په افغانستان کې روغتیا پالنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په افغانستان کې روغتیايي خدمتونه د څه باندې ۳۰۰۰ روغتیايي مرکزونو له خوا په ټول هېواد کې وړاندې کېږي. لسیزې جګړه او د نړیوالې ټولنې نه پاملرنه د دې لامل شوه، څو د افغانستان له مخکې نه کمزوری روغتیايي سیستم ونړېږي. تر ۱۹۹۲ ز کال پورې ګڼ شمېر افغان طبي متخصصین له هېواده بهر کډه شول او له هغې وروسته ټول طبي روزنیز پروګرامونه په ټپه ودرېدل. له ۱۹۹۹ ز کال نه تر ۲۰۰۲ ز کال پورې وچکالۍ دغه شرایط نورهم ستونزمن کړل.[۱]

په داسې حال کې چې دغه هېواد په وروستیو کلونو کې خپل روغتیايي سیسټم تر یوه بریده ښه کړی. د بېلګې په توګه: د مغزي جراحي د روغتون په ګډون په ټول هېواد کې له ۱۷۰۰۰ زیات روغتیايي مرکزونه جوړ شوي دي، خو باید لا نورې چارې هم ترسره شي، څو دغه هېواد د نورې نړۍ کچې ته ورسېږي.[۱]

روغتونونه[سمول]

په افغانستان کې له سلو نه زیات دولتي او خصوصي یا نړیوال مدیریت کېدوني روغتونونه شتون لري. تر ټولو مخکښه درملنه په کابل، ورپسې په کندهار، هرات او مزارشریف کې کېږي. په کابل کې د ماشومانو لپاره د فرانسې طبي انستیتیوت او د اندراګاندي د ماشومانو روغتون په دغه هېواد د ماشومانو لپاره مخکښ روغتونونه دي. په کابل کې د سردار محمد داوود خان نظامي روغتون، جمهوریت روغتون او جناح روغتون له لویو روغتونونو نه دي. په کندهار ولایت کې د عینو مینې ۳۵۰ بستریز روغتون او مهمند ۵۰ بستریز روغتون د دغه هېواد په سویل کې تر ټولو عصري دوه روغتونونه دي. د دې په خوا کې ګڼ شمېر بډایه افغان وګړي، د پرمختللې درملنې په موخه پاکستان، هند، ایران، ترکیې او نورو هېوادونو ته سفر کوي.[۲][۳]

میوند تدریسي روغتون، په ۱۹۶۰ مه ز لسیزه کې په ورځ کې له ۳۰۰ نه تر ۴۰۰ ناروغانو د درملنې په موخه تاسیس شو، خو په ۲۰۱۹ ز کال کې په ورځ کې له ۱۰۰۰ تنو زیاتو ناروغانو دغه روغتون ته مراجعه کوله.

تاریخچه[سمول]

له اقتصادي پلوه، افغانانو د سیمې د نورو هېوادونو په پرتله ښه حالت درلود. امریکايي قراردادي ګلین فاسټر چې په ۱۹۵۰ مه لسیزه کې یې په افغانستان کې کار کوه، د افغانانو په اړه داسې ویلي:

افغانستان تر هغه مهاله چې په ۱۹۷۸ ز کال کې د ثور انقلاب وشو، له وخت نه تر یوه بریده پرمختللی و. دغه انقلاب د جګړې د دوام او له سويلي او لویدیځ ګاونډیو هېوادونو (پاکستان او ایران) سره د افغانستان د سیاسي اړیکو د ځنډېدو او پولو په تړل کېدو سره په سیمه کې د بېوزلۍ لامل وګرځېد. ډېری افغانان، په ځانګړې توګه مخکښې طبقې چې نه یې غوښتل، په جګړه کې ښکېل شي، له هېواد نه یې تېښتې ته مخه کړه او په نورو هېوادونو کې هستوګن شول. په دغو کسانو کې ډېری ډاکټران او نرسان شامل وو. په ۱۹۹۲ ز کال کې هغه مهال چې په کابل کې کورنۍ جګړه پیل شوه. نږدې ټول ډاکټران او نرسان نورو هېوادونو ته کډه شول. حالات هغه مهال بدل شول چې په ۲۰۰۱ ز کال کې ملګرو ملتونو پریکړه وکړه چې افغانستان بېرته ورغوي او سیاسي ستونزې یې حل کړي.[۴]

