په اروپا کې د ملت پالنې وده

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په اروپا کې د ملت پالنې وده په ۱۸۴۸ کال کې د ملتونو له پسرلي سره پیل شوه. د سیاسي علومو امریکايي پروفیسور، لیون براډاټ استدلال کوي چې «ملت پالنه له خلکو غواړي څو په خپلو ملي ګټو سره وپیژندل شي او د یوه هېواد له جوړولو ملاتړ وکړي. یو داسې ملي دولت چې د هغوی له ګټو ملاتړ وکړي». ملت پالنه یا نشنلیزم هغه ایډیالوژيکي انګیزه وه چې په څو لسیزو کې یې اروپا بدله کړه. د سلطنتونو له خوا واک چلول او د بهرنیو هېوادونو له خوا د نورو هېوادونو کنټرولول په خپلواکۍ او نویو جوړو شویو ملي دولتونو باندې واوښت.  ځینې هېوادونه لکه جرمني او ایټالیا د سیمې د نورو هېوادونو سره په یووالي د ګډ «ملي هویت» په لرلو سره رامنځته شول. ځینې نور هېوادونه  لکه یونان، صربستان، پولنډ او بلغارستان بیا د عثماني او روسي امپراطوریو پر ضد را پورته شول او خپل هېوادونه یې جوړ کړل. په دې برخه کې رومانیا بیا یوه ځانګړې قضیه ده، چې په ۱۸۵۹ کال کې د مولداوي او والاخیا د سیمو په یو ځای کېدو سره رامینځته شو او بیا وروسته یې په ۱۸۷۸ کال کې له عثماني امپراطورۍ څخه یې خپلواکي تر لاسه کړه. [۱][۲]

شالید[سمول]

ملي وېښتیا هم د روشنګرۍ پر وړاندې د فکري غبرګون له امله رامینځته شوه، چې پر ملي هویت یې ټینګار درلود او د ملیت له لارې یې د خپل کلتور ښکاره کولو په خاطر یو معتبر لیدلوری رامینځته کړ. د دولت-ملت د نوي نظریې اصلي شرح کوونکی المانی جي. ډبلیو. فریدریش هیګل و. د فرانسې انقلاب او په لومړي ځل د جمهوریت انقلاب و چې د نوي دولت-ملت پر لوری یې خوځښت پیل کړ او همداشان یې په ټوله اروپا کې د ملت پالنې په زیږولو کې کلیدي رول ولوباوه چېرته چې راډیکال متفکرین د ناپلیون او د ناپلیوني کوډ، چې د اروپا د سیاسي تحول لپاره یوه وسیله وه له مخې یې اغیزمن شول. «د دې دوه ګوني موخې، ملت پالنه او ډیموکراسي د اتلسمې پیړۍ په وروستیو کې د کړکېچنو پیښو په درشل کې پیل او بڼه یې غوره کړه». انقلابي پوځونو د «ازادي، برابري لپاره د ورورولي» شعار او د لیبرالیزم او ملي برخلیک د ټاکنې نظریات له ځانه سره لرل. هغه استدلال کاوه چې د ملیت احساس، هغه پوخ علت و چې مډرنه ټولنې یې په هغه دوران کې چې د وفادارۍ او مذهبي لړۍ نور له زوال سره مخ وو، هغوی یې د یوه بل تر څنګ یو موټي وساتل. په ۱۸۱۵ کال کې، د ناپلیون د جګړو په پای کې، د اروپا سترو ځواکونو د ویانا په کانګرس سره ولیدل او تر کومه ځایه چې شونې وه هڅه یې وکړه څو پخوانی د سلسله اې واکمنۍ نظام رامینځته کړي، چې په دې سره یې د «مشروعیت» په ګټه د ملیت له اصل څخه سترګې پټې کړې. په داسې حال کې چې د اروپا زیاتره خلک له خپلو ولایتونو یا ښارنو ته وفاداره وو، خو ملت پالنه یوازې د روڼ اندو او سیاسي راډیکالونو وړو ډلو پورې محدود ؤ. سربېره پر دې، سیاسي ځپل، چې په ۱۸۱۹ کال کې په اتریش کې د کارلسباډ د فرمانونو له مخې خپور شوی و، د ملت پالنې غورځنګ یې له خاورو سره خاورې کړ.

