Jump to content

په اسلامي نظام کي اقتصادي وده:

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اسلامي نظام لکه په نورو برخو کي چي د خپل رعیت د ژوند پوره تأمین ته پاملرنه کوي او هیواد د ترقۍ لوري ته کشوي د تجارت او اقتصاد په برخه کي هم کوښښ کوي چي  ټولو وګړو ته پوره آسانتیاوي برابري کړي ځکه د اقتصاد اصلي وده په اسلامي نظام کي وي په نورو نظامونو کي خو اقتصادي وده نسته د اشخاصو وده وي پدې معنی سره چي ځيني اشخاص ډېره وده کوي خو ځيني نور بيا د مسکنت او غربت له کبله د مځکي سره برابرېږي لکه مخکي چي د آزاد بازار له امله همداسي منفي چاپیریال زموږ پر هیواد حاکم سوی وو.

پدې خاطر چي د اسلامي نظام منبع او سرچينه اسلامي شريعت دی او په شريعت کي د دنيوي او اخروي ژوند تأمينول ډېر مهم بلل سويدي نو ځکه اسلامي نظام هم اقتصادي ودي ته ډېره پاملرنه کوي.

د دنيوي ژوند د سمون په اړه الله پاک فرمايي: وَابْتَغِ فِيمَا آتَاكَ اللَّهُ الدَّارَ الْآخِرَةَ وَلَا تَنْسَ نَصِيبَكَ مِنَ الدُّنْيَا.[ القصص: 77]

ژباړه: د آخرت غوښتنه وکړه په هغه مال کي  چي الله پاک تاته درکړی دی (د الله په لاره کي يې مصرف کړه) او ددنيا لپاره خپله برخه هم مه هېروه.

نو لکه مسلمانو افرادو ته چي دا دستور دی اسلامي نظام ته هم دا دستور دی چي تر خپل حاکميت لاندي رعيت لپاره د ژوند مالي سهولتونه برابر کړي او د خپل هر وګړي د اقتصادي پياوړتيا لپاره کوښښ وکړي.

همدا راز عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ رضي الله عنهما څخه موقوف روايت دی چي فرمايي:

فَاعْمَلْ عَمَلَ امْرِي يَظُنُّ أَنْ لَنْ يَمُوتَ أَبَدًا ، وَاحْذَرْ حَذَرًا تَخْشَى أَنْ تَمُوتَ غَدًا.[ السنن الکبري4932]

ژباړه: داسي کار کوه لکه هغه څوک چي ددې ګمان کوي چي ګرسره نه مړکيږي او پوره احتياط او ځان ساتنه وکړه ددې وېري څخه چي ګويا ته سبا مړکيږې.

ددې روايت په غوښتنه اسلامي نظام هم مکلف دی چي د دنيوي کارونو په کولو کي ډېر جديت وکړي او اساسي اوږدمهالي اقتصادي پلانونه د خپل هيواد او خلګو لپاره جوړ کړي.

د اقتصاد د ودي لپاره څو شيان ضروري دي:

1 – د مال ساتنه؛ چي تجارت بېله دغه ساتني هیڅ امکان نلري ځکه په هر ځای کي چي مال د خطر سره مخامخ وي هلته خلګ تجارت ته زړه نه ښه کوي.

2 – امنيت؛ لکه د نورو کارونو لپاره چي د امنیت شتون ضروري دی د تجارت او اقتصادي پرمختګ لپاره هم ضروري دی ځکه بېله امنيت تجارتي چاري په هیڅ صورت کي پر مخ نسي تللای.

3 – د تجارت سهولت؛ د تجارت لپاره چي کومي آسانتیاوي مهم دي که هغه برابري نسي تجارت پر مختګ نسي کولای او صادرات او واردات په ټپه دریږي.

4 – خلګو ته د کار زمينه برابرول؛ دا معلومه خبره ده چي ډېر خلګ د کار په مقابل کي د مالي حصول په واسطه پیسې لاس ته راوړي نو چي کله خلګو ته د کار زمينه او کاري فرصتونه برابر وي د خلګو به اقتصادي وضعيت هم سم وي کنه نو ډېر خلګ به د اقتصادي بحرانونو سره مخامخ وی.

5 – د سودي معاملاتو او خودسريو مخنيوی؛ کله چي په کوم هیواد کي د سودي معاملاتو مخه نیول کیږی طبعا هلته مثبت تعادل راځي چي په نتيجه کي هر څوک په آزاده فضاء کي خپل کار کولای سي.

6 – د هيواد داخلي منابع فعاله کول؛ د هر هيواد لپاره داخلي منابع ځکه مهم دي چي د هغو څخه نسبت خارجي منابعو ته په آسانۍ سره د عوائدو حصول کولای سي او کله چي په هیواد کي د داخلي عوائدو کچه ډېره وي دولت مړیږي چي عادتا پر ملت هم مثبته اغیزه کوي.

اسلامي نظام د پورته ځانګړتياوو درلودلو سره د ښه اقتصاد لپاره ښه جوګه جوړېدلای سي او هیواد په اقتصادي برخه کي پر پښو درولای سي.

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري