په افغانستان کې د جګړې اغېز (۲۰۰۱- ۲۰۲۱ زکال)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په افغانستان کې ۲۰ کلنې جګړې پر افغان ټولنې پام وړ اغېز درلود.

تلفات[سمول]

د براون پوهنتون له خوا د جګړې د لګښتونو تر نامه لاندې څېړنیزې پروژې (Costs of War Project) پر بنسټ د افغانستان په ۲۰ کلنه جګړه (۲۰۰۱- ۲۰۲۱ زکال) کې ۴۶۳۱۹ افغان ملکي وګړي وژل شوي دي. ورته مهال د جګړې د غیر مستقیمو لاملونو (د ناروغۍ پر مهال سمې درملنې، خوړو، د څښاک اوبو او همدارنګه زیربناوو ته نه لاسرسی) له امله د مړینو کچه له دې هم زیاته ده. د بدني شمېرنې (Body Count) په نامه راپور چې د ټولنیز مسئولیت لپاره د ډاکټرانو د سازمان (Physicians for Social Responsibility)، د نړیوالې بقا لپاره د ډاکټرانو د سازمان (Physicians for Global Survival) او د هستوي جګړې څخه د مخنیوي په موخه د نړیوالو ډاکټرانو د سازمان (International Physicians for the Prevention of Nuclear War) له خوا وړاندې شوی، ښيي چې د افغانستان په دغه شل کلنه جګړه کې له دواړو خواوو څخه له ۱۰۶۰۰۰ تنو څخه تر ۱۷۰۰۰۰ تنو وژل شوي. [۱][۲]

د دغې جګړې په اوږدو کې هر کال د ملکي وګړو د ډېری تلفاتو پړه پر دولت ضد ډلو اچول کېدله، په داسې حال کې چې دغې کچې له ۶۱٪ څخه تر ۸۰٪ تغیر لرلی او په منځنۍ کچه د طالبانو او نورو دولت ضد عناصرو له خوا ملکي وګړو ته د اوښتو ټولو تلفاتو ۷۵٪ برخه دغو ډلو ته اړوند وه. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په ۲۰۰۸ زکال کې د ملکي وګړو د تلفاتو د شمېرو په خپرولو پیل وکړ؛ چې په ۲۰۱۵ زکال کې یې د تلفاتو په کچه کې د شاوخوا ۱۸٪ کمښت څرګندونه وکړه. [۳][۴][۵][۶][۷][۸]

د نړیوالو ځواکونو له خوا د رامنځته کېدونکو ملکي تلفاتو کچه وروسته له هغه کمه شوه چې ډېری بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووتل او د هغوی هوايي بریدونه کم شول. د بېلګې په توګه په ۲۰۱۵ زکال کې د افغان دولت او بهرنیو ځواکونو عملیات د ۱۵ سلنه ملکي تلفاتو لامل وګرځېدل – له دې ډلې د متحده ایالاتو او ناټو ځواکونه د ۲٪ دغو تلفاتو مسئول و. په ۲۰۱۶ زکال کې هم په همدغه کچه یعنې ۲٪ تلفات دغو ځواکونو ته اړوند و. ورته مهال د دغې جګړې په وروستیو پړاونو کې تلفات زیات و، د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ زکال کې په متوالي بڼه د جګړې له امله د ملکي وګړو د مړینې کلنۍ کچې تر ټولو زیاتې وې.  [۹][۱۰]

په ۲۰۰۱ زکال کې د طالبانو د حکومت له رانسکورېدو وروسته د طالبانو او القاعدې ډېرۍ جنګیالي پاکستان ته وتښتېدل. په ۲۰۰۴ زکال کې د پاکستان د وسله والو ځواکونو او د پاکستاني طالبانو د تحریک، القاعدې او د هغو د نورو متحدو ډلو ترمنځ جګړه د پاکستان په شمال لویدیځه برخه کې پیل شوه. د جګړې د لګښت په نامه پروژې پر بنسټ له ۲۰۰۱ زکال څخه تر ۲۰۲۱ زکال پورې ۶۷ زره تنه د دغې جګړې له امله ووژل شول.[۱۱][۱۲]

لګښتونه[سمول]

د پنټاګون د نږدې وروستي اټکل له مخې په افغانستان کې د بیارغونې په ګډون د جګړې لګښت ۸۲۵ میلیارده ډالر و. د لګښتونو دغه کچه د ۲۰۲۰ زکال په پای کې د «جګړې د لګښت په راپور» کې وړاندې شوه. هغه بل اټکل چې د متحده ایالاتو د ولسمشر جوبایدڼ له خوا هم تائید شو د جګړې لګښت یې له ۲ ټریلیون ډالرو زیات وښود. تر ۲۰۱۳ زکال پورې بریتانیا د افغانستان په جګړه کې ۳۷ میلیارده پونډه (۵۶.۴۶ میلیارده ډالر) لګولي و. د کلونو لپاره د متحده ایالاتو چارواکو د ځواکونو د ویستلو د مهال اړوند په بحثونو کې د جګړې لګښتونه په پام کې نیول. د بېلګې په توګه په ۲۰۱۱ زکال په افغانستان کې د یوه امریکايي سرتېري لګښت په کال کې له یو ملیون ډالرو څخه زیات و. د ۲۰۱۳ زکال په مارچ میاشت کې لینډا بیلمز په کینډې هاروارډ کالج کې د افغانستان او عراق په جګړو کې د متحده ایالاتو اوږد مهاله لګښتونه لږ تر لږه له ۴ ټریلیون ډالرو څخه تر ۶ ټریلیوڼ ډالرو پورې اټکل کړل چې پام وړ کچه یې د معیوبو پخوانیو سرتېرو لګښت او همدارنګه تر ۲۰۵۰ زکال پورې د پورونو ورکړې ته اړونده وبلله. په ۲۰۲۱ زکال کې د براون پوهنتون اټکل وکړ چې اوس مهال د افغانستان جګړې ۲.۲۶۱ ټریلیون ډالر لګښت لرلی چې له دغې کچې ۵۳۰ میلیارده ډالر د پورونو په ورکړې او ۲۹۶ میلیارده ډالر هم د پخوانیو سرتېرو په پالنه لګول شوي دي. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

کډوال[سمول]

له ۲۰۰۱ زکال راهیسې ۵.۷ میلیونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شول، خو لا هم تر ۲۰۲۱ زکال پورې ۲.۶ میلیونه افغان کډوال په بهرنیو هېوادونو کې پاتې شول او له دې وروسته ډېر لږ کډوال بېرته هېواد ته ستانه کېدل. د څو کلونو لپاره د کډوالو له راستنېدو وروسته د هغوی د راستېدو بهیر د ناوړه اقتصادي وضعیت او په پام وړ توګه د تاوتریخوالي د زیاتوالي له امله بدلون وکړ او آن له ۲۰۰۹ زکال وروسته بېرته د کډوالۍ بهیر زیاتوالی وموند. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

د ۲۰۱۳ زکال په جنوري میاشت کې د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې ۵۴۷۵۵۰ تنه داخلي بې ځایه شوو شتون درلود چې د ۲۰۱۲ زکال په جنوري میاشت کې د ۴۴۷۵۴۷ تنو بې ځایه شوو څخه یې ۲۵ سلنه زیاتوالی درلود؛ په ۲۰۲۰ زکال کې ۴۰۰ زره کسان بې ځایه شول چې یوازې ۲۰۰ زره نور د ۲۰۲۱ زکال په لومړۍ نیمايي کې پرې زیات شول. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

په ۲۰۲۰ زکال کې پاکستان او ورپسې ایران د ګڼ شمېر افغان کډوالو کوربه و. ډېر لږ شمېر نور هند، اندونیزیا او تاجکستان ته کډوال شول. له آسیا بهر جرمني د نورو هېوادونو په پرتله په زیاته کچه د افغان کډوالو کوربه دی چې پریمانه کچه یې پناه غوښتونکي دي. [۳۲]

په ۲۰۲۱ زکال کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته څه باندې ۱۲۲۰۰۰ افغان وګړي د کابل هوايي ډګر له لارې له هېواده بهر ولېږدول شول چې په دغو کې افغانان، امریکايي وګړي او نور بهرني وګړي هم شامل و. [۳۳]

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ یو کال وروسته، متحده ایالاتو ۸۵۰۰۰ افغان کډوال ومنل چې د ډیری دغو کسانو دوسیې په اروپا او منځني ختیځ کې ارزول شوې وې. متحده عربي اماراتو هوکړه وکړه چې د نورو هېوادونو په استازولۍ په لنډ مهالې توګه په ابوظبۍ کې له یو شمېر افغان کډوالو کوربه توب کوي. له همدې امله څه باندې ۱۰ زره افغان کډوال د متحده ایالاتو له خوا له ابوظبۍ یووړل شول، خو ۱۲۰۰۰ تنه نور د ۲۰۲۲ زکال تر اګست میاشتې پورې همالته پاتې شول؛ دغه چاره لامل وګرځېده څو یو شمېر کډوال د بیاځلي ځای پر ځای کېدو د پروسې د اوږدوالي او د ژوندانه د ناسمو شرایطو له امله په اعتراضاتو لاس پورې کړي. [۳۴]

روغتیا او هوسا ژوند[سمول]

له ۲۰۰۱ زکال څخه تر ۲۰۲۱ زکال پورې افغانستان د روغتیا، زده کړو او د ښځو د حقونو په برخه کې یو لړ پرمختګونه لرل. ژوندانه ته د هیلې لرلو کچه له ۵۶ کلونو څخه ۶۴ کلونو ته لوړه شوه او د میندو د مړینې کچه هم نیمايي ته راکښته شوه. د ښارونو ۸۹٪ اوسېدونکو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی وموند په داسې حال کې چې دغه کچه په ۲۰۰۱ زکال کې ۱۶٪ وه. د ماشومانو د ودونو کچه هم ۱۷٪ ته را کښته شوه. ورته مهال د افغانستان د وګړو شمېر له ۲۰۰۱ زکال څخه تر ۲۰۱۴ زکال پورې ۵۰٪ زیاتوالی درلود، په داسې حال کې چې د داخلي ناخالصو تولیداتو کچې هم اته ځلې زیاتوالی درلود. [۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

زده کړې[سمول]

په ۲۰۱۳ زکال کې ښوونځیو ته د تلونکو ماشومانو شمېر ۸.۲ میلیونه و چې په ۲۰۰۱ زکال کې یوازې ۱.۲ میلیونه ماشومان ښوونځي ته تلل. د سواد کچه د ۲۰۰۱ زکال د ۸٪ کچې څخه ۴۳ سلنه ته لوړه شوه. [۳۹][۴۰]

له قانوني پلوه ټول افغان ماشومان تر نهم ټولګي پورې په زده کړو کولو مکلف و. په ۲۰۱۷ زکال کې د بشري حقونو څار ډلې راپور خپور کړ چې، د افغانستان دولت د دغې کچې زده کړو په موخه د سیسټم په جوړولو کې ناتوانه و او په علمي بڼه ډېری ماشومان له زده کړو پاتې شوي دي. په ۲۰۱۸ زکال کې یونیسف راپور خپور کړ چې له ۷ کلنۍ څخه تر ۱۷ کلنۍ پورې ۳.۷ میلیونه ماشومان چې د ټولو افغان ماشومانو ۴۴ سلنه برخه جوړوي؛ ښوونځي ته نه ځي. [۴۱][۴۲][۴۳]

د ښځو حقونه[سمول]

په ۱۹۷۸ زکال کې د افغانستان د جګړې له پیل څه وړاندې په یو شمېر ښارونو کې د ښځو د حقونو اړوند یو لړ ګامونه واخیستل شول، خو افغانستان لا هم د خپلو ګاونډیو هېوادونو په پرتله محافظه کاره پاتې شو. په پښتني سیمو کې تر ډېره پورې په قبیلوي شرافت ټینګار شتون درلود؛ په دې معنی چی ښځو یې په عموم ډول له روښانه آبي چادریو ګټنه کوله. ورته مهال په ګڼ شمېر کلیوالي سیمو کې ښځو د سختو کرنیزو چارو د ترسره کولو له امله بیا چادرۍ نه اغوستې. [۴۴]

