په افغانستان کې د فرانسې ځواکونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

فرانسوي ځواکونو د ۲۰۰۱ زکال په وروستیو کې د افغانستان په جګړه کې ونډه واخیسته او په ۲۰۱۴ زکال کې یې په بشپړه توګه له دغه هېواد څخه خپل ځواکونه وویستل. هغوی د دوه جلا جوړښتونو په اډانه کې پوځي ماموریتونه ترسره کړل:

  • د امنیت راوړو په برخه کې نړیوال مرستندویه ځواکونه (ایساف)، چې د ملګرو ملتونو د پرېکړې پر بنسټ د ناټو سازمان له خوا جوړ شول
  • د دوامداره آزادۍ عملیات (Operation Enduring Freedom) چې د متحده ایالاتو تر قوماندې لاندې د ترهګرۍ سره د جګړې برخه وو.

فرانسوي ځواکونو د دغه دواړو جوړښتونو په اډانه کې په ملي کچه عملیاتو ونډه لرله:

  • د ایساف ځواکونو په اډانه کې پامیر عملیات
  • هراکلیس عملیات (Opération Héraklès) چې د دغه هېواد سمندریزو او هوايي ځواکونو په کې ونډه لرله
  • د افغان ځواکونو د روزنې اپیډوت عملیات (Opération Épidote)
  • د «دوامداره آزادۍ د عملیاتو» په اډانه کې د آرس ځانګړي عملیات (Opération Arès)

د ۲۰۰۹ زکال د نومبر میاشتې تر لومړۍ نېټې په افغانستان کې د فرانسوي ځواکونو شمېر ۴۰۰۰ تنو ته ورسېد چې د هند په سمندر کې د مشترکو عملیاتو د ۱۵۰مې لوا (Combined Task Force 150) د هوايي ملاتړ پوځي ټولی هم په کې شامل و. له دې سربېره د ۲۰۰۹ زکال په وروستیو کې ۱۵۰ ژندرما ځواکونه هم د دغه ځواکونو په شمېر کې اضافه شول.

یوازې په ۲۰۰۹ زکال کې د دغو ځواکونو عملیاتو ۴۵۰ میلیونه یورو لګښت درلود چې د فرانسې هېواد د ۸۷۰ میلیونو یورو کلنۍ پوځي بودیجې څه باندې نیمايي برخه یې جوړوله. په ټولیزه توګه د دغه هېواد ۸۶ سرتېري د افغانستان په جګړه کې وژل شوي. [۱][۲][۳]

د ۲۰۱۲ زکال په جنوري میاشت کې وروسته له هغه چې د افغانستان په ختیځ کې یو افغان سرتېري څلور فرانسوي سرتېري په ډزو ووژل، د فرانسې ولسمشر نیکولا سارکوزي ګواښ وکړ چې د دغې پېښې له امله په افغانستان کې د فرانسې عملیات بندوي. له دې وروسته د فرانسې نوي منتخب ولسمشر فرانسوا اولاند د ۲۰۱۲ په جون میاشت کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د ۳۴۰۰ فرانسوي ځواکونو ۲۰۰۰ تنه یې له افغانستان څخه باسي او ۱۴۰۰ نور د افغان ځواکونو د روزنې او سمبالولو په موخه په افغانستان کې پرېږدي. د ۲۰۱۲ زکال په نومبر میاشت کې د فرانسې جنګي سرتېري له افغانستان څخه وویستل شول او یوازې لوژستیکي چارو ته اړوند پوځیان یې پاتې شول.[۴][۵][۶]

ماموریت[سمول]

په افغانستان کې د فرانسوي پوځاینو د ماموریت په رسمي اعلامیه کې راغلي و چې موخه یې، د دوی تر ولکې لاندې سیمو کې افغان دولت ته د دې زمینه برابرول دي څو هلته خپل بنسټونه جوړ، پراختیايي عملیات ترسره او خدماتي چارې ترسره کړي (...) [همدارنګه] په دغو سیمو کې د افغان ځواکونو د پیاوړتیا په برخه کې مرسته کوي.

له دې سره فرانسوي ځواکونو د نشه یي توکو پر ضد عملیاتو کې مرسته کوله، په داسې حال کې چې د تریاکو د کروندو له منځه وړل او د هغو د سوداګرو نیونه یې د ماموریت برخه نه وه. همدارنګه دغو ځواکونو د جګړې پر مهال نیول شوي کسان افغان مسئولینو ته سپارل.

