Jump to content

په افغانستان کې د امريکا جنګي جنايتونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په افغانستان کې د امريکا جنګي جنایتونه هغه غير قانوني جنایتونه او د بې ګناه خلکو وژنې دي چې امریکايي ځواکونو‌ په افغانستان کې د خپل شتون پرمهال يانې له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ پورې ترسره کړي. د مالوماتو له مخې امريکې د افغانستان په شل کلنې جګړې کې څه باندې سل زرو افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې او د دې شخړې له امله شاوخوا يوولس ميليونه وګړي کډوال شوي دي.[۱] څېړونکي وايي، چې په افغانستان کې د امريکا له خوا د پيل شوې جګړې له کبله هره ورځ شاوخوا دوه سوه پنځوسو تنو ته مرګژوبله اوښته او د افغانستان اقتصاد ته يې سخت زيانونه اړولي دي.[۲]

مخينه

[سمول]

په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کې کله چې د لومړي ځل لپاره امريکايي ځواکونه افغانستان ته رادننه شول او طالبان يې له واکه وشړل په افغانستان کې رسماً د امريکا پوځي مداخله پیل شوه بيا تر ۲۰۲۱ زېږدیز کال پورې.

په دې کلونو کې چې امریکايي پوځي ځواکونو په افغانستان کې شتون درلود د دوی په خبره دوی په افغانستان کې د ترهګرۍ ځپلو لپاره مبارزه کوي او ورسره په افغانستان کې يو ځواکمن حکومت رامېنځته کوي خو له سياست ورهاخوا، ځينې ډېر داسې شواهد شتون لري چې دوی په خپلو جګړو کې جنایتونه ترسره کړي دي.

د بې ګناه خلکو وژنې، عام کورونه او کلي بمبارول او داسې ډېر نور يې مثالونه دي، داسې هم شوي چې امريکايانو د بې ګناه خلکو روغتون په ښکاره ورځ بمبار کړی وي او بيا يې منلی وي، لکه د اوباما د واکمنۍ پرمهال چې په کندوز کې يو عام روغتون يې بمبار کړ، خو اوباما ويل چې زه د افغانستان له خلکو بخښنه غواړم. (افغانانو دې بخښنې ته ډېر غبرګونونه وښودل او ويل يې چې امریکا په ډېرې سپين سترګۍ هم افغانان وژني او هم يې په سترګو کې خاورې شيندي) دا خو يوازې هغه پېښې دي چې پټې شوي نه دي ژرترژره رسنيزې شوي.

پېښې او جنايتونه

[سمول]

غبرګونونه

[سمول]

سرچينې

[سمول]
  1. https://www.spogmairadio.com/32714/
  2. سپوږمۍ راډيو - په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د جنګي جنايتونو په غبرګون لاریون