پلویتوب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

پلویتوب (په انګلیسي: bias) له یوې مفکورې یا یو څیز سره په ملاتړ او یا د هغو پر وړاندې د دریځ نیولو په راکښېدنه کې د ناانډول دروندوالي په څېر پېژندل شوی، چې ډېري وخت په تنګ الواکي، تر وخت دمخه قضاوت، ناوړه او ناحقه بڼو راڅرګندېږي. پلویتوب کېدای شي فطري او یا هم کسبي وي. کېدای شي خلک د یوه وګړي، یوې ډلې او یا یوې عقیدې پر وړاندې یا په ګټه پلویتوب وپنځوي. په ساینس او انجنیري کې، پلویتوب یوه سیسټماتیکه تېروتنه ده [چې دغه تېروتنه د «منظمې» او یا «راټولېدونکې» تېروتنې په نوم هم یادېږي]. احصایوي پلویتوب له یوې ټولنې څخه د ناانډولې بېلګې اخېستنې او یا د اټکلونې هغې لړۍ څخه سرچینه نیسي، چې په منځني ډول دقیقې پایلې نه‌لري. [۱][۲]

آرپوهنه[سمول]

داسې ښکاري چې د «bias» وییکي رېښه له لرغونې پرووېنشال (اکسیتان) ژبې څخه د لرغونې فرانسوي ژبې وییکي «biais» ته رسېدلې ده، چې معناوې یې «کېغاچ، شکمن‌والی، د غلې او دانې پر وړاندې پاتې کېدل» دي، وروسته بیا د اوسني فرانسوي «biais» ګړنې ته رارسېږي چې د «یو ځوړ، یو میل، یو رېونده یا کوږوالی» په معنا کارول کېږي.[۳]

داسې ښکاري چې دغه وییکی انګلیسي ته د «bowls» لوبې له لارې راغلی او د دغې لوبې پنډوسکو ته اشاره لري، چې په یوه اړخ کې لږ څه درانه دي، چې د کارَونې لړۍ یې په ځانګړې توګه لومړی په حقوقو کې«د ناروا پلو نیونه یا تر وخت دمخه قضاوت» او په ټولیز ډول د «یوه پلو ته د پام اوښتنه یا میلان» مجازي معناوو ته وغځېدله.

د پلویتوب ډولونه[سمول]

ادراکي پلویتوب[سمول]

ادراکي پلویتوب په تفکر، ارزونې، یادونې او یا نورو ادارکي لړیو کې یوې تکراري او بنسټیزې تېروتنې ته ویل کېږي. ادراکي پلویتوب، په قضا کې له کره معیارونوڅخه د انحراف یوه بېلګه ده، چې له امله یې کېدای شي غیرمنطقي استنتاجونه رامنځ‌ته شي. هر وګړی، د خپلې پوهې له مخې، ځان ته «ذهني ټولنیز واقعیت» رامنځ‌ته کوي، د نړۍ په اړه یې لیدلوری کېدای شي، د هغه د چلند استازیتوب وکړي. نو له دې امله، ادراکي پلویتوب کېدای شي کله ناکله د ادراکي تحریف، ناسم قضاوت، ناوړې ژباړې (تعبیر) او یا هر هغه څه لامل وګرځي چې «غیرمنطقي» بلل کېږي. د دې ترڅنګ، ځیني ادراکي پلویتوبونه کېدای شي رغوونکي راڅرګند شي او په یوه ځانګړي او وړ حالت کې د بریا لامل وګرځي. سربېره پر دې، که چېرې په یوه ځانګړي پېر کې چټکتیا له ځیرتیا څخه لا ارزښتمنه وي، نو کېدای شي ادراکي پلویتوب د لا چټک غوراوي لامل وګرځي. نور ادراکي پلویتوبونه، د انسان د سمونو بهیر محدودیتونو لاس‌ته راوړنه ده او د وړ ذهني میکانیزمونو نشتوالي او یا یوازې د معلوماتو سمونې په بهیر کې د انساني محدودیتونو له امله راولاړېږي.[۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

ډډه لګونه[سمول]

ډډه لګونه یوه ساه پوهنیزه پنځونه ده او هغه پلویتوب ښیي چې د تصمیم‌نیونې پر مهال د معلوماتو پر لومړنیو لیدل شوو برخو باندې له ډډې لګونې څخه ترلاسه شوی دی. د دغې پنځونې په ترڅ کې، وګړي له یوه بې‌قید او شرطه وړاندیز شوي ټکي (د ډډې لګونې «مسند») څخه پيل کوي او تر هغو په کې سمونونه (تعدیلات) راولي، ترڅو خپل اټکل ته ورسېږي. د بېلګې په توګه: د یوه «دو‌یم لاس موټر» لومړنۍ بیه د چنې وهلو لپاره د یوه پیل په توګه ټاکل کېږي، نو ټولې هغه بیې چې له لومړنۍ بیې څخه ټیټې دي، لا معقولې او وړې معلومېږي، که څه هم د موټر له ارزښت څخه لا اوس هم لوړې وي.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

اپوفینا (اړوند ګڼل، نااړوند څیزونه سره تړل)[سمول]

اپوفینا، چې د «بېلګې‌پالنې» او «لامل‌پالنې» په توګه هم پېژندل کېږي، په یو لړ ناڅاپي معلوماتو کې پر معنا‌لرونکو بېلګو باندې پوهېدلو یا د هغو ترلاسه کولو ته د یوه وګړي لېوالتیا ښیي. اپوفینا، د قیمار په توجېه کولو کې په ښه توګه تر سترګو کېدلای شي. کېدای شي د قیمار وهونکو لپاره په لاټري کارتونو، قطعو وهلو لوبه او یا د رولیټ د څرخونو راڅرګندو شویو شمېرو کې ځینې نمونې تر سترګو کېږي. د اپوفینا یوه بله بېلګه د «قیمار وهونکي تېراېستنې یا غولونې» په توګه پېژندل کېږي.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

پاریډولیا د اپوفینا اورېدونې یا لېدونې بڼه ده. داسې ګڼل کېږي چې ګواکې پاریډولیا او هیروفاني، په ګډه، پخوانیو ټولنو سره د شر غوبلو او ګډوډیو په اداره او د نړۍ په یو موټي کولو کې مرسته کړې ده.[۲۴][۲۵]

اِسنادي پلویتوب[سمول]

یو اسنادي پلویتوب، کېدای شي هغه وخت رامنځ‌ته شي، چې وګړي د خپل یا نورو د چلند ترشا بیانونو باندې د پوهېدو هڅه وکړي او یا وغواړي هغه وارزوي. وګړي، د خپلو یا نورو د چلند لاملونو ته یو لړ ځانګړنې منسوبوي، خو دغه ځانګړنې هرومرو د واقعیت ښودونکې نه‌دي. وګړي، د دې پر ځای چې د عیني درک‌لرونکو په څېر عمل وکړي، هغو ادراکي تېروتنو ته ډېر لېواله دي چې له ټولنیزې نړۍ نه، په مغرضه توګه د درک کولو لامل ګرځي. کله چې د نورو په اړه قضاوت کوو، نو هڅه کوو چې د هغو کړنې د شخصیت په څېر دننني لاملونو پایله وانګېرو، په داسې حال کې چې د خپلو کړنو رامنځ‌ته کېدنه د بهرنیو شرایطو اغېزه ګڼو. د اِسنادي پلویتوب په پراخه محدوده کې ګڼ‌شمېر ډولونه شامل دي، لکه: وروستۍ اِسنادي تېروتنه، بنسټیزه اِسنادي تېروتنه، د عمل‌کوونکي-مشاهده‌کوونکي پلویتوب او مغرض پلویتوب.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

د اسنادي پلویتوب بېلګې:[۳۱]

الف) تاییدي پلویتوب[سمول]

تاییدي پلویتوب، د معلوماتو لټونې، ژباړنې، ستاینې او بیاموندنې په لار کې داسې یوه هڅه ښیي چې په ترڅ کې يې د یوه وګړي فرضیې یا باورونه تاییدوي، په داسې حال کې چې د هغو له تناقص کوونکو اسنادو او معلوماتو نه، په ناانډوله توګه سترګې پټېږي. په عاطفي مسایلو او ژورو رېښه‌لرونکو عقایدو کې دغه پلویتوب پياوړې اغېزه لري. وګړي، له خپلو اوسني موقعیتونو څخه د ملاتړ په موخه هڅه کوي، چې ګونګ شواهد په خپله ګټه وژباړي. د پلویتوب اړوند لټونې، ژباړنې او یادونې د لاندې سکالوګانو په بیانولو کې مرستندویه راڅرګندېږي: ۱. د چلندونو او انګېرونو قطبي کېدنه (چې د وګړو تر منځ د نظر اختلاف لا لانجمن راپارېږي، که څه هم ورته شواهد یې په مخ کې کېښودل شوي وي). ۲. د باور څوار یا استقامت (د باورونو دوام موندنه، وروسته له دې چې د هغو په باب وړاندې شوي شواهد ناسم وارزول شي). ۳. د نامعقول لومړیتوب اغېزه (د یو لړ معلوماتو پر لومړنیو لیدلشویو برخو باندې له حده زیاته ډډه لګونه). ۴. موهوم یا غولوونکی پیوستون (کله چې د دوو پېښو یا پېرونو تر منځ اړېکې څخه د وګړو انګېرنه ناسمه جوتېږي). تاییدي پلویتوب، د شخصي باورونو په غښتلي کېدو کې مرسته کوي او کولای شي، د ناسمو شواهدو سره د مخامخ کېدو پر مهال باورونه خوندي وساتي او یا پياوړتیا وروبښي. په سیاسي او سازماني چاپېریالونو کې له دغو پلویتوبونو څخه د اغېزمنو ناوړو او کمزورو تصمیم‌نیونو شتون لیدل شوی دی. [۳۲][۳۳][۳۴]

ب) بڼه‌ورکَوونه (چوکاټ‌بندي)[سمول]

په بڼې‌ورکوونې کې د یوې ټولنیزې ښکارندې هغه ټولنیز جوړښتونه شامل دي چې د ډله‌ییزو رسنیو سرچینو، سیاسي او ټولنیزو خوځښتونو، سیاسي ډلمشرانو فعالیتونو او داسې نورو بهیرونو له لارې رامنځ‌ته شوي دي. دغه پلویتوب، د واقعیت په اړه د وګړو د سمبالونې، انګېرنې او پوهاوي پر څرنګوالي باندې خپلې اغېزې لري. نوموړی پلویتوب، د مخاطبانو او د وړاندې شویو معلوماتو ډول ته په کتو سره کېدای شي ګټور او یا هم ناوړه تمام شي. د سیاسي موخو لپاره حقیقتونه د بڼې‌ورکوونې له لارې داسې وړاندې کېږي، چې په پایله کې یې هغه ستونزه لا پېچلې کوي، چې هوارول یې اړین دي. د سیاسي ګوندونو غړي هڅه کوي، اړوندو مسایلو ته داسې بڼه ورکړي چې د دوی خپلو سیاسي تمایلاتو په ګټه یوه حل‌لاره، د دم‌مهاله شته حالت لپاره تر ټولو مناسب او وړ اقدام په توګه وبرېښي. څرنګه چې په ټولنیزې تیوري کې معلومېږي، چوکاټ‌بندي د ژباړې (تعبیر) یوه شېما ده – د نکلي او نګوسي (کلیشه‌یي) بابېزو مفکورو یوه ټولګه – چې وګړي له پېښو څخه په پوهاوي او غبرګون کې ورباندې ډډه لګوي. وګړي د نړۍ په پېژندنه کې فِلترونه (چاڼونه) کاروي او غورونې او ټاکنې یې د یوه چوکاټ یا محدودې دریڅې له شتون څخه اغېزمنې شوې دي.[۳۵][۳۶][۳۷]

