په افغانستان کې د ۲۰۱۴ زکال ولسمشریزې ټاکنې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


په افغانستان کې د ۲۰۱۴ زکال د ولسمشریزو ټاکنو لومړی پړاو ټاکنې د اپرېل په پنځمه نېټه او دویم پړاو ټاکنې یې د جون په ۱۴مه نېټه ترسره شوې. د وخت د ولسمشر حامد کرزي کاري دوره نوره پای ته رسېدلی وه او د نوماندۍ په شرایطو نه برابرېده. ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندانو د نوم ثبتونې پړاو د ۲۰۱۳ زکال د سپټمبر له ۱۶مې نیټې څخه د ۲۰۱۳ زکال د اکتوبر تر ۶مې نېټې دوام وکړ. په پایله کې په ټولیز ډول ولسمشرۍ ته ۲۷ تنه نوماندان شول. ورته مهال د ټاکنو خپلواک کمیسیون ۱۶ نوماندان د ټاکنو د بهیر په شرایطو برابر وه نه ګڼل او یوازې ۱۱ تنه یې دغې سیالۍ ته پرېښودل. د ۲۰۱۴ زکال تر اپرېل میاشتې پورې درې نور نوماندان هم له سیالۍ پر شا شول او پرېکړه یې وکړه چې د پاتې اتو نورو نوماندانو څخه د یو شمېر نوماندانو ملاتړ وکړي. نظر پوښتنو وښووله چې ډاکټر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله په ټاکنو کې مخکښ نوماندان دي؛ همدا و چې په لومړي پړاو ټاکنو کې ډاکټر عبدالله له ډاکټر محمد اشرف غني څخه زیاتې رایې ترلاسه کړې خو یوه هم له پنځوس سلنه زیاتې رایې خپلې نه کړې. همدا و چې دویم پړاو ټاکنې د لومړي پړاو له ټاکنو څه باندې دوه میاشتې وروسته د جون په ۱۴مه نېټه ترسره شوې. تمه کېده چې د دغو ټاکنو لومړۍ پایلې د جولای په ۲مه او وروستۍ پایله یې د جولای په ۲۲مه اعلان شي. خو په دویم پړاو ټاکنو کې د پراخو درغلیو تورونه لامل وګرځېدل چې د ټاکنو پایلې وځنډېږي. په پایله کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کري د دوه سیالو نوماندانو؛ ډاکټر غني او عبدالله ترمنځ منځګړیتوب وکړ. د ډاکټر غني، عبدالله او کري ترمنځ له یو لړ خبرو اترو وروسته دواړه نوماندان د ملي وحدت د حکومت په جوړولو سره هوکړې ته ورسېدل او حکومت یې ۵۰ - ۵۰ سلنه ووېشه. د دغې سیاسي پرېکړې پر مټ د ډاکټر عبدالله لپاره د اجرایوي ریاست ځانګړې څوکۍ رامنځته شوه . د ملي وحدت د حکومت دوره د ۲۰۱۹ زکال په سپټمبر میاشت کې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو له ترسره کېدو وروسته پای ته ورسېده. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

دا د افغانستان په تاریخ کې لومړنی ځل و (او تر اوسه پورې یوازنی ځل دی) چې واک په دیموکراتیکه بڼه له یوه ولسمشر څخه بل ولسمشر ته ولېږدېد. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

کړنلار[سمول]

د ۲۰۱۳ زکال د جولای په ۱۷مه د افغانستان ملي شورا دوه داسې ټاکنیز قوانین تصویب کړل چې په خپل وخت د ټاکنو لپاره ډېره مهم و. ولسمشر کرزي یو له دغو قوانینو څخه لاسلیک کړ او تمه کېده چې بل به یې هم په چټکۍ لاسلیک کړي. لومړنی قانون یې چې لاسلیک کړ د افغانستان د ټاکنو د کمیسون او د ټاکنیزو سرغړونو د څېړلو او شکایاتو د اورېدو د کمیسیون جوړښت یې وټاکه. بل یې هم د رایو ورکولو د ډول اړوند و. پاکستان هم د ټاکنو پر مهال له افغانستان سره خپلې پولې وتړلې څو د وسله والو مخالفینو د احتمالي بریدونو کچه راکمه کړي.[۱۴]

داسې راپورونه هم خپاره شول چې په یو شمېر ټاکنیزو مراکزو کې د خلکو د زیاتې ونډې له امله د رایو ورکولو پاڼې خلاصې شوې. [۱۵]

نوماندان[سمول]

د ۲۰۱۳ زکال د اکتوبر په ۶مه چې د نوماندانو د نوم ثبتونې وروستۍ ورځ وه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ټاکنو ته د ۲۷ نوماندانو د نوم ثبتونې اعلان وکړ. د دغو نوماندانو په ډله کې لاندې کسان شامل و:[۱۶][۱۷]

  • ډاکټر محمد اشرف غني، د مالیې پخوانی وزیر[۱۸]
  • دل آغا کوهدامني[۱۹]
  • اسحاق ګیلاني[۲۰]
  • حشمت غني احمدزی[۲۱]
  • قطب الدین هلال[۲۲]
  • قیوم کرزی، د ولسمشر حامد کرزي ورور چې سوداګر او سیاستوال و
  • فضل کریم نعیمي[۲۳]
  • زلمی رسول، د بهرنیو چارو پخوانی وزیر[۲۴][۲۵]
  • عبدالرسول سیاف[۲۶]
  • بسم الله شیر، د ملي وفاق ګوند مشر[۲۷]
  • عبدالرحیم وردګ، د ملي دفاع پخوانی وزیر[۲۸]
  • عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو پخوانی وزیر، د افغانستان د ملي ائتلاف مشر او په ۲۰۰۹ زکال کې د ولسمشریزو ټاکنو نوماند[۲۹]

له دې سره د اکتوبر په ۲۲مه د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو له بهیر څخه ۱۶ نوماندان په شرایطو برابر وه نه ګڼل او یوازې ۱۱ نوماندان یې په دغه سیالۍ کې پرېښودل. دغه نوماندان د مختلفو لاملونو له امله په شرایطو برابر وه نه بلل شول چې په دغو کې د زده کړو کچه، د اسنادو لرل او همدارنګه د اړتیا وړ کافي لاسلیکونو نه راغونډول شامل و. له ټاکنو ویستل شوو نوماندانو ۲۰ ورځې وخت درلود څو د دغې پرېکړې اړوند اعتراض وکړي؛ همدا و چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د تائید شوو نوماندانو نوملړ د ۲۰۱۳ زکال د نومبر په ۱۹مه خپور کړ. [۳۰][۳۱][۳۲]

ټاکنیزې مبارزې[سمول]

د ۲۰۱۴ زکال د مارچ په ۶مه قیوم کرزی د زلمي رسول په ګټه له نوماندۍ پر شا او له هغه یې ملاتړ اعلان کړ. د هغه له خوا له ټاکنو څخه د پر شا کېدو د اعلامیې د خپرولو په ځنډ سره د هغه نوم هم د رایو په پاڼه کې چاپ شو؛ له دې سره کرزي له خپلو ملاتړو وغوښتل څو رسول ته رایه ورکړي. دوه نورو نوماندانو - سردار محمد نادر نعیم او عبدالرحیم وردګ – ورته چاره ترسره کړه څو د پښتنو پیاوړی ټاکنیز ټکټ جوړ کړي. [۳۳]

پایلې[سمول]

د ټاکنو لومړنۍ پایلې د اپرېل په ۲۶مه اعلان او وروستۍ یې هم د مۍ په ۱۵مه اعلان شوې. شاوخوا ۱۲ میلیونه کسانو په ټاکنو کې د رایو ورکولو په موخه نومونه ثبت کړي و او همدارنګه نږدې ۸ میلیون افغان کډوال هم د رایو ورکولو په شرایطو برابر و. [۳۴][۳۵]

یو نوماند هم له ۵۰ سلنه زیاتې رایې خپلې نه کړې او له همدې امله دویم پړاو ټاکنې د جون په ۱۴مه ترسره شوې. په پام کې وه چې لومړنۍ پایلې د جولای په ۲مه اعلان شي، خو د جولای ۷مې نېټې ته وځنډېدې. د پایلو اعلان وښووله چې ډاکټر محمد اشرف غني د ۵۶.۴٪ رایو ګټونکی دی. [۳۶][۳۷]

په ټاکنو کې د پراخو چلوټیو د تورونو له امله د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کري د جولای په ۱۲مه اعلان وکړ چې ټولې رایې باید بیاځلي د ملګرو ملتونو د سازمان تر څارنې لاندې وشمېرل شي. له بېرته شمېرنې وروسته د معتبرو رایو شمېر له ۷ میلیون ۹۷۲ زره ۷۲۷ رایو څخه ۷ میلیون ۱۲۰ زره ۵۸۵ رایو ته راکم شو. خو له دې سره هم پایلو د ۵۵.۳ سلنه رایو په ګتلو ډاکټر اشرف غني بریالی وښود. [۳۸][۳۹][۴۰]

پایله[سمول]

د اګست په ۲۴مه نېټه ولسمشر حامد کرزي له دواړو نوماندانو سره ولیدل او له هغوی یې وغوښتل په چټکۍ سره د بیا ارزونې بهیر پای ته ورسوي. د لوړې مراسم د ۲۰۱۴ زکال د سپټمبر په ۲مه نېټه د ملګرو ملتونو د سازمان له طرحې یوه میاشت وروسته تنظیم شول. ولسمشر کرزي همدارنګه څرګنده کړه چې د ټاکنو د پایلو پر سر د دواړو نوماندانو ترمنځ جنجال د افغانستان د سیاسي حالت د خرابېدو لامل ګرځي. په داسې حال کې چې کرزي هوډ درلود د سپټمبر په ۲مه واک پرېږدي خو د امنیتي اندېښنو له امله پر خپل ځای پاتې شو. له دې سره چې متحده ایالاتو دواړو نوماندانو ته وړاندیز وکړ چې د واک پر ویش هوکړې ته ورسېږي او په پیل کې هوکړې ته ورسېدل، خو لا هم د ټاکنو پایلې اختلافي پاتې شوې. د ملګرو ملتونو د سازمان له خوا اعلان شوو شمېرو ونشو کولای عبدالله تر اغېز لاندې راولي ځکه هغه ټینګار درلود چې د حساب کولو ټیم نه شي کولای په دویم پړاو کې د شمېرل شوو یو میلیون اضافي رایو توضېح وړاندې کړي. د ډاکټر غني ملاتړو ټینګار درلود چې دوی د روغې په لټه کې دي او د مذاکرې دروازې یې د ټاکنیز سیال پر مخ پرانیستې دي. [۴۱][۴۲][۴۳]

د سپټمبر په ۱۹مه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ولسمشر غني د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ. پنځه ساعته وروسته منتخب ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني او عبدالله د واک د ویش هوکړه لاسلیک کړه چې عبدالله عبدالله ته یې د اجرایوي ریاست مهمه څوکۍ ورکړه. دغه هوکړه په ولسمشریزه ماڼۍ کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په شتون کې لاسلیک شوه. د ډاکټر عبدالله په غوښتنه په دغه هوکړه کې پرېکړه وشوه چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون به د د دویم پړاو د ټاکنو کره شمېرې نه اعلانوي. [۴۴][۴۵]

سرچينې[سمول]