په ۲۰۱۳ زکال کې ښوونځیو ته د تلونکو نجونو شمېر ۳.۲ میلیونو ته ورسېد چې دغه کچه په ۲۰۰۱ زکال کې له ۵۰ زرو څخه کمه وه. د ۲۰۰۳ زکال د ۶٪ سره په پرتله په ۲۰۱۷ زکال کې ۳۹٪ نجونې ښوونځي ته تللې. په ۲۰۲۱ زکال کې د پوهنتونونو یو په دریمه برخه زده کړیالانې نجونې وې او د پارلمان ۲۷ سلنه څوکۍ هم د ښځو په واک کې وې. په داسې حال کې چې طالبان په عموم بڼه د ښځو له زده کړو سره مخالف دي، خو په ۲۰۱۷ زکال کې یې په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې نجونو ته اجازه ورکړه ښوونځیو ته ولاړې شي او د سیمه ییزو وګړو ترمنځ د زده کړو پر مټ خپل ځایګی لوړ کړي. په ۲۰۱۸ زکال کې یونیسف راپور خپور کړ چې د دغه هېواد په یو شمېر ولایتونو لکه کندهار، هلمند، وردګ، پکتیکا، زابل او ارزګان کې ۸۵٪ نجونې ښوونځیو ته نه ځي. [۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]

سرچينې[سمول]

