پلاستیک ککړتیا اواغیزې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

راټولوونکی او پورته کوونکی فیض الرحمن احمدي

دپلاستيک دتوليد او منځ ته راتګ تاريخچه[سمول]

د پلاستيک په جوړولو کې د طبيعي موادو( ژوولو ژاولې chewing gum) ( او لاکونه) څخه تر کېمياوي موادو(طبيعي رابر،نايتروسلولوز،ګالايټ) پوري اوبلاخره د ترکېبي ماليکولونو(باکلايت،ايپوکسي(epoxy)، PVC) پوري ټول شا مل دي په لومړيو کې پلاستيک د ژونديو منشا لرونکو موادو څخه جوړيده لکه هګۍ او دويني پروټين کوم چي د عضوي پوليميرونو د جملې څخه دي په 1600ق م په منځني امريکا کې د رابر څخه د بالونو جوړولو ،دتړلووسايل، بيکرونه، اودځينو مجسمو جوړولو لپاره په کار وړل کېده.په اتلسمه پيړۍ کې کله چي صنعت پرمختګ وکړه نو زيات وسايل منځ ته راغلل نو هغه وخت دپلاستيک د صنعت سرعت هم لا پسې زياتوالی ومونده خاصکر کله چي Charles goodyear د زيات حرارت په واسطه د طبيعي رابرڅخه د دحرارت په مقابل کې مقاوم وسايل جوړ کړل.خو پلا ستيکې تو کې د لومړي ځل لپاره دکېمياوي موادو څخه په مصنوعي ډول alexander parkesپه واسطه د انګلستان په بر منګهم ښار کې په 1856ميلادي کال منځ ته راوړل چي د همدي په واسطه يی د 1862ميلادي کال په نمايشګاه کې د برونزو مدال هم واخيست . البته دا پلاستيک په مصنوعي ډول له سلولوزاو نايتريک اسيد او دي ته ورته محلولونو څخه جوړ شوچي همدا په تاريخ کې دپلاستيک په مصنوعي توګه د منځ ته راتک لومړني يادونه ده ددي څخه يو څه موده وروسته په نولسمه پيړۍ کې د Baekeland په نوم بلجيمي عالم د باکليت ( Bakelite) په توليد بريالی شو چي دا پلاستيک يي دفينول او فارم الديهايد مرکباتو څخه دحرارت په واسطه لاس ته راوړه.کله چي دلومړي نړيوالې جګړي څخه وروسته کېماوي صنعت پرمختګ وکړه ورسره د پلاستيکونو مختلف ډولونه رامنځ ته شول همدارنګه پولي وينايل کلورايد(PVC)دلومړي ځل لپاره په 1872ميلادي کال منځ ته راغلي وه مګر ډير وخت وروسته يا په 1920ميلادي کال د تجارتي توليد په واسطه رامنځ ته شو. چې پولي سيتارين په 1930ميلادي کال د(BASF)له خوا رامنځ ته شو.بل خوا دلومړي ځل لپاره په 1923ميلادي کال د(durite plastic inc) کمپنۍ له خوا فينول پرپل ريزين په لاس راغلل بيا ورپسې په 1933 ميلادي کال پولي ايتلين د (imperial commercial industries (ICI)) له خوا منځ ته راغلل.بلاخره په لنډ ډول ويلی شو چې د پلاستيک د توليد د مکمل پيشرفت دوره ددوهم نړيوال جنګ څخه وروسته رامنځ ته شوه چې دا موده د 1940—1950ميلادي کلونو څخه ده چې د مختلفو علماووله خوا مختلف پوليميرونه منځ ته راغلل لکه پولي ايترونه ، پولي پروپايليونونه پولي ايتلينونه او داسې نور.ځکه په دي وخت کې د صنعت يو نوي فصل پرانيستل شو او په مختلفو برخو کې مترقي کارونه تر سترګو شول او صنعتي هيوادونو د نوې او عصري ټکنالوژۍ په لرلو سره يي پيشرفته وسايل توليد کړل. اوس مهال دغه تکنالوژۍ د ښيښې ځاي په ځينو مواردو کې ځای خپل کړی دی او دډيری داسې وسايل لاسته راغلي دي چي د اقتصاد له پلوه په هر سټيج کې قرار لرونکې خلک کولي شي چې دغه وسايل راونيسي.

Plastic waste on Henderson Island



پلاستيک څه شی[سمول]

Hځینې دکورسامانالات چې دپلاستیک نه جوړیږی.