  1. "Dr. Zalmai Rasoul nominated for 2014 presidential elections". 6 October 2013. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ فبروري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Bailey Cahall (7 October 2013). "27 candidates enter race for Afghanistan's 2014 presidential election". Foreign Policy. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ فبروري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Ali M Latifi (22 October 2013). "Sixteen Afghan election hopefuls disqualified". Al Jazeera. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ فبروري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 28 December 2013 باندې). Polling Comes to Afghanistan, Suggesting Limit to Sway of President Karzai. The New York Times.
  5. ABC News. "International News - World News - ABC News". ABC News. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "John Kerry praises Abdullah and Ghani as Afghanistan's struggles continue". 27 September 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "National unity deal for Afghan rivals". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Afghanistan: The Future of the National Unity Government". 10 April 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Afghan presidential elections postponed until July 20: Official [[:کينډۍ:Pipe]] Afghanistan News [[:کينډۍ:Pipe]] al Jazeera". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); وصلة إنترويكي مضمنة في URL العنوان (مساعدة)
  10. (په April 4, 2014 باندې). Huge security as Afghan presidential election looms.
  11. (په 5 April 2014 باندې). Afghanistan votes in historic presidential election.
  12. (په April 4, 2014 باندې). Landmark Afghanistan Presidential Election Held Under Shadow of Violence.
  13. . Afghanistan's Future: Who's Who in Pivotal Presidential Election.
  14. (په 17 July 2013 باندې). With New Law, Afghanistan Moves Closer to an Election.
  15. (په 5 April 2014 باندې). Afghanistan election: Millions vote in presidential poll. BBC News.
  16. Bailey Cahall (7 October 2013). "27 candidates enter race for Afghanistan's 2014 presidential election". Foreign Policy. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ فبروري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Complete List of Registered Presidential Tickets". Tolo News. 7 October 2013. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ فبروري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په 30 September 2013 باندې). Afghan ex-finance minister Ghani to run for president. Fox News
  19. Saleha Sadat (5 October 2013). "Five New Candidates Register for Presidential Elections". Tolo News. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ اکتوبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ فبروري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Saleha Sadat (5 October 2013). "Five New Candidates Register for Presidential Elections". Tolo News. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ اکتوبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ فبروري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Ali M. Latifi (5 October 2013). "Hashmat Ghani: Quiet storm of the Afghan vote". Al Jazeera. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ فبروري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Saleha Sadat (5 October 2013). "Five New Candidates Register for Presidential Elections". Tolo News. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ اکتوبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ فبروري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Bailey Cahall (7 October 2013). "27 candidates enter race for Afghanistan's 2014 presidential election". Foreign Policy. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ فبروري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Dr. Zalmai Rasoul nominated for 2014 presidential elections". 6 October 2013. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ فبروري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Saleha Sadat (3 October 2013). "Sayyaf Files Nomination for Presidency". Tolo News. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ اکتوبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ فبروري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Saleha Sadat (3 October 2013). "Sayyaf Files Nomination for Presidency". Tolo News. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ اکتوبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ فبروري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Saleha Sadat (3 October 2013). "Sayyaf Files Nomination for Presidency". Tolo News. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ اکتوبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ فبروري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Saleha Sadat (5 October 2013). "Five New Candidates Register for Presidential Elections". Tolo News. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ اکتوبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ فبروري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Jennifer Glasse (1 October 2013). "Afghan deja vu: Abdullah to run for president". Al Jazeera. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ فبروري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Ali M Latifi (22 October 2013). "Sixteen Afghan election hopefuls disqualified". Al Jazeera. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ فبروري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Ali M Latifi (22 October 2013). "Sixteen Afghan election hopefuls disqualified". Al Jazeera. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ فبروري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Majidy, Sayed Tariq (3 February 2014). "Presidential Names Ordered for Ballot". Tolo News. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ ډيسمبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ نومبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "Afghan president's brother withdraws from election race". The Guardian. March 6, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. John Wendle. "Afghanistan elections: Youth voters 'vital' - Features". Al Jazeera English. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اپرېل ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. (په 2014-04-04 باندې). Afghans Risk Lives to Vote in First Democratic Election Since 2001. Bloomberg
  36. "BBC News - Afghan election: Taliban 'removed voters' fingers'". bbc.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جون ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. (په 5 April 2014 باندې). Afghanistan election: Millions vote in presidential poll. BBC News.
  38. Summary of Votes Obtained By Candidates: 2014 Presidential Runoff: Final Results Archived 2021-08-16 at the Wayback Machine. IEC
  39. Turnout: 2014 Presidential Runoff: Preliminary Results Archived 2021-08-16 at the Wayback Machine. IEC
  40. Summary of Votes Obtained By Candidates: 2014 Presidential Runoff: Final Results Archived 2021-08-16 at the Wayback Machine. IEC
  41. (په 8 September 2014 باندې). Abdullah insists he has won and refuses to accept vote audit. Radio Free Europe
  42. (په 28 August 2014 باندې). Karzai warns he will quit despite Afghanistan deadlock. The Daily Telegraph.
  43. "President Karzai Talks Inauguration Date with Presidential Candidates". president.gov.af. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ اگسټ ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. (په 21 September 2014 باندې). Ashraf Ghani Is Named President of Afghanistan by Elections Panel.
  45. (په 21 September 2014 باندې). Ashraf Ghani Is Named President of Afghanistan by Elections Panel.