په اسټرالیا کې د ښځو د رایې د ورکړې حق

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په اسټرالیا کې د ښځو د رایې د ورکړې حق په اسټرالیا کې جنسیت د تساوي د غورځنګ یو له لومړنیو موخو څخه و. دا هلې ځلې د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې په ټولنیزه او سیاسي کچه او همداشان د قانون له مخې ومنل شوې، چې په ۱۸۹۴ز کال کې په سویلي اسټرالیا او په ۱۸۹۹ز کال کې په لویدیځه اسټرالیا کې دا کار تر سره شو. په ۱۹۰۲ز کال کې د اسټرالیا لومړني جوړ شوي پارلمان د ۱۹۰۲ کال د همګټو هېوادونو لایحه تصویب کړه، چې له مخې یې ښځو (پرته له هغو ښځو چې د اسټرالیا، افریقا، اسیا او ارام اقیانوس د ټاپوګانو اصلي اوسیدونکي وي، مګر دا چې د اساسي قانون د ۴۱ مخې مادې له مخې ورته اجازه ورکړل شي) وکولای شول چې په فډرال ټاکنو کې رایه ورکړي او د فډرال پارلماني ټاکنو لپاره ودریږي. دې کار د اسټرالیا د فډرال ټاکنو د ټاکنیزو حقونو په اړه د سپین پوستو لپاره جنسیتي تبعیض له منځه یووړ. دې کار نو ډېر وخت ونیو تر څو ښځې وکولای شي په ټوله اسټرالیا کې رایه ورکړي او په تیره بیا دا چې دوی د ټاکنو له لارې منتخبې استازې وټاکل شي.  

تاریخچه[سمول]

له ۱۹مې پېړۍ وړاندې تجربې[سمول]

د بونټي موټینیرز ښځینه نسل کوم چې د پیټکیرین په ټاپوګانو کې یې ژوند کاوه هغوی له ۱۸۳۸ کال راهیسې کولای شول چې رایه ورکړي او د هغوی دا حق لا هغه وخت هم کارول کېده کله چې دا خلک په نورفولک ټاپو (کوم چې اوس د اسټرالیا یوه بهرنۍ خاوره ده) کې په ۱۸۵۶ کال کې ځای پر ځای شول. [۱]

د نارینه وو د رایې د ورکړې حق[سمول]

هغه لومړني اروپايي ډوله دولتونه چې له ۱۷۸۸ کال را وروسته جوړ شول، هغوی ټول اټوکراټ او د انتصابي والیانو له خوا اداره کېدل، که څه هم د انګریز قوانین د منلو شویو ډوکټرینو له مخې د اسټرالیا مستعمرو ته ولیږدول شول، له همدې امله د حقونو مفاهیم او د Magna Carta او د ۱۶۸۹ کال د حقونو د لایحې له مخې رامنځته شوي بهیرونه د ښکېلاک ګرو له خوا له بریټانیا څخه راوړل شول. د ښکېلاک ګرو له ځای پر ځای کېدو سمدلاسه وروسته د استازولۍ حکومت په خاطر ګډوډۍ پیل شوي.[۲]

په اسټرالیا کې تر ټولو زړه تقنیني اداره، د نوي سویلي ویلز تقنیني شورا په ۱۸۲۵ ز کال کې د یوې انتصابي ادارې په توګه جوړه شوه تر څو د نوي سویلي ویلز والي ته مشوره ورکړي. په ۱۸۴۰ ز کال کې، د اډلایډ د ښار شورا او د سیډنې د ښار شورا د نارینه وو د رایې د ورکړې په محدود شمېر سره رامنځته شوې. په اسټرالیا کې لومړنۍ پارلماني ټاکنې د نوي سویلي ویلز د تقنیني شورا لپاره په ۱۸۴۳ ز کال کې تر سره شوې، دلته هم یوازې هغو نارینه وو د رایې د ورکولو حق درلود چې د ملکیتونو څښتنان یا مالي وړتیا یې درلوده. په ۱۸۵۰ ز کال کې په نوي سویلي ویلز کې د رای ورکوونکو لپاره حقونه لا پسې وغځیدل او د تقنیني شوراګانو لپاره ټولټاکنې د ویکټوریا، سویلي اسټرالیا او سامانیا په مستعمرو کې تر سره شوې. [۳]

د ۱۹مې پېړۍ په نیمایي کې، د اسټراليا په مستعمرو کې د استازولۍ او مسوولو حکومتونو لپاره شدیده غوښتنه موجوده وه، چې د سروزرو د ډګرونو او د Eureka Stockade د پیښو او همداشان له هغو پراخو اصلاحي خوځښتونو څخه یې روحیه اخیستې وه چې په ټوله اروپا، امریکا او بریتانوي سترواکې کې عام شوي وو. د اسټرالیا د مستعمرو د دولت قانون چې په ۱۸۵۰ ز کال کې په تصویب ورسید، یو مهم پرمختګ و، چې د نوي سویلي ویلز، ویکټوریا، سویلي اسټرالیا او سامانیا ته یې اساسي قانون ورکړ او همدې مستعمرو په شوق سره خپل اساسي قانون ولیکه او په ترڅ کې یې پرمختللي دیموکراتیک پارلمانونه رامنځته شول. [۴]

د ښځو د رایې د ورکړې د حق خوځښت[سمول]

د ښځو د رایې د ورکړې د حق خوځښت په ۱۹مه پېړۍ کې سره را ټول شول. د دې خوځښت غړي په ټولو بېلابېلو مستعمرو کې لاس په کار شول.

په ۱۸۶۱ ز کال کې په سویلي اسټرالیا کې ملکیت لرونکو ښځو ته په سیمه ییزو ټولټاکنو کې د رایې ورکولو حق ورکړل شو (نه په پارلماني ټاکنو کې). د سویلي اسټرالیا پارلمان د رایې د ورکړې حق او د پارلمان څوکۍ ته د دریدو حق په ۱۸۹۴ ز کال کې تصویب او په ۱۸۹۵ ز کال کې توشیح شو. دغه قانون په برابره توګه په شمالي برخو (Northern Territory) کې هم تطبیق شو، کوم چې بیا د سویلي اسټرالیا یوه برخه وه. په داسې حال کې چې دغه قانون تر بحثونو لاندې و، ځینو مخالفینو داسې ماده وضع کړه چې په پارلمان کې یې د ښځو شتون منع کاوه، ځکه هغوی فکر کاوه چې دا قانون به د همدې لایحې د له منځه تلو لامل وګرځي. د دې پر ځای دې کار معکوسه پایله ولرله او هغه دا چې سویلي اسټرالیا د اساسي قانون هغه لایحه (د ښځو د رایې د ورکړې حق) په ناڅاپي توګه تصویب کړه چې له مخې یې ښځو هم کولای شول چې پارلمان ته لاره ومومي. [۵][۶][۷]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. EC (13 اپریل 2005). "Votes for Women | Elections New Zealand". Elections.org.nz. د اصلي آرشيف څخه پر 19 اګست 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه 19 اپریل 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Our Democracy: Democracy timeline — Museum of Australian Democracy at Old Parliament House". Moadoph.gov.au. د اصلي آرشيف څخه پر 29 سيپټمبر 2009 باندې. د لاسرسي‌نېټه 19 اپریل 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Australia's major electoral developments Timeline: 1788–1899 – Australian Electoral Commission". Aec.gov.au. 11 جون 2010. مؤرشف من الأصل في 1 جون 2011. د لاسرسي‌نېټه 19 اپریل 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "The Right to Vote in Australia – Australian Electoral Commission". Aec.gov.au. 26 نومبر 2007. مؤرشف من الأصل في 12 مارچ 2013. د لاسرسي‌نېټه 19 اپریل 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Women's Suffrage Petition 1894: parliament.sa.gov.au" (PDF). مؤرشف (PDF) من الأصل في 29 مارچ 2011. د لاسرسي‌نېټه 28 مارچ 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Documenting Democracy". Foundingdocs.gov.au. د اصلي آرشيف څخه پر 3 دسمبر 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه 19 اپریل 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Weatherford, Doris (2002), Women's Almanac, Oryx Press, د کتاب پاڼې 322, د کتاب نړيواله کره شمېره 1-57356-510-5 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)