پنځلسم لوييس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
پنځلسم لوييس
(فرانسیسی: Louis XV د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۵ فبروري ۱۷۱۰[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
مړینه 10 مې 1774 (64 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۱۱][۷][۸][۹][۱۰]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت فرانسه[۱۲]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کاروونکي ژبه(ي) فرانسوي
هسپاني  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
پنځلسم لوييس

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

پنځلسم لوييس (زېږون د ۱۷۱۰ ز کال د فبرورۍ په ۱۵مه – مړینه د ۱۷۷۴ ز کال د مې میاشتې ۱۰)، چې د محبوب لوييس (په فرانسوي: le Bien-Aimé) په نوم مشهور و. د ۱۷۱۵ ز کال د سېپټمبر له لومړۍ څخه د خپلې مړينې تر مهال پورې تر ۱۷۷۴ ز کال پورې د فرانسې پاچا و. هغه په پنځه کلنۍ کې د خپل نيکه څوارلسم لوييس ځای ناستی شو. د ۱۷۲۳ ز کال د فبرورۍ تر ۱۵مې نېټې پورې د هغه بلوغ ته تر رسېدو پورې (چې هغه مهال د هغه ۱۳مه کلیزه په پام کې نیول شوې وه) پاچاهي د اورليان د ډوک دویم فلیپ له خوا اداره کېده. کاردينال فلوري له ۱۷۲۶ ز کال څخه د خپلې مړینې تر نېټې (۱۷۴۳ ز کال) پورې لوړ رتبه وزیر و، چې هغه مهال پاچا په یوازې ځان د پاچاهۍ کنترول په لاس کې واخیست.[۱۳]

د هغه نږدې ۵۹ کلنه دوره (له ۱۷۱۵ څخه تر ۱۷۷۴ کال پورې) د فرانسې په تاريخ کې دویمه اوږدمهاله واکمني وه او یوازې د هغه د سلف څوارلسم لوييس دوره چې ۷۲ کاله يې واکمني وکړه (۱۶۴۳-۱۷۱۵) د نوموړي تر دورې زیاته وه. لوييس په ۱۷۴۸ کال کې اتریشي نیډرلنډ چې د ۱۷۴۵ ز کال د فونتېنوی په جګړه کې ګټل شوی و بېرته ترلاسه کړ. هغه په شمالي امریکا کې نوې فرانسه د اووه کلنې بدمرغې جګړې په پای کې په ۱۷۶۳ ز کال کې لویې بریتانیا او اسپانيې ته وسپاره. هغه د لورن او کورسيکا د جمهوریت د ډوک مېشتو خاورې/قلمرونه د فرانسې له پاچاهۍ سره یو ځای کړې. تاريخ پوهان په ټوله کې د هغه پر پاچاهۍ نیوکه کوي او دې ته اشاره کوي چې د هغه د فساد اړوند راپورونه څه ډول د پاچاهۍ د شرمندګۍ لامل شول، حال دا چې د هغه جګړو خزانې تشې کړې او له لږ ګټې سره مل وې. د پوهانو اقلیت له دې نظریې سره مخالف دی چې د انقلابي تبلیغاتو پایله ده. د هغه لمسی او ځای ناستی ۱۶م لوييس داسې یوه پاچاهي په میراث کې ترلاسه کړه چې مالي او سیاسي سمونونو ته یې اړتیا لرله او په پای کې په ۱۷۸۹ ز کال کې د فرانسې د انقلاب لامل شوه.[۱۴]

د ژوند لومړي کلونه او د نایب السطنه په توګه واکمني (۱۷۱۰-۱۷۲۳)[سمول]

