Jump to content

په افغانستان کې د آی اس آی فعالیتونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د پاکستان د پوځي استخباراتو اداره (آی اس آی)، په افغانستان د ۱۹۷۹ کال د شوروي له یرغل څخه مخکې په دې هېواد کې په پټو پوځي استخباراتي کړونو کې په پراخه مداخله تورنه شوې ده. د آی اس آی لومړنی عملیات په افغانستان کې په ۱۹۷۵ کال کې ترسره شو. دا عملیات د "افغانستان د جمهوریت په ملاتړ د نیابتي جګړې او د پاکستان پر وړاندې د اورپکو د ملاتړ په غبرګون کې وو". آی اس آی له ۱۹۷۵ کال مخکې په افغانستان کې هېڅ عملیات نه وو کړي. دا عملیات له هغه وروسته ترسره شول چې د افغانستان جمهوریت د پاکستان پر وړاندې د لسیزو نیابتي جګړې، د اورپکو ملاتړ او په ۱۹۶۰ او ۱۹۶۱ کلونو کې په باجوړ کې د وسله والو یرغل ملاتړ کولو، او وروسته، پاکستان اړ شو چې غبرګون وښيي. وروپسې په ۱۹۸۰ کلونو کې آی اس آی د سایلکون عملیاتو په اوږدو کې په منظم ډول د وسلو او مالي چارو وېش همغږي کړ چې د متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتو ادارې (سی آی اې) له لوري د افغان مجاهدینو ډلو، لکه د ګلبدین حکمتیار حزب اسلامي ته او د احمد شاه مسعود ځواکونه ته چې وروسته د شمالي ټلوالې په نوم شول، ورکول کېدې. د شوروي له وتلو وروسته، د مجاهدينو بېلابېلې ډلې يو پر بل اخته شوې او ونه توانېدل چې د واک پر وېش هوکړې ته ورسېږي چې په پایله کې يې کورنۍ جګړه رامنځ ته شوه. متحده ایالاتو د ISI او د پاکستان د صدراعظمې بې نظیر بوټو د حکومت سره په ګډه، د افغانستان د اسلامي دولت او پلازمېنې کابل په وړاندې د حکمتیار د ۱۹۹۲ – ۱۹۹۴ کلونو په بمباریو کې د ملاتړ اصلي سرچینه شول. [۱][۲][۳][۴]

ټول په دې موافق دي چې وروسته له هغه چې حکمتیار په افغانستان کې د واک په نیولو کې پاتې راغی، آی اس آی د افغان طالبانو په تاسیس کې مرسته وکړه. ورپسې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې تر بریدونو پورې، د آی اس آی او د پاکستان نورو پوځي برخو د طالبانو سره مالي، لوژیستیکي، پوځي او مستقیمه محاربوي مرسته کوله. ټول په دې هوکړه ده چې ISI د سپټمبر له یوولسمې وروسته افغان طالبانو ته په پاکستان کې خوندي پټنځایونه ورکول او په افغانستان کې د طالبانو د بیا راتګ ملاتړ یې وکړ، په ځانګړې توګه، د حقاني شبکې سره یې مرسته کړې چې په افغانستان کې بریدونه وکړي، خو پاکستاني چارواکي دا تورونه ردوي. د نړیوالو حکومتي چارواکو، سیاست شنونکو او حتی د پاکستان پوځي چارواکو تورونه لګولي چې آی ایس آی د پوځي مشرتابه سره په ګډه حتی د القاعدې ملاتړ کوي او هغوی ته یې پناه ورکړې ده. دا تورونه هغه وخت زیات شول چې د القاعده مشر اسامه بن لادن په ۲۰۱۱ کال کې د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې په خپل استوګنځي کې ووژل شو.

پیل: د افغانستان لاس وهنې ته غبرګون

[سمول]

هیین کیسلنګ په خپل اثر کې چې د آی اس آی تاریخ په نوم دی، ادعا کوي چې د پاکستاني ضد وسله والو څخه د افغانستان د جمهوریت ملاتړ، د هغه وخت د پاکستان لومړی وزیر ذوالفقار علي بوټو او په صوبه سرحد (اوسنی خیبر پښتون خواه) کې د سرحدي لوا مشر جنرال نصرالله خان بابردې ته اړ کړل چې د افغانستان په وړاندې سخته تهاجمي تګلارې غوره کړي. په پایله کې، آی اس آی د تورن جنرال غلام جیلاني خان تر مشرۍ لاندې د افغان چریکي یاغیانو یوه پنځه زره کسیزه ډله را منځ ته کړه چې ترمنځ یې مشهور سرلاري  لکه ګلبدین حکمتیار، برهان الدین رباني او احمدشاه مسعود موجود وو ترڅو افغان حکومت په نښه کړي. په ۱۹۷۵ کال کې د پنجشیر په دره کې یوه لوی لاسپوڅي وسله وال بغاوت پیل شو. افغان مېرمن آلیا راوي اکبر په یوه سیاسي شننه کې لیکي چې مسعود د "ISI په لارښوونه" د دې بغاوت په ترڅ کې د خپل ټاټوبی ښاروال وواژه او وروسته "پاکستان ته وتښتېد". [۵][۶]

اون سېرز چې د ISI یو بل تاریخ لیکونکی دی، په کره توګه په دې اړه وايي چې د سردار محمد داود پر وړاندې کودتا، چې نوموړی د پښتونستان د خپلواک دولت پلوی او د پاکستان ضد څېره وه، او د پښتنو او بلوڅو وسله والو ملاتړ یې کاوه، څرنګه بوټو ته لاره هواره کړه له اسلامپالو څخه کار واخلي ترڅو د پښتنو یا بلوڅو د مليپالو ډلو سره  مبارزې وکړي. نوموړی د آی اس آی پلان په څو پړاوونو کې بیانوي، "لومړی پړاو په هغه هېواد کې د استخباراتو راټولول او په افغانستان کې د احتمالي متحدینو او د داود رژیم د کمزوتیاوو موندل و. په دوهم پړاو کې د ISI مامورینو د جلاوطن افغان شاه سره اړیکه ونیوله چې د داود پر ضد د مقاومتي غورځنګ مشري وکړي. په دریم پړاو کې د ایران سره په ګډه د افغان حکومت ضد ګډ عملیات شامل وو، ځکه چې شاه او بوټو دواړو د افغانستان دیموکراتیک خلق ګوند د سیمې د قدرت د اڼدول لپاره ګواښ ګڼه. د ایران استخباراتي ادارې (سازمان اطلاعات و امنیت کشور یا ساواک) په یو اړخیزه توګه د داود ضد څو ډلو ملاتړ کاوه، خو ISI غوښتل چې ایرانیان د افغانانو پر ضد ګډو ماموریتونو ته وهڅوي. د ISI د لوبې وروستی پړاو تر ټولو مهم و چې پاکستان کې یې د داود ضد افغان جلاوطنو له زیات شمېر څخه د یاغیانو د پوځ را منځ ته کول و. په دې یاغیانو کې د احمد شاه مسعود، برهان الدین رباني، صبغت الله مجددي، ګلبدین حکمتیار، جلال الدین حقاني او عبدالرب رسول سیاف په څېر د هېواد راتلونکو ټولو سیاسي زورواکو ګډون درلود. [۷]

د پاکستان د هغه وخت لومړي وزیر ذوالفقار علي بوټو په ۱۹۷۴ کال کې وویل:

"دوه کولای شي دا لوبه وکړي. موږ پوهېږو چې د دوی کمزوري ټکي چېرې دي لکه څنګه چې دوی زموږ په کمزورتیاوو پوهېږي. هلته غیر پښتانه د پښتنو له تسلط څخه کرکه لري. نو موږ د داود د هڅولو پر وړاندې خپلې لارې لرو، ترڅو زموږ ستونزې نورې هم زیاتې نه کړي." [۸]

عبدالله انس، مخکښ افغان-عرب او د بغاوتګرو مهم ایډیالوژیک غړی، په خپلو یادښتونو کې وايي چې د پاکستان د ولسمشر ذوالفقار علي بوټو په برکت، آی اس آی تاجک یاغیان ملاتړ کول او تمه یې درلوده له دغه پاڅون څخه پر افغان حکومت د فشار د یوې وسیلې په توګه کار واخلي ترڅو د بلوڅستان او پښتونستان د سرحدي ستونزې لپاره يې د حل لارې په توګه وکاروي." دوی په ۱۹۷۵ کال کې د یاغیانو لومړی پوځي بغاوت د "فاسکو" په نوم یادوي: حکمتیار چې په پیښور کې و، په حکومتي پوستو د برید لپاره یې خپل کسان سرخرود ته واستول، چې زیات بریالي نه وو. په دې وخت کې دویمه ډله چې مسعود یې مشري کوله، په خپل پلرني ټاټوبي، پنجشیر دره کې یې د څو ورځو لپاره دولتي ودانۍ تر خپل کنټرول لاندې راوستې. په پایله کې، نوموړي دا ودانۍ او همدا راز خپل زیات شمېر کسان د داود خان د ځواکونو په وړاندې له لاسه ورکړل دې کال نوموړی په غوسه کړ او له حکمتیار څخه  اندېښمن شو او هغه یې په دې ناکامۍ کې ګرم وباله.  [۹]

