په افغانستان کې د ۲۰۲۲ زکال په جون میاشت کې ځمک ښویېدنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ۲۰۲۲ زکال د جون میاشتې په ۲۲ مه د افغانستان په وخت ۰۱:۲۴:۳۶ بجو د افغانستان سویل ختیځې برخې د ریشتر په کچه ۶.۲ درجو ځمک ښویېدنې چې ژوروالی یې ۴ کیلومتره (۲.۵ مایله) و؛ ولړزولې. دغې ځمک ښویېدنې د افغانستان پکتیکا او خوست ولایتونه او د پاکستان خیبرپښتونخوا تر خپل اغېز لاندې راوستې. دغه ځمک ښویېدنه په ۵۰۰ کیلومتره (۳۱۰ مایله) فاصله کې د لږ تر لږه ۱۱۹ میلیونه کسانو له خوا احساس شوه ځکه چې د پاکستان د پنجاب ایالت او د هند او ایران یو شمېر برخې هم په کې شاملې وې. د متحده ایالاتو د جیولوژیکي سروې د ادارې په خبره، دغې ځمک ښویېدنې د مرکالي د اصلاح شوي شدت د مقیاس تر ټولو لوړه کچه یا VIII شدت درلود. [۱][۲][۳][۴]

د دغې ځمک ښویېدنې له امله په افغانستان او پاکستان کې له ۱۰۵۲ څخه تر ۱۱۶۳ تنه مړه او له ۱۶۲۷ څخه تر ۲۹۷۶ نور ټپیان شول. په افغانستان کې یې ډیر زیان په پکتیکا، خوست او ننګرهار ولایتونو کې واړوه. په خیبر پښتونخوا کې یې هم تلفات او زیانونه لرل. لږ تر لږه ۱۰ زره کورونه په کې ونړېدل یا یې هم شدید زیان ولید. د ځمک ښویېدنې د مرکز لږ ژوروالی، له وګړو څخه ډکو سیمو ته یې نږدې توب او د استوګنې د ودانیو ټیټ کیفیت لامل وګرځېدل څو ویجاړونکې اغېزې یې زیاتې شي. [۵][۶][۷]

ځمک ښویېدنه[سمول]

په افغانستان کې د ځمک ښویېدنې له امله په تېره لسیزه کې لږ تر لږه ۷۰۰۰ تنه مړه شوي چې په اوسط ډول هر کال ۵۶۰ تنه کېږي. په ۲۰۱۵ زکال کې د دغه هېواد په شمال ختیځ کې پیاوړې ځمک ښویېدنه په دغه هېواد او پاکستان کې د ۲۰۰ کسانو د مړینې لامل وګرځېده. په ۲۰۰۸ زکال کې د ۶.۴ ریشتر درجو په شدت د پاکستان په لویدیځ کې ځمک ښویېدنې ۱۶۶ تنه ووژل او ګڼ شمېر کلي یې ویجاړ کړل. په ۲۰۰۲ او ۱۹۹۸ زکال کې ځمک ښویېدنو په زرګونو کسان ووژل. [۸][۹][۱۰][۱۱]

اغېزې[سمول]

افغانستان[سمول]

باختر خبري آژانس راپور ورکړ چې لږ تر لږه ۱۱۵۰ تنه د دغې زلزلې له امله مړه شوي او ۱۶۰۰ تنه نور هم ټپیان دي. د ملګرو ملتونو سازمان بیا د مړو شمېر ۱۰۳۹ تنه او د ټپیانو شمېر ۲۹۴۹ تنه اعلان کړ. په دغو تلفاتو کې ۲۳۰ مړه شوي ماشومان او ۵۹۱ ټپي ماشومان هم شامل و. دا د ۲۰۰۲ زکال له ځمک ښویېدنې وروسته په افغانستان کې تر ټولو خونړۍ ځمک ښویېدنه وه، چې په هغې کې نهرین ته څېرمه ۲۰۰۰ تنه مړه شول او شاوخوا ۱۰ زره کوره په نسبي یا هم بشپړ ډول ویجاړ شول.  [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د ۲۰۲۲ زکال په ځمک ښویېدنه کې ۲۵ کلي ویجاړ شول. ښوونځي، روغتونونه، کورونه او جوماتونه ونړېدل. په تلفاتو کې یې ۷۳۸ تنه پکتیکا، ۳۸۱ تنه پکتیا، ۴۰ تنه خوست او پنځه تنه ننګرهار ولایت ته اړوند و. [۱۸][۱۹][۲۰]

د پکتیکا په مهم ښارګوټي ارګون کې ۴۰ جسدونه له خاورو راوویستل شول. د همدغه ولایت په ګیان ولسوالۍ کې نږدې ۱۸۰۰ کورونه چې د دغې ولسوالۍ د ټولو کورونو ۷۰ سلنه برخه یې جوړوله ویجاړ او ۲۳۸ تنه په کې مړه شول. همدارنګه ۳۹۳ تنه په کې ټپیان شول. د ګیان ولسوالۍ روغتیايي مرکز چې د ۵۰۰ ناروغانو د بستر ظرفیت یې درلود په شدیده توګه ویجاړ شو. له دغو ۵۰۰ ناروغانو څخه ۲۰۰ یې مړه شول. د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۵۰۰ تنه مړه او په زرګونو نور ټپیان شول. په دغه ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۴۵۰ کورونه ویجاړ شول. ۶۶ ښوونځي ړنګ شول، ۷۶ زده کوونکي ووژل شول او ۱۴۹ تنه نور په ګیان، نکه، برمل او زېړوک ولسوالیو کې ټپیان شول. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

په خوست ولایت کې لږ تر لږه ۶۰۰ کورونه ویجاړ شول. په سپېرې ولسوالۍ کې چې د ځمک ښویېدنې مرکز ته نږدې وه ۴۰ تنه مړه او ۹۵ نور ټپیان شول. همدارنګه په دغه ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۴۱۶ کورونه ویجاړ شول. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

داخلي غبرګونونه[سمول]

د افغانستان دولت د ژغورنې عملیات پیل کړل. د ژغورنې ډلې د ملي دفاع وزارت له چورلکو څخه په کار اخیستنې زیانمنو سیمو ته ورسېدې. چارواکو څرګنده کړه چې کېدای شي د ژغورنې د هڅو په اوږدو کې د تلفاتو شمېر لا زیات شي. راپورونه ورکړل شول چې ګڼ شمېر خلک لا د خاورو لاندې بند پاتې دي. د مرستې او ژغورنې هڅې د شدیدو بارانونو او د ځینو کلیو د لرې والي له امله له ستونزو سره مخ شوې. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

د طالبانو مشر هیبت الله اخندزاده د طبیعي پېښو وزارت ته امر وکړ چې «له ځنډ پرته زیانمنو سیمو ته خپلې مرستندویه ډلې ولېږي» او له نړیوالې ټولنې څخه یې د بشري مرستو غوښتنه وکړه. د طالبانو د حکومت ریس الوزرا ملا حسن اخوند وویل چې یو میلیارد افغانۍ (شاوخوا ۱۱.۳ میلیونه امریکايي ډالر) یې د زیانمنو شوو وګړو د اړتیاوو لپاره ځانګړې کړې دي. نوموړي همدارنګه زیانمنو سیمو ته د مرسته شوو توکو د لېږد اجازه ورکړه. د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې بیا په زلزله ځپلو سیمو کې وګړو ته کمپلې، خیمې او د پخلي وسایل ورسول. [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

د دغو سیمو ډېری ټپي شوي وګړي د چورلکو څخه په ګټنې نورو سیمو ته ولېږدول شول. د جون په ۲۲مه منصوري قل اردو څرګنده کړه چې ۱۰۰ تنه ټپیان یې له پکتیکا ولایت څخه نورو ولایتي روغتونونو ته لېږدولي. د دفاع وزارت وویل چې اووه چورلکې یې د مرستې په موخه زیانمنو سیمې ته لېږلې. دغو چورلکو زیانمنو سیمو ته طبي توکي او خواړه هم لېږدول. [۳۸][۳۹]