په ۲۰۰۳ ز کال کې د هرو ۱۰ زره کسانو لپاره ۱۱ ډاکټرانو او ۱۸ نرسانو شتون درلود او سړي سر روغتیايي لګښت ۲۸ امریکايي ډالر و. په ۲۰۰۴ ز کال کې د هرو ۲۷ زرو کسانو لپاره یو روغتیايي مرکز موجود و، چې ان یو شمېر روغتیايي مرکزونو له ۳۰۰ زرو نه زیاتو کسانو مسئولیت درلود. د یوه اټکل له مخې یو پر څلورمې برخې وګړو هېڅ روغتیايي خدمت ته لاسرسی نه درلود. نړیوالو سازمانونو د روغتیايي خدمتونو په برخه کې لویه ونډه لرله. په ۲۰۰۶ ز کال کې راپور ورکړل شو چې ، نږدې ۸۰۰ زره افغان وګړي معیوب دي. په افغانستان کې د نوو زېږدلو ماشومانو او میندو د مړینې کچه په نړۍ کې تر ټولو لوړه کچه ده چې د یو شمېر اټکلونو له مخې د زېږون په ۱۰۰۰ مواردو کې  ۲۷۵ یې د مړینې پېښې دي. په کلیوالي سیمو کې، له هرو شپږو ماشومانو نه یو یې پنځه کلنۍ ته له رسېدو وړاندې مري. دا د فاضلابو د تخلیې د کمزوري سیستم، د څښاک د پاکو اوبو د کموالي، د ډېرو معمولو ناروغیو، لکه: ملاریا او اسهال په څېر د مکروبي او پرازیټي ناروغیو له امله دي. خوارځواکي او ناسمه تغذیه هم په کې پراخه ده.[۵]

فیس[سمول]

د کاروونکي فیس روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي پر وړاندې لوی خنډ دی. روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په موخه ګڼ شمېر لارې چارې مطرح شوې چې ډېرو بې وزلو او د ښځو له خوا مشري کېدونکو کورنیو ته له دغو لګښتونو نه د معافیت د کارتونو وېش او د ټولنې پر بنسټ د روغتیايي بیمې رامنځته کول په کې شاملېږي.[۶][۷]

په ۲۰۰۸ ز کال کې د کاروونکو د ملي فیس په ممنوعیت سره، د Future Health Systems د کنرسیوم له خوا ترسره شوې څېړنه له روغتیايي خدمتونو نه په ګټه اخیسته کې ۴۰۰٪ زیاتوالی ښيي چې وړاندې له دې د خدمتونو او درملو لپاره فیس غوښتل کېده. د دولتونو له خوا له غیر دولتي سازمانانو سره د همکارۍ ستراتیژي د غریبو وګړو ترمنځ لومړنیو روغتیایي خدمتونو ته په لوړه کچه د لاسرسي لامل ګرځېدلې، د ابتدايي پالنې د خدمتونو په وروستۍ څېړنه کې پېرودونکو د روغتیايي خدمتونو لوړ کیفیت ته لاسرسی هم څرګند کړی.[۸][۹][۱۰][۱۱]

د جګړې اغېزې[سمول]

د جګړې فزیکي او اروايي اغېزو په پام وړ ډول روغتیایي خدمتونو ته اړتیا زیاته کړې. د ۲۰۱۹ ز کال په لومړنۍ ربع کې په ۳۴ روغتیايي مرکزونو باندې د برید راپور ورکړل شوی، چې لږ تر لږه ۸۷ یې تړل شوي. لږ تر لږه ۹ روغتیايي کارکوونکي او ناروغان وژل شوي دي.

درمل[سمول]

د بې کیفیته، جعلي او تاریخ تېرو پاکستاني او ایراني درملو اړوند د رسنیو راپورونه شته دي. له دې امله چې ګڼ شمېر ناروغان نه شي کولای، د خپلې نسخې لګښت پرې کړي، ډاکټران کېدای شي، هغوی ته له تاریخ تېر شوي درمل ورکړي.

روغتیايي کارکوونکي[سمول]

په دولتي روغتونونو کې ډاکټرانو ته د میاشتې په منځنۍ کچه له ۱۲۰۰۰ نه تر ۱۵۰۰۰ (۱۵۱-۱۸۹ ډالر) معاش ورکول کېږي. ډېری ډاکټران خپل لګښتونه په شخصي روغتونونو کې له رسمي مهال وروسته په کار کولو پوره کوي.

د مور او ماشوم روغتیايي خدمتونه[سمول]

په وروستۍ لسیزه کې افغانستان د مور او ماشوم د روغتیايي خدمتونو په برخه کې د پام وړ پرمختګ لرلی. د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیايي ټولنې (USAID) د راپور له مخې له ۲۰۰۳ ز کال راهیسې د مور او ماشوم د مړینې په کچه کې ۲۵٪ کمښت راغلی. په ۲۰۰۶ ز کال کې د یو راپور له مخې نږدې ۶۰٪ وګړو له نږدې روغتیايي مرکز نه دوه ساعته پلی مزل واټن لرلې.[۱۲]

اوس مهال په ۱۰۰ زره ژوندیو زېږونونو کې د میندو د مړینې ۳۹۶ پېښې شته دي او د ماشوم د مړینې کچه له هرو ۱۰۰۰ ژوندیو زېږونونو نه له ۶۶ نه تر ۱۱۲.۸ د مړینې پېښو ته رسېږي. د عامې روغتیا وزارت غواړي، چې د روغتیايي خدمتونو په ودې سره دغه لوړه کچه عادي کچې ته راټیټه کړي.[۱۳][۱۴]

دغه هېواد له ۳۰۰۰ نه زیاتې قابلې لري چې هر کال له ۳۰۰ نه تر ۴۰۰ پورې نورې هم روزل کېږي. په کابل کې د نسايي ولادي ناروغیو ډاکټره سیما ایوبي چې په یو نسايي او ولادي روغتون کې کار کوي، څرګندوي چې : «اوس مهال امیندواره ښځې د روغتیا په اړه زیات معلومات لري. د مړینې کچه تر اوسه د یوې ستونزې په توګه پاتې ده. یوازې ډېر کم کمښت په کې راغلی. دغه ستونزه په بشپړ ډول له منځه نه دی تللې او یا هم تر کنټرول لاندې راغلې».[۱۵]

د ماشومانو د ساتنې د بنسټ (Save the Children) د ۲۰۱۲ ز کال د راپور له مخې: د روغتیايي خدمتونو وده او ښوونځیو ته د نجونو تګ د دې لامل شوی چې د میندو لپاره افغانستان له خپل تر ټولو ناوړه ځایګي نه ووزي. په کابل کې د Save the Children بنسټ، د عامه ملاتړ او بسیج لوړپوړې مدیره راشل مارانټو وايي چې: «ګڼ شمېر میندې ژوندې پاتې کېږي او کم شمېر ماشومان مري، دا هغه څه دي چې موږ یې باید ولمانځو».

په نورو هېوادونو کې درملنه[سمول]

افغانان له هېواده بهر، تر ډېره په پاکستان، هند او ترکیه کې هر کال نږدې ۳۰۰ میلیونه ډالر په درملنه لګوي.[۱۶]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ "Afghanistan". World Health Organization (WHO). د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Newly-Built 350-Bed Hospital Opens in Kandahar - The Daily Outlook Afghanistan
  3. Mohmand Hospital Kandahar ,Mohmand Hospital Kandahar,Best hospital in Afghanistan,Kandahar Medical Complex ,Kandahar Hospital, Best Hospital In Kandhar
  4. "Helmand's Golden Age". BBC News. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ اگسټ ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Afghanistan country profile. Library of Congress Federal Research Division (May 2006). This article incorporates text from this source, which is in the public domain.
  6. Rao, K; et al. (27 May 2009). "An Experiment with Community Health Funds in Afghanistan". Health Policy and Planning. 24 (4): 301–311. doi:10.1093/heapol/czp018. PMID 19474086. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ مې ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Steinhardt, Laura; David Peters (2010). "Targeting accuracy and impact of a community-identified waiver card scheme for primary care user fees in Afghanistan". International Journal for Equity in Health. 9 (28): 28. doi:10.1186/1475-9276-9-28. PMC 3004906. PMID 21114851. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ مې ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Arur, A; et al. (22 October 2009). "Contracting for Health and Curative Care Use in Afghanistan Between 2004 and 2005". Health Policy and Planning. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ مې ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Steinhardt, Laura; Iqbal Aman; Iqbalshah Pakzad; Binay Kumar; Lakhwinder Singh; David Peters (2011). "Removing user fees for basic health services: a pilot study and national roll-out in Afghanistan". Health Policy and Planning. 26 (Suppl 2): ii92–ii103. doi:10.1093/heapol/czr069. PMC 3247786. PMID 22027924. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ مې ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Hansen, Peter; et al. (2008). "Determinants of Primary Care Service Quality in Afghanistan". Int J Qual Health Care. 20 (6): 375–383. doi:10.1093/intqhc/mzn039. PMID 18799469. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ مې ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Hansen, Peter; et al. (2008). "Client Perceptions of the Quality of Primary Care Services in Afghanistan". Int J Qual Health Care. 20 (6): 384–391. doi:10.1093/intqhc/mzn040. PMID 18799468. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ مې ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Health". United States Agency for International Development (USAID). www.usaid.gov. د لاسرسي‌نېټه October 20, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Afghanistan". The World Factbook. www.cia.gov. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Afghanistan". UNESCO. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Peter, Tom A. (17 December 2011). "Childbirth and maternal health improve in Afghanistan". Christian Science Monitor. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۱ ډيسمبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جنوري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. (په 25 May 2019 باندې). Years of war and poverty take toll on Afghanistan's healthcare. Aljazeera