په افغانستان کې معماري
په افغانستان کې د معمارۍ ډول د دغه هېواد په معاصرو او لرغونو دولتونو کې د هندو آریايي معمارۍ جلا سبک ته نغوته کوي. له دې امله چې دغه هېواد د مرکزي آسیا، د هند د نیمه لویې وچې او د ایراني فلات د دریو مهمو کلتوري او جغرافیايي مراکزو د نښلونکې برخې په توګه پاتې شوی؛ پولو یې له دغه مهال وړاندې د پوځونو د چټک مخکې تګ له امله بدلونونه لرلي او د تېرو دوه زریزو پر مهال د سترواکیو پراخه طیف ته اړوند ځای پاتې شوی. [۱][۲][۳][۴]
د افغاني تاریخ توپیرونو د معمارۍ په برخه کې بېلابېلو ډولونو ته اجازه ورکړې او ورته مهال یې داسې یو ځانګړی ډول رامنځته کړی چې د دغه هېواد په معمارۍ او همدارنګه د هغو د معمارۍ په پاتې شونو کې شتون لري؛ په دغې معمارۍ باندې د معمارۍ له یوناني ډولونو څخه رانیولې تر فارسي، هندي او اروپايي ډولونو پورې ټولو تر وروستیو پېړیو خپل اغېز لرلی. ورته مهال په افغاني معمارۍ کې د مذهبي اغېزو رول هم منعکس شوی چې په موجودو شواهدو کې یې بودایي، زردشتي او اسلامي اغېزې له ورایه څرګندې دي. [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
د افغاني معمارۍ ریښې
[سمول]په مرکزي آسیا کې د وسپنې د دورې په رامنځته کېدو سره، د دایروي ښار جوړونې لومړنۍ نښانې چې د ایراني فلات په ټولو برخو کې معمولې دي؛ دلته څرګندېږي. دغه دایروي شکل په ډېر احتمال سره د هغو د ریښې پر بنسټ د دفاعي موخو لپاره و. د بلخ او قندهار په څېر د مهمو تاریخي ښارونو په یو شمېر برخو کې دغې دورې ته د اړوندو استحکاماتو یا پوځي مراکزو نښې شتون لري، چې د خټینو خښتو (پخسو) څخه جوړ شوي او په منظمو فاصلو کې ځانګړي برجونه لري. د دغو مراکزو په مرکز کې ارګ (اداري ماڼۍ) هم شتون لري چې ښيي دغو ځایونو د اداري مراکزو او بازار په توګه عمل کاوه. د دفاعي معمارۍ دغه دود له هماغه پیله د مرکزي آسیا په ډېری برخو کې پراختیا ومونده او د معمارۍ د مهم سبک په توګه وساتل شو. [۱۱][۱۲]
یوناني یا هلنېستي اغېز
[سمول]له میلاد وړاندې څلورمه پېړۍ کې د مقدوني سکندر له خوا د دغې سیمې له نیولو وروسته او همدارنګه په هغه پسې د سلوکي سردارانو د واکمنۍ پر مهال هلنېستي اغېزو له لویدیځ سره د افغاني معمارۍ اړیکې پیاوړې کړې. دغه اغېز په ځانګړې توګه د دغې سیمې په شمال کې څرګند دی، په داسې حال کې چې په سوېل کې د موریانو حکومت دوام درلود. په داسې حال چې معابدو خپل لرغونی بودايي ځانګړی ډول ساتلی و، د یوناني معمارانو د چارو شواهد په یو شمېر تزئیناتو او د ودانیو په طرح بندۍ کې څرګند دي چې ډېری مجسمې د لویدیځو اصلي هنرونو څرګندونکې دي. یونانیانو همدارنګه د اګورا یا ښاري مرکزونو په معرفي کولو سره په ښاري پلان جوړونې اغېز وکړ چې دغه دود بیا وروسته د تیموري واکمنۍ پر مهال د ښارونو د معماریو په طراحي کې لا پراختیا ومونده. [۱۳][۱۴]
لرغونې بودايي معماري