دپلاستيک کليمه د لاتين (plstikos)څخه مشتق شوې چي معني يي ارتجاعيت پذير يا هم په مختلف شکل سره پيدا کېدونکې معني لري يا هم هر قالب کې جوړيدونکې ماده يا قالب پذيرماده ورته ويلي شو. پلاستيک هغه عضوي مواد دي کوم چي په مصنوعي ډول د حرارت په نتيجه کې دانسانانو په واسطه د مختلفو پوليميرونو څخه لاس ته راغلي دی چي همدا پوليميرونه دلوړ ماليکولي وزن لرونکې دي هر پوليمير د مونو ميرونو مجموعه ده چي دا مونوميرونه په خپل ترکېب کې مختلف کېمياوي مواد لري نو ځکه يي د تجزيه کېدو په وړاندي ثبات زيات دي . يا پلاستيک هغه کېمياوي ماد ده چي منشاء يي نفت او نفتي مشتقات دي .يا پلاستيکونه د لومړي ځل لپاره د بشر لخوا جوړ شوي مواد دي .کوم چي د ربړي موادو څخه همدارنګه د کېمياوي عناصرو لکه کاربن، هايدروجن، اکسيجن، نايتروجن، کلورين او سلفر په خپل ترکېب کې لري . دا عناصر د هوا، اوبه، ګاز، تيل، ډبرو سکرو او حتی د ژونديو نباتاتو څخه راځي. همدارنګه بشر سره دا فکر له پخوا څخه موجود وه چې څرنګه مختلف کېمياوي مواد لاس ته راوړي او ور څخه په مختلفو برخو کې د خپلې ښيګڼې په منظور تر استفادې لاندې راولي اوس مهال له پلاستيک څخه په پراخه پيمانه په مختلفو مواردو کې استفاده کېږي چي استفاده کول يي د خپلو ځانګړو خواصو له امله ديادونې وړ دي چي دغه خواص يي د نورو په پرتله سپکوالی ،ارزانوالی د فلزي موادو د پوښلو لپاره غوره مواد دي تر څنګ يي د رنګ اخيستلو قابليت هم لري ،د مختلفو جوي يا اقليمي عواملو مخنيوی کوي لکه په ملچ(mulch)يا د کرنيزو نباتاتو ژغورنه دتودوخې ،امراضو،افاتو، هرزه ګياووڅخه، ګرين هاوس په جوړولو کې هم استعماليږي. علاوه په دي د طبي وسايلو ،ماشينونو،کمپيوترونو ، موبايلونو او داسې نورو صنعتي وسايلو لپاره د يو موثره او ساتونکې کور حيثيت لري چي پورته ذکرشوې ټولې هغه ځانګړنې وي چي د پلاستيک صنعت ته يي وده ورکړې ده .هيره دي نه وي چي پلاستيک د موټر سازي، هوايی الوتکو،بحری بيړی، په ځينو برخوکې په کار وړل کېږی د جوړښت له مخې پلاستيک مختلف ډولونه لري لکه ترمو پلاستيک(thermo plastic)يي هغه ډول دي چې دتودوخي په مقابل کې کېمياوي تغير نه مني او بيا بيا ځل استعماليدي شي لکه PP,PE,PS,PVC او بل ترموسيت پلاستيک(thermosetting plastic) دي چي يوازي په يو ځل شکل اخلي او بيا بيا نه استعماليږي لکه درابر ويلکنايزيشن يا حرارت ورکول.دا چې د پلاستيک استعمال په صنعت ،کرنيزو چارو، او نورو برخو کې د استعمال زيات موارد لري ددي ترڅنګ چاپيريال ته دزيان اړوونکي عامل په توګه پيژندل شوی دي په هغه صورت کې چي دتوليد او استعمال اندازه يي د محافظوي پايدارۍ څخه ووځي او چاپيريال ته په خپل سر علاوه شي.اوس مهال په نړيواله سطحه د يادې ستونزي د حل لپاره ځيني کړنلاري غوره شوي تر څو پلاستيک توليد کم شي او اوبديل يي پيداشي.

دپلاستيک ډولونه او د استعمال شکلونه[سمول]

په عمومي ډول سره که ووايو نو پلاستيک د بشر په ژوندانه کې په پراخه کچه استعمال لري چي دا استعمال دساده پلاستيکې کڅوړو د جوړونې څخه نيولې لويو لويو ساختمانونو کې او بلاخره د حمل او نقل وسايلو کې په څرګند ډول سره ليدل کېږي بالعموم اوس دپلاستيک ځينې ډولونه اودهغوي داستعمال شکلونو څخه يادونه کوو.

1. Polyethylene terephthalate (PET) دپورتني پلاستيک دول دي او دګازي مشروباتو بوتلونو،دکوچو يا نور غذايي محصولاتو د دبسته بندي ډبو، ځينو کڅوړو او نورو اشکالو سره داستعمال لاندې راځي.

2. High-density polyethylene (HDPE) مقاوم پلاستيکونه دي چي د صابون دانيو ،مايعاتو جکونه ، مختلفو مقاصدو لپاره پلاستيکی کريټونو په جوړولو کې استعمال لري.

3. Polyvinyl chloride (PVC) دپايپونو ، برقی لينونو پوښلو کې ، کړکېو صنعت،او دکورونو په مزين کوونکو اونوروساختماني وسايلو کې په کار وړل کېږي.

4. Low-density polyethylene (LDPE) ملچ ،ګرين هاوس ،بامونو پلاستيکونه ،ځيني پلاستيکې لوښي ،ماشومانو دلوبو سامانونه هم ورڅخه جوړيږي.

5. Polypropylene (PP) بوتلونوسرونه، موټربمپري ،فشاري سيستم لرونکې پايپونه اوچوکۍ ورڅخه جوړيږي.

6. Polystyrene (PS) يو بار مصرف پيالې، بوتلونه ، د بسته بندۍ پومونه ،د کېسټونو نرم پوښونه.

7. Other دا ډولو پلاستيکونه د پورته ذکر شويو دولونو دوه يا زياتو ډولونو له يو ځاي کيدو څخه په لاس راځي.په لاندي ډولونو سره يي ښايو.

1. Polyester (PES) تار جوړونې او ځيني ټوکرونو په جوړونه په کار راځي.

2. Polyamides (PA) or (nylons) غاښونو برشونه،ماهي نيونۍ جالونه ،د اسلحوپوښونه جوړولو کې په کار وړل کېږي.

3. Polycarbonate (PC) کمپيوتر ځينې برخې .عينکې،مقاومي محافظوي کړکۍ،ترافيکې اشاري جوړول.

4. Acrylonitrile butadiene styrene (ABS) دا مقاوم پلاستيک دي چي الکترونيکې وسايلو، کمپيوتر منيټورکېبورډ ،پرنټر، موبايل کورونو، او د زهکشی پايپونو په جوړولو کې په کار راځي.

5. Polyurethane (PU) عموما سيټ پوښونو، دسيتونو منځ پومونو کې استعماليږي.

د پلاستيک ګټې او تاوانونه[سمول]

ګټې[سمول]

1. دځمکې په ملچ کولو سره لکه دنورو موادو په شان دهرزه بوټو حشراتو کنترول کې مرسته کوي .

2. شنې خوني په جوړولو کې هم استعماليږي.

3. د نباتاتو لپاره د حرارت درجي په پورته وړلو کې کې مرسته کوی.

4. پلاستيکې ټانکونه داوبو د ذخيره کولو لپاره استعماليږي او د يو ساتونکې اوبو رسونې سيستم لپاره ګته لري.

5. پيالې بوتلونه ،چوکۍ ، ميزونه اوداسی نورو سپکو وسايلو په استعمال سره يي د فلزاتو ځاي نيولي دي

6. پلاستيک سپک ،مقاوم،او مداوم خاصيت لري .

7. په اسانۍ سره په مختلفو اشکالو بدليږي او د جذب او ټکان په مقابل کې ډير وړدي .

8. اوبه نه پريږدي چې له دي نه تيرې شي يعنې هايدروفوبيک خاصيت لري.

9. ارزانه قيمت د رانيولو لپاره لري د غذايي موادو په بسته بندۍ کې رول لري.

10. همدارنګه ځينې ډولونه يي کولي شو چي بيا بيا ځلې استعمال کړولکه بوتلونه چي په اشپز خانه کې پکي مساله جات اچول کيږي يا کڅوړي چي په کثافت دانۍ تري جوړولی شو.

11. دبيا ځلي دوران ورکولو سره په نورو محصولاتو هم بدليږي لکه په فايبرونو ،کورونو ،کثافت دانيو او داسې نورو بدليږي. .

دپلاستيک تاوانونه[سمول]

1. دپلاستيک د ترکېبي موادو منابع غير قابل تجديد وي .

2. په اسانۍ سره نه تجزيه کېږي.

3. د ايکوسيستم په تخريب کې برخه اخلي.

4. دانسانانو په صحت باندې نه جبرانيدونکې اغيزې لري.

5. دبحري او سطحي اوبو په ايکوسيستم باندي اغيزي کوي او غذايي ځنځير دتخريب سبب ګرځي.

6. څومره يی چي د توليد اندازه زياته ده و د بيا ځلي نوي کولو اندازه يي ډيره کمه ده ځکه ټول ډولونه د پلاستيک د بيا ځلې استعمال وړتيا نه لري .

7. که يي حيوانات وخوري هضمولی يي نه شي نو مختلف تاثيرات پرې واردوي .

8. ددي پاکول له چاپيريال څخه ډير وخت او مصرف ته اړتيا لري ځکه استعمال يي زيات دي.

9. په اسانۍ سره اور اخلي مختلف زهري ګازات (CO,H2S,SO2,NOX,VOC,HCl,CH4) تري فضا ته علاوه او د ځمکې کري په ګرميدو باندي منتج کېږي.

10. دالاستيکې خواصو د لرلو له کبله شکېږي هم نه.

11. کولي شي چي په فزيکې شکل سره هم حيوانات دمرګ تر قشلي ورسوي .

12. دکم کثافت دلرلو له کبله يي دباد معمولي سرعت هم له يو ځاي څخه بل ځاي ته انتقالوي.

13. کله چي پلاستيک ۶۵ له درجي څخه لوړي تودوخې سره مخ کيږی نو زهري مواد خوشي کوي لکه dioxine, phtalate, bisphenol_A, ethylebenzene.

د پلاستيک ککړتيا[سمول]

په چاپيريال کې دپلاستيک خځلو او يا هم په عادي شکل سره د پلاستيک د زهري خواص کوم چې په وحشي ژوو پناه ګاه ،يا د وحشي حيات ځای، يا نورو اهلي حيواناتو ،مرغانو ،ماهيانو او بلاخره په انسانانواو دانسانانو په هستوګنځايونو باندې نا وړه اغيزې وکړي پلاستيک ککړتيا بلل کېږي يا په عبارت دپلاستيک په واسطه د ژوند په چاپيريال کې نا مطلوب شرايط چي وکولای شي چي په انسانانو او حيواناتو باندي ناوړه اغيزې وکړي پلاستيک ککړتيا بللی شو . په اوسني پرمختللي وخت کې همدا پلاستيکې پاتې شوني دي چې د لويو ککړونکو په توګه خپل فعاليت تر سره کوي همدارنګه نوموړې بقاياوې د تجزيه کېدو په اساس په کوچنيو، منځنيو ، او په لويو ويشل ډولونو ويشل کېږي. پلاستيکونه چي دانسانانو لخوا په زياته اندازه استعماليږي نو چاپيريال ته يي د ضرر اندازه په دي لحاظ سره ډيره ده چي پلاستيک ډير وخت ته اړتيا لري چې تجزيه او يا هم له منځه لاړ شي د پلاستيک ککړتيا چې په انسانانو باندې اغيزې لري نوځمکه، سيندونو او سمندرونو باندې هم اغيزي لري.ژوندی موجودات، په خاصه توګه سمندري حيوانات، کېدای شي د پلاستيک خوړلو له لارې اغيزمن شي دا ځکه چي د دوي معدي نه توانيږي چي نوموړی پلاستيک دي هضم کړي نو څرنګه چي دغه پلاستيکونه چي ضايع شوي دي او په خپل ترکېب کې کېمياوي مواد لري. نوموړي مواد دژونديو موجوداتو په بيولوژيکې فعاليتونو کې خنډونه رامنځته کوي.هيره دې نه وي چې انسانان هم د پلاستيک په واسطه اغيزمن کېږي لکه د تايرايډ هارمون اغيزمنوي او يا يي له منځه وړي همدارنګه تنفسي سيستم او تر څنګ يي په لويه سطحه د هاضمي د سيستم په تخريب او فعاليت کمونه کې د يو لوي مرستيال په توګه کار تر سره کوي په نړۍ واله کچه يواځې په انګلستان کې، هر کال 5 ميلونه ټنه پلاستيک مصرف کېږي، چې له مخې يي يوازې 24٪ بيرته په ګټور حالت بدليږی او پاتې 3.8 ميليون ټنه ضايع پاتې شوي پلاستيک ځمکې ته د خځلو په شکل علاوه کېږي . سمندرونو ته هم علاوه کيږي چي دا د سمندري ژوو په ژوند باندې هم ناوړه اغيزه کوي .او س مهال په نړېواله کچه په ځينو سيمو کې دپلاستيک کمښت هڅې پېل شوي چې دپلاستيک مصرف او ککړتيا کچه راټيټ کړي او دپلاستيک څخه بيا ځل ګټې اخيستنې ته وده ورکړي خو دغه عمل تر سره کول به هغه وخت په ځاي او دقيق تر سره شي کله چي په نړيواله سطحه هيوادونه او بالخصوص پرمختللي يا صنعتي هيوادونه پترو پلاستيک په ځاي دبايوپلاستيک تکنالوژۍ ته پر مختګ ورکړي.

