Jump to content

په آبخازیا کې جګړه (۱۹۹۲ – ۱۹۹۳ زکال)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د آبخازیا جګړه د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۳ زکلونو ترمنځ د ګرجستان د دولتي ځواکونو او د آبخاز د جلا غوښتونکو ځواکونو، د روسیې د وسله والو ځواکونو او د شمالي قفقاز د جنګیالیو ترمنځ وشوه. په دغه جګړه کې د آبخازیا ګرجي قوم لرونکو استوګنو وګړو د ګرجستان د دولتي ځواکونو په خوا کې ونډه واخیسته. د آبخازیا د اوسېدونکو ترمنځ ارمني قوم لرونکو (بګرامیان ډلې) او روسانو بیا تر ډېره د آبخازیانو څخه ملاتړ وکړ او د هغوی په ګټه یې جګړه کوله. دغو جلا غوښتونکو د شمالي قفقاز او کازاک له یاغیانو او همدارنګه آبخازیا ته د څېرمه روسي سرتېرو څخه ملاتړ ترلاسه کاوه. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

دغې جګړې په ګرجستان کې د کورنۍ جګړې (له واکه څخه د ګرجستان د راپرځول شوي ولسمشر زویاد ګامساخوردیا چې له ۱۹۹۱ زکال څخه تر ۱۹۹۲ زکال پورې ولسمشر و، د ملاتړو او د اډوارډ شواردنادزه په مشرۍ له کودتا وروسته د جوړ شوي دولت ترمنځ وشوه) او همدارنګه له ۱۹۸۹ زکال وروسته د ګرجستان – اوستیا د کړکېچ له امله زور واخیست.

د دواړو لورو له خوا په پام وړ کچه له بشري حقونو څخه د سرغړونې راپورونه ورکړل شوي چې د ۱۹۹۳ زکال د سپټمبر په ۲۷مه نېټه د آبخازیانو له خوا د سوخومي په نیولو سره وروسته له هغه اوج ته ورسېدل، کله چې (د اروپا د امنیت او همکاریو د سازمان په خبره) په سیمه کې د ګرجستاني قوم لرونکو وګړو پر ضد په لویه کچه د تصفیې عملیات پیل شول. هغه حقیقت موندونکی پلاوی چې د ۱۹۹۳ زکال په اکتوبر میاشت کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له خوا سیمې ته ولېږل شو هم یې د آبخازیانو او هم یې د ګرجیانو له خوا د بشري حقونو څخه د ګڼ شمېر جدي سرغړونو راپورونه ورکړل. په دغه جګړه کې شاوخوا ۵۰۰۰ ګرجیان او ۴۰۰۰ آبخازیان مړه او یا هم ورک شول؛ سربېره پردې ۲۵۰ زره ګرجیان له خپلو کورونو بې ځایه او یا هم نورو هېوادونو ته کډوال شول. [۷][۸]

دغې جګړې له شوروي وروسته ګرجستان په کلکه تر اغېز لاندې راووړ ځکه چې پام وړ مالي، انساني او اروايي زیانونه یې ورته واړول. یادې جګړې او همدارنګه له جګړې وروسته د کوچنیو نښتو دوام آبخازیا ویجاړه کړه. دغه جګړه په آبخازیا کې په رسمي ډول د آبخازیا د وګړو وطن پالونکې جګړه بلل کېږي. [۹]

جګړه

[سمول]

