په اقتصاد کې کرایه (Rent)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په عامه ژبه کې کرایه د یوې شتمنۍ موقتي کارونې په بدل کې نغدو ته وایي د بېلګې په توګه د موټر کرایه، د کور کرایه. په اقتصاد کې هغه ټولې د پیسو ورکړې دي چې د یوه تولید مالک یا د تولید عامل (فکتور) ته ورکول کیږي دا پیسې له قیمت څخه زیاتې وي او موخه یې د فکتور یا عامل په تولید بدلول وي. په بله مانا هغه پیسې دي چې تولید کوونکي ته د تولید له لګښت پرته اضافي ورکول کیږي تر څو تولید کوونکی د تولید لپاره وهڅوي. او د (unearned revenue) په توګه لیکل کیږي.