د ایټالیا د طبي مرستو بنسټ، ایمرجنسي، اووه امبولانسونه او خپل کارکوونکي زیانمنو شوو سیمو ته ولېږل. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې (OCHA) څرګنده کړه چې له ۱۳۰ څخه زیات ټپیان یې څلورو روغتونونو ته لېږدولي. د ملي دفاع وزارت اعلان وکړ چې پنځو چورلکو د پکتیکا ولایت له زیانمنو شوو سیمو څخه د تخلیې په عملیاتو کې ونډه لرله. یو روغتیايي ټیم ګیان ولسوالۍ ته ولېږل شو. یونیسف وویل چې خپلې روغتیايي او د خوړو رسونې ډلې یې د پکتیکا ګیان او برمل ولسوالیو او د خوست سپېرې ولسوالۍ ته لېږلي دي. کېیر انټرنېشنل (Care International) یو سیار روغتیايي مرکز جوړ کړ چې د روغتیايي متخصصینو په لرلو سره یې زیانمنو کسانو ته لومړني طبي خدمات وړاندې کول. [۴۰][۴۱][۴۲]

نړیوال غبرګونونه[سمول]

واک ته د طالبانو له رسېدو وړاندې له طبیعي پېښو سره مبارزه د افغانستان د بېړنو خدمتونو د وړاندې کوونکو ادارو پر وړاندې یوه ستونزه وه. دې ته په پام چې د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وروسته ګڼ شمېر مرستندویه نړیوالې ادارې له دغه هېواده ووتلې، د ژغورنې هڅې هم په لږ سرعت سره مخ ته تللې. دغه مهال چې افغانستان له سېلابونو او اقتصادي ستونزو سره مخ و دا هم ورته لویه ستونزه شوه. ګڼ شمېر هېوادونو د طالبانو له واکمنۍ وروسته په دوی باندې یو شمېر بندیزونه ولګول چې په ځانګړې توګه د بانکوالۍ په برخه کې و او دغه هېواد ته یې د نړیوالو مرستو په ترلاسه کولو کې خنډونه رامنځته کړل. [۴۳][۴۴]

تمه کېدله چې له پاکستان څخه به د مرستې په توکو بار موټر چې کمپلې، خیمې او درمل په کې و د جون میاشتې د ۲۲ مې نېټې په شپه د لومړي وزیر شهباز شریف په امر افغانستان ته راورسېږي. خو په ټولیز شمېر دغه دیارلسو موټر د جون په ۲۳ مه حرکت وکړ چې خیمې، کمپلې او درمل یې په افغانستان کې قربانیانو ته راولېږدول. د آزاد کشمیر لومړي وزیر سردار تنویر الیاس هم له افغانستان سره د ۱۰۰ میلیونه هندي کلدارو د مرستې اعلان وکړ. د پاک – افغان دوستي د ترتیباتو له مخې دوه موټره خوراکي توکي هم د غلام خان بندر له لارې له پاکستان څخه افغانستان ته ورسېدل. [۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹]

د هند د بهرنیو چارو وزیر وویل چې هند «د افغانستان د خلکو په غم کې شریک» او «په کلکه توګه د فوري مرستو رسولو ته ژمن دی». هند هم خپلې مرستې په دوه الوتکو کې چې کمپلې، د خوب بسترې او خیمې په کې وې افغانستان ته ولېږدولې. د دغې فاجعې اړوند د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په توجیهي غونډه کې هند د همدردۍ څرګندونه وکړه او د ملاتړ ژمنه یې وکړه، خو له دې سره یې د «مالي مرستو د هر ډول انحراف او همدارنګه یې د  بندیزونو له معافیت څخه د هر ډول ناوړه ګټنې اړوند» خبرداری ورکړ. د هند یوه تخنیکي ډله کابل ته راغله څو د بشري مرستو ویش تنظیم کړي. [۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴][۵۵]

