په افغانستان کې جنګي جنایتونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په افغانستان کې جنګي جنایتونه له ۱۹۷۹ کال څخه تر نن ورځې پورې د جګړې دوره  تر پوښښ لاندې راولي. په ۱۹۷۹ کال کې پر افغانستان د پخواني شوروي له یرغل سره سم ۴۰ کلنې کورنۍ جګړې افغانستان  په بېلابېلو بڼو وران کړ. جنګي جنایتونه د ټولو خواوو له لوري ترسره شوي دي.  

په ۱۹۹۰ لسیزه کې د طالبانو له ظهور راهیسې د افغانستان د اسلامي امارت د واکمنۍ په دوره کې د محکمې پرته د ملکي وګړو وژنې، د ملکي وګړو سیستماتیکې وژنې او د ۲۰۱۰ کلونو په اوږدو کې د جګړې پر مهال جنسي تاوتریخوالی، او په  ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د بريدونو په ترڅ کې د ملکي وګړو اعدامونه په دې جرمونو کې شامل وو. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

طالبان   [سمول]

د محکمې پرته د ملکي وګړو وژنې [سمول]

د افغانستان اسلامي امارت (۱۹۹۶-۲۰۰۱)  [سمول]

د ۱۹۹۸ کال د اګست په اتمه د مزارشریف د نیولو په ترڅ کې طالبانو د شپې له ۱۰:۳۰ بجو څخه د ورځې تر نيمايي  پورې  ملکي وګړي، په ډزو ووژل او حلال کړل، چې زیاتره یې هزاره ګان او ځینې تاجک او ازبک وو. اعدامونه د اګست تر۱۳ یا ۱۴ پورې دوام وکړ. [۹][۱۰]

طالبانو د ۲۰۰۰ کال په مې میاشت او ۲۰۰۱  کال په جنورۍ میاشت کې  په عمده توګه د هزاره ګانو په عام وژنه لاس پورې کړ. د ۲۰۰۱ کال په مې مياشت کې د رباتک کنډو په عام وژنه کې، ۳۱ کسان د طالبان یاغیانو له خوا ووژل شول، چې ۲۶ تنه یې د بشري حقونو د څار سازمان له خوا (HRW ) "ملکي وګړي ګڼل شوي" وو. د ۲۰۰۱ کال د جنوري په ۸ نېټه طالبانو په یکاولنګ کې د څلورو ورځو په اوږدو ۱۷۰ ملکي وګړي په ګروپي ډول په ډزو ووژل. 

وسله وال مخالفین ( ۲۰۰۱-۲۰۲۱) [سمول]

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د افغان ملکي وګړو پر وړاندې د طالبانو ترهګري یو جنګي جنایت بللی وو. د بښنې نړیوال سازمان له قوله، طالبان د ملکي وګړو په نښه کولو سره جنګي جنایتونه ترسره کړل، چې پکې د ښوونکو وژل، د مرستندویه کارکوونکو تښتول او د ښوونځیو د ودانیو سوځول شامل وو. د بښنې نړیوال سازمان وویل چې په ۲۰۰۶ کال کې ۷۵۶ ملکي وګړي د طالبانو د سړک غاړې د بمونو او ځانمرګو بریدونو له امله وژل شوي دي.  [۱۱][۱۲]

په  ۲۰۱۰ کال کې، طالبانو په سیستماتیک ډول په افغانستان کې ملکي وګړي ووژل، معمولا د دې ادعا پر بنسټ چې قربانیان د افغان حکومت ملاتړ کوي. یو خبریال د بښنې نړیوال سازمان  سره په  مرکه کې وویل چې طالبانو د کلي هغه مشران چې له طالبانو سره یې له همکارۍ ډډه کوله په اعدام محکومول او وروسته امریکا ته په جاسوسۍ تورنول.   [۱۳]

