منځپانگې ته ورتلل

په افغانستان کې د کوېډ-۱۹ وبا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په افغانستان کې د کوېډـ۱۹ ( COVID-19 ) وبا د نړۍ په کچه په ۲۰۱۹ کال کې د کورونا ویروس ناروغۍ یوه برخه ده، چې د کورونا ویروس ۲ د سخت تنفسي علایمو (SARS-CoV-2) له امله رامنځته کېږي. د دې ویروس خپرېدل په افغانستان کې هغه وخت تصدیق شو، کله چې د ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۲۴ په هرات کې د دې لومړۍ پېښه تائید شوه. [۱]

د ۲۰۲۳ کال د اپریل تر ۲۷ نېټې پورې ۲۱۴،۱۱۲ مثبتې او ۷،۸۸۸ مړینې پېښې تائید شوې وې. د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر تر ۱۳ نېټې پورې ۱۱۸،۱۸۰ کسان ورغېدل. په افغانستان کې د کوېډ-۱۹ تر ټولو زیاتې پېښې کابل وې چې شمېر يې ۱۸۸۹۶ ؤ، ورپسې هرات کې ۹۳۴۳ پېښې او  بلخ کې ۳۴۳۱ پېښې وې. که څه هم د ۲۰۲۰ کال د اګست په ۵ د عامې روغتیا وزارت د یوې رسمي سروې په راپور راغلي وو چې د هېواد نږدې دریمه برخه نفوس یا نږدې ۱۰ مېلیون خلک په کوېډ-۱۹ اخته شوي وو.   [۲][۳][۴][۵]

مخینه

[سمول]

ریښې

[سمول]

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۱۲ تائید کړه چې د چین د هوبي په ووهان کې د خلکو په یوه ډله کې یو نوی کورونا ویروس د تنفسي ناروغۍ لامل و، چې راپور یې د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په ۳۱ نېټه WHO ته ورکړل شو. د کوېډ-۱۹ د مړینو سلنه د ۲۰۲۳ کال SARS په پرتله خورا ټیټ ؤ، خو سرایت یې ډېر لوړ ؤ او ټولو مړینو شمېر يې زیات ؤ. د افغانستان د موډل پر بنسټ مشهابت کونه څرګندوي چې د وخت توپیر لرونکي تکثیر شمېر ( ) لپاره ۹۵٪ د باور انتروال له ۰،۱ څخه ټیټ ؤ او د ۲۰۲۲ کال له نومبر څخه تر د ۲۰۲۱ کال  فبروري پورې راټیټ شو.   [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

له ایران څخه ډله ییز راستنېدونکي

[سمول]

د ۲۰۲۰ کال په مارچ میاشت کې په ټول ایران کې د وبا د خپرېدو له امله لږ تر لږه ۱۵۰ زره افغانان له دې هېواد څخه د هرات ولایت اسلام قلعه پولې ته راستانه شول. د یوې میاشتې په اوږدو کې هره ورځ تر ۱۰۰۰ ډېر کسان له پولې تېرېدل. په هرات ولایت کې د ۲۰۲۰ کال د مارچ او اپریل ترمنځ د پېښو شمېر ۲۰۰ ته پورته شو. د چمن او تورخم په پوله په دریو ورځو کې څه باندې ۶۰ زره افغانان له پاکستانه راستانه شوي دي.    [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د ۲۰۲۰ کال فبروري میاشت

[سمول]

د فبرورۍ په ۲۳ لږ تر لږه د هرات درې اوسېدونکي چې په هغه وروستیو کې د ایران له قم څخه راستانه شوي وو، شکمن وو چې په کوېډ-۱۹ ناروغۍ اخته وي. د وینې نمونې یې د نورو ازموینو لپاره کابل ته واستول شوې. افغانستان د کوېډ-۱۹ لومړۍ پېښه تائید کړه چې په هرات کې له درېیو کسانو څخه یو یې ۳۵ کلن سړی ؤ.   [۱۹][۲۰]

د ۲۰۲۰ کال مارچ میاشت

[سمول]

د مارچ له ۱ څخه تر ۱۴ پورې – لومړنۍ خپرېدنه

[سمول]

په هرات ولایت کې درې نوې پېښې د مارچ په ۷ ثبت شوې، چې په دې سره په افغانستان کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر څلورو ته لوړ شو.   [۲۱]

د مارچ په ۱۰ د هرات ولایت څخه بهر په سمنګان ولایت کې لومړۍ پېښه ثبت شوه، په دې معنی چې په افغانستان کې ټولټې پنځه پېښې ثبت شوې. ماښام خوا ته دا شمېر اوو ته لوړه شو. [۲۲][۲۳]

د مارچ په ۱۴ نېټه لسمه مثبته پېښه تائید شوه. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په بلخ او کاپیسا ولایتونو کې لومړۍ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. سمنګان کې هم د کرونا ویروس وبا دریمه مثبته پېښه ثبت شوه. په همغه ورځ یوولسمه پېښه هم اعلان شوه. د بلخ ولایت ناروغ له مثبتې ازموینې وروسته تښتېدلی ؤ. [۲۴][۲۵][۲۶]

د مارچ په ۱۴ په افغانستان کې له کرونا ویروس څخه لومړۍ رغېدلی کس په هرات کې د یوه ناروغ په توګه ثبت شو، چې دا لومړۍ مثبته پېښه هم وه. [۲۷]