دوه ایراني الوتکې چې خوراکي توکي، خیمې او قالینې په کې باور وې د ویش په موخه د خوست نړیوال هوايي ډګر ته ورسېدلې. د دغه هېواد د بشري مرستو دریمه الوتکه راتلونکې ورځ کابل ته ورسېده. د ایران د سرې میاشتې ټولنې وویل چې دغه بنسټ له زیانمنو شوو سره د مرستې په موخه روغتیايي مرستو او د ژغورنې په برخه کې مرستې ته چمتو دی. [۵۶][۵۷][۵۸]

عربي متحده اماراتو د ولسمشر محمد بن زید النهیان په لارښوونه ۳۰ مټریک ټنه مرسته وکړه. د جولای په ۳ مه دغه هېواد ۱۶ مټریک ټنه نور طبي توکي هم راولېږل. د دغه هېواد درې الوتکو د ۱۰۰۰ متر مکعبه (۳۵۰۰۰ فوټ مکعب) مساحت په لرلو ګرځنده روغتون د خوست ولایت ته ولېږدوه چې د ۷۵ کسانو د بستري کېدو ظرفیت یې درلود. [۵۹][۶۰]

د چین د بهرنیو چارو وزارت د خواشینۍ له څرګندولو سربېره څرګنده کړه چې دغه هېواد چمتو دی له افغانستان سره بېړنۍ مرسته وکړي. همدارنګه یې د ۷.۵ میلیون ډالرو په ارزښت د خیمو، کاغذي دستمالونو، بسترو او نورو توکو د مرستې ژمنه وکړه. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دوی به د پېښې له قربانیانو سره د ۷.۵ میلیونو ډالرو په ارزښت مرستې وکړي. شپږ وای – ۲۰ (Y-20) الوتکې د جون په ۲۸مه کابل ته ورسېدې چې ۱۰۵ ټنه کومکي مواد په کې بار و. په افغانستان کې د چین سفیر وویل چې د دوی د هېواد اووه الوتکې به مرستې انتقال کړي. له دې سربېره په افغانستان کې د چین سفیر د ۲۰۰ زرو ډالرو په ارزښت توکي افغاني سرې میاشتې ټولنې ته ورکړل. [۶۱][۶۲][۶۳][۶۴][۶۵][۶۶]

د بریتانیا دولت ژمنه وکړه چې ۲.۵ میلیونه پونډه به د ژغورنې په عملیاتو کې مرسته وکړي. ترکمنستان د ۲۰ ټنه خوراکي توکو او درملو مرسته وکړه. له دې سربېره ازبکستان هم د ۷۴ ټنو توکو مرسته وکړه. [۶۷][۶۸][۶۹]

متحده ایالات[سمول]

د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جېک سالیوان د یوې مطبوعاتي اعلامیې په ترڅ کې څرګنده کړه چې متحده ایالات د افغانستان له خلکو څخه ملاتړ ته ژمن دي. ولسمشر جوبایډن د امریکا پراختیايي ادارې (USAID) او نورو فدرال همکارو ادارو ته امر وکړ چې د مرستې په ډول غور وکړي. د جون په ۲۲ مه د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند، نېډ پرایس، وویل چې متحده ایالات په دې اړوند خبرو ته کېدای شي چمتو شي. [۷۰][۷۱]

طالبانو هم څو ځله له متحده ایالاتو وغوښتل څو د دغه هېواد کنګل شوې شتمني آزاده کړي او پرې مالي بندیزونه راکم کړي څو د بیارغونې چارې ورته اسانه شي.[۷۲]

د متحده ایالاتو د پراختیايي ادارې (USAID) په خبره ۵۵ میلیونه ډالر د چټکو بشري مرستو په توګه د زیانمنو شوو کسانو لپاره ځانګړي شول. د USAID مرستې د زیانمنو شوو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د نامناسبې حفظ الصحې له امله د رامنځته کېدونکو ناروغیو څخه د مخنیوي په موخه په پام کې ونیول شوې. دغه مرستې د هغو ۷۷۴ میلیون ډالرو سربېره وې چې د ۲۰۲۱ زکال له اګست میاشت را وروسته د متحده ایالاتو له خوا له افغانستان سره د بشري مرستو په نامه ورکړل شوي و. د جون په ۲۹ مه د متحده ایالاتو د دولت استازو او طالب چارواکو په افغانستان کې د بشري او اقتصادي ناورین اړوند خبرې وکړې. د دغو خبرو اترو موضوع د افغانستان په کنګل شوې شتمنۍ څرخېده. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له یو شمېر نورو طالب چارواکو سره په دغو خبرو اترو کې ونډه لرله. په دغه خبرو اترو کې چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې وشوې د متحده ایالاتو له اړخه د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس وېسټ او د متحده ایالاتو د مالیې وزارت چارواکو ونډه لرله.[۷۳][۷۴][۷۵]

سرچينې[سمول]