[سمول]د کوشانیانو د سترواکۍ په تاسیس سره هغوی خپل سیاسي او سلسلوي مراکز رامنځته کړل چې په افغانستان کې یو له دغو سلسلوي مراکزو څخه په سرخ کوتل یا چشمه شیر سیمه کې پېژندل شوی؛ هغه چې په افغانستان کې د بودېزم د اوج پر مهال تاسیس شوی. د دغه ځای کنستونو د داسې بې مثاله زینو ټولګه څرګنده کړه چې له کوشاني معبد څخه د تپې تر لاندې برخې رارسېږي او له میلاد څخه وروسته دویمې پېړۍ په لومړۍ نیمايي کې جوړې شوې دي. په افغاني معمارۍ کې زردشتي اغېزې په ډېر احتمال سره د اور پرستۍ په سمبولونو کې څرګندې دي او په خوا کې یې د بودايي معمارۍ ځانګړنې هم شتون لري. هلنېستي پایې او د آهکي ډبرو په خوا کې نور پایو باندې په یوناني تورو باندې نه پېژندل شوې ژبې ته اړوندې لیکنې د لویدیځ د نفوذ شواهد دي، په داسې حال کې چې فارسي اغېزې هم کېدای شي د دغه تاریخي سلسلوي مرکز په مفهوم کې شتون ولري. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
په دغه سیمه کې د مصنوعي غارونو جوړښت د لومړنیو بودايي ټولنو یو له هغو ځانګړنو څخه دي چې د هفتالیانو له خوا د بودايي آئین د منلو له لارې چې د بودايي راهبانو د پناه ځای او استوګن ځای په توګه ترې ګټنه کېدله، خپل اوج ته رسېدلې دي. د دغو تر ټولو څرګندې نمونې د افغانستان په بامیانو ولایت کې دي چې په څلورمه میلادي پېړۍ کې د هفتالیانو د حکومت پر مهال د بودېزم پلازمینه وټاکل شو. په دغه سیمه کې د دغو غارونو په سلګونو بېلګې شتون لري چې په خوا کې یې د بودا د لویو مجسمو د شتون او همدارنګه په ۲۰۰۱ زکال کې د طالبانو له خوا د دغو مجسمو د ویجاړولو له امله پام وړ ګرځېدلې دي. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]
لرغونې اسلامي معماري
[سمول]له میلاد څخه وروسته اتمه پېړۍ کې د عباسیانو د حکومت پر مهال د لومړي ځل لپاره د افغانستان شمالي برخو ته اسلام ورسېد. د عباسیانو په زوال سره په دغه سیمه کې سیمه ییزې فارسي لړۍ واک ته ورسېدلې. یو له دغو لومړنیو لړیو څخه د صفاریانو لړۍ وه چې افغانستان یې په بشپړ ډول ونیو او د کابل شاهانو لړۍ ته یې ماته وکړه، له دې وروسته د اسلامي کولو بهیر د سامانیانو د واکمنۍ پر مهال دوام وموند. له دغې مهالیزې دورې وروسته افغانستان د غزنویانو د سترواکۍ پر مهال د اسلامي تمدن په مرکز واوښت چې په ۱۲۱۹ زکال کې بیا غوریان د هغو ځای ناستي شول. [۲۳]
زیارتونه
[سمول]زیارتونه د اسلامي ودانیزو چارو له ډلې یو له مهمو ودانیو څخه ګڼل کېږي. د افغانستان په مزارشریف ښار کې د اسلام د څلورم خلیفه حضرت علي(رض) روضه شتون لري چې نن ورځ ګڼ شمېر افغان وګړي د هغو لیدو ته ورځي. د دغو زیارتونو په ډول کې په معمول ډول یو مربع ډوله ګنبزي اتاق یا مخروطي ګنبد شتون لري چې پر خپل سر باندې یو برج لري. د دغو زیارتونو په داخلي لاره کې یو تزئین شوی ایوان یا طاقداره جوړښت شتون لري چې وروسته د دغه ډول ودانیو په کلیدي ځانګړنې واوښت. په مرکزي اسیا کې د ایوان جوړولو سرچینه له اسلام وړاندې مهال ته رسېږي چې بیا د اسلام