په امريکاګانو کې د نېواک (استعمار) پای ته رسول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په امريکاګانو کې د نېواک (استعمار) پای ته رسول د پېړيو په اوږدو کې په داسې حال کې تر سره شول، چې په امریکاګانو کې ډېرو هېوادونو له اروپايي واکمنۍ څخه خپلواکي تر لاسه کړه. امریکايي انقلاب په امریکاګانو کې لمړی و، او په امريکايي انقلابي جګړه کې د برتانيې ماتې (1775-1783) د لوی قدرت په وړاندې يوه بريا وه، چې د برتانيې دوښمنانانو، فرانسې، هسپانيې يې مرسته کوله. له دې وروسته په اروپا کې فرانسوي انقلاب منځ ته راغی، او دې پېښو په ټوليز ډول په امريکايګانو کې پر هسپانوي، پرتګالي، او فرانسوي مستعمرو ژور اغېز درلود. له دې وروسته يوه انقلابي څپه پيل شوه، چې په پايله کې يې په لاتيني امريکا کې ګڼ خپلواک هېوادونه جوړ شول. د هايتي انقلاب له 1791 څخه تر 1804ز کال پورې دوام پیدا کړ، او په پايله کې يې فرانسوي مريې مستعمره خپلواکه شوه. په فرانسه کې د ټاپووزمې جګړه، کومه چې په هسپانيه د نيپوليني نېواک له امله منځ ته راغله، په هسپانوي امريکا کې هسپانوي «کريولز» (کريولز د هسپانوي خاصې ژبې ويونکي خلک دي) هسپانيې ته د خپلې وفادارۍ په اړه پوښتنې پيل کړې، د کوم له امله چې د خپلواکۍ خوځښتونه پيل شول، او کوم چې د هسپانوي امریکا د خپلواکۍ د مختلفو جګړو (1808-33) لامل وګرځېد، کومې جګړې چې په ابتدايي ډول د مستعمرو د بېلا بېلو مخالفو ډلو او يوازې په ثانوي ډول د هسپانوي ځواکونو پر ضد شوې وې. په ورته وخت کې، په پرتګال د فرانسې د بريد پر مهال پرتګالي ټولواکمنۍ برازيل ته وتښتېده. لزبن ته د شاهي دربار له بېرته ستنېدو وروسته، د شهزاده نائب السلطنة «پيډرو» په برازيل کې پاتې شو، او په 1822ز کال کې يې په برياليتوب سره خپل ځان د نوې خپلواکې برازيلي سترواکۍ د سترواک په توګه اعلان کړ.[۱]

د 1800ز لسيزې تر پای پورې هسپانيې خپلې پاتې درېيواړه کاربيين مستعمرې له لاسه ورکړې. سينټو ډومنګو په 1821ز کال کې د هسپانوي هايتي جمهوریت په توګه خپله خپلواکي اعلان کړه. د پخواني فرانسوي هايتي مستعمرې سره له يوځای کېدو او بيا جلا کېدو څخه وروسته، د ډومينيکي جمهوريت ولسمشر په يو تړون لاسليک وکړ، کوم چې په 1861ز کال کې دا هېواد په يوې هسپانوي مستعمرې بدل کړ. په دې سره د ډومينيکي بيا پرځای کېدو جګړه پيل شوه، کومه چې په 1865ز کال کې له هسپانيې څخه د ډومينیکي جمهوريت د دويم ځلي خپلواکۍ لامل وګرځېده. کيوبا په لس کلنه جګړه (1868-78) او کوچنۍ جګړه (1879-80) او بالاخره د کيوبا د خپلواکۍ په جګړه (1895-98 ) کې له هسپانيې څخه د خپلواکۍ جګړه پر مخ يوړه. په 1898ز کال کې د امريکا مداخله په هسپانوي-امريکايي جګړه بدله شوه، چې په پايله کې يې متحده ايالاتو پورټو ريکو، ګوام (چې اوس هم دواړه د متحده ايالاتو په سيمو کې دي)، او په ارام سمندر کې د فلپاين ټاپوګان ونيول. د پوځي نيواک لاندې، کيوبا په 1902ز کال کې تر خپلواکۍ پورې د متحده ايالاتو تحت الحماية وګرځېد.

په رضاکارانه ډول د استعماري قدرتونو وتلو په مټ سوله ييزه خپلواکي وروسته د شلمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې يو معمول وګرځېد. په هر حال، په شمالي امريکا (ډيری يې په کرابيين ټاپوګانو کې) کې اوس هم ډېرې برتانوي او هالنډي مستعمرې شته، او فرانسې په امريکا (فرانسوي ګيانا، ګواډيلوپ، او مارټينيک) کې خپرې ډېرې پخوانۍ مستعمرې په بشپړ ډول د نیمه ادارو په توګه يوځای کړي دي.

له انقلاب مخکې حالات[سمول]

د لويو ښارونو واک کمزوری کول[سمول]

د اتلسمې پېړۍ په اوږدو کې هسپانيې خپل ډېر هغه ځواک بېرته تر لاسه کړ چې په اولسمه پېړۍ کې يې بايللی و، خو له 1793ز کال راهيسې په اروپا کې د روانې جګړې له امله د دې هېواد سرچينې تر فشار لاندې وې. له همدې امله د دفاع په مالي مرسته کې سيمه ييزه ونډه زياته شوه او په سيمه يیز ډول منځ ته راتلونکو مليشو کې ګډون زيات شو. دا ډول پرمختګ د مرکزي مطلق العنانې پاچايۍ له اندونو سره په ټکر کې و. هسپانويانو همدا راز د دفاع د پياوړي کولو لپاره رسمي امتيازات هم ورکړل؛ په Chiloé کې، هسپانوي چارواکو د اصلي اوسېدونکو خلکو سره له Encomienda (دا د مزدورۍ يا مزدورانو ورکولو يو ځانګړی سيستم و) څخه د ازادۍ ژمنه وکړه، کوم چې د Ancud (په 1768 کې يې بنسټ اېښودل شوی و) د نوي مرکز سره نږدې مېشت شوي وو، او د هغې په دفاع کې يې ونډه درلوده. د دفاع مخ پر زياتېدو سيمه ييز سازمان بالاخره د مرکزي ښارونو واک کمزوری، او د خپلواکۍ خوځښت يې پياوړی کړ.[۲]

