په افغانستان کې جنسي تېری

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جنسي تېری په افغانستان کې یوه مهمه مسئله ده. د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو په دې هېواد کې د جنسي تېري پر قوانینو او د هغوی په پلي کېدو نیوکه کړې دي.

تعریف[سمول]

جنسي تېری یو ډول جنسي برید دی چې معمولاً جنسي نږدې‌والی یا د جنسي یوځای‌والي نور ډولونه په کې شاملیږي چې د فرد له رضایت پرته له فرد سره تر سره کېږي. دا چاره ښايي له فزیکي زرو، زیاتي، له واک څخه د ناوړې ګټې اخیستنې په‌واسطه یا هم له داسې فرد سره ترسره شي چې د معتبر رضایت د ورکړې وړتیا ونه لري. په دې کې هغه افراد شاملیږي چې بې شعوره، ناتوان، د ذهني معلولیت لرونکي او یا يې عمر د رضایت له قانوني عمر څخه ټیټ وي. جنسي تېری ځینې وختونه د رضایت د قانوني عمر د بدیل په توګه کارول کېږي.   [۱][۲]

خپوروالی/عام‌والی[سمول]

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون (AIHRC) د راپور پر بنسټ په ۲۰۱۳ کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی کچه د ریکارډ تر حده لوړه شوې. ښځې د خپل بکارت له امله د درناوي وړ دي او ان که یوه ښځه تر جنسي تېري وروسته امیندواره هم شي، دا عادي نه ده چې پر هغې تېری کوونکی فرد دې له هغې سره واده وکړي. په دې توګه یوې ښځې ته د «ناپاک‌والي» لپاره سزا ورکول کېږي. طالب چارواکې دغه ډول پېښې د زنا (په انګلیسي کې ورته اډلټری ویل کېږي) په توګه ارزوي. د زنا راپور د هېواد له هر ولایت څخه ورکړل شوی. ان که ښځې ته سزا هم ورنه کړل شي ټولنه ېې د «سپکې ښځې» (چې په پښتو کې ورته بدنامه وایي) په توګه ردوي. حال دا چې تېری کوونکی سپک نه بلل کېږي. [۳][۴]

افغاني قانون[سمول]

جنسي تېری په افغانستان کې جرم دی.

د جنسي اړیکو لپاره تر قانوني عمر لاندې نجونو رضایت د افغانستان په قوانینو کې نه شاملېږي. خو جبري ودونه، زور زیاتی، جنسي تېری، «بد» (د یوې بدۍ یا اختلاف د له‌منځه وړلو لپاره بلې کورنۍ ته د خپلې کورنۍ د یوې ښځې ورکول) سپکاوی، ګواښ او له خوړو څخه انکار د حامد کرزي د ولسمشرۍ پر مهال ناقانونه وو. [۵]

کله چې یوې ښځې د خپل لېور له‌خوا د جنسي تېري پېښه روښانه کړه د زنا په تور د سنګسار په مړینه محکومه شوه؛ قاضي د هغې امیندواري د زنا لپاره یو دلیل وباله او دا چې هغه مهال د هغې خاوند په زندان کې و هغه ونه شو کولی چې د جنسي تېري لپاره شاهد راولي. [۶]

اسلامي قوانین (شریعت) چې په سیمه‌ییزه محتوا کې تفسیر شوي او د توکمي دود او دستور څخه اغېزمن شوي، که څه هم رسمي تصویب شوي نه دي، په هېواد کې يې د جنسي تېري د ځينو قضیو بریالی تعقیب درولی. قرانکریم د جنسي تېري لپاره ځانګړې سزا نه ده ذکر کړې، خو ښايي سیمه‌ییزو مشرانو د یو شرعي تفسیر په رڼا کې جنسي تېری یو ډول زنا بللې چې سزا یې سنګسار یا ۱۰۰ دُرې وهل دي، که څه هم د کال په بهیر کې د داسې کومې پېښې راپور نه دی ورکړل شوی. [۷]

زنا، جنسي تېری او اخلاقي جنایات ښايي د ناموسي قتلونو لامل شي که چېرې کورنۍ داسې احساس وکړي چې ګواکي خپل عزت يې له لاسه ورکړی او چارواکي ځینې وختونه ادعا کوي چې تورنې ښځې دوی ځکه نیسي تر څو له هغوی څخه ملاتړ وکړي ځکه له دې حالت پرته به هغوی ووژل شي. [۸]

افغانستان په ۲۰۰۹ کال کې د حامد کرزي د ولسمشرۍ پر مهال د شعیه کورنیو شخصي قانون هم تصویب کړ. د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو پراختیايي صندوق، ناټو، کاناډا، متحده ایالاتو، المان او ګڼو نورو هېوادونو د قانون د ظالمانه طبیعت پر وړاندې خپله اندېښنه څرکنده کړې. د شیعه کورنیو شخصي قانون ښځې د واده له حقونو بې برخې کوي او دې ته ځانګړی شوی چې شیعه مېرمنې باید د خپل خاوند غوښتنو ته تسلیم شي. ان دا تصرېح کوي چې له ناروغتیا پرته باید لږ تر لږه په هرو څلورو ورځو کې یو ځل له خپل خاوند سره جنسي اړیکه ولري. دا قانون یوازې د شیعه مېرمنو لپاره دی چې په افغانستان شاوخوا ۶ میلیونه نفوس لري. د دې قانون په ګټه داسې استدلال کېږي چې مخکې وضع شوي سیمه‌ییز مذهبي قانون سموي. [۹]

شته پېغور او احصایې[سمول]

په افغانستان کې جنسي تېری هغه جنایت دی چې په قانوني توګه تعقیبېدلی شي، خو په عملي ډول ډېر لږ راپور ورکول کېږي او د جنسي تېري ډېری قوانین نه پلي کېږي، له همدې امله يې د راپور ورکولو په حالت کې ښځې له ډېرو ګواښونو سره مخ کېږي. د جنسي تېري قربانیان په هېواد کې له تاوتریخوالي سره د مخامختیا له دوه‌ګوني خطر سره مخ دي: له یوې خوا دوی د خپلو کورنیو له‌خوا د ناموسي وژنو او له بلې خوا هم د هېواد د قوانینو قرباني کېدای شي. ښځې د خپل ټولنیز وضعیت او ورځني ژوند له امله کوچنيو شخصي ګواښونو ته هم غاړه ږدي: هغوی د زنا په تور تورنېدای شي، هغه جرم چې سزا يې مړینه ده. سربېره پر دې دوی د خپلو کورنیو له‌خوا دې ته اړ کېږي چې له خپل تېري کوونکي سره واده وکړي په ځانګړې توګه که دوی امیندواره شي. په لوړه کچه یو شمېر بېلګو ته له پام سره د زنا لپاره د محکمه کېدو خطر اوس په افغانستان کې ښځو ته پیاوړې انګېزه ورکوي تر څو د جنسي تېري د پېښو راپور ورنه کړي.   [۱۰]

په افغانستان کې د جنسي تېري قربانیان تر تېري کوونکو ډېر له پېغور سره مخ دي. هغه چې له جنسي تېري سره مخ کېږي له سزا سره هم مخ دي او تر ډېره سزا هم ورکول کيږي، حال دا چې د هغوی نارینه هم‌غاړي په جنسي تېري د تورنیدو په حالت کې په ندرت زنداني کيږي. له تېري سره مخ شوې ښځې د دې په ځای چې عدالت تر لاسه کړي د زنا د قوانینو په رڼا کې د زنا په تور سزا ویني. ښځو ته ډېره په دې هیله له خپل تېري کوونکي سره د واده قناعت ورکول کېږي چې د کورنۍ عزت بېرته خوندي شي. دا چاره د دې لپاره هم تر سره کېږي چې تېری کوونکی له لګېدلو تورونو څخه مخنیوی وکړي. په دې توګه ښځې په ډېر خطرناک موقعیت کې واقع کېږي چې یا به له هغه سړي سره واده کوي چې تېری يې پرې کړی یا به هم ناموسي جنایتونو ته غاړه ږدي چې په احتمالي ډول د کورنۍ د غړو په لاس وژل کيږي. [۱۱]

په ۲۰۱۲ کال کې په افغانستان کې د ناموسي وژنو ۲۴۰ پېښې او ۱۶۰ د جنسي تېري پېښې ثبت شوې دي، خو د ناموسي وژنو او جنسي تېري پېښې تر دې ډېرې لوړې دي او راپور يې نه دی ورکړل شوي په ځانګړې ډول په لرې کلیوالو سیمو کې.

په افغانستان کې په ۲۰۱۳ کال کې د هغې ښځې کیسه د نړیوالو د ډېرې غوسې او علاقې له امله په نړیوال خبر بدله شوه چې یو سړي پرې جنسي تېری کړی و او د زنا په تور بندي وه او خپل ماشوم يې په بند کې نړۍ ته راوړ او وروسته د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ورته عفوه وکړه، خو دولتي چارواکو هغه  له خپل تېري کوونکي سره واده ته اړ کړه، چې له واده کولو سره يې له شرم څخه د هغې د خلاصون ادعا لرله. په ۲۰۱۳ کال کې د غزني په ختيځ کې یو سړي په یوه ښځه د تیري په نیت برید وکړ چې په پایله کې د دې ښځې خپلوانو ښځه او سړي په ناموسي وژنه کې ووژل. په افغانستان کې د زنا، جنسي تېري او قاچاق په څېر جنایتونه معمولاً له یو بل سره ټکر کېږي او په ټوله کې د یوې ښځې او نر یوازېتوب (له هغه پرته چې مېرمن او خاوند او یا هم کورنۍ اړیکې ولري) د منلو وړ نه دی او که داسې وشي نو ځواب یې له خورا ډېر تاوتریخوالي سره مل کېدای شي. یو افغان ډاکتر له خپلې ښځینه ناروغې سره وروسته له هغې چې د معاینې په خصوصي اتاق کې د پېغلې له مل/ساتونکي پرته ولیدل شو له یو ډله‌ییز او غوسه‌ناک برید سره مخ شو او د هغوی پر لور د تېږو ګذارونه وشول.  [۱۲][۱۳][۱۴]

سرچينې[سمول]

  1. Etienne G. Krug; Linda L. Dahlberg; James A. Mercy; Anthony B. Zwi; Rafael Lozano, المحررون (2002). World report on violence and health. Geneva: World Health Organization. د کتاب نړيواله کره شمېره 92-4-154561-5. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Definition of rape". Dictionary.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Refugee Documentation Centre (Ireland) (7 December 2010). "NonMarital sex" (PDF). Refugee Documentation Centre (Ireland). د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "No Justice for Rape Victims in Afghanistan". UN Dispatch. 26 July 2013. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Refugee Documentation Centre (Ireland) (7 December 2010). "NonMarital sex" (PDF). Refugee Documentation Centre (Ireland). د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Judged for more than her crime" (PDF). deathpenaltyworldwide.org. September 2018. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جولای ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Refugee Documentation Centre (Ireland) (7 December 2010). "NonMarital sex" (PDF). Refugee Documentation Centre (Ireland). د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Refugee Documentation Centre (Ireland) (7 December 2010). "NonMarital sex" (PDF). Refugee Documentation Centre (Ireland). د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Boone, Jon (30 March 2009). "new law rolls back rights for Afghan women". the Guardian. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Judged for more than her crime" (PDF). deathpenaltyworldwide.org. September 2018. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جولای ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Rachel Reid; et al. (6 December 2009). ""We Have the Promises of the World" - Women's Rights in Afghanistan". Human Rights Watch. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Walsh, Nick Paton (April 8, 2015). "An Afghan nightmare: Forced to marry your rapist". CNN. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Afghan Parliament debates chaperones for women". Christian Science Monitor. 15 February 2006. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 13 June 2013 باندې). Mob Attacks Afghan Doctor and Female Patient. The New York Times.