North America's ice-free corridor". Nature. 537 (7618): 45–49. Bibcode:2016Natur.537...45P. doi:10.1038/nature19085. PMID 27509852. S2CID 4450936. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  51. (په August 10, 2016 باندې). Popular theory on how humans populated North America can't be right, study shows: Ice-free corridor through Alberta, B.C. not usable by humans until after Clovis people arrived. CBC News.