له ۱۸۴۸ څخه مخکې انقلابونه[سمول]

  • په ۱۷۸۹ کال کې د د فرانسې انقلاب، ملي شورا.
  • په ۱۷۹۷ کال کې ناپلیون په ایټالیا کې د خور جمهوریتونه تاسیس کړل
  • له ۱۸۰۴ تر ۱۸۱۵ کلونو پورې د عثماني امپراطورۍ پر وړاندې د صربستان انقلاب
  • په ۱۸۱۴ کال کې د ډنمارک-ناروي په وړاندې د نارویژیانو د خپلواکۍ هڅې او د ناپلیون له جګړو وروسته د سویډن او ناروې جګړې (د خپلواکۍ د جګړې په ګډون)
  • له ۱۸۲۱ تر ۱۸۲۹ کلونو پورې د عثماني امپراطورۍ پر وړاندې د یونان د خپلواکۍ جګړې
  • په ۱۸۳۰ کال کې د کرواسي ملي ژغورنه
  • له ۱۸۳۰ تر ۱۸۳۱ کال پورې د بلجیم انقلاب
  • له ۱۸۳۰ تر ۱۸۳۱ کال پورې په پولنډ او لیتوانیا کې انقلاب
  • په ۱۸۴۶ کال کې په لوی پولنډ کې پاڅون

د خپلواکۍ لپاره مبارزه[سمول]

د پردیو د واکمني پر خلاف شدیده نارضایتي پیل شوه. په ایرلنډ، ایټالیا، بلجیم، یونان، پولنډ، هنګري او ناروې کې د پردیو دولتي واکمنانو او چارواکو پر وړاندې سیمه ییزه دښمني ورو ورو د ملت پالنې په خوځښت بدله شوه. په عثماني امپراطورۍ کې لومړی بغاوت چې د ملي حیثیت لرونکی ؤ هغه له ۱۸۰۴ تر ۱۸۱۷ کلونو پورې د صربستان انقلاب و، چې د صربستان د رنسانس د اوج دوره وه چې د هابسبورګ د قلمرو په سرمسکي کارلوسي کې پیل شوی و. همداشان د عثماني امپراطورۍ پر وړاندې د یونان د خپلواکۍ جګړه چې له ۱۸۲۱ تر ۱۸۲۹ یې دوام وموند د خپلواک یوناني دولت د رامینځته کېدو لامل وګرځید، که څه هم د سترو ځواکونو تر سیاسي اغیز لاندې و. له ۱۸۳۰ تر ۱۸۳۱ کال پورې د بلجیم انقلاب په ۱۸۳۹ کې له هالنډ څخه د خپلواکۍ په رسمیت پیژندو سره پای ته ورسید. په راتلونکو دوو لسیزو کې ملت پالنې ډېر پیاوړی غږ رامنځته کړ، چې د ملت پالو لیکوالو له خوا د خپل سرنوشت د ټاکلو په برخه کې یې ترې ملاتړ کاوه. پولنډیانو دوه ځلې په ۱۸۳۱ او ۱۸۶۳ کلونو کې هڅه وکړه څو د روسیې حاکمیت له منځه یوسي. په ۱۸۴۸ کال کې، په ټوله اروپا کې د شدیدې قحطۍ، اقتصادي کړکېچ او د سیاسي بدلونونو لپاره د خلکو د غوښتنې له مخې انقلابونه رامینځته شول. په ایټالیا کې، جوزیپه مازیني له فرصت څخه په ګټنې یو جګړه ییز ماموریت وهڅاوه: «هغه خلک چې د بشریت د هوساینې په خاطر ټاکل شوي دي باید د لویو لاسته راوړنو د تر لاسه کولو لپاره یوه ورځ نه یوه ورځ ملت شي». [۳][۴][۵][۶]

په هنګري کې، لایوش کوسوټ د هابسبورګ د حکومت پر وړاندې د ملي بغاوت مشري وکړه. په ترانسیلوانیا کې، اورام ایانکوپه ۱۸۴۶ کال کې بریالي بغاوتونه رهبري کړل.  د ۱۸۴۸ کال کړکېچ، د لومړي ځل لپاره ملت پالنه خلکو ته ور وپیژندله او له هغې وروسته تر دیرشو کلونو پورې په اروپا کې اووه ملي دولتونه رامینځته شول. دا کار تر ډېره د دې پایله وه چې د محافظه کارو ځواکونو له خوا په رسمیت وپیژندل شول او استدلال یې هم دا و چې پخوانی نظم نشي کولای په اوسنۍ بڼه دوام وکړي. محافظه کار اصلاح غوښتونکي لکه کاور او بیسمارک په لیبرال سیاسي عصري توب سره په ایټالیا او جرمني کې د محافظه کاره دولت-ملت د رامینځته کولو لپاره د یوې اجماع په لټه کې وو. د هابسبورک په سلطنت کې په ۱۸۶۷ کال کې له هنګریانو سره یو جوړجاړی تر لاسه شو چې د دوه ګوني پاچاهي په رامینځته کېدو سره پای ته ورسید. بومي تاریخ او کلتور بیا کشف شو او د ملي مبارزې لپاره ځانګړی شو. د روسیې او ترکیې تر مینځ  له جګړو وروسته، سترو ځواکونو په ۱۸۷۸ کې په برلین کې سره کېناستل او رومانیا، صربستان او مونټي نیګرو ته یې خپلواکي ورکړه خو د بلغارستان خپلواکي یې محدوده کړه.

د ملت پالنې وده او صادرول[سمول]

د ملي هویت سمبولیکه اختراع په ټوله اروپا کې د نژادي، قومي او ژبنیو ډلو لپاره د اندېښنې لامل وګرځیده ځکه چې هغوی د ډله ییز (توده اې) سیاست د را پورته کېدو، د دودیزو ټولنیزو نخبه ګانو د زوال، عام تبعیض او پردي وېرې ( xenophobia ) لپاره مبارزه کوله. د هابسبورک په سلطنت کې بېلابېلو قومونو د ډله ییزې، راډیکال او انحصاري ملت پالنې بڼې ته پراختیا ورکړه. دغه کار په جرمنیانو او مجارستانیانو کې چې د امپراطورۍ د ځواک له جوړښت څخه یې ګټه پورته کوله، هم رامینځته شو. د اروپا په څنډو کې په تیره بیا په ایرلنډ او ناروي کې د ملي خپلواکۍ لپاره مبارزو زور واخیست. په ۱۹۰۵ کال کې ناروې له سویډن څخه خپلواکي تر لاسه کړه، خو د ایرلنډ لپاره دا هڅه وشوه څو داسې یوه کور واکي ورته ورکړي چې په دغه ټاپو کې د کاتولیک او پروټیسټانو د جمعیت تر منځ د ملي وېش له مخې رامینځته شوی دی. د پولنډیانو له خوا له روسیې څخه د خپلواکۍ ګټل له پخوا څخه ناکام و، ځکه چې پولنډ په اروپا کې یوازینی هېواد و چې کور واکي یې په تدریج سره محدوده شوې وه کوم چې په ۱۹مه پیړۍ کې د خپلو ناکامو بغاوتونو سزا یې ترلاسه کړه؛ په ۱۸۳۱ کال کې پولنډ خپل وضعیت په رسمي توګه د یوه خپلواک دولت په بڼه له لاسه ورکړ او له روسیې سره د یوه ریښتینې متحد هېواد په توګه مدغم شو او په ۱۸۶۷ کال کې د روسیې یو ولایت وګرځید. [۷]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. slideshareکينډۍ:Not specific enough to verify
  2. Baradat, Leon P. Political Ideologies: Their Origin and Impact, 10th ed. Upper Saddle, NJ: Pearson, 2009, 44.
  3. M. Şükrü Hanioğlu (8 March 2010). A Brief History of the Late Ottoman Empire. Princeton University Press. د کتاب پاڼي 51–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4008-2968-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Fred Singleton (21 March 1985). A Short History of the Yugoslav Peoples. Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 72–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-27485-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Barbara Jelavich (29 July 1983). History of the Balkans. Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 229–234. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-27458-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Schroeder, The Transformation of European Politics 1763-1848 (1994) pp. 716-18
  7. Colantone, Italo, and Piero Stanig. "The trade origins of economic nationalism: Import competition and voting behavior in Western Europe." American Journal of Political Science 62.4 (2018): 936-953.