پنځلسم لوييس د څوارلسم لوييس لمسی او د ډوک بورګوندي (۱۶۸۲-۱۷۱۲) او له ساوی څخه د هغه د مېرمنې ماري ادلایډ د ساوي د ډوک دويم وېکتور امادئوس د مشرې لور درېیم زوی و. هغه د ۱۷۱۰ ز کال د فبرورۍ په پنځلسمه د ورسای په ماڼۍ کې وزېږېد او له ځنډ پرته یې د ډوک انژوا لقب خپل کړ. په دې وخت کې د پنځلسم لوييس په توګه د هغه د پاچا کېدو احتمال ډېر لرې و. تمه کېده چې د پاچا خپل مشر زوی لوييس لوګراند ډوفین به د اوسني پاچا تر مړینې وروسته د ۱۵م لوييس په توګه تاج او تخت تر لاسه کړي او وروسته به د هغه مشر زوی- د لوييس پلار لي‌پتي ډافین – په راتلونکې کرښه کې ځای ونیسي او په احتمالي ډول به یوه ورځ په ۱۶م لوييس بدل شي. هغه مهال د لوييس پاتې مشر ورور چې هغه هم لوييس نومېده، په‌خپل وار سره د فرانسې ډوفين او وروسته د ۱۷م لوييس په توګه پاچا شو او د لومړني قانون پر بنست يې تاج خپل لومړني زوی ته وسپاره (دا په پام کې ولرئ چې د ډوک بورګوندي لومړی زېږېدلی ماشوم چې لوييس هم نومېده په ۱۷۰۵ ز کال کې له یو کلنۍ څخه په کم عمر کې د تشنج له امله ومړ له دې سره هغه د خپل عمر په لنډه موده کې د خپل پلار د ځای ناستۍ پر کرښه ولاړ و او که چېرې ژوندی وی تر خپلو دوه کشرانو وروڼو يې لومړیتوب درلود). په دې توګه ناروغیو ځای ناستي درې نسله مخکې د لورو تر منځ وغزوله: د ۱۷۱۱ ز کال د اپرېل په ۱۴مه ګرانډ ډوفین د چيچک ناروغۍ له امله ومړ او له یو کال څخه لږ مهال وروسته د ۱۷۱۲ ز کال د فبرورۍ په ۱۲مه د راتلونکي پاچا مور ماري ادلایډ چې په شړي/سرخکانو اخته وه ومړه او ۶ ورځې وروسته د هغې سر ښندونکي خاوند د لويي پلار چې د هغې د ناروغۍ پر مهال يې د هغې څنګ نه پرېښود ورپسې ورغی. د دواړو ډوفینونو پيټېټ او ګراند له مړینې سره، د لويي مشر ورور له ځنډ پرته د فرانسې ډوفین شو، خو یوازې دوه اونۍ وروسته د مارچ په ۷مه دا روښانه شوه چې مشر لويي او کشر لويي هم په شړي اخته شوي دي. د دې دوه وروڼو درملنه د وينې بهونې په دودویزه طریقه تر سره شوه. د مارچ په ۸ او ۹مه نوی پنځه کلن ډوفین د ناروغي او درملنې د ترکیب له امله ومړ. د لويې حکمرانې مادام ډي وېنټاډرو ډاکتران د لويي له ډېرې وينې بهونې څخه چې اوس د فرانسې ډوفین دی منعه کړل او د ماڼۍ یوې پټې پسخانې ته يې وتښتاوه چې هلته يې په يوازې ځان له هغه څخه پالنه کوله، هغه ډېر ناروغ و خو د هغې کړنو نوموړی وژغوره. کله چې په پای کې د ۱۷‍۱۵ ز کال د سېپټمبر په لومړۍ نېټه په‌خپله څوارلسم لويي ومړ، لويي په پنځه کلنۍ کې په لړزېدونکي او ژړېدونکي حالت کې د ډېر احتمال خلاف د ۱۵م لويي په توګه تاج او تخت په میراث کې ترلاسه کړل.[۱۵][۱۶][۱۷]