  1. Global CMT Catalog Search (Data set), Global Centroid Moment Tensor, 22 June 2022, مؤرشف من الأصل في ۲۳ جون ۲۰۲۲, د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جون ۲۰۲۲ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په 22 June 2022 باندې). Afghanistan rocked by 6.1 magnitude quake leaving 280 dead, according to Taliban officials. Australian Broadcasting Corporation.
  3. (په 22 June 2022 باندې). Earthquake of magnitude 6.1 shakes Afghanistan, Pakistan.
  4. (په 22 June 2022 باندې). At least 1,000 killed after strong earthquake jolts Afghanistan. Al Jazeera.
  5. (په 23 June 2022 باندې). Afghanistan earthquake: No food, no shelter and fears of cholera. BBC.
  6. . Death toll from Afghanistan's quake rises to 1,150 people. Associated Press.
  7. (په 24 June 2022 باندې). Afghan Authorities End Search for Survivors in Earthquake That Killed 1,000. U.S. News & World Report
  8. (په 2022-06-22 باندې). Afghan earthquake: 1,000 people killed and 1,500 wounded, official says. BBC News.
  9. (په 22 June 2022 باندې). At least 1,000 killed after strong earthquake jolts Afghanistan. Al Jazeera.
  10. "M 5.9 - 46 km SW of Khōst, Afghanistan". United States Geological Survey. 22 June 2022. مؤرشف من الأصل في ۲۳ جون ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) کينډۍ:PD-notice
  11. Masoud Popalzai, Jessie Yeung, Ehsan Popalzai and Tara John (په 22 June 2022 باندې). More than 1,000 people killed after magnitude 5.9 earthquake hits eastern Afghanistan.
  12. (په 24 June 2022 باندې). Aftershock in Afghanistan as quake toll rises to 1,150 dead. Associated Press.
  13. Directorate-General for European Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (27 June 2022). "Afghanistan - Earthquake, update (GDACS, USGS, WHO, Copernicus EMS) (ECHO Daily Flash of 27 June 2022)" (Press release). ReliefWeb. مؤرشف من الأصل في ۲۷ جون ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. کينډۍ:Cite report
  15. "Around 2,000 feared dead in Afghan earthquakes". Yahoo! News. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ اپرېل ۲۰۰۲ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. (په 22 June 2022 باندې). Afghanistan earthquake kills 950, toll likely to rise. South China Morning Post.
  17. (په 24 June 2022 باندې). Afghan Authorities End Search for Survivors in Earthquake That Killed 1,000. U.S. News & World Report
  18. "Afghanistan: Earthquake - Jun 2022". reliefweb.int. مؤرشف من الأصل في ۲۵ جون ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په 22 June 2022 باندې). 280 People Killed, 600 Injured as Earthquake Hits Khost, Paktika. Bakhtar News Agency.
  20. (په 22 June 2022 باندې). Afghanistan Live Updates: At Least 1,000 Killed in Earthquake, Official Media Says: The quake struck 28 miles southwest of the provincial capital of Khost.. The New York Times.
  21. (په 23 June 2022 باندې). Afghanistan quake: Gyan clinic with five beds for 500 injured patients. BBC.
  22. "Afghanistan: Earthquake - Jun 2022". reliefweb.int. مؤرشف من الأصل في ۲۵ جون ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. (په 22 June 2022 باندې). Afghanistan earthquake live news: Hundreds killed in major tremor. Al Jazeera.
  24. کينډۍ:Cite report
  25. (په 8 July 2022 باندې). Recent quake demolishes 66 schools in Paktika districts. Pajhwok.
  26. (په 23 June 2022 باندې). زلزال أفغانستان.. عدد القتلى يرتفع إلى 1500 وهيئات إنسانية تدعو الغرب لتجاوز موقفه من طالبان لإغاثة المنكوبين. Al Jazeera.
  27. "Afghanistan: Earthquake - Jun 2022". reliefweb.int. مؤرشف من الأصل في ۲۵ جون ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. کينډۍ:Cite report
  29. (په 22 June 2022 باندې). Afghanistan Live Updates: At Least 1,000 Killed in Earthquake, Official Media Says: The quake struck 28 miles southwest of the provincial capital of Khost.. The New York Times.
  30. (په 22 June 2022 باندې). MoD Helicopters, Medical Teams Arrived South to Assist Earthquake Victims. Bakhtar News Agency.
  31. (په 22 June 2022 باندې). Afghanistan earthquake: at least 250 dead after 6.1 magnitude quake, state media says. The Guardian.
  32. (په 22 June 2022 باندې). At least 250 killed in overnight Afghanistan earthquake: Official. The Straits Times.
  33. (په 22 June 2022 باندې). Afghanistan earthquake kills at least 1,000, toll expected to rise. CNBC
  34. (په 22 June 2022 باندې). At least 1,000 killed after strong earthquake jolts Afghanistan. Al Jazeera.
  35. Akhundzada, Hibatullah (22 June 2022). "Amir al-Mu'minin's message of condolence to the victims of an earthquake in Paktika and Khost provinces". Office of the Chief of Staff to the Prime Minister of Afghanistan. مؤرشف من الأصل في ۲۴ جون ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. (په 22 June 2022 باندې). 1 Billion Afs Allocated to Earthquake Victims of Paktika, Khost Provinces. Bakhtar News Agency.
  37. (په 22 June 2022 باندې). News agency: 1,000 dead, 1,500 injured in Afghan quake.
  38. (په 22 June 2022 باندې). Afghan quake kills 950; toll seen likely to rise. Reuters.
  39. (په 22 June 2022 باندې). MoD Helicopters, Medical Teams Arrived South to Assist Earthquake Victims. Bakhtar News Agency.
  40. (په 22 June 2022 باندې). Winnipeggers worried about aid getting to victims of deadly Afghanistan earthquake. Canadian Broadcasting Corporation.