د پراختیا پر مهال او په ځانګړې توګه د تیموریانو د دورې په وروستیو کې د زیارتونو او جوماتونو په ډېرۍ طرحو کې ترې ګټنه وشوه. دا همدارنګه د سیکولر معمارۍ د یوې ځانګړنې په توګه په پام کې نیول کېږي چې له اسلام وړاندې د آی خانم په ماڼۍ او له اسلام وروسته دولسمې پېړۍ ته په اړوندې غزنوي ماڼۍ کې چې په لښکري بازارکې یې موقعیت درلود، ګټنه ترې شوې. ګنبد د دغه ډول جوړښتونو لپاره یو بل اړین شکل و چې په ځانګړې توګه په زیارتونو او جوماتونو کې ترې ګټنه کېدله. [۲۴][۲۵][۲۶]
جوماتونه
[سمول]د افغانستان په معمارۍ باندې د اسلامي حکومت یو له کلیدي اغېزو څخه هم د جوماتونو د ودانیو د ډول معرفي کول و چې یو شمېر اساسي برخې یې خپله د دین له خوا ټاکل شوې دي. د جومات مخه باید د مکې یا قبلې پر لور وي؛ همدارنګه له طاقچې لرلو پرته مهراب په کې شتون ولري. د اوداسه ځای چې له لمانځه وړاندې د پاکوالي لپاره اړین دی او همدارنګه مسطح او سر پوښ لرونکی ځای چې د لمانځه پر مهال په ځمکه باندې د لمونځ کوونکي د تندي لګېدو لپاره زمینه برابره کړي. د قران له مخې د حیواناتو یا انسانانو د انځورونو د ویستلو په محدودیت سره د اسلامي ودانیو تزئیناتو د پخوانیو دورو په پرتله په انتزاعي بڼه تکامل وموند. په ډېری دغو تزئیناتو کې د قرآني آیتونو څخه ګټنه کېدله. [۲۷][۲۸][۲۹]
منارونه
[سمول]په جام کې ۶۵ متري غوري منار – په افغانستان کې دغې دورې ته د اړوندو دوه منارونو څخه یو پاتې شوی منار - او په غزني کې دوه منارونه د اسلامي معمارۍ د سبک له استثنايي بېلګو څخه ګنل کېږي. دغه ځانګړي منارونه د شکلي تنوع شاهد دي چې د دغې منارونو په ولاړتیا کې څرګندېږي، لومړنی یې یو لوی درې طبقه یې او دویم یې کوچني ستوری ډوله منار دی. دغه منارونه دې ته په پام چې لوړتیا یې د یو مذهبي جوړښت د نښو څرګندویي کوي تر ډېره پورې د یو جومات څېرمه دي؛ همدارنګه کېدلای شي له هغو سره په نښتې او یا هم جلا توګه شتون ولري. [۳۰][۳۱][۳۲]
سرچينې
[سمول]- ↑ Ball, Warwick (2008). The Monuments of Afghanistan: History, archeology and architecture. London: I.B. Tauris. ISBN 978-1-85043-436-8.
- ↑ Runion, Meredith (2017). The History of Afghanistan, 2nd Edition. Santa Barbara, California: ABC CLIO, LLC. ISBN 978-1-610-69778-1.
- ↑ Knobloch, Edgar (2002). The Archaeology & Architecture of Afghanistan. Stroud, Gloucestershire: Tempus. ISBN 0-7524-2519-6.
- ↑ Petersen, Andrew (1995). Dictionary of Islamic Architecture. London: Routledge. ISBN 0203203879. OCLC 50488428.

- ↑ Ball, Warwick (2008). The Monuments of Afghanistan: History, archeology and architecture. London: I.B. Tauris. ISBN 978-1-85043-436-8.

- ↑ Kia, Ardi (2015). Central Asian Cultures, Arts, and Architecture. Lanham, Maryland: Lexington Books. ISBN 978-0-7391-9928-2. OCLC 921249814.