په اقتصاد کې د (Unemployed) مانا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کار اقتصاد پوهان خلک په درې ګروپونو وېشي یو هغه خلک چې اوس کار کوي حتا که کار یې پوره ورځ هم نه وي او نیمه ورځ کار کوي (employed) ورته وایي؛ دوېم ګروپ ته د (unemployed) نوم کاروي او دا خلک کار نکوي خو په کار پسې ګرځي، کار یې موندلی وي د کار لپاره یې وړاندیز کړی وي او د ځواب په انتظار وي او یا هم د کوم موقتي پوسټ لپاره منتظر وي – موقتي پوسټونه چې کار کوونکی ناروغ او یا هم رخصت وي بل کس یې د لنډ مهال لپاره پر ځای ګمارل کیږي. کوم خلک چې کار نکوي او په کار پسې هم نه ګرځي په اقتصاد کې (unemployed) نه ګڼل کیږي، که دا خلک مخکې په کار پسې ګرځېدل او په کار پسې ګرځېدو ستومانه کړي وي او په کار پسې له ګرځېدو لاس په سر شوي وي هم (unemployed) نه ګڼل کیږي. خو په عامه ژبه او یا هم ډکشنري کې د (unemployed) مانا ټول هغه کسان دي چې کار نلري.