سرچينې

[سمول]
  1. ↑ "Afghanistan confirms 1st case of coronavirus". www.aa.com.tr. خوندي شوی له اصلي څخه په 24 February 2020. ترلاسه‌کېدو نېټه 2020-03-10.
  2. ↑ "MOPH-COVID-19 Dashboard". covid.moph-dw.org. خوندي شوی له اصلي څخه په 14 July 2020. ترلاسه‌کېدو نېټه 2020-07-02.
  3. ↑ "Current Cases of COVID-19". tolonews.com. خوندي شوی له اصلي څخه په 24 April 2020. ترلاسه‌کېدو نېټه 2020-04-23.
  4. ↑ "10 Million Afghans Likely Infected and Recovered From COVID-19: Survey | Voice of America - English". www.voanews.com (in انگليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 9 December 2020. ترلاسه‌کېدو نېټه 2020-11-29.
  5. ↑ "Survey finds at least 10 million Afghans infected with COVID-19". Ariana News (in امريکايي انگليسي). 5 August 2020. خوندي شوی له اصلي څخه په 14 December 2020. ترلاسه‌کېدو نېټه 2020-11-29.
  6. ↑ "Novel Coronavirus Information Center". Elsevier Connect. خوندي شوی له اصلي څخه په 30 January 2020. ترلاسه‌کېدو نېټه 15 March 2020.
  7. ↑ Reynolds, Matt (4 March 2020). "What is coronavirus and how close is it to becoming a pandemic?". Wired UK. ISSN 1357-0978. خوندي شوی له اصلي څخه په 5 March 2020. ترلاسه‌کېدو نېټه 5 March 2020.
  8. ↑ "Crunching the numbers for coronavirus". Imperial News. خوندي شوی له اصلي څخه په 19 March 2020. ترلاسه‌کېدو نېټه 15 March 2020.
  9. ↑ "High consequence infectious diseases (HCID); Guidance and information about high consequence infectious diseases and their management in England". GOV.UK (in انگليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 3 March 2020. ترلاسه‌کېدو نېټه 17 March 2020.
  10. ↑ "World Federation Of Societies of Anaesthesiologists – Coronavirus". www.wfsahq.org. خوندي شوی له اصلي څخه په 12 March 2020. ترلاسه‌کېدو نېټه 15 March 2020.
  11. ↑ "Crunching the numbers for coronavirus". Imperial News. خوندي شوی له اصلي څخه په 19 March 2020. ترلاسه‌کېدو نېټه 15 March 2020.
  12. ↑ "Future scenarios of the healthcare burden of COVID-19 in low- or middle-income countries". MRC Centre for Global Infectious Disease Analysis at Imperial College London. خوندي شوی له اصلي څخه په 2 February 2021. ترلاسه‌کېدو نېټه 18 February 2021.
  13. ↑ "Coronavirus: Herat emerges as Afghanistan's epicentre". www.aljazeera.com. خوندي شوی له اصلي څخه په 30 June 2020. ترلاسه‌کېدو نېټه 2020-04-14.
  14. ↑ "From Iran's hot zone, Afghans flee home, spreading virus". MyNorthwest.com. 2020-04-05. خوندي شوی له اصلي څخه په 11 June 2020. ترلاسه‌کېدو نېټه 2020-04-14.
  15. ↑ "Helping the most vulnerable return home to Afghanistan - Afghanistan". ReliefWeb (in انگليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 11 June 2020. ترلاسه‌کېدو نېټه 2020-04-14.
  16. ↑ "Coronavirus – Now is not the time to forget Afghanistan and its neighbours". United Nations High Commissioner for Refugees (in انگليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 22 June 2020. ترلاسه‌کېدو نېټه 2020-04-14.
  17. ↑ "Coronavirus outbreak fears in Afghanistan amid influx from Iran". www.aljazeera.com. خوندي شوی له اصلي څخه په 7 July 2020. ترلاسه‌کېدو نېټه 2020-04-14.
  18. ↑ Asher, Saira (2020-04-09). "The porous borders where the virus cannot be controlled". BBC News (in برېتانيايي انگليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 6 July 2020. ترلاسه‌کېدو نېټه 2020-04-14.
  19. ↑ "3 Suspected Cases of Coronavirus Reported in Afghanistan". TOLOnews. خوندي شوی له اصلي څخه په 27 May 2020. ترلاسه‌کېدو نېټه 23 February 2020.
  20. ↑ "Afghanistan confirms first coronavirus case in province bordering Iran". Reuters. 24 February 2020. خوندي شوی له اصلي څخه په 1 July 2020. ترلاسه‌کېدو نېټه 10 March 2020.
  21. ↑ "Afghanistan's confirmed coronavirus cases rises to four - health ministry spokesman". Reuters (in انگليسي). 2020-03-07. خوندي شوی له اصلي څخه په 9 March 2020. ترلاسه‌کېدو نېټه 2020-03-09.
  22. ↑ "5 Positive Coronavirus Cases Reported in Afghanistan". TOLOnews (in انگليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 11 March 2020. ترلاسه‌کېدو نېټه 2020-03-10.
  23. ↑ "7 Positive Coronavirus Cases Reported in Afghanistan". TOLOnews (in انگليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 24 June 2020. ترلاسه‌کېدو نېټه 2020-03-10.
  24. ↑ "Afghanistan Bans All Sports Events Over Coronavirus Spread". TOLOnews (in انگليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 20 March 2020. ترلاسه‌کېدو نېټه 2020-03-14.
  25. ↑ "Update: 11 Tested Positive for Coronavirus In Afghanistan". TOLOnews (in انگليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 21 June 2020. ترلاسه‌کېدو نېټه 2020-03-14.
  26. ↑ "Update: 11 Tested Positive for Coronavirus In Afghanistan". TOLOnews (in انگليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 21 June 2020. ترلاسه‌کېدو نېټه 2020-03-14.
  27. ↑ "First Recovery From COVID-19 in Afghanistan". TOLOnews (in انگليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 26 March 2020. ترلاسه‌کېدو نېټه 2020-03-22.