په اسټرالیا کې اقلیمي بدلونونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د یوویشتمې پېړۍ له پیل راهیسې په اسټرالیا کې اقلیمي بدلونونه یو له حیاتي موضوعاتو ګڼل کېږي. اسټرالیا د اقلیمی بدلونونو له امله ورځ تر بلې مخ په ګرمېدو ده او د شدیدې  تودوخې، په ځنګلونو کې د اورلګېدونو، وچکالۍ، سېلابونو او د اوږد مهاله اورلګېدنو له ګواښونو سره مخ ده. د دغه هېواد په اقلیمي موضوعاتو کې ځنګلي اور لګېدنې، طوفانونه، په سمندرونو کې د اوبو د سطحې لوړوالی او توږنه شاملېږي. [۱][۲][۳]

د شلمې پېړۍ له راپیلېدو راهیسې، د اسټرالیا هوا په منځنۍ کچه په کال کې څه باندې ۱.۴ درجې ګرمښت لرلی چې د ۵۰ کلونو په اوږدو کې د تېرو ۵۰ کلونو په پرتله دوه چنده هوا ګرمه شوې. د لوړې تودوخې او پراخې وچکالۍ په څېر وروستیو اقلیمي بدلونونو، اقلیمي موضوعاتو ته د اسټرالیا د دولت او عامو وګړو پام ځانته اړولی. له ۱۹۷۰مې لسیزې را وروسته د اسټرالیا په سویل لویدیځ کې د بارانونو کچه هم له ۱۰ سلنې څخه تر ۲۰ سلنې پورې راکمه شوې ده. پخلی کېږي چې ورښت به تر ډېره شدیده او همدارنګه نادره بڼه ومومي، سربېره پر دې به بارانونه تر ډېره د ژمي پر ځای د اوړي په موسم کې کېږي. اټکل دا دی چې تر ۲۰۳۰ زکال پورې به د دغه هېواد د تودوخې کچه د ۱۹۹۰مې لسیزې له کچې ۰.۴ تر ۲ سانتي ګراد درجو لوړه او تر ۲۰۷۰ زکال پورې به له ۱ – ۶ سانتي ګراد درجو لوړه شي. دا هم ویل کېږي چې دغه مهال به د اسټرالیا په سویل لویدیځ او سویل ختیځ کې د ورښت منځنۍ کچه کمه شي، په داسې حال کې چې د شمال لویدیځ په څېر برخې به کېدای شي د پرېمانه ورښت شاهدې وي. [۴][۵][۶]

اقلیمي بدلونونو د دغې لویې وچې په چاپېریال او اکوسیسټم اغېز لرلی. اسټرالیا په راتلونکو پنځوسو یا سلو کلونو کې د نړۍ د ګرمېدو له امله ژر زیان منونکې ده، ځکه چې پراخې وچې او نیمه وچې سیمي لري او همدارنګه د ګرم اقلیم لرلو له امله په کلنۍ کچه د زیاتو ورښتونو شاهده ده. په دغه لویه وچه کې د اورلګېدنې د ګواښ د زیاتوالي له امله د اقلیمي بدلونونو اړوند پام وړ حساسیت شتون لري. په داسې حال کې چې کېدای شي ساحلي کرښي یې په نړیواله کچه د ۸ – ۸۸ سانتي مترو پورې د سمندر د سطحې د لوړوالي له امله توږنه او په اوبو کې لاندې کېدل هم تجربه کړي. د لوی مرجاني دېوال په څېر د اسټرالیا ځانګړی اکوسیسټم او همدارنګه د حیواناتو ګڼ شمېر ډولونه د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي. [۷][۸][۹][۱۰]

ورته مهال اقلیمي بدلونونه د دغه هېواد پر اقتصاد، کرهڼې او عامې روغتیا هم بېلابېلې اغېزې لري. په اټکل شوو اغېزو کې یې شدید سېلابونه، وچکالي او طوفانونه شاملېږي. سربېره پر دې ساحلي سیمو ته څېرمه اسټرالیايي وګړي په جدي توګه د سمندر د سطحې د لوړوالي له ګواښ سره مخ دي او همدارنګه د اوبو د تامین په برخه کې به موجود فشارونه لا پسې زیات شي. اسټرالیايي بومي وګړي له نورو زیات د اقلیمي بدلونونو له زیانونو سره مخ دي ځکه چې هغوی اوس هم د استعمار پر مهال او له استعمار وروسته د ګوښه کولو له امله له پام وړ ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي. هغه ټولنې چې د اقلیمي بدلونونو د زیات اغېز سره مخ کېدونې دي، د دغې لویې وچې په شمال کې استوګنې ټولنې دي چې بومي اسټرالیایان او د تورس تنګي د جزایرو استوګن کسان یې ۳۰ سلنه نفوس جوړوي. په شمال کې دغه بوميان او د تورس تنګي د جزایرو استوګن وګړي د ټولنیزو او سیاسي مسایلو له امله او همدارنګه په سنتي بڼه په ځمکه باندې د اتکا له امله له غذايي، کلتوري او روغتیايي پلوه تر ټولو محروم وګړي دي. دغې مسئلې په دغو سیمو کې د ټولنې د ډیر وګړو لپاره دا پوښتنه رامنځته کړې چې «آیا موږ باید پاتې شو یا له دې ځایه لرې ولاړ شو؟». [۱۱]

اسټرالیا د اقلیمي بدلونونو په برخه کې خپله یو عامل هېواد دی، ځکه چې په نړۍ کې د سړي سر منځنۍ کچې ګلخانه یي ګازونو څخه په زیاته کچه دغه ډول ګازونه تولید کوي. دغه هېواد د انرژۍ د تولید په برخه کې تر ډېره د ډبرو پر سکرو او فوسیلي سون توکو اتکا لري، په داسې حال کې چې د تجدید منونکې انرژۍ تولید په کې د پراختیا په حالت کې دی. په ملي ژمنو کې یې تر ۲۰۵۰ زکال پورې د خالص صفر کچې ته د ګلخانه یي ګازونو د تولید د کچې را رسول شاملېږي چې د پاریس په هوکړه کې یې ژمنه ورکړې. خو له دې سره لاهم اسټرالیا د اقلیمي تغیراتو د بدلون او همدارنګه د اقلیمي موخو په برخه کې د پرمختګ اړوندو نړیوالو رتبه بندیو په اډانه کې ټیټ ځایګی لري.

د ۲۰۰۰مې لسیزې راوروسته اقلیمي بدلونونه په اسټرالیایي سیاستونو کې په یوې جنجالي او یا هم سیاسي مسئلې اوښتې دي، چې د اقلیمي بدلونونو له امله د کاربن د بیو د پالیسۍ په څېر ګڼ شمېر پالیسۍ رامنځته او یا هم لغو شوې دي. یو شمېر اسټرالیايي رسنیو هم د اقلیمي بدلونونو اړوند د ناسمو تبلیغاتو په ترسره کولو کې رول لرلی. په دغه هېواد کې اقلیمي بدلونونو ته د اړوندو پالیسیو په ملاتړ داسې لاریونونه هم شوي چې د اسټرالیا په تاریخ کې تر ټولو لوی اعتراضات بلل کېږي.

په وګړو باندې یې اغېز[سمول]

اقتصادي اغېزې[سمول]

د اقلیمي چارو د کمیسون (اوس مهال د اقلیمي چارو شورا) د ۲۰۱۳ زکال د راپور له مخې، د شدیدې ګرمې هوا څپو، سېلابونو او اورلګېدنو چې اسټرالیا یې رانغښتې اوس مهال یې د اقلیمي بدلونونو له امله لا زور اخیستی او په راتلونکې کې به یې اغیزې پر وګړو، املاکو، ټولنو او چاپېریال لا زیاتې شي. د ۲۰۱۲/۲۰۱۳ زکال اوړی د تر ټولو ګرم اوړي په توګه ثبت شوی چې په هغو کې تر ټولو ګرمه میاشت او ګرمه ورځ هم په نښه شوي دي. د ۲۰۰۹ زکال پر مهال په ویکټوریا کې اورلګېدنه د ۴.۴ بیلیونه اسټرالیايي ډالرو (۳ بیلیون پونډه) او د ۲۰۱۰/۲۰۱۱ زکال کې د کوئینزلنډ سیلابونه د ۵ بیلیونه اسټرالیايي ډالرو په کچه زیانونو لامل وګرځېدل. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