ناټو په  طالبانو تور لګوي چې ملکي وګړي د انساني سپر په توګه کاروي. د بېلګې په توګه، ناټو د ۲۰۰۹ کال په مې میاشت کې په فراه ولایت کې د ناټو د هوايي بریدونو قربانیانو ته اشاره وکړه، چې په ترڅ کې یې افغان حکومت د ۱۵۰ ملکي وګړو د وژل کېدو ادعا وکړه. ناټو وویل چې دوی داسې شواهد درلودل  چې طالبانو ملکي خلک  په ودانیو کې ایسارو کړي وو  ترڅو په جګړه کې د ښکيلو الوتکو له خوا په نښه شي. د ايساف د قوماندان وياند وويل: "دا د طالبانو لخوا قصدي پلان و تر څو د ملکي تلفاتو کړکېچ رامنځ ته کړي. دا انساني سپرونه نه وو؛ دا انساني قربانۍ وې. موږ استخباراتي معلومات درلودل چې دې ته یې اشاره کوله. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو پر بنسټ، طالبانو په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې له بشري حقونو سرغړونه کړې ده.   [۱۴][۱۵]

نیویارک ټایمز په ۲۰۱۱ کال کې، راپور ورکړ چې طالبان د افغانستان په جګړه کې د ټولو ملکي تلفاتو د ۴/۳ برخې مسؤول دي. د ملګرو ملتونو راپورونو په دوامداره توګه طالبان او د دولت نور ضد ځواکونه په جګړو کې په ډېرو ملکي  وژنو کې ګرم وګڼل. ملګرو ملتونو په ۲۰۱۳ کال کې وویل چې طالبانو د ترانزیتي لارو په اوږدو کې بمونه ځای پر ځای کول.  [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د بښنې نړیوال سازمان په ۲۰۱۵ کال کې راپور ورکړ چې طالبان په کندز کې د عامو افغانانو په ډله ايزه  وژنه او ډله ایز جنسي تېري لاس پورې کړی دی. طالب جنګیالیو د پولیسو د قوماندانانو او سرتېرو ښځینه خپلوانې او همدارنګه قابلې وژلې او جنسي تېري یې پرې  کړی دی . د بشري حقونو یوې ښځینه فعالې وضعیت په لاندې ډول بیان کړ: [۲۱]

هغې وويل: "کله چې طالبانو  کندز تر خپل کنټرول  لاندي راوست، ښار ته يې د نظم او قانون او شريعت د راوستلو ادعا وکړه. خو دوی چې هر څه کړي، د دواړو سره په ټکر کې دي. زه نه پوهېږم چې څوک له دې حالته موږ ژغولاي شي."

د طالبانو د مرګ ډلو په ۲۰۱۵ کال کې، په کندز کې، د ملکي خلکو - "فعالانو، ژورنالستانو او ملکي کارکوونکو"  یو نوملړ له ځان سره درلود او دوی یې کور په کور لټول او وژل. طالب یاغیان د یوې ټپي ښځې کور ته ننوتل او په سر یې په ډزو وویشتله.  [۲۲]

د طالبانو د ۲۰۲۱ کال بریدونه[سمول]

د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ نیمايي کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) یا د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون AIHRC)  ) په وینا د طالب یاغیان د ۶۹۹ ملکي وګړو د وژلو مسوول وو. د یوناما په وینا، طالبان د می او جون په میاشتو کې د شخصي کورونو او ملکي زیربناوو د ویجاړولو او لوټ کولو د "لویې برخې " مسؤول وو. متحده ایالاتو او نورو هېوادونو د ۲۰۲۱ کال په پیل کې د پاتې سرتېرو ایستل پیل کړل.   [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

د ۲۰۲۱ کال د مې په ۱۲مه، سهیل پردیس چې ۱۶ میاشتې یې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د وسله والو ځواکونو د ژباړونکي په توګه کار کړی و، د طالبانو له خوا له موټر څخه ښکته او وروسته يې سر پرې کړ.[۲۸]

د جون په ۱۶مه په دولت اباد کې د افغان ځانګړو ځواکونو ۲۲ بې وسلې کومانډویان په داسې حال کې ووژل شول چې غوښتل یې  د  طالب یاغیانو ته تسلیم شي. د  دې پېښې یوه ویډیو په پراخه کچه د خلکو تر منځ ښکته پورته شوه او د CNN لخوا خپره شوه. د بښنې نړیوال سازمان څخه  سمیرا حمیدي دا پیښه "د تسلیم شویو سرتېرو عادي وژنه - یو جنګي جنایت" وباله. هغې په افغانستان کې د جرمونو د نړیوالې محکمې د تحقیقاتو د یوې برخې په توګه وغوښتل چې دا پېښه  وڅېړل شي. [۲۹]

د ۲۰۲۱ کال د جولای په میاشت کې په کندهار کې، طالب یاغیانو نېوکه کوونکي  اوهغه  خلک چې د  سیمه ایز حکومت د کارکوونکو یا د هغوی د خپلوانو ګمان پرې کېده پرته له محکمې ووژل. د بشري حقونو له څار ادارې څخه  پیټریشیا ګوسمن ویلي چې "د طالبانو هغه قوماندانان چې د دا ډول ظلمونو په سترګو ويني هم د جنګي جنایتونو  مسؤل دي". نوموړې دا اعدامونه  "د طالب قوماندانانو د هغه ارادې ښکاروندوی وګڼل  چې حتی ډېرې نرمې نیوکې یا اعتراضونه هم په تاوتریخوالي ځپي".  د جولای میاشتې په نیمایې کې، د طالبانو له خوا د سپین بولدک د نیولو په اوږدو کې، د ملکي وګړو د خپلسري توقیف شمېرې له ۳۸۰ څخه تر ۹۰۰ رسېږي او د خپلسرو اعدامونو شمېر یې له ۴۰ تر ۱۰۰ رسېږي.  [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

د ۲۰۲۱ کال د جولای په لومړیو کې په مالستان ولسوالۍ کې، طالب یاغیانو ملکي وګړي ووژل، شخصي ملکیتونه یې لوټ، او وسوځول، دوکانونه یې ویجاړ او چور کړل. د ۲۰۲۱ کال د جولای له ۴ تر ۶ پورې د مالستان ولسوالۍ په مندرخت کې، طالبانو نهه هزاره ګان پرته له محکمې اعدام کړل. هزاره ګان پخوا هم د طالبانو لخوا ځورول شوي دي. دری تنه د طالبانو د امنیتي ځواکونو له خوا تر اعدام مخکې شکنجه شوي وو: د وحید قهرمان پښې او لاسونه مات شوي وو، ویښتان یې ایستل شوي وو او په مخ وهل شوي و. جعفر رحیمي سخت  وهل شوی و او تر مرګه په خپل دستمال زندی شوی وو. سيد عبدالحکيم وهل شوی وو، لاسونه يې تړل شوي وو او په سينه  تر مرمۍ لګېدو مخکې په پښو ويشتل شوی و. دری تنه د طالبانو په یوه پوسته کې او درې تنه نور په مندرخت کې اعدام شول.   [۳۶][۳۷][۳۸]

د ۲۰۲۱ کال د جولای په ۱۵ نېټه، خبریال دانش صدیقي په سپین بولدک کې ووژل شو،  چې ويل کېږي یا د افغان ملي امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښته کې ووژل شوی او یا د طالبانو له خوا تر نیول کېدو وروسته اعدام شوی. د هغه بدن ټوټه ټوټه شوی و،  مخ یې د پیژندلو نه و او د هغه په مخ او سینه د ټایرونو نښانونه لیدل کېدل.   [۳۹]

د ۲۰۲۱ کال د جولای په ۲۲ د کندهار په ولایت کې د طالبانو له خوا د "خوشه زوان" په نامه مشهور مسخره نظر محمد اعدام شو.  [۴۰][۴۱]

د جولای په وروستیو کې، د شکردرې ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو څلور کارکوونکي او د روغتون یو کارکوونکی د طالبانو له خوا شکنجه  او اعدام شول. د یوه قرباني د تره زوی عبدالرحمن وویل چې طالبانو د هغه  د تره  د زوی سترګې او ژبه ایستلي وو او مخکې له دې چې هغه په ډزو وولي  ترموټر یې لاندې کړی و. د افغان ځواکونو یو قوماندان عبدالحمید د طالبانو له خوا هرات ته څېرمه له نیول کېدو وروسته اعدام شو.   [۴۲][۴۳]

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۶ نېټه، طالبانو په کابل کې د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو د مرکز د مشر دواخان مینه پال د اګسټ د ۵ نېټې د وژنې پړه پر غاړه واخیسته.  چې په همدې ورځ،  طالبانو د زرنج ښار تر خپل کنټرول لاندې راوست. د بشري حقونو فعال لعل ګل لعل وویل، چې د طالبانو له خوا د ۳۰ سرتېرو اعدامول جنګي جنایت دی. د طلوع نیوز د معلوماتو له مخې، یو شمېر سرتېري تر وژل کېدو مخکې د طالبانو له لوري شکنجه شوي او سترګې یې ایستل  شوې. طالبانو ادعا وکړه چې دا سرتېري په جګړه کې وژل شوي دي.  [۴۴][۴۵]

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۱  نېټه په یوه ویډیو کې د بادغیس ولایت پخوانی امنیه قوماندان حاجي ملا اڅکزی لیدل کېږي، مخکې له دې چې د طالب جنګیالیو له خوا له نږدې واټن څخه په ډزو ووژل شي،  نیول شوی و او سترګې  يې تړل شوې وې. د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۰ نېټه خبر ورکړل شو چې د فراه ولایت پخوانی امنیه قومندان غلام سخي اکبري د کابل – کندهار پر لویه لار ووژل شو.    [۴۶][۴۷]

د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په ۲ نېټه ، د افغانستان محلي سندرغاړی فواد اندراب د اندراب په دره کې له خپل کور څخه تر ایستلو وروسته د طالب جنګیالیو له خوا اعدام شو.  [۴۸]

د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر په ۵ نېټه، په فیروزکوه کې د بانو نګار په نوم د یوې امیندواره پخوانۍ پولیسې افسرې د وژلو په مهال په عربي ژبه غږېدونکي طالب جنګیالي تر سترګو شول. د نګار د کورنۍ له قوله، هغه د اتو میاشتو اومیندواره وه، چې دری تنه وسله وال طالبان د هغې  کور ته ورغلل، مخکې له دې چې نګار د خپل میړه او ماشومانو په مخ کې په وهلو او ډبولو ووژي ، د هغې د کور ټول غړي یې وتړل. [۴۹]

د بشري حقونو د څار سازمان د راپور پر بنسټ چې د ۲۰۲۱ کال په نومبر کې خپور شو، طالبانو یوازې د څلورو ولایتونو لکه غزني، هلمند، کندهار او کندز کې له نیولو وروسته، په دریو میاشتو کې د افغان امنیتي ځواکونو څه باندې ۱۰۰ پخواني غړي وژلي او یا یې تري تم کړي دي. د راپور پر بنسټ، طالبانو د استخباراتي عملیاتو او د دندو پاتې شوو اسنادو ته د لاس رسی له لارې د نیولو او اعدامولو هدفونه په ګوته کړل. د طالبانو له خوا د امنیتي ځواکونو ځينې پخواني غړي هم څو ورځې وروسته له هغه وژل شوې چې د خوندیتوب د تضمین لیک ترلاسه کولو لپاره یې ځانونه ثبت کړي وو.   [۵۰]

سرچينې[سمول]

  1. "Afghanistan – Protection of civilians in armed conflict midyear update: 1 January to 30 June 2021" (PDF). UNAMA. 2021-07-25. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۶ جولای ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Summary Report on Civilian Casualties in the First Six Months of 2021". Afghan Independent Human Rights Commission. 2021-08-01. مؤرشف من الأصل في ۰۵ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 2021-07-23 باندې). Afghan interpreter for US Army was beheaded by Taliban. Others fear they will be hunted down too.
  4. "Taliban Leaders Should Be Prosecuted for War Crimes in Afghanistan". Amnesty International. 2010-08-10. مؤرشف من الأصل في ۰۴ ډيسمبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Afghanistan: Harrowing accounts emerge of the Taliban's reign of terror in Kunduz". Amnesty International. 2015-10-01. مؤرشف من الأصل في ۲۶ جنوري ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Afghanistan: Mounting Taliban Revenge Killings – Insurgents Beat, Execute Popular Comedian in Kandahar". Human Rights Watch. 2021-07-30. مؤرشف من الأصل في ۰۵ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Afghanistan – Massacres of Hazaras in Afghanistan – Summary". Human Rights Watch. 2001. مؤرشف من الأصل في ۰۵ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "III. The first day of the takeover". Human Rights Watch. 1998. مؤرشف من الأصل في ۲۴ جون ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "AIHRC Calls Civilian Deaths War Crime". Tolonews. 13 January 2011. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ جون ۲۰۱۱ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Taliban attack civilians to spread fear: Amnesty". Reuters. 24 April 2007. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ مې ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ ډيسمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Country Reports on Human Rights Practices". 2003. مؤرشف من الأصل في ۱۶ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Carter, Sara A.; Gertz, Bill (12 May 2009). "Afghan commander's aide blames deaths on Taliban". The Washington Times. د کتاب پاڼې 1. مؤرشف من الأصل في ۱۷ مې ۲۰۰۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ ډيسمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Rod Nordland (10 February 2011). "Afghan Rights Groups Shift Focus to Taliban". The New York Times. د کتاب پاڼې A6. مؤرشف من الأصل في ۱۴ جون ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جنوري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Kegley, Charles W.; Shannon L Blanton (2011). World Politics: Trend and Transformation. Cengage. د کتاب پاڼې 230. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-495-90655-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Afghan civilian casualties at record high in 2016: UN". Al Jazeera English. 6 February 2017. مؤرشف من الأصل في ۰۶ فبروري ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Afghan civilian deaths rise, insurgents responsible for most casualties – UN". U.N. News Centre. 14 July 2011. مؤرشف من الأصل في ۱۹ جنوري ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اگسټ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Script error: No such module "cite magazine".
  18. "Afghanistan: Harrowing accounts emerge of the Taliban's reign of terror in Kunduz". Amnesty International. 1 October 2015. مؤرشف من الأصل في ۰۹ فبروري ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "New UNAMA Civilian Casualties report: The human cost of the Taleban push to take territory". Afghanistan Analysts. 2021-07-26. مؤرشف من الأصل في ۲۶ جولای ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په 2021-07-14 باندې). Taliban fighters execute 22 Afghan commandos as they try to surrender.
  21. (په 2021-07-22 باندې). Sources Allege 100 Civilians Killed After Fall of Spin Boldak.
  22. "Violations of International Humanitarian Law in Spin Boldak District of Kandahar Province". Afghan Independent Human Rights Commission. 2021-07-31. مؤرشف من الأصل في ۰۵ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. (په 2021-08-04 باندې). Taliban Killed 'Possibly 800-900 People' in Kandahar: Tadin Khan.
  24. "Afghanistan: Taliban responsible for brutal massacre of Hazara men – new investigation". Amnesty International. 2021-08-19. مؤرشف من الأصل في ۲۰ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په 2021-08-20 باندې). Afghanistan: Taliban 'tortured and massacred' men from Hazara minority.
  26. (په 2021-07-22 باندې). '43 People Killed by Taliban' in Ghazni, Residents Claim.
  27. (په 2021-07-31 باندې). Body of Reuters Photographer Was Mutilated in Taliban Custody, Officials Say.
  28. (په 2021-07-29 باندې). EU Says Govt Can't Tell Media What The National Interest Is.
  29. (په 2021-07-31 باندې). Taliban Gets Closer to Herat City as Clashes Intensify.
  30. (په 2021-07-23 باندې). Residents Claim Taliban Killed 5 People in Kabul District.
  31. (په 2021-08-06 باندې). Taliban Captures Capital of Nimroz Province.
  32. (په 2021-08-06 باندې). Head of Govt's Media, Information Center Assassinated.
  33. "Afghanistan: Taliban execute police chief despite promising not to seek retribution". new.au.com. مؤرشف من الأصل في ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "Growing reports of detentions and Taliban reprisals against former regime officials". The Irish Times. مؤرشف من الأصل في ۳۰ نومبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "Fear of music: Afghan folk singer executed by the Taliban". The Jakarta Post. مؤرشف من الأصل في ۰۳ سپټمبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. (په 5 September 2021 باندې). Afghanistan: Taliban accused of killing pregnant police officer. BBC News.
  37. "Executions and Enforced Disappearances in Afghanistan under the Taliban". Human Rights Watch. 30 November 2021. مؤرشف من الأصل في ۲۸ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جون ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)