  1. "Human and Budgetary Costs to Date of the U.S. War in Afghanistan, 2001–2022 | Figures | Costs of War". The Costs of War. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. * "Body Count – Casualty Figures after 10 Years of the 'War on Terror' – Iraq Afghanistan Pakistan" Archived 30 April 2015 at the Wayback Machine. (PDF), by IPPNW, PGS and PSR, First international edition (March 2015)
    • Gabriela Motroc
    (په 7 April 2015 باندې). US War on Terror has reportedly killed 1.3 million people in a decade. Australian National Review.
    (په 30 March 2015 باندې). 220,000 killed in US war in Afghanistan 80,000 in Pakistan: report. Daily Times.
  3. (په 14 July 2011 باندې). Afghan civilian deaths rise, insurgents responsible for most casualties – UN. U.N. News Centre.
  4. Damien Pearse and agencies (په 4 February 2012 باندې). Afghan civilian death toll reaches record high. Guardian.
  5. (په 6 February 2017 باندې). Sharp rise in children killed and maimed in Afghan war, UN report reveals. The Guardian.
  6. (په 9 March 2011 باندې). Citing rising death toll, UN urges better protection of Afghan civilians. United Nations Assistance Mission in Afghanistan.
  7. (په 26 September 2009 باندې). August deadliest month of 2009 for Afghan civilians, UN says. CNN
  8. King, Anthony (4 November 2016). McFate, Montgomery; Laurence, Janice H. (المحررون). "Social science goes to war: the Human Terrain System in Iraq and Afghanistan". International Affairs. 92 (6): 1525–1526. doi:10.1111/1468-2346.12765. ISSN 0020-5850. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په 14 February 2016 باندې). Afghanistan Had Record Civilian Casualties in 2015, U.N. Says. The New York Times.
  10. (په 6 February 2017 باندې). Afghan civilian casualties at record high in 2016: UN. Al Jazeera English
  11. "Human and Budgetary Costs to Date of the U.S. War in Afghanistan, 2001–2022 | Figures | Costs of War". The Costs of War. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. King, Anthony (4 November 2016). McFate, Montgomery; Laurence, Janice H. (المحررون). "Social science goes to war: the Human Terrain System in Iraq and Afghanistan". International Affairs. 92 (6): 1525–1526. doi:10.1111/1468-2346.12765. ISSN 0020-5850. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Quarterly Report to Congress: Section 2" (PDF). Special Inspector General for Afghanistan Reconstruction. 30 April 2021. د کتاب پاڼې 34. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 7 October 2021 باندې). Hundreds of billions were spent by the US in Afghanistan. Here are 10 of the starkest examples of 'waste, fraud and abuse'.
  15. (په 30 May 2013 باندې). Afghanistan war has cost Britain more than £37bn, new book claims. The Guardian.
  16. (په 21 June 2011 باندې). Cost of Wars a Rising Issue as Obama Weighs Troop Levels. The New York Times.
  17. "Analysis of the FY2011 Defense Budget" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۰ جنوري ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اپرېل ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "The cost of the Afghanistan war, in lives and dollars". AP NEWS (په انګلیسي ژبه کي). 12 July 2021. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Linda, Bilmes (March 2013). "The Financial Legacy of Iraq and Afghanistan: How Wartime Spending Decisions Will Constrain Future National Security Budgets". HKS Faculty Research Working Paper Series (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Human and Budgetary Costs to Date of the U.S. War in Afghanistan, 2001–2022 | Figures | Costs of War". The Costs of War. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. UNHCR country operations profile – Afghanistan Archived 4 June 2012 at the Wayback Machine. unhcr.org
  22. Afghan Refugees, Costs of War, "Afghan Refugees | Costs of War". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ مارچ ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة), 2012
  23. "UNHCR - The UN Refugee Agency". unhcr.org. مؤرشف من الأصل في ۱۵ جولای ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "In numbers: Life in Afghanistan after America leaves". BBC News. 13 July 2021. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Refugees, United Nations High Commissioner for. "Afghanistan". UNHCR. مؤرشف من الأصل في ۳۰ جولای ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "'The new Afghanistan is a myth. It's time to go and get a job abroad'". The Guardian. 5 February 2006. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په 23 October 2009 باندې). Tajikistan will need help with Afghan refugees – UNHCR.
  28. "UNHCR - The UN Refugee Agency". unhcr.org. مؤرشف من الأصل في ۱۵ جولای ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Refugees, United Nations High Commissioner for. "Afghanistan". UNHCR. مؤرشف من الأصل في ۳۰ جولای ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Afghans fleeing war find misery in urban slums Archived 17 February 2015 at the Wayback Machine. February 2012, Amnesty International "Afghan refugees abandoned by their own government, report finds: About half a million Afghans who fled homes because of violence are living in desperate conditions, says Amnesty" Archived 5 February 2017 at the Wayback Machine., The Guardian, 23 February 2012
  31. "In numbers: Life in Afghanistan after America leaves". BBC News. 13 July 2021. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "Pakistan took in most Afghan refugees in 2020, India at 12th place after UK". Deccan Herald. 20 August 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Nicole Gaouette, Jennifer Hansler, Barbara Starr and Oren Liebermann . The last US military planes have left Afghanistan, marking the end of the United States' longest war.
  34. (په 24 August 2022 باندې). Afghan refugees, migrants protest in UAE over uncertain future.
  35. "Counting the costs of America's 20-year war in Afghanistan". AP NEWS. 30 April 2021. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. cf. Kristof, Nicholas D., "A Merciful War", Archived 28 June 2017 at the Wayback Machine. The New York Times, 1 February 2002. "By my calculations, our invasion of Afghanistan may end up saving one million lives over the next decade. ... But now aid is pouring in and lives are being saved on an enormous scale. UNICEF, for example, has vaccinated 734,000 children against measles over the last two months, in a country where virtually no one had been vaccinated against the disease in the previous 10 years. Because measles often led to death in Afghanistan, the vaccination campaign will save at least 35,000 children's lives each year. ... Heidi J. Larson of UNICEF says that if all goes well, child and maternal mortality rates will drop in half in Afghanistan over the next five years. That would mean 112,000 fewer children and 7,500 fewer pregnant women dying each year."
  37. Coll, Steve (2019). Directorate S: The C.I.A. and America's Secret Wars in Afghanistan and Pakistan. Penguin Group. د کتاب پاڼي 661–662. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780143132509. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) cf. "Population, total–Afghanistan". World Bank. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "Civil war, poverty and now the virus: Afghanistan stands on the brink". The Guardian. 2 May 2020. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. "Counting the costs of America's 20-year war in Afghanistan". AP NEWS. 30 April 2021. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. ISAF Spokesman Discusses Progress in Afghanistan Archived 3 March 2013 at the Wayback Machine.. International Security Assistance Force/NATO. 25 July 2011.
  41. ""I Won't Be a Doctor, and One Day You'll Be Sick"". Human Rights Watch. 17 October 2017. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. (په 3 June 2018 باندې). Up to 60 percent of Afghan girls out of school: report. www.aljazeera.com.
  43. Mujib Mashal (په 25 December 2017 باندې). In Tangled Afghan War, a Thin Line of Defense Against ISIS. The New York Times.
  44. Malkasian, Carter (2021). The American war in Afghanistan : a history. New York: Oxford University Press. OCLC 1240264784. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-755077-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. "In numbers: Life in Afghanistan after America leaves". BBC News. 13 July 2021. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. Successes and challenges in Afghan girls' education Archived 23 November 2018 at the Wayback Machine.. BBC News. 11 October 2012.
  47. (په 3 June 2018 باندې). Up to 60 percent of Afghan girls out of school: report. www.aljazeera.com.
  48. Mujib Mashal (په 25 December 2017 باندې). In Tangled Afghan War, a Thin Line of Defense Against ISIS. The New York Times.