نيپوليني جګړې[سمول]

نيپوليني جګړې دجګړو يوه لړۍ وه چې د فرانسې (چې مشري يې نيپولين بوناپارټ کوله) او متحدينو تر منځ شوې وې، چې په بيلا بيلو وختونو کې له 1799 څخه تر 1815ز کال پورې پکې برتانيه، پروشيا، هسپانيه، پرتګال، روسيه او اتريش ښکېل وو.

د هسپانيې او د هغوی د مستعمرو په اړوند، د 1808ز کال د مۍ په ماشت کې، نيپولين څلورم «کارلوس» او پاچا «اوم فرناندو» ونيول او خپل ورور «جوزف بوناپارټ» يې د هسپانيې د ټولواک په توګه وګماره، ځکه هغه نه غوښتل چې د هغه له زوزات دباندې څوک په هسپانيې واکمني وکړي. دې پښې د هسپانيې سياسي ثبات ګډوډ کړ، او له ځينو مستعمرو سره يې اړيکې پرې کړې، کومې چې بوربن واکمنې کورنۍ ته وفادارې وې. سيمه ييزو مخورو، «کريولز» حالات په خپل لاس کې واخيستل، خپل ځانونه يې په «جونټاس» (juntas  سيمه ييزې ادارې يا حکومتونه وو) کې منظم کړل، تر څو د پاچا «اوم فرناندو» په غياب کې خپله خپلواکي د لنډ مهال لپاره بېرته ټولنې ته ولېږدوي. «جوناټس» بندي اوم فرنيناډو ته د خپلې وفادارۍ سوګند وکړ، او هر يو يې د دې مستعمرې په بېلا بېلو او ډول ډول برخو واکمني وکړه. د فرناندو ډېر رعیت په 1808ز کال کې هغه ته وفادار وو، خو په 1814ز کال کې هغه ته د هسپانيې د تاج له بيا سپارلو وروسته، د مطلق واک بېرته پیل کولو تګلارې «جوناټس» او د هغوی رعيت دواړه جلا کړل. نوموړي د 1812ز کال Cádiz اساسي قانون لغوه کړ، او هغه چاته يې سزا ورکړه چې د دې قانون ملاتړ يې کړی و. د شاهي ځواکونو له خوا استعمال شوی تاوتريخوالي او د فرناندو د واکمنېدو شونتياوو په مستعمرو کې مېشت ډيری وګړي له هسپانيې څخه د جلا کېدو پلوۍ لور ته بدل کړل. سيمه ييزو مخورو د مطلق العنانيت په وړاندې کټ مټ داسې غبرګون وښود، لکه د برتانيې استعماري مخورو، «ټوري» او «وګ» چې له 1775ز کال  مخکې د لندن د لاسوهنې پر ضد ښودلی و.[۳]

په خپلو مستعمرو کې د هسپانيې پوځي حضور[سمول]

په امريکا کې د هسپانوي سترواکۍ د استعماري پوځ د پاچا «فرناندو» د سيمه ييزو امريکايي او اروپايي ملاتړو څخه جوړ و. شاهي پلويان د ټولنې له متقاطعو وګړو څځه جوړ و، چې تخت ته وفادار وو، داسې حال کې چې په ټولو محاذونو کې په شاهي پلوه ځواګونو کې امريکايان اکثريت و. هلته دوه ډوله پوځي واحدونه موجود وو: يو له منظم هسپانوي پوځ څخه، کوم چې له سيمه ييزو اروپايانو سره استول شوي يا هلته جوړ شوی وو، او «Expidicionarios» بلل کېدل، او هغه واحدودنه چې ماهر پوځيان يا مليشه بلل کېدل چې په امريکا کې جوړ شوي وو. په مليشه کې هم د ماهرو پخوانيو پوځیانو ځينې واحدونه شامل وو، او منظمه مليشه بلل کېده. په مليشه کې يوازې 11٪ غړي اروپايي يا امریکايي سپين پوستي وو. په 1820ز کال کې د «رافايل ډيل ریګو» له انقلاب وروسته، نور هيڅ هسپانوي سرتيري په امريکاګانو کې جګړې ته ونه لېږل شول. په 1820ز کال کې، په کولمبيا او ونزويلا کې په شاهي پوځ کې يوازې 10000 سرتيري موجود وو، او د ټولو شاهي پوځونو يوازې 10٪ هسپانويان وو، او د «Expidicionarios» واحدونو يوازې نيمايي اروپايان وو. په 1824ز کال کې د «اياکوچو» تر جګړې پورې، له 1٪ کم سرتيري اروپايان وو.

سرچينې[سمول]

  1. "Pedro I | emperor of Brazil | Britannica". www.britannica.com (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في February 10, 2023. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ فبروري ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Ossa Santa Cruz, Juan Luis (2010). "La criollización de un ejército periférico, Chile, 1768 to 1810". Historia (په اسپانيايي ژبه کي). 42 (II): 413–448. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ فبروري ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جنوري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  3. Chambers, Sarah C., and John Charles Chasteen. Latin American Independence: An Anthology of Sources. Indianapolis: Hackett Pub., 2010.