هڅوبي (فرهنګي) پلویتوب، د یوه وګړي د اړوند هڅوب پر ولسيۍمعیارونو ولاړو تعبیرونو او قضاوتونو پورې اړونده ښکارنده ده. ګڼ‌شمېر داسې ښکارندې شتون لري، چې د رنګ لپاره هڅوبي دود دستور، د بدن د غړو موقعیت، د ژوند د شریک ټاکنه، د عدالت مفهومونه، ژبنیز او منطقي اعتبار، د شواهدو منل او پدل (تابو) په اړه  پلیتوبونه په کې شامل دي. عادي خلک کېدای شي، نور وګړي په بنسټیزه توګه یوشان او د ټولو انسانانو ارزښت په ډېر کم توپیر سره مساوي وبولي، دغه وګړي په عاطفي ډول بېلابېلو ډلو، ټولنو او ټاټوبو پورې اړه لري.

سرچینې[سمول]

  1. Welsh, Matthew; Begg, Steve (2016). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "What have we learned? Insights from a decade of bias research"]. The APPEA Journal 56 (1): 435. doi:10.1071/aj15032. ISSN 1326-4966. 
  2. Steinbock, Bonnie (1978). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Speciesism and the Idea of Equality"]. Philosophy 53 (204): 247–256. doi:10.1017/S0031819100016582. 
  3. "Online Etymology Dictionary, Bias". د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Definition of Cognitive Bias. Chegg. http://www.chegg.com/homework-help/definitions/cognitive-bias-13. Retrieved 1 September 2015. 
  5. Haselton, M. G.; Nettle, D.; Andrews, P. W. (2005). The evolution of cognitive bias. In D. M. Buss (Ed.), The Handbook of Evolutionary Psychology: Hoboken, NJ, US: John Wiley & Sons Inc. د کتاب پاڼي 724–746. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Bless, H.; Fiedler, K.; Strack, F. (2004). Social cognition: How individuals construct social reality. Hove and New York: Psychology Press. د کتاب پاڼې 2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Bless, H.; Fiedler, K.; Strack, F. (2004). Social cognition: How individuals construct social reality. Hove and New York: Psychology Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Kahneman, D.; Tversky, A. (1972). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Subjective probability: A judgment of representativeness"]. Cognitive Psychology 3 (3): 430–454. doi:10.1016/0010-0285(72)90016-3. 
  9. Baron, J. (2007). Thinking and Deciding (4th ed.). New York, NY: Cambridge University Press.
  10. Ariely, D. (2008). Predictably Irrational: The Hidden Forces That Shape Our Decisions. New York, NY: HarperCollins.
  11. For instance: Gigerenzer, G.; Goldstein, D. G. (1996). "Reasoning the fast and frugal way: Models of bounded rationality.". Psychological Review 103 (4): 650–669. doi:10.1037/0033-295X.103.4.650. PMID 8888650. http://library.mpib-berlin.mpg.de/ft/gg/gg_reasoning_1996.pdf. 
  12. Tversky, A.; Kahneman, D. (1974). "Judgement under uncertainty: Heuristics and biases.". Science 185 (4157): 1124–1131. doi:10.1126/science.185.4157.1124. PMID 17835457. Bibcode1974Sci...185.1124T. http://www.dtic.mil/docs/citations/AD0767426. 
  13. Haselton, M. G.; Nettle, D.; Andrews, P. W. (2005). The evolution of cognitive bias. In D. M. Buss (Ed.), The Handbook of Evolutionary Psychology: Hoboken, NJ, US: John Wiley & Sons Inc. د کتاب پاڼي 724–746. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Bless, H.; Fiedler, K.; Strack, F. (2004). Social cognition: How individuals construct social reality. Hove and New York: Psychology Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Welsh, Matthew B.; Delfabbro, Paul H.; Burns, Nicholas R.; Begg, Steve H. (2014). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Individual differences in anchoring: Traits and experience"]. Learning and Individual Differences 29: 131–140. doi:10.1016/j.lindif.2013.01.002. ISSN 1041-6080. 
  16. "Anchoring bias in decision-making". Science Daily. مؤرشف من الأصل في September 29, 2015. د لاسرسي‌نېټه September 29, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Anchoring Definition. Investopedia. http://www.investopedia.com/terms/a/anchoring.asp. Retrieved September 29, 2015. 