تاریخچه[سمول]

د ۲۰۰۱ زکال د سپټمبر د ۱۱مې نېټې بریدونو د ناټو د هوکړې ۵مه ماده اجرا وړ وګرځوله چې څرګندوي، د ناټو سازمان په هر غړي هېواد باندې برید په ټولو غړو هېوادونو باندې د مستقیم برید په توګه ګڼل کېږي. په داسې حال کې چې فرانسه دغې مادې ته ژمنه نه ده، خو ژمنه یې وکړه چې وسله وال ځواکونه به یې د خپلو متحدینو په خوا کې ودرېږي. [۷]

حقوقي اډانه او د ملګرو ملتونو پرېکړه[سمول]

د ۲۰۰۱ زکال د ډسمبر په ۲۰مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۸۶مې ګڼې پرېکړې پر بنسټ د امنیت راوړو په موخه مرستندویه نړیوال ځواک (آیساف ځواکونه) د ملګرو ملتونو د منشور د اووم فصل له مخې رامنځته شو؛ د دغو ځواکونو د ماموریت اړوند پرېکړه وشوه چې:

دغو ځواکونو ته اجازه ورکول کېږي، هماغه ډول چې منابع اجازه ورکوي، د افغانستان له لنډ مهالې ادارې او د هغو له ځای ناستو څخه ملاتړ وکړي څو د کابل په چاپېر او له هغو بهر د افغانستان په ټولو برخو کې امنیت ټینګ کړي، په داسې توګه چې افغان مسئولین، د ملګرو ملتونو مامورین او همدارنګه ټول هغه نړیوال غیرنظامي کارکوونکي چې په ځانګړې توګه د بیارغونې او بشر پالونکو هڅو په برخه کې په چارو بوخت دي وکولای شي په خوندي چاپېریال کې خپلې چارې مخته یوسي او همدارنګه د بن په هوکړه کې د نورو راغلو ماموریتونو د ملاتړ په موخه امنیتي همکارۍ وړاندې کړي – د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۵۱۰مه ګڼه پرېکړه لیک.[۸]

هراکلیس عملیات[سمول]

د ۲۰۰۱ زکال د اکتوبر په ۲۱مه هراکلیس عملیات په الظفره هوايي اډه کې د ۲۰ میراژ څلور جټ الوتکو او ۲۹ فرانسوي سي – ۱۳۵ (C-135) الوتکو په ځای پر ځای کولو پیل شول. دغه الوتکو د عمان له سیند او د پاکستان له یو شمېر برخو څخه په تېرېدو د افغانستان په خاوره کې د موخو د موندلو ۸۰۰ یو ساعته ماموریتونه تر سره کړل؛ تر هغه چې دغه الوتکې د ۲۰۰۲ زکال په فبروري میاشت کې بېرته فرانسې ته وګرځېدې. [۸]

د ۲۰۰۱ زکال د نومبر په ۲۱مه د شارل دوګول په نامه د الوتکو لېږدونکې بېړۍ د هند سمندر ته ولېږل شوه څو په افغانستان کې د ناټو له عملیاتو څخه ملاتړ وکړي. دغه ډله لېږل شوي ځواکونه چې د ټسک فورس ۴۷۳ ډلې په نوم یادېدل د شارل دوګول لویه بېړۍ، د La Motte-Picquet، Jean de Vienne او Jean Bart کوچنۍ جنګي بېړۍ، د سون توکو رسونکې Meuse بېړۍ، د Rubis او aviso Commandant Ducuing په نومونو هستوي اوبتلونه یې له ځانه سره لرل. د ۲۰۰۱ زکال د ډسمبر په ۱۹مه د Dassault-Breguet Super Étendards الوتکې د دغو ځواکونو لومړنی ماموریت ترسره کړ.

د ۲۰۰۱ زکال د ډسمبر په ۲۷مه د فرانسې ۴۷۳مه ضربتي لوا (Task Force 473) له څو ملتي ځواک سره یوځای شوه چې د متحده ایالاتو د تئوډور روزولټ پوځي لوا (USS Theodore Roosevelt)، د متحده ایالاتو جان سي سټینېس لوا (USS John C. Stennis) او د جوزپه ګاریبالډي ایټالوي لوا (Giuseppe Garibaldi) په کې شامله وه او د بېړیو شمېر یې څخه باندې ۱۰۰ ته رسېد.

د ۲۰۰۲ زکال د فبروري په ۱۸مه هیلیوس ۲اې (Helios 2A) سپوږمکۍ ګردېز ته څېرمه یو شکمن فعالیت ولید. د دوه سوپیر اټینډرډز الوتکو (Super Étendards) او د متحده ایالاتو د ځانګړو ځواکونو له تائید وروسته د اناکونډا عملیات د امریکايي او بریتانوي ځواکونو له خوا پیل شول. دوی هڅه وکړه چې تر تعقیب لاندې تښتېدلي یاغي رهبران ونیسي، خو چاپېریالي ستونزو د هغوی تېښتې ته لار برابره کړه.

د ۲۰۰۲ زکال په مارچ میاشت کې د ژغورنې یوه ډله د ریسال (RESAL یا équipe de Recherche Et Secours AéroLarguée) تر نامه لاندې جوړه شوه چې موخه یې په افغانستان کې د هغو پیلوټانو ژغورنه وه چې د الوتکو د لوېدو له پېښو سره به مخ کېدل. د مارچ په میاشت کې د فرانسې د هېواد اته سوپر اټینډرډز او شپږ میراژ ۲۰۰۰ (Mirage 2000) الوتکو د متحده ایالاتو په غوښتنه القاعدې ډلې ته اړوند ګڼ شمېر شکمن اهداف په نښه کړل. د امریکا ولسمشر جورج ډبلیو. بوش څرګنده کړه چې، زموږ د غوره متحد فرانسې د ژمنتیا ګڼ شمېر بېلګې شتون لري او دوی نږدې خپل یو پر څلورمه برخه سمندریز ځواک د دوامدارې آزادۍ له عملیاتو څخه د ملاتړ په موخه کارولی. [۹]

د ځمکنیو پوځونو ځای پر ځای کول[سمول]

د ۲۰۰۱ زکال د نومبر په ۱۵مه په افغانستان کې د RIMA ۲۱ مې لوا لومړني سرتېري مزار شریف او د کابل شمال ته ورسېدل. د هغوی شمېر ۶۴۰ تنه و چې ۴۰۰ تنه یې د آیساف ځواکونو په چوکاټ کې ځای پر ځای شول. [۱۰]

د ځانګړو ځواکونو فعالیتونه: اپیډوټ عملیات[سمول]

د ۲۰۰۳ زکال په مۍ میاشت کې د G8 هېوادونو د مشرانو په غونډه کې ولسمشر شیراک خپلو ځانګړو ځواکونو ته امر وکړ چې د افغانستان سویل ته ولاړ شي. له دې وروسته د ځانګړو ځواکونو ۲۰۰ سرتېرو د ۲۰۰۳ زکال د جولای میاشتې څخه تر ۲۰۰۶ زکال پورې سپین بولدک ته څېرمه او بیا وروسته په جلال اباد ښار کې ځمکني عملیات ترسره کړل. د دغو عملیاتو په اوږدو کې ۷ فرانسوي سرتېري هم ووژل شول. [۱۱]

۲۰۰۳ زکال د اپیډوټ عملیاتو د پیل کال و چې موخه یې د افغان ځواکونه روزنه وه. دغه ماموریت درې کاله دوام وکړ او په ترڅ کې یې ۳۸۱۰ افغان سرتېري وروزل شول. [۱۲]

د ۲۰۰۴ زکال د اګست له ۹مې څخه د ۲۰۰۵ زکال د فبروري تر ۱۱مې نېټې پورې اروپايي ځواکونو ته د ایساف۶ ماموریت ور وسپارل شو.

د ۲۰۱۰ زکال په فبروري میاشت کې د فرانسي روزنیز ټیم (OMLT) چې له ۷۰ فرانسوي سرتېرو او یو شمېر افغان افسرانو څخه جوړ و د افغانستان په سویلي هلمند ولایت کې د ناټو تر قوماندې لاندې ګډو عملیاتو کې برخه واخیسته. [۱۳]

سرچينې[سمول]

  1. Number of fatalities among Western coalition soldiers* involved in the execution of Operation Enduring Freedom from 2001 to 2019
  2. French lost on the website of the "Ministère de la Défense" (French Ministry of Defence)
  3. (په 21 January 2012 باندې). France ponders early pullout from Afghanistan. Boston Globe.
  4. (په 20 November 2012 باندې). French combat troops withdraw from Afghan war. Reuters.
  5. (په 20 January 2012 باندې). France Weighs Pullout After 4 of Its Soldiers Are Killed.
  6. USA Today, 8 June 2012, Bomber kills 4 French troop in Afghanistan
  7. "Le Traité de l'Atlantique nord et ses membres". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ اگسټ ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ نومبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ کينډۍ:In lang Afghanistan: les 80 missions des Mirage IV, fin 2001[مړه لينکونه], Secret Défense, 9 May 2009
  9. کينډۍ:In lang President Thanks World Coalition for Anti-Terrorism Efforts, White House, 11 March 2002
  10. کينډۍ:In lang Chronologie de l'engagement français en Afghanistan Archived 2009-12-01 at the Wayback Machine., Le Point, 11 Février 2009
  11. کينډۍ:In lang Afghanistan: bilan mitigé pour les forces spéciales françaises Archived 2009-08-07 at the Wayback Machine., 22 December 2007, Secret Défense, Jean-Dominique Merchet
  12. کينډۍ:In lang COMMISSION DE LA DÉFENSE NATIONALE ET DES FORCES ARMÉES Archived 2006-12-09 at the Wayback Machine., 10 October 2006
  13. (په 2010-02-13 باندې). Plusieurs dizaines de soldats français participent à l'opération Mushtarak. AFP