د پلاستيکې خځلويا ضايعاتو ډولونه[سمول]

دپلاستيک ککړوونکې خځلې درې لوي ډولونه شتون لري چي دپلاستيک د ککړوونکوپه طبقه بندۍ کې مرسته کوي. چې درې عمده ډولونه دي:

1. لوي خځلې20mm څخه لوي وي

2. منځنۍ اندازه خځلې 5mm-20mm

3. . کوچني خځلې 1mm-5mm يا تر نانو متر هم رسيږي ديادو شويو دري ډولونو څخه کوچنۍ او لويي پلاستيکې زبالي په شمالي نيمه کره کې د ښاري سيمو او د اوبوپه شاوخوا برخوکې په لوړه کچه قرار لري البته دا پلاستيکونه د سمندر په ساحلونو کې هم په زياته اندازه موندل کېږي. دريواړه ډولونه (ميګا،ميزو او ميکرو پلاستيکونه) په مختلفو مواردو کې لکه د اجناسو بسته بندی، ، او نورو کورني توکو کې په کار وړل کېږي همدارنګه کوم ماهي نيونکې چي په سواحلو کې د ماهيانو نيونې لپاره په کاروړل کېږي ممکن د همدي ککړتيايعني پلاستيک ککړتيا له امله هغوي ماهي نيونه په درست شکل تر سره نه کړي ځکه د ماهيانو پر ځاي به په جالونو کې پلاستيکې خځلې هم موجوددې وې. له بل پلوه پلاستيک په لومړني او دوهمي ډولونو سره هم طبقه بندي کولی شو a. لومړنۍ پلاستيکونه دا هغه پلاستيکونه دي چي کله راټول شي نو په اصلي بڼه وي يعني تخريب شوي نه وي . لکه د بوتل سرونه ، دسګرټ پلاستيکې ډبلي ، او کوچني کلکې موشکڼې يا داني..... . b. . دوهمي پلاستيکونه دا نسبتا د تخريب په حال کي وي يا په لنډ ډول داسې وايو چي د لومړنيو پلاستيک تخريب شوی شکل دي.

دافغانستان په ځينو ولايتونوکې دنورو جامدو کثافاتو تر څنګ پلاستيکي کثافت[سمول]

په کابل ولایت کی دولس فیصده د ورځې اوهمدارنګه ددي په اندازه يا ددي څخه کم په ننګرهار او لغمان ولايتونو کې هم توليديږي مګر دقيقه اندازه يي اوس مهال نه ده ښودل شوي. خو خوشبختانه د ځينو څيړنو په اساس ددغه پلاستيکې خځلوحطر زمونږ په هيواد کې په اوس وخت کې د زغملو وړ دي خو که په راتلونکې کې ډېريدونکی دی که يي مخنيوي ونه شي بلاخره به دنورو هيوادونو په شان افغانستان هم دد ي ناورين له خوا په شديد ډول سره وځپل شي.البته زمونږ په هيواد کې ددغه ستونزې د حل لپاره وخت په وخت لازم اقدامات شوي دي لکه دوزيرانو شورا پريکړه کړې وه چې په دوکانونو کې به دپلاستيکي کڅوړو د استعمال مخه ونيسي(۱۳۸۹مرغومي ۲۰). دوزيرانو شورا پريکړه کړي چي د سوداکرۍ او صنايعو وزارت دي په هيواد کې د پلاستيکي کڅوړو د توليد او ماليي وزارت دې د ګمرماتو له لارې هيواد ته د پلاستيک کڅوړو راوړل منعه کړي(۱۳۹۰ حمل ۸ ) د عامې روغتيا وزارت هم د دپلاستيکي کڅوړو د منع کولو لپاره يو کمپاين په لاره واچاوه تر څو دغه ستونزه هواره کړي( ۲۰۱۳ اپريل ۳) . همدارنګه د

د افغانستان د ژوندچاپيريال ساتنې قانون ځيني مادې د جامدو کثافاتو د توليد او تنظيم په اړه[سمول]

لري چې په لاندې ډول تري يادونه کوو.

۴ فصل ،۳۰ ماده ،۱ فقره: هيڅ شخص نه شي کولی چې زبالې داسي راټولي ، انتقال ، بسته بندي يا زيرمه کړي چي د ژوند په چاپيريال باندې ناوړه سترې اغيزې ولري .

۴ فصل ،۳۰ ماده ،۲ فقره:هغه شخص چي زبالې توليد، انتقال ،ترانزيت يا وساتي،يا ورسره کار ولري مکلف دي چې د ژوند په چاپيريال باندي دهغې ناوړه سترو اغيزومخنيوي لپاره لازم تدابير ونيسي.

۴ فصل ،۳۰ ماده ،۳ فقره:د هغه ودانۍ مالک يا استوګن چې هلته مضرې زبالې توليديږي مکلف دی چې هغه له نورو زبالو جلا کړي او د محيط ززيست د ملي ادارې د قوانينو او مقرراتو او جواز کې درج شويو شرايطو مطابق هغه په جلا ظرف يا ځاي کي واچوي.

۴ فصل ،۳۰ ماده ۴ فقره:هيڅ شخص نه شي کولي چي زبالي په داسې ځای کې واچوي چې د محيط د ککړيدو باعث شي.

د زبالو دتنظيم جواز ليکونه.

۳۱ ماده ۱ فقره هيڅ شخص نه شي کولی چې د زبالو د راټولولو،دايمي زيرمه کولو،يا سوځولو په غرض ځاي جوړ کړي يا يي په واک کې واخلي خو د چاپيريال ساتنې ادارې جوازليک په لرلو سره کولی شي.

دزيان رسوونکو زبالو د تنظيم جواز نامه

۴ فصل ،۳۲ ماده ۱ فقره:د ځمکې مالک يا هغي ځاي اوسيدونکي چې زبالي هلته دفع يا کارول کيږي مکلف دي چي دجواز تر لاسه کولو لپاره په غرض بايد په غوښتنليک کې د زبالو کيمياوي ترکيب حجم خواص هغه فعاليت چي زبالي تري رامنځ ته کيږي د زبالو د تنظيم... پاليسي وړاندې کول او بلاخره په محيط باندې د ناوړه تاثيراتو د مخنيوي په غرض احتياطي تدابير ونيول شي.