په ۲۰۰۸ زکال کې د اسټرالیا د خزانې وزارت او د اقلیمي بدلونونو او اوبو وزارت راپور خپور کړ چې د ګلخانه یي ګازونو د سوداګرۍ په پروګرام (emissions trading scheme) باندې څارنه به د دغه هېواد اقتصاد ته وده ورکړي. [۱۶]

هغه راپور چې په ۲۰۰۹ زکال کې د اقلیمي بدلونونو، اوبو، چاپېریال او هنرونو د کمېټې له خوا خپور شو د سمندر د سطحې د یو متر کچې د لوړوالي د اغېزو په ارزونې سره یې څرګنده کړه چې په راتلونکو ۳۰ یا ۶۰ کلونو کې به په ټوله اسټرالیا کې ۷۰۰۰۰۰ املاک چې په دغو کې ۸۰ زره ودانۍ هم شاملې دي تر اوبو لاندې شي او د دغو ټولو ارزښت یې ۱۵۵ میلیارده ډالر اټکل کړ.  [۱۷]

په ۲۰۱۹ زکال کې د اسټرالیا د کرهڼې، د منابعو د اقتصاد او علومو ادارې د اسټرالیا په کرهڼیزو چارو باندې د اقلیمي بدلونونو اغېزې د یوه راپور په اډانه کې خپرې کړې او څرګنده یې کړه چې د اقلیمي بدلونونو له امله له ۲۰۰۲ زکال څخه تر ۲۰۱۹ زکال پورې د اسټرالیا د کرهڼې د برخې ګټه ۲۲ سلنه را کمه شوې ده. [۱۸]

د اقلیمي بدلونونو نړیوالې کمېټې ۲۰۲۲ زکال ته په اړوند خپل راپور کې څرګنده کړه چې اسټرالیا به د ځاني تلفاتو او فیزیکي ویجاړیو له امله په میلیاردونو ډالر له لاسه ورکړي. دغه طبیعي افات د اقلیمي بدلونونو څخه سرچینه اخلي او د ځمکې د تودوخې زیاتوالی به د دغه حوادثو د لا زیاتوالي لامل وګرځي. د دغه راپور پر بنسټ اټکل وشو چې اسټرالیا به د نږدې ۲ درجو په ګرمښت په راتلونکو لسو کلونو کې ۱۱۵ میلیارده ډالر او په راتلونکو ۲۰ کلونو کې ۳۵۰ میلیارده ډالر له لاسه ورکړي. که چېرې د تودوخې کچه شاوخوا ۳ درجې زیاته شي د اسټرالیا اقتصاد به تر ۲۰۴۲ زکال پورې له ۲۰۰ څخه تر ۶۰۰ میلیاردو ډالرو زیان وکړي.[۱۹]

روغتیايي اغېزې[سمول]

د همګټو هېوادونو څېړنیز علمي او صنعتي بنسټ (CSIRO) څرګندوي چې له یوې څخه تر دوه سانتي ګراد درجو پورې د هوا ګرمښت به لاندې زیانونه له ځانه سره ولري: [۲۰]

  • د اسټرالیا سویلي لوري ته د ملاریا منونکو برخو پراختیا؛
  • په ډنګي تبې باندې له ۱۷۰۰۰۰ اسټرالیايي وګړو څخه د ۰.۷۵ میلیونو څخه تر ۱.۶ میلیون وګړو پورې د اخته کېدو ګواښ؛
  • په مرکزي اسټرالیا کې د بومي ماشومانو  ترمنځ د اسهالاتو ۱۰٪ زیاتوالی؛
  • له سېلابونو سره د مخ اسټرالیايي وګړو په کچه کې ۱۰۰٪ زیاتوالی؛
  • او د آرام سمندر له ټاپو ګانو څخه خوندي سیمو ته د کډوالو د شمېر زیاتوالی.