  18. Tversky, A.; Kahneman, D. (1974). "Judgment under Uncertainty: Heuristics and Biases". Science 185 (4157): 1124–1131. doi:10.1126/science.185.4157.1124. PMID 17835457. Bibcode1974Sci...185.1124T. http://www.hss.caltech.edu/~camerer/Ec101/JudgementUncertainty.pdf. 
  19. Edward Teach, "Avoiding Decision Traps Archived 2013-06-14 at the Wayback Machine.", CFO (1 June 2004). Retrieved 29 May 2007.
  20. Shermer, Michael (2008). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Patternicity: Finding Meaningful Patterns in Meaningless Noise"]. Scientific American 299 (6): 48. doi:10.1038/scientificamerican1208-48. PMID 19143444. 
  21. GrrlScientist (په 29 September 2010 باندې). Michael Shermer: The pattern behind self-deception.
  22. "Why Do We Need a Belief in God with Michael Shermer". 2011-08-19. مؤرشف من الأصل في ۱۴ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Apophenia & Illusory Correlation « Paul Xavier Waterstone". Waterstone.wordpress.com. 2007-05-24. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جون ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Bustamante, Patricio; Yao, Fay; Bustamante, Daniela (2010). "The worship to the mountains: a study of the creation myths of the chinese culture". مؤرشف من الأصل في ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Bustamante, Patricio; Yao, Fay; Bustamante, Daniela (2010). "Search for meanings: from pleistocene art to the worship of the mountains in early China. Methodological tools for Mimesis". مؤرشف من الأصل في ۰۴ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Heider, F. (1958). "The psychology of interpersonal relations", New York: Wiley, 322 p.
  27. Kelley, H.H. (1967). Attribution theory in social psychology. In D. Levine (Ed.) Nebraska Symposium on Motivation, Lincoln: University of Nebraska Press
  28. Abramson, L.Y.; Seligman, M.E.; Teasdale, J.D. (1978). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Learned helplessness in humans: Critique and reformulation"]. Journal of Abnormal Psychology 87 (1): 49–74. doi:10.1037/0021-843X.87.1.49. PMID 649856. 
  29. Funder, D.C. (1987). "Errors and mistakes: Evaluating the accuracy of social judgment". Psychological Bulletin 101 (1): 75–90. doi:10.1037/0033-2909.101.1.75. PMID 3562704. http://psy.ucsd.edu/%7Emckenzie/FunderPsychBull1987.pdf. 
  30. Nisbett, R.E. & Ross, L. (1980). Human inference: Strategies and shortcomings of social judgment, Englewood Cliffs, NJ: Prentice-Hall.
  31. "Rewind: Watch the Media Spend Two Years Hyping a Now-Debunked Story". grabien.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Plous, Scott (1993). The Psychology of Judgment and Decision Making. د کتاب پاڼي 233. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Nickerson, Raymond S. (June 1998). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Confirmation Bias: A Ubiquitous Phenomenon in Many Guises"]. Review of General Psychology 2 (2): 175–220. doi:10.1037/1089-2680.2.2.175. 
  34. Tuchman, Barbara (1984). The March of Folly: From Troy to Vietnam. New York: Knopf.
  35. Druckman, J.N. (2001). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Implications of Framing Effects for Citizen Competence"]. Political Behavior 23 (3): 225–256. doi:10.1023/A:1015006907312. 
  36. van der Pas, D. (2014). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Making Hay While the Sun Shines: Do Parties Only Respond to Media Attention When The Framing is Right?"]. Journal of Press/Politics 19 (1): 42–65. doi:10.1177/1940161213508207. 
  37. Goffman, E. (1974). Frame Analysis: An Essay on the Organization of Experience. Cambridge, MA: Harvard University Press.