د پاکستان تر ملاتړ لاندې بغاوت که څه هم ناکام و، خو داود خان یې ولړزو او د وضعیت په اړه یې اندېښمن کړ. نوموړي د پاکستان پر وړاندې خپل دریځ نرم کړ او له پاکستان سره یې د اړیکو پر ښه والي غور پیل کړ. هغه پوه شو چې یو "ملګری پاکستان د هغه په ​​ګټه دی". نوموړي د ایران د شاه وړاندیز هم قبول کړ چې د پاکستان او افغانستان اړیکې عادي کړي. داود خان د ۱۹۷۶ کال په اګسټ میاشت کې د ډیورنډ فرضي کرښه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پولې په توګه ومنله. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

سرچينې

[سمول]
  1. Kiessling, Hein (2016). Unity, Faith and Discipline: The Inter-Service Intelligence of Pakistan. Oxford University Press. The era of ISI action in Afghanistan now began. A first large scale operation in 1975 was encouragement of large scale rebellion in the Panjshir valley.
  2. Houèrou, Fabienne La (2014). Humanitarian Crisis and International Relations 1959-2013. Bentham Science Publisher. p. 150. The president Khan revived adversarial stance not only toward Pakistan, but to the sponsor, USSR. First Daoud Khan set off proxy war in Pakistan, but in retaliation faced growing Islamic fundamentalists movement within Afghanistan
  3. Newton, Michael (2014). Famous Assassination in World History:An Encyclopedia. ABC-CLIO. p. 106. By 1976, while proxy guerilla war with Pakistan, Daoud faced rising Islamic fundamentalists movement led by exiled cleric aided openly by Pakistani prime minister Zulfiqar Ali Bhutto.
  4. Tomsen, Peter (2013). The Wars of Afghanistan: Messianic Terrorism, Tribal Conflict and the Failure of Great Powers. Hachette UK. In 1960, Daoud sent Afghan troops disguised as tribesmen into Pakistan's Bajaur tribal agency north west of Peshawar. The intrusion into the area where durrand line was not very well defined, was driven back by local Bajaur Pashtun tribe who opposed any interference in their affair from Afghanistan or Pakistan. In 1961, Daoud organized larger, more determined Afghan incursion into Bajaur. This time Pakistan employed American supplied F-86 Sabres jets against Afghans, inflicting heavy casualties on Afghan army unit and tribesmen from Konar accompanying them. To Daoud's embarrassment, several Afghan regular captured inside Pakistan were paraded before the international media.
  5. Hein Kiessling, Faith, Unity, Discipline: The Inter-Service-Intelligence (ISI) of Pakistan, Oxford University Press (2016), p. 34
  6. Alia Rawi Akbar, Crises Confronting Afghan Women: Under the Shadow of Terror, Dog Ear Publishing (2010), p. 208
  7. Owen L. Sirrs, Pakistan’s Inter-Services Intelligence Directorate: Covert action and internal operations, Routledge (2016), pp. 112-113
  8. Cordovez, Diego; Harrison, Selig S. (1995). Out of Afghanistan: The Inside Story of Soviet Withdrawal. Oxford University Press. p. 61. ISBN 978-0-19-506294-6.
  9. Abdullah Anas, To the Mountains: My Life in Jihad, from Algeria to Afghanistan, C. Hurst & Co. (2019), pp.28-30
  10. Hein Kiessling, Faith, Unity, Discipline: The Inter-Service-Intelligence (ISI) of Pakistan, Oxford University Press (2016), p. 34
  11. Emadi, H. (18 October 2019). Dynamics of Political Development in Afghanistan: The British, Russian, and American Invasions. Springer.
  12. Nunan, Timothy (26 January 2016). Humanitarian Invasion: Global Development in Cold War Afghanistan. Cambridge University Press. p. 125.
  13. Rasanayagam, Angelo (2005). Afghanistan: A Modern History. I.B Tauris. p. 64. ISBN 9781850438571.
  14. Dorronsoro, Gilles (2005). Revolution Unending: Afghanistan, 1979 to the Present. Hurst & Co. Publishers. p. 84.