د آبخازیا په کورواکه شوروي سوسیالیستي جمهوریت کې وضعیت د ۱۹۸۰مې لسیزې له وروستیو څخه راوروسته کړکېچن و، هغه مهال چې شوروي ضد مخالفینو او ګرجستان له شوروي اتحاد څخه د خپلواکۍ غوښتنه وکړه. په ۱۹۵۷، ۱۹۶۷، ۱۹۷۸ او ۱۹۸۹ زکال کې آبخازي روڼ آندو د شوروي اتحاد پر وړاندې د ګرجستاني اعتراضاتو له امله د شوروي مرکزي چارواکو ته ګڼ شمېر وړاندیزونه وکړل او له هغو څخه یې وغوښتل چې د یو سوسیالیستي شوروي جمهوریت په توګه د آبخاز جلا جمهوریت جوړ کړي او په دې سره به آبخاز په شوروي اتحاد کې شامل پاتې شي، یا دا چې د آبخازیا لپاره په مستقیم ډول له مسکو څخه ځانګړې اداره معرفي کړي. دغه غوښتنو د ۱۹۸۰مې لسیزې تر وروستیو پورې، هغه مهال چې شوروي اتحاد د پاشل کېدو په حالت کې و د کرملېن پام او ملاتړ جلب نه کړ. په ۱۹۸۹ زکال کې د لایکني سیمې له خوا چې د آبخاز د وګړو مهم کلتوري مرکز و یو پرېکړه لیک صادر شو؛ یاد پرېکړه لیک د سوخومي پوهنتون رئیس لاسلیک کړ. د دغې چارې په غبرګون کې د یاد پوهنتون ګرجي قوم لرونکو زدکړیالانو په اعتراض لاس پورې کړ، هغوی د ګرجي زدکړیالانو لپاره د پوهنتون د یوې جلا څانګې د جوړولو غوښتنه وکړه. دولت هم دغه غوښتنه په سوخومي کې د تفلیس د دولتي پوهنتون د یوې څانګې په جوړولو ومنله. ورته مهال د ۱۹۸۹ زکال په جولای میاشت کې ګرجي زدکړیالان د آبخازي وګړو تر برید لاندې راغلل. شوروي ضد ګرجستاني خوځښت د دغې پېښې له امله غصه شو او د آبخازیا د جدايي پر ضد یې د زده کړیالانو ادعاوې په تفلیس کې د زرګونو لاریون کوونکو ګرجیانو په شعارونو کې زیاتې کړې. له شوروي څخه خپلواکي غوښتونکو ګرجستاني ډلو ادعا وکړه چې شوروي د آبخاز له جلا غوښتنې څخه د ګرجستان د خپلواکۍ غوښتونکي خوځښت پر ضد ګټنه کوي. د دغو اعتراضاتو په غبرګون کې شوروي خپل ځواکونه تفلیس ته ولېږل او له امله یې د اپرېل د ۹مې نېټې تراژدي رامنځته شوه. [۱۰]

د آبخازیانو برید او د اپرېل د ۹مې نېټې تراژدي بالاخره د آبخازیايي او ګرجي وګړو ترمنځ د لومړنۍ وسله والې جګړې لامل وګرځېده چې د ۱۹۸۹ زکال د جولای میاشتې له ۱۶مې نېټې څخه یې تر ۱۷مې نېټې پورې په سوخومي کې دوام راووړ. دغه ملکي کړکېچ په چټکۍ سره په پوځي نښتو واوښت چې د رسمي راپورونو له مخې د ۱۸ تنو د وژل کېدو او همدارنګه د ۳۰۲ ګرجیانو په ګډون د لږ تر لږه ۴۴۸ تنو د ټپي کېدو لامل وګرځېدې. په غبرګون کې یې د ګرجستان د کورنیو چارو وزارت ځواکونه د نارامیو د ځپلو په موخه په سیمه کې ځای پر ځای کړای شول.

د ۱۹۹۰ زکال په جولای میاشت کې له دې امله چې هېڅ یو لوري ځان د دغې موضوع د زغملو لپاره په کافي بڼه قوي نه احساس کاوه، د ګرجستان او آبخازیا ترمنځ مخالفتونه تر ډېره بریده د مقننه قوې تر کچې را کم شول او آبخازیا یې د یوې موجودې سیالۍ یا هم «د قوانینو د جګړې» په توګه وګڼله تر دې چې د ۱۹۹۲ زکال په اګست میاشت کې وسله والې جګړې پیل شوې. یوې سوله ئیزې حل لارې ته د لاسرسي په موخه، ګرجستاني ولسمشر زویاد ګامساخوردیا د ټاکنو په قانون کې د اصلاحاتو د راوړو اړوند خبرې اترې پیل کړې چې په هغو کې یې د آبخازیا سیمه ئیزې عالي شورا ته پام وړ امتیازات په پام کې نیولي و؛ له دې سره چې په آبخازیا کې د آبخازیانو د نفوسو کچه ۱۸٪ وه او ګرجیان یې هم ۴۶٪ وو. د قومي تخصیص یا سهمیې کچه په ۱۹۹۱ زکال کې د آبخازیا د عالي شورا له ټاکنو وړاندې معرفي شوه او په پایله کې یې داسې یو ترکیب رامنځته شو چې په کره توګه یې د دغې سیمې د قومي جوړښتونو استازولي نه کوله. په دې توګه آبخازیانو له ټولو ۶۵ څوکیو (۱۷٪ نفوس یې درلود) څخه ۲۸ څوکۍ او ګرجیانو (۴۵٪) ۲۶ څوکۍ ترلاسه کړې؛ پاتې نورې یوولس څوکۍ د نورو ډلو (ارمنیانو او روسانو) ترمنځ ووېشل شوې؛ په داسې حال کې چې روسانو د دغې سیمې ۳۳٪ نفوس جوړاوه. [۱۱]

د ۱۹۹۰ زکال په ډسمبر میاشت کې د ګرجستان ولسمشر زویاد ګامساخوردیا، ولادیسلاو آردزینبا د آبخازیا د عالي شورا د مشر په توګه تائید کړ چې دا آبخازياي قوم لرونکو وګړو ته د امتیاز د ورکړې په معنی و. ګرجیان باوري و چې آردزینبا له دې سره چې کاریزماتیک شخصیت یې درلود او د آبخازیانو ترمنځ یې پریمانه محبوبیت درلود د ۱۹۸۹ زکال د جولای میاشتې د تاوتریخوالو په تحریک کولو کې یې مرسته کړې. ورته مهال د هغه ټاکنې هم له تجزیې غوښتنې څخه مخه وه نه نیوله. آردزینبا د شوروي اتحاد د خلکو د استازو په کانګرس کې د سایوز ډلې غړی و چې په مسکو کې شوروي پلوه سخت دریځو یې په مستقیم ډول ملاتړ کاوه. د ۱۹۹۲ زکال په جنوري میاشت کې د تفلیس پوځي حکومت ولسمشر زویاد ګامساخوردیا له واکه راوپرځاوه او د شوروي ګرجستان له پخواني رهبر اډوارډ شورادنادزه څخه یې وغوښتل چې د ګرجستان د نوي تاسیس شوي لنډ مهالي حکومت د دولتي شورا د مشر په توګه خدمت وکړي. دغه چاره په ګرجستان کې د ګامساخوردیا او د شواردنازده د پلویانو ترمنځ د کورنۍ جګړې لامل وګرځېده او په آبخازیا کې یې جلا غوښتونکي مشران وهڅول څو د ګرجستان د رهبرۍ لپاره زړور ګامونه اوچت کړي. په ۱۹۹۲ زکال کې آردزینبا د آبخازیا ملي ګارد جوړ کړ چې یوازې آبخازي قوم ته اړوند و او داسې یوې کړنلارې ته یې مخه کړه چې د رهبري په ځایګي کې د ګرجیانو ځای پر آبخازیانو ډک کړي. نوموړي د ۱۹۹۲ زکال په جون میاشت کې ګرجستانی ګیوي لومینادزه د آبخازیا د کورنیو چارو وزارت له څوکۍ ګوښه او پر ځای یې آبخازیایي الکساندر په یادې څوکۍ وټاکه. دغې چارې د آبخازیا په عالي شورا (دیموکراتیکه آبخازیا) کې ګرجیان اړ کړل څو د شورا غونډې تحریم کړي. د ګرجستان د کورنیو چارو وزیر رومن ګویناتسزده د آردزینبا پرېکړه باطله کړه، خو آردزینبا له دې سره چې د قانون له مخې د ګرجستان د کورنیو چارو د وزیر له امر څخه په اطاعت مکلف و له اطاعت کولو څخه یې ډډه وکړه او د آبخازیا ملي ګارد یې د آبخازیا د کورنیو چارو وزارت ته ولېږه او لومینادزه یې په زور سره له خپل کاري دفتر ویوست. [۱۲]

په تفلیس کې ګرجستاني رهبري چې په کورنۍ جګړه کې ښکېل وه، وه یې نشو کولای د روسیې د ملاتړ لرونکو آبخازیايي جلا غوښتونکو تحرکاتو ته مناسب ځواب ورکړي؛ په داسې حال کې چې د آبخازیا ګرجي قوم لرونکو وګړو (۴۶٪ نفوس یې درلود) هم له جلا غوښتنې ملاتړ نه کاوه. دغه چاره بالاخره لامل وګرځېده چې د آبخازیا عالي شورا د ۱۹۹۲ زکال د جولای په ۲۳مه نېټه په یو اړخیزه توګه له ګرجستان څخه جلا حاکمیت اعلان کړي. دغه پرېکړه ناقانونه وه او د نصاب د کچې له پوره کولو پرته تصویب شوه ځکه چې په عالي شورا کې ګرجي استازو دغه غونډه تحریم کړې وه. د نړۍ هېڅ هېواد هم د آبخازیا حاکمیت په رسمیت وه نه پېژند. همدا و چې د جولای میاشتې په ۲۵مه نېټه د ګرجستان د جمهوریت دولتي شورا دغه اعلامیه رد کړه، خو د آبخازیا رهبري بیا هم د هغو له اطاعت څخه ډډه وکړه.

سرچينې

[سمول]
  1. Helen Krag and Lars Funch. The North Caucasus: Minorities at a Crossroads. (Manchester, December 1994)
  2. Abkhazia Today. The International Crisis Group Europe Report N°176, 15 September 2006, page 5. Retrieved on 30 May 2007. Free registration needed to view full report
  3. AGBU, ABKHAZIA ARMENIANS: HOLDING A HOME IN AN UNSTABLE TERRITORY Archived 17 October 2007 at the Wayback Machine., 11/1/2004
  4. The Security of the Caspian Sea Region pg 286 by Alexander Kyrlov edited by Genadi Chufrin
  5. "RUSSIA VS GEORGIA: THE FALLOUT" (PDF). Archived from the original (PDF) on 4 March 2016. نه اخيستل شوی 17 October 2012.
  6. "Rusiant-Georgian War 1992–93". rem33.com. نه اخيستل شوی 1 April 2018.
  7. "General Assembly Adopts Resolution Recognizing Right of Return By Refugees, Internally Displaced Persons To Abkhazia, Georgia". un.org. نه اخيستل شوی 1 April 2018.
  8. "S/26795 - E". un.org. نه اخيستل شوی 1 April 2018.
  9. "Абхазия провозгласила независимость победой". Archived from the original on 2009-08-04. نه اخيستل شوی 2008-10-01.
  10. Kaufman, Stuart J. (2001), Modern Hatreds: The Symbolic Politics of Ethnic War, p. 104-5. Cornell University Press, ISBN 0-8014-8736-6
  11. "Правда о трагедии Абхазии". abkhazeti.info. نه اخيستل شوی 1 April 2018.
  12. Stuart J. Kaufman (2001), Modern Hatreds: The Symbolic Politics of Ethnic War, p. 117. Cornell University Press, ISBN 0-8014-8736-6.