په افغانستان دسوادګری نړیوال سازمان اغیزې
په ۲۰۰۴ كال كې افغانستان رسماً (هغه مهال هدايت امين ارسلا د سوداګرۍ وزير و) له لورې د ناظر غړې په توګه ومنل شو. د وړاندېز له مخې د افغاني هيئت له لورې په لومړي ځل له سازمان څخه وغوښتل شو، تر څو د افغانستان د تجارتي ودې په ميدان كې له دې هيواد سره مرسته وشي. كيداى شي هغه مهال زموږ د پلاوي له طرفه د غړيتوب هر اړخيزه تحليل نه و موجود، ځكه يې په يوې مخې د سازمان له عمومي شورا او د وزيران له كنفرانس څخه د بلا قيد غړيتوب غوښتنه وكړه. پتيل شوې وه چې د ۲۰۰۶ كال تر پاى او يا هم د ۲۰۰۷كال تر نيمايي پورې د افغانستان غړيتوب (الحاق) ومنل شي. خو اوس چې ګورو نو د غړيتوب په اړه د سوداګرۍ سازمان په عمومي مجمع او د ۲۰۰۵ كال د وزيرانو په كنفرانس كې پدې اړه بحث نه دى كړى. پدې كې شك نشته چې پدې سازمان كې له غړيتوب سره به افغانستان يو لړ تشريفاتي او ظاهرې لاسته راوړنې ولري، خو په استمراري ډول په دې سازمان كې ګډون خامخا افغانستان دېته اړ باسي تر څو خپلو صنعتي توليداتو، د خامو موادو استخراج او خرڅلاو ته چټكتيا وركړي. عجالتاً او په لومړيو پنځو تر لسو كلونو پورې، پدې سازمان كې د افغانستان ګډون، د افغانستان د موجوده سياسي اقتصادي شرايطو او همدارنګه د صنايعو د ودې او اقتصادي رشد په وړاندې پرتو ستونزو ته په پام سره، ويلى شو چې د دې سازمان غړيتوب افغانستان ته مخه خلاصوي تر څو خپل تجارت نړيوالو ماركيټونو ته وغزوي، چې پدې برخه كې له پرمختګ سره افغانستان په غير سياسي ميدان كې هم د نړۍ د هيوادونو لپاره مهم هيواد ګرځيدلى شي. په دې اړه په افغانستان كې دوه نظره موجود دي: يو نظر له سياسي مزاج څخه نشات كوي، چې البته په سازمان ګډون د افغانستان لپاره حياتي او حتمي بولي او بل نظر پر اقتصادي واقعيتونو ولاړ نظر دى چې تر ډېره حده پدې سازمان كې د افغانستان غړيتوب په زيان كې ويني. تيركال د اكسفام نا دولتي موسسې په خپل يوه تحقيقي ګزارش كې د سوداګرۍ په نړيوال سازمان كې د افغانستان د غړيتوب موضوع څېړلې وه پدې څېړنې كې چې د كرسشن دنيس Christian Dennys د اكسفام نړيوالې موسسې د پاليسۍ مشاور لخوا په كابل كې د يوه مطبوعاتي كنفرانس په ترڅ كې وړاندې شوې وه، راغلي چې تر كال ۱۳۸۹ پورې به افغانستان دنړيوال تجارتي سازمان غړى شي. البته په څېړنې كې تر ۱۳۸۹كال پورې د دې سازمان غړيتوب ترلاسه كول، يوه عجولانه او له اشتباه ډك اقدام دى. د څېړونكو له لورې پدې څېړنه كې ويل شوي چې نړيوال ماركيټ ته د ټېټ ټكس په وركړې د افغاني توكو لار موندنه، د تجارتي منازعاتو د حل لپاره د يوې قدرتمنې مرجع موندل، چې له مخې به يې افغانستان وكولى شي له هند او چين سره د ځمكې له لارې راكړه وركړه ترسره كړى شي، بل لور ته د مرسته كونكو او غړو هيوادونو له خوا د پانګي د جلب او جذب فرصت او د ګمركي تعرفو د نظام اصلاح هغه ښې او ګټورې لاسته راوړنې دي چې افغانستان به لاس رسۍ ورته پيدا كړي. كه څه د پاكستان له لارې له هند سره د ترانزيتي معضل حل كيدل په دې سازمان كې د افغانستان له غړيتوب سره نشي حل كيداى، ځكه چې دا يوه سياسي منازعه او ستونزه ده، خو تر ډېره حده كولى شي د تفاهم لپاره لاره پرانيزي. په دې سازمان كې تر غړيتوب وروسته افغانستان ملزم دى تر څو د دې سازمان ټولو لاسليك شويو معاهدو او پريكړه ليكونو ته احترام وكړي، چې د دې پروتوكولونو امضا كول لوړې بودجې ته اړتيا لري او دم مهال افغانستان د دې سازمان د غړيتوب له عهدې نشي راوتلى. دا چې ولي د دې سازمان د رهبرۍ دفتر د افغانستان د غړيتوب غوښتونكى دي، د يو لړ سياسي مقاصدو تر څنګ، هغوى غواړې د افغانستان د خامو موادو زيرمو ته لاره مونده كړې، چې د دې كار زياتره ګټه خارجي پانګه اچونكو ته ده او كمه ګټه يې افغانستان ده.په هر حال ويلى شو چې، په سياسي لحاظ پدې سازمان كې د افغانستان غړيتوب، افغانستان ته يو نوى اعتبار وركوي.
سرچینې:
[سمول]- www.pushtu.cri.cn/chinaabc/chapter4/chapter40405.htm د محمد آصف ننګ ليکنه
- د اكسفام نا دولتي موسسې تحقيقي ګزارش