  41. (په 22 June 2022 باندې). Afghanistan earthquake live news: Hundreds killed in major tremor. Al Jazeera.
  42. Care International (22 June 2022). "CARE assisting following devastating earthquake in Afghanistan". ReliefWeb. مؤرشف من الأصل في ۲۳ جون ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. (په 2022-06-22 باندې). Afghan earthquake: 1,000 people killed and 1,500 wounded, official says. BBC News.
  44. (په 22 June 2022 باندې). News agency: 1,000 dead, 1,500 injured in Afghan quake.
  45. (په 22 June 2022 باندې). Pakistan sends relief goods for Afghan earthquake victims. Radio Pakistan.
  46. . Pakistan dispatches relief package to Afghanistan as death toll crosses 1000 in earthquake. Pakistan Observer
  47. (په 26 June 2022 باندې). Afghan airport turned into makeshift clinic to treat earthquake injured. Editorji.
  48. (په 30 June 2022 باندې). AJK announces Rs100m assistance for Afghan quake victims. The News International.
  49. (په 29 June 2022 باندې). Pakistan sends humanitarian assistance to Afghan quake-hit areas. Radio Pakistan.
  50. Press Releases, Media Center (24 June 2022). "Earthquake Relief Assistance for the people of Afghanistan". Ministry of External Affairs. مؤرشف من الأصل في ۲۵ جون ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  51. (په 22 June 2022 باندې). Share grief of Afghan people; committed to support them: India on earthquake in Afghanistan. Greater Kashmir
  52. (په 23 June 2022 باندې). After deadliest earthquake in Afghanistan, India sends consignment of quake relief assistance to Kabul. Times Now.
  53. Security Council (23 June 2022). "Statement by Ambassador T.S. Tirumurti, Permanent Representative". Permanent Mission of India to the United Nations. مؤرشف من الأصل في ۲۵ جون ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  54. (په 24 June 2022 باندې). At UN, India Vows To Help Afghanistan After Deadly Earthquake. NDTV.
  55. (په 23 June 2022 باندې). India Sends Team to Help With Deadly Afghanistan Earthquake. U.S. News & World Report
  56. (په 23 June 2022 باندې). ورود دو فروند هواپیمای کمک های امدادی ایران به افغانستان.
  57. (په 24 June 2022 باندې). سومین محموله کمک‌های بشردوستانه ایران به مناطق آسیب‌دیده رسید. Jomhor News Agency.
  58. (په 22 June 2022 باندې). آمادگی هلال احمر ایران برای کمک به زلزله زدگان افغانستان. Mehr News Agency.
  59. (په 3 July 2022 باندې). UAE sends three planes carrying aid to Afghanistan. Emirates News Agency. ZAWYA
  60. (په 24 June 2022 باندې). UAE rushes 30 tons of aid to Afghanistan after earthquake claims over 1,150 lives. Al Arabiya.
  61. (په 22 June 2022 باندې). Afghanistan earthquake live news: Hundreds killed in major tremor. Al Jazeera.
  62. Keck, Madeleine (28 June 2022). "Australia, China, Britain, Taiwan, and More Deliver Aid to Afghanistan After Devastating Earthquake". Global Citizen. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مارچ ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  63. . China Provides $7.5 Million to the Victims of the Devastating Earthquake in Afghanistan. Khaama Press.
  64. Chik, Holly (1 July 2022). "Chinese PLA's biggest Y-20 warplanes boost aid delivery to quake-hit Afghanistan". South China Morning Post. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  65. . 2nd batch of China-donated quake relief supplies arrives in Afghanistan. Xinhua News Agency. Shine
  66. Afghan Red Crescent Society (4 July 2022). "China Donated 18 Tons Of Items And 200,000 US Dollars To The Afghan Red Crescent Society To Help The Earthquake Victims" (Press release). ReliefWeb. مؤرشف من الأصل في ۱۲ جولای ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  67. Foreign, Commonwealth and Development Office; The Rt Hon Elizabeth Truss MP (24 June 2022). "UK provides lifesaving support to the Afghan people following devastating earthquake". GOV.UK (Press release). د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ جون ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  68. (په 25 June 2022 باندې). Turkmenistan dispatches 20 tonns food, medicines to earthquake victims. Pajhwok Afghan News.
  69. (په 25 June 2022 باندې). Uzbekistan delivers 74 tons of humanitarian aid to quake-hit Afghanistan. Asian News International.
  70. "Statement by National Security Advisor Jake Sullivan on the Earthquake in Afghanistan". The White House. 22 June 2022. مؤرشف من الأصل في ۲۲ جون ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  71. (په 22 June 2022 باندې). US 'saddened' by Afghan earthquake, looks at aid. The Straits Times.
  72. (په 25 June 2022 باندې). Taliban Urges US to Lift Curbs and Unfreeze Funds to Help Quake-hit Afghanistan. Voice of America.
  73. "The United States Provides Nearly $55 Million in Additional Funding to Respond to the Devastating Earthquake in Additional Funding to Respond to the Devastating Earthquake in Afghanistan". USAID (Press release). 28 June 2022. مؤرشف من الأصل في ۲۹ جون ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  74. (په 28 June 2022 باندې). U.S. to Provide Nearly $55 Million More Humanitarian Aid for Afghanistan - Blinken. U.S. News & World Report
  75. (په 29 June 2022 باندې). Taliban-US Huddle in Doha on Afghan Frozen Funds, Economic Issues. Voice of America.