د ۲۰۷۰ زکال لپاره د یو شمېر وړاندوینو شمېرې ښيي، هغه کسان چې له ګرمې هوا سره عادت نه لري کېدای شي په کال کې داسې ۴۵ ورځې تجربه کړي چې ونشي کولای په بیرون کې یې وزغمي؛ اوس مهال په کال کې دغه ډول ۴ یا ۶ ورځې شتون لري. [۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. Green, Donna (November 2006). "Climate Change and Health: Impacts on Remote Indigenous Communities in Northern Australia". Commonwealth Scientific and Industrial Research Organisation. S2CID 131620899. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Nursey-Bray, Melissa; Palmer, R.; Smith, T. F.; Rist, P. (2019-05-04). "Old ways for new days: Australian Indigenous peoples and climate change". Local Environment. 24 (5): 473–486. doi:10.1080/13549839.2019.1590325. ISSN 1354-9839. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Ford, James D. (July 2012). "Indigenous Health and Climate Change". American Journal of Public Health. 102 (7): 1260–1266. doi:10.2105/AJPH.2012.300752. ISSN 0090-0036. PMC 3477984. PMID 22594718. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Australia's changing climate". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Lindenmayer, David; Dovers, Stephen; Morton, Steve, المحررون (2014). Ten Commitments Revisited. CSIRO Publishing. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4863-0167-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په 3 October 2007 باندې). Climate change becomes urgent security issue in Australia.
  7. Preston, B. L.; Jones, R. N. (2006). Climate Change Impacts on Australia and the Benefits of Early Action to Reduce Global Greenhouse Gas Emissions: A consultancy report for the Australian Business Roundtable on Climate Change (PDF). CSIRO. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 13 November 2020 باندې). Climate change is already here: major scientific report.
  9. Green, Donna (November 2006). "Climate Change and Health: Impacts on Remote Indigenous Communities in Northern Australia". Commonwealth Scientific and Industrial Research Organisation. S2CID 131620899. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Zander, Kerstin K.; Petheram, Lisa; Garnett, Stephen T. (2013-06-01). "Stay or leave? Potential climate change adaptation strategies among Aboriginal people in coastal communities in northern Australia". Natural Hazards (په انګلیسي ژبه کي). 67 (2): 591–609. doi:10.1007/s11069-013-0591-4. ISSN 1573-0840. S2CID 128543022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Pittock, Barrie, المحرر (2003). Climate Change: An Australian Guide to the Science and Potential Impacts (PDF). Commonwealth of Australia: Australian Greenhouse Office. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-920840-12-9. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۵ مارچ ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Peel, Jacquiline; Osofsky, Hari (2015). Climate Change Litigation. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 115. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-107-03606-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. The Critical Decade: Extreme Weather Climate Commission Australia. Archived 5 April 2013 at the Wayback Machine.
  14. "key facts" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۹ اپرېل ۲۰۱۳ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Climate change making extreme events worse in Australia – report The Guardian 2.4.2013
  16. Australia's Low Pollution Future: The Economics of Climate Change Mitigation Archived 18 July 2010 at the Wayback Machine.
  17. Herald Sun, "Victoria's Stormy Forecast", Oct, 28, 2009
  18. (په 17 December 2019 باندې). Climate change has cut Australian farm profits by 22% a year over past 20 years, report says.
  19. Foley, Mike (2022-03-01). "Climate change will cost Australia hundreds of billions of dollars: UN report". The Sydney Morning Herald (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. McMichael, A. J., et al. (2003) Human Health and Climate Change in Oceania: A Risk Assessment. Commonwealth Department of Health and Ageing, 128 pp.)
  21. Maloney, Shane K.; Forbes, Cecil F. (2011). "What effect will a few degrees of climate change have on human heat balance? Implications for human activity". International Journal of Biometeorology. 55 (2): 147–160. Bibcode:2011IJBm...55..147M. doi:10.1007/s00484-010-0320-6. ISSN 0020-7128. PMID 20461416. S2CID 19894521. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)