په ۱۳۷۴ ز کال کې د پنځم چارلز د سلطنتي فرمان پر بنسټ د فرانسې پاچاهي باید تر هغه مهال چې یو معین پاچا خپل د څوارلس کلنۍ عمر ته ورسیږي د یو نایب السلطنه له خوا اداره شي. د نایب السلطنه لقب د کم‌عمره پاچا تر ټولو نږدې خپلوانو تر ډېره مور یا تره ته ورکول کېږي. خو دا چې د لوييس مور مخکې له ناروغۍ څخه اغېزمنه شوې وه او د هغه یوازینی تره چې له مخکې د اسپانیې پاچا و له دې امله یاده دنده د هغه د تره زوی د اورلیان ډوک دویم فلیپ ته وسپارل شوه. که څه هم څوارلسم لوييس پر فليپ چې یو وتلی سر تېری و خو د پخواني پاچا له خوا د بې دینه ازادي غوښتونکي په توګه ګڼل کېده چندان باور نه درلود. پاچا په خصوصي ډول فليپ د Fanfaron des crimes (د جرمونو غوریالی) یاد کړ. ۱۴م لويي هيله‌من و چې د هغه د خوښې وړ خو نامشروع زوی ډوک مېن (د ۱۴م لويي او مادام ډي مونټسپن نامشروع زوی) چې په شورا کې و او د ځای ناستۍ په قوانینو کې چې د ۱۴م لويس له خوا رامنځته شوي و له پام‌وړ بدلون سره فرانسه اداره کړي، هغه د نوموړي تر ټولو پخوانی ژغورل شوی نارینه بچی و د قانوني ځای ناستۍ د مستقیمې کرښې په له‌منځه تللو سره يې کولی شوی په قانوني ډول پاچا شی. د ۱۷۱۴ ز کال په اګست کې پاچا له خپلې مړينې څخه لږ مخکې د نایب السلطنه د صلاحیتونو د محدودولو لپاره خپله وصیت پاڼه بیاځلي ولیکله؛ دا پاڼه پر دې مشروطه وه تر هغه چې نوی پاچا د بلوغ عمر ته رسېږي هېواد باید د یوې څوارلس کسیزې سلطنتي شورا له خوا اداره شي. د ۱۴م لوييس وراره فلیپ د دې شورا د مشر په توګه وټاکل شو، خو په نورو غړو کې ډوک مېن او لږ تر لږه د هغه ۷ پېژندل شوي متحدان شامل وو. د دې ارادې پر بنسټ ټولې پرېکړې باید د رایو د اکثریت له لارې ترسره کېدی، په دې معنا چې ولسمشر هر مهال کولی شوی د مېن په واسطه لومړیتوب ترلاسه کړي او په عمل کې يې مېن ته د راتلونکو ۸ کلونو لپاره پر فرانسه د واکمنۍ اجازه ورکړه.[۱۸][۱۹]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ GND ID: https://d-nb.info/gnd/118729438 — د نشر نېټه: ۱۲ اگسټ ۲۰۱۵ — منښتلیک: CC0
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/84275134 — subject named as: Louis XV — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/1975716 — subject named as: Louis XV — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ RKDartists ID: https://rkd.nl/explore/artists/435097 — subject named as: Louis XV de France — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p10207.htm#i102064 — subject named as: Louis XV, Roi de France — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/ludwig-ludwig-xv — subject named as: Ludwig XV. — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ genealogics.org person ID: https://www.genealogics.org/getperson.php?personID=I00000341&tree=LEO — subject named as: Louis XV — دوتنه: Leo van de Pas
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ FINA Wiki ID: https://fina.oeaw.ac.at/wiki/index.php/Special:URIResolver/?curid=1272 — د نشر نېټه: ۳ ډيسمبر ۲۰۲۰ — خپرونکی: Austrian Academy of Sciences
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=37460 — subject named as: Luj XV. — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ subject named as: Louis XV — BIU Santé person ID: https://www.biusante.parisdescartes.fr/histoire/biographies/index.php?cle=10246
  11. Gran Enciclopèdia Catalana ID: https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0038206.xml — subject named as: Lluís XV de França — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia Catalana
  12. https://rkd.nl/explore/artists/435097 — د نشر نېټه: ۱۳ جون ۲۰۲۰
  13. Joël Cornette, Histoire de la France : Absolutisme et lumières 1652-178320, Hachette Éducation, 2008, p. 121.
  14. Guéganic (2008), p. 13.
  15. Guéganic (2008), p. 14.
  16. Guéganic (2008), p. 14.
  17. Bluche (2003), pp. 15–17.
  18. {{cite book|title=Christine de Pizane and the Fight for France|author=Tracy Adams|date=2014|publisher=Pennsylvania State University Press|page=16>>
  19. Guéganic (2008), p. 14.