هغه ۲۰ هيوادونه چې دپلاستيک ضايعاتو د نه مديريت په اساس درجه بندي شوي[سمول]

د پلاستيک د نه مديريت سلنه پلاستيک ضايعات هيواد درجه 27,7 8,82 چين 1. 10,1 3,22 اندونيزيا 2. 1,88 5,9 فلپين 3. 5,8 1,83 ويتنام 4. 5,00 1,59 سريلانکا 5. 3,2 1,03 تايلنډ 6. 3,0 0,97 مصر 7. 2,9 0,94 ماليزيا 8. 2,7 0,85 نايجيريا 9. 2,5 0,79 بنګله ديش 10. 2,0 0,63 جنوبي افريقا 11. 1,9 0,60 هندوستان 12. 1,6 0,52 الجزاير 13. 1,5 0,49 ترکيه 14. 1,5 0,48 پاکستان 15. 1,5 0,47 برازيل 16. 1,4 0,46 برما 17. 1,0 0,31 موراکو 18. 1,0 0,30 جنوبي کوريا 19. 0,9 0,28 امريکا 20. چې نوموړي سروي په 2010ميلادی کال کې شوي ده

دپلاستيک تجزيه[سمول]

پلاستيک تقريباد لسو فيصدو په شاوخوا کې په خپله يو ککړوونکی دی . د پلاستيک تجزيه د هغوي په کيمياوي ترکيب پورې اړه لري مختلف ډولونه يي دمقاومت اوپوليميريزم پر بنسټ شتون لري. چې د پوليميرونو له منځه تلل په چاپيريال او سمندرونو کې اوږد وخت ته ضرورت لري ځکه کو چني ماليکولونه يي په کلک ډول يو د بل دپاسه نښتي وي. چي دا فکټورونه په ځينو چاپيريالونو کې دپلاستيکې خځلو په دوامداره پاتي کېدو کې مرسته کوي وروستي مطالعې داسې ښايي چي د پلاستيک تجزيه او له منځه تګ په سمندرونو کې ډير سريع دي نسبت دې ته چې پلاستيک دلمر وړانګو ياهم دباران په مقابل کې قرار ونيسي او يا دنورو چاپيريالي حالاتو په مقابل کې واقع شي نو دا خپله داسې ښايي چې کله پلاستيک په وړو ټوټو په بحرونو کې تجزيه کېږي په سمندرونوکې د زهري موادو لکه (بسفينول A )او نورو موادو زياتوي او دا مواد د سمندرونو په تل کې پاتې کېږي چي سمندري ژوو ته زيان رسوي .د سمندرساتنې ادارې دمختلف ډوله پلاستيکونو د تجزيه کېدو لپاره داسې وړانديز کړی چې دنرمو پياليو پلاستيک به 50 کاله او آن زيات تر سل کلونه وخت ونيسي ، دمشروباتو بوتلونه به 400 کاله وخت ونيسي ، د کار وړ ډايپرونه يا يو بار مصرف پلاستيکې توکې لکه دماشومانو پمپرونه به 450 کاله وخت ونيسي، او د ماهي نيونې جال به 600 کاله وخت ونيسي تر څو تجزيه او له منځه لاړ شي .همدارنګه ځينې نور داسې پلاستيکونه هم شته چي ممکن تر 1000کلونو پورې په محيط کې پاتي شي.

دپلاستيک ککړتيا تاثيرات په چاپيريال باندې[سمول]

دپلاستيکې کثافاتو يا خځلو خپريدل د ځينو ځانګړيو فکتورونوله امله لکه باد او سمندر ي جريانات، ساحلي سيمو کې د امواجو له امله په په زياته اندازه لومړيتوب لري. همدارنګه ددي تر څنګ ښاري سيمې نورې تجارتي لارې او تر څنګ د انسانانو دنفوس زياتوالی ، د هغوي بی پروايي دا ټول هغه څه دي چي دپلاستيک ککړتيا کي ځانګړی رول لري . چي په بيرته يي تاثيرات په همدي انسانانو او دهغوي د ژوند په چاپيريال دي همدارنګه پلاستيک هغه ماده ده چې د خپل ځانګړي کېمياوي خواصو دلرلو له کبله کولی شي چې په محيط کې تر لسګونواو سلګونو کلونو پاتي شي چې همدا پاتي کېدل يي په حياتي چاپيريال کې ډول ډول ستونزې راولاړوي چي ددغو ستونزو جبران به تر ډيره ستونزمن وي اوس ترې په لاندې ډول يادونه کوو.

دپلاستيک ککړتيا اغيزی په خاوره او په نباتاتو باندې[سمول]

هغه پلاستيکونه چی په خپل ترکېب کی کلورين ولر ی کولی شئ چی ځمکې ته دزهري موادو په علاوه کولو سربيره د خاورې په ژونديو مايکرو ارګانيزمونو هم خطرناکه اغيزی ولری همدارنګه تر څنګ يي د ځمکې لاندي اوبو په ککړتيا او زهری کېدو کی هم په پراخه پيمانه رول لری داسی چی کله ځمکې ته دپلاستيک پاتی شونی علاوه شی. نو د مختلفو مايکرووارګانيزمونو په واسطه تجزيه کېږی چی دتجزې په صورت کی هغوی لوی ماليکولونه په کوچنيو ماليکولونو بدليږي چې د هغوی پوليميري کړيو څخه کېمياوی مواد ځمکی ته علاوه کېږی او په ځمکه کی د سرايت او خپرېدو له امله نوموړي کېمياوی عناصر د خاوري د عناصرو سره تعامل کوی او په نتيجه کی يي د زهری کېدو اندازه لوړيږي چی دا بيا په تدريجی دول سره دځمکې داخل ته او بلاخره د ځمکی لاندی اوبو دککړتيا باعث ګرځي همدارنګه هغه ځايونه چی ښاری يا ورته نوری صنعتی زبالی پکې راجمع کېږی په هغه کی مختلفی باکترياوی لکه flavobacteria, Pseudomonas putida او. Nyloneatingbacteriaد Nylase انزايم په واسطه همدا پلاستيکې خځلی ټوټه کوی چی دتجزيي په صورت کی دميتان غاز خارجيږی چی دمهمو شين کوريزه غازونو له جملی څخه دی چی دځمکې د کري په گرميدو کی ځانګړی رول لری خو ځينې هغه ځايونه چی مختلفی زبالي په کی دپلاستيک په شمول پکی راټول يا ډيری کېږی داسی جوړی وی چی که هر څومره ميتان غاز دپلاستيکی يا نورو زبالو د تجزی څخه ازاد شی په عصری ډول ذخيره او وروسته د انرژي په منظور استفاده کېږی خو ټول د زبالو جمع کېدونکې (ډيري)(landfills)داسی پرمختللی سيستم نه لری چی زبالی يي تجزيه شي نو بلاخره دخاورې د مايکرو ارګانيزمونو په غذايي ځنځير کی د زهری موادو په شکل عمل کوي او د مضره مايکرو ارګانيزمونو ترڅنګ مفيده مايکروارګانيزمونه هم له منځه او د خاوری د تغذيي او حاصلخيزي اندازه تغير کوی چې په پاي کې دنباتي حاصلاتو په کموالی منتج کېږی د بلي خوا که دا پلاستيکې خځلي وسوځول شي نو د سوځيدو په صورت کې مختلف او مضره غازات لکه ‍HCl VOC,،ميتان ،کاربن مونو اکسايد او ديته ورته نور فضا ته علاوه کيږي چي دا هم په خپل وار سره په نباتاتو باندي اغيزي لري.همدارنګه که له بل اړخه وګورو نو وايو چی پلاستيک د خپل لوړ ماليکولي وزن او اوږد پوليميري ځنځير له امله کولی شي په محيط کی تر اوږدو کلنو پوری پاتی شی نو که دغه پلاستيک د مختلفو عواملو په واسطه د خاوری داخلی برخی ته علاوه شی کولای شی دخاورې په فزيکې او کېميايي خواصو کی تغير راولی کېدای شی همدا پلاستيک دريښو څخه تاو شی چی د ځوانو ريښو د له منځه تلو سبب ګرځي بل خوا پلاستيک خو خپله هايدروفوبيک خاصيت لری او له ځانه داوبو يا نورو رقيقو مايعاتو د تيرولو لاره نه لری نو دخاورې د سوريو د بنديدو سبب ګرځی چی داوبو او غذايي موادو انتقال دنباتاتو ريښو څخه نورو برخو ته ناممکن ګرځی چی ورسره نبات کمزوری کېږی او بلاخره له منځه ځی نو بايد هغه پلاستيکونه چي د شنو خونو يا ملچ لپاره په کرونده کې تقسيم شوي وي راټول شی .همدارنګه يوازی نه دا چی نبات ته به د فزيکې لاری مضر تمام شی بلکی دتجزې له لاری کولی شی چی کېمياوی اغيزی هم وکړی داسی چی مختلف کېمياوی مواد يي دتجزې په نتيجه کی دخاوري د منرالونو سره تعامل کوی او کله چی د نباتاتو په واسطه واخيستل شی نو د نبات په مختلفو برخو زيان اوړونکې اغيزی کوی چې د قلت او کثرت علايم يي په پاڼو ساقو او نورو برخو کې په ښکاره ډول ليدلي شو همداراز دا پلاستيکونه که د ځمکې يوه برخه وپوښي نو اوبه په هغه ساحه کي ځمکي ته نفوذ نه موي او رن اف وي چي خاوري ورسره وچيږي. بل خوا که کوم پلاستيکی فلم يا نري پلاستيکې کڅوړې د نباتاتو بالخصوص د کوچنيو نباتاتو پاڼي وپوښي نو دنبات په غذا جوړولو کی به کموالی راشي او پاڼی ته به ازاد اکسيجن هم ور ونه رسيږی نو بلاخره به نبات مړاوي او له منځه به لاړ شی بل طرف ته که وګورو نو مختلف حشرات يا نور د خاوري ژوندي موجودات داسی وی چی په پلاستيکی کڅوړو کی ننوزي او بيا بند پاتی شی يا هم هغوی يي وخوري او هضم يي نه شی اويا هم دهغوی دستونی څخه تاو شی او بند پاتي شی چی ددی ټولو فزيکې خساراتو له امله ژوندي موجود مری چی په نتيجه کی ددوی کوچنی جسدونه په مرور د زمان سره تجزيه او بلاخره يي همدا بقاياوی د چاپيريال د ککړتيا باعث کېږی.

دپلاستيک په واسطه د اوبو ککړتيا[سمول]

څرنګه چې په ځمکه کې داوبو سرچينې لکه سمندرونه ،سيندونو يا نورې خوږې اوبه او يا هم د ځمکې لاندي موجود دي نو د اوبو يادې سرچينې کېدلاي شي چې د پلاستيکونو په واسطه ککړې شي چې د هر يو ډول د ککړتيا اندازه يي فرق کوي چي هر يو يي په بيل بيل ډول څيړو.

د خوږو اوبو ککړتيا د پلاستيک په واسطه[سمول]

دانسانانو د مختلفو فعاليتونو په نتيجه چي کوم پلاستيکې توکې محيط ته علاوه کېږي په مستقيم او يا هم په غير مستقيم ډول دغه بقاياوې خوږو اوبو ته لاره پيدا کوي چي ممکن انسانان يي خپله اوبو ته وغورځوي او يا د باد باران حيواناتو په واسطه او يا داسې نورو غيرمستقيمو لارو څخه اوبو ته جريان پيدا کوي نو څرنګه چي دغه پلاستيکونه د کېمياوي موادو څخه جوړ شوي دي چي په نتيحه کې د اوبو دککړتيا او حتي د زهري کېدو سبب ګرځي نو په اوبو کې موجود ژوندي موجودات دغه پلاستيکې خځلې خور ي چي د خوراک په نتيجه کې د پلاستيک د هضم امکان ډير کم وي بلاخره دغه اوبه اييزو ژونديواجسامو(خصوصا ماهيانو ته ) ته د رازراز ناروغيو سربيره دهغوي په مړينه منتج کېږي چي خپله په اوبو کې دغه جسدونه تجزيه او اوبه ککړوي په 2017م کال کې ديوې سروي په اساس دنړۍ د خوږو اوبو 83% اوبه د پلاستيکې ذراتو په واسطه ککړې شوي دي چي دخوږو اوبو ککړتيا د پلاستيک په واسطه دا لومړني سروي وه چي تر ټولو د ککړتيا زياته اندازه په ترتيب سره په امريکا ،لبنان،هند، ځينې اروپايي هيوادونه لکه انګلستان ، جرمني او په فرانسه کې موجود وه او نور هيوادونه هم په کمه اندازه نوموړي ککړتيا لري همدارنګه که د فزيکې لحاظه وګورو نو پلاستيکې خځلې بالخصوص کڅوړي داوبو د جريان د تغير سبب ګرځي ځکه دغه پلاستيکونه د اوبو مختلفې مجراووي بندوي بلاخره په لنډ ډول داسې وايو چي اوبو ډير په اسانۍ سره د پلاستيکې ذراتو په واسطه ککړيږي بايد يادونه وکړو چي خوشبختانه پلاستيک د افغانستان اوبو ته ديري زياتي ستونزي نه دي پيښي کړي يوازي په کابل ولايت کې يي کچه لږ څه زياته ده خو که دولت يو څه کوښښ وکړي دغه ستونزه حليږي او که نه نو د يوستر ناورين سره مونږ هم مخامخ کېدونکې يو چي دژوند چاپيريال باندې ناوړه اغيزي کوي نو بايد کوشش وکړو او پرينږدو چي پلاستيک مو ښکلی اوبه اييز فورم د تصادم سره مخ کړي همدارنګه د ځمکې لاندې اوبه هم د پلاستيک په واسطه ککړيږي داسې چې چي د پلاستيکونو ډيرانونو کې داسي بکتريا وي چي پلاستيک په وړو ټوټو وويشي چي د خاورو سوريو له لاري د اوبو د نفوذ په عمليه دغه زهري مواد د ځمکې لاندې اوبه ککړي کړي.

دسمندري اوبو ککړتيا د د پلاستيک په زريعه[سمول]

پلاستيکونه په سمندرونو کې ټوټه کېږي مګر له منځه نه ځي چي ددي پروسي په نتيجه کې (Bisphenol_A) سمندر ته علاوه کېږي چي په سمندر ي ژوو ناوړه اغيزي کوي او حتي ووژنې يي هم چي دد وي مرګ سره بحري ککړتيا را منځ ته کېږي چي چي ممکن دلويو بحري ژوو په له منځه تګ باندې منتج شي چي دا نو بيا په بحري ککړتيا کې لوي مرستيال جوړيدي شي همدارنګه ويلی شو چي پلاستيکونه به يا له ځمکې څخه د مختلفو عواملو په واسطه سمندر ته رسيدلي وي چي ددي اندازه 10%وي او يا به په سمندر کې دانسانانو له ځيني فعا ليتونو له وجي او له سواحلو څخه سمندر ته علاوه شوي وي اندازه يي 90% ده البته ځيني مطالعات داسې ښيي چي په يو کال کې د0.8ميلونه ټنه پلاستيکې خځلې له ځمکې څخه خاورې ته علاوه کېږي بل خوا د (Jambeck 2015) د څيړني په اساس په 192ساحلي هيوادونو کې 275ميلونه ټنه پلاستيکې خځلې په 2010م کال کې موجود وې خو که بل پلو فکر وشي نو له سمندر څخه سمندر ته د پلاستيک دککړتيا اندازه ډيره ده ځکه په سمندرونو کې شته فابريکې چي ډيری په نړيواله سطحه لويي فابريکې وي هم پلاستيک توليدوي او هم چليدونکو لويو بحري بيړيو څخه ډيري پلاستيکې خځلې سمندر ته علاوه کېږي اوس مهال اکثره ساحلي هيوادونه کوښښ کوي چي دپلاستيکې خځلو سمندر ته د علاوه کېدو څخه په مختلفو لارو مخنيوي وکړي لکه امريکا ، اروپايي اتحاديه کې شامل هيوادونه ،هند او داسې نور هيوادونه د يادولو وړ دي . رچرډ تومسون انګلستانی عالم چې دانګلستان پليموت پوهنتون استاد دي داسې وړاندوينه کوي چي ممکن د سمندر په سطحه پلاستيکونه او پلاستيکونه د سمندر په تل کې شتون لري.

دپلاستيک په واسطه دهوا ککړتيا[سمول]

لکه څرنګه چي مو مخکې وويل چي پلاستيک هغه ماده ده چي منشا يي نفت او نور نفتي مشتقات دي د سوځيدو په صورت کې مختلف زهري غازونه لکه CO,H2S,SO2,NOX,VOC,HCl,CH4او داسي نور چي ټول هغه غارونه دي چي په انسانانو کې ځينی لوی مرضونو لکه دسرطان، تنفسی ساری امراض او دزړونو مرضونوسربيره د جلدی بخار، په ښځينه وو کې د القاح ځواک کمښت ،او کمزوري چي د ماشومانو په کم وزنه زيږولو باندې منتج کېږي زياتره په همدی سبب رامنځته کېږی.او په اتوموسفيرکی داوزون دطبقی نری کېدل چی دزياتی ګرمۍ سبب ګرځی اوشنه کوريزه ګازات زياتيږی. همدارنګه د تيزابي باران سبب کېږي چي خاورو دتيزابی کېدو په نتيجه کې دنباتاتو په حاصلخيزۍ ،دځنګلاتو په تقويه ،دځنګلی حيواناتوپه تقويه او په ژوند باندی ښکاره منفی تاثيرات لری همدارنګه نه يوازي چي د سون په نتيجه کې پلاستيک دهوا د ککړتيا سبب ګرځي بلکې دغه پلاستيکې پاتي شوني د تودوخي درجي په لوړيدو سره له ځانه زهري مواد فضا ته علاوه لکهdioxin,bisphenol_A,ethylbenzen,phathalate, او داسې نور فضا ته علاوه کوي بل خوا که وګورو نو هغه فابريکې چي پلاستيکې تو کې جوړوي هم په زياته اندازه د پلاستيک ذرات محيط ته علاوه کوي

دپلاستيک ککړتيا تاثيرات په انسانانو باندې[سمول]

دپلاستيک توليد ، استعمال ، او محيط ته غورځول دادري واړه هغه عمليي دي چي دانسان په صحت ټکوونکې اغيزي وکړي بل طرف ته لکه څرنګه چي وويل شو چي پلاستيک په اوبو هوا خاوره باندې ناوړه اغيزي لري نو فلهذا د پلاستيک اغيزي د همدي سرچينو څخه په انسانانو باندي وارديږي په انسانانو باندي پلاستيک ناوړه اغيزي لري کله چي پلاستيکې خځلی له مختلفو سرچينو څخه چاپيريال ته علاوه شي نو دا مواد کولي شی داوبو ،هوا ،اوسيدو ځاي ته ځان ورسوي چي پلاستيک خځلې په خپل ترکېب کې مختلف ډوله کېمياوي مواد لري انسانانو ته ضرر لري بل خوا که مونږ چيرته وګورو نوو دپلاستيکې خځلو له امله اوچي کومې اوبه ککړيږي نو به هغه کې ماهيان هم په ناروغيو اخته کېږي نو که چيري دغه ماهيان د انسانانو له خوا د تغذيي په منظور استفاده شي انسانان هم اغيزمنوي همدارنکه د پلاستيک د سون په نتيجه کې کې هم مضر شين کوريزه غازات فضا ته علاوه کېږي چي ددي امله هم انسانانوته مختلفې ناروغي پيښيږي دانسانانو اخته کېدل دپلاستيکې خځلو په واسطه له خولې ،پزې ، پوستکې او همدارنګه په سترګو اونورو برخو له لاري تر سره کېږي دانسانانود متاثره کېدو سبب په پلاستيک کې موجود کېمياوي مرکبات دي لکه (Bisphenol_A)، Phthalate،Dioxin، چي دا د انسانانو د تنفسي سيستم او هضمي سيستم تخريب ، دفاعي سيستم کمزوري کول ، .بولي تناسلي مجرابنديدل ، شنډتوب ، زړه ، دماغو ،او ځيګرناروغي، سرطان ،د ماشومانو دودې کموالي ، د حامله ګي په وخت جنين او په مور يي ناوړه تاثيرات ،دغدواتو او هورمونو تخريب اود پوستکې تخريش منځ ته راوړي چې Dioxinغوړ خوښوونکې ماده ده چې د حجروي غشا څخه تيريږي او په سايتو پلازم کې د پروتين د ترکېب سره يو ځاي او بلاخره د هستې له لارې DNAسره يو ځاي کېږي سرطان رامنځ ته کوي او هم چې دشيدو له لاري شير خوره ماشومانو ته انتقاليږي.

کلينيکې نښې نښانې[سمول]

څرنګه چې دپلاستيک مضره مرکباتو انسانان دستونزو سره مخ کړي نو ديوي سروي له مخي د امريکا متحده ايالاتو 95% بالغو انسانانو په ادرارو کې د(Bisphenol_Aماده ليدل شوي ده چي دا انسانانوته د نورو امراضو سربيره جنسي امراض ډير پيښوي چي بلاخره د تعقيم کېدو باعث ګرځي همدرانګه Phthalate هم دژونديو موجوداتو په صحت باندې ناوړه اغيزي کوي.

دتايراييد هارمون اغيزمن کول[سمول]

څرنګه چي د جنين انکشاف د تايراييد هرمون پورې اړه لري د(Bisphenol_A) په واسطه دناوړه پيښو سره مخامخ کېږي لکه ميتابوليزم ، اغيزمن کېدل او انکشافي فعاليتونه هم اغيزمنوي په دي ميخانيکېت سره چې دتايراييد هارمون اخيستل کموي چې په نتيجه کې د تايراييد هارمون دتړونکې پروتين سطحه کميږي او د triiodothyronineسره او انسان hypothyroidismباندي مبتلا کوي

په جنسي هارمون باندې د پلاستيک تاثيرات[سمول]

(Bisphenol_A) کولی شي چې په اساني سره په بدن کې فزيالوژيکې اړيکې ماتې کړي نو څرنګه چي دغه فعاليت ترسره کوي نو د جنسي هارمونونو فزيالوژيکې سطحه هم پ خپلو کې ماتوي په دي ميخانيکېت سره چي(Bisphenol_A) د جنسي هارمونونو ميتابوليزم او کتابوليزم عمليي تر خپلي ولکې لاندې راولي او بلاخره يي فعاليت غير منظم اويا له کاره غورځوي يعنې کله کله د Anti-androgen او Anti-estrogen په توګه هم عمل وکړي چې دا عمل دګونادونو د پرمختک او د سپرمونو د توليد مخه نيسي تر څنګ يي د پروستات غدې هم تر تاثير لاندې راولي . همدرانګه د (Bisphenol_A) دحطراتو په اړه د المان هيواد د محيط زيست د فدرال غړي انډرياس ګيس داسې وايي چي ددغي مادې کمه اندزاه کولي شي چي دانسانانو په وده ،نمو ، تکامل باندي ناوړه اغيزې وکړي چې ددي مادي جانبي عوارض اکثره دزړه ناروغۍوي . بل خوا Shvnfolder Gilbert سم شناس يا زهر پوه د (Bisphenol_A) په اړه په بدن کې داسې وايي ښځينه هارمونونه هم متاثره کوي او بلاخره په ښخينه وو کې د باردارۍ مسله له جدي ګواښ سره مخ کوي .

دپلاستيک اغيزې په حيواناتو باندي[سمول]

په لري لرونکو حيواناتوکې[سمول]

پوهيږو چې پلاستيک له مختلفو لارو څخه په خود سرانه شکل سره چاپيريال ته علاوه کېږي نو داپلاستيک د خپل ډير وخت پاتي کېدو خاصيت له پلوه په حيواناتو باندې ډيري ناوړه اغيزي کوي البته بايد يادونه وکړو چي حيوانات هغه وخت پلاستيکونه خوري کله يي چي په وجود کې منرالي مواد کم وي او يا له کمبود سره مخ شي .نو بيا پلاستيکونه ډير په شوق سره خوري چې په نتيجه کې دحيوان په هضمي بولي تناسلي سيستم کې ناوړه ناروغۍ منځ ته راوړي او بلاخره حيوان له منځه وړي .کله چي حيوان پلاستيک وخوري نو د هغه په (rumen)يا لري کې د يو پنډوس په شکل را جمع کېږي او هغه غازات چې په لري کې دغذايي موادو په هضمولو کې په فعاليت کې برخه اخلي په هغه(toxicity)منځ ته راوړي چي د پړسوب باعث کېږي چي حيوانات درد احساسوي او د هاضمي سيستم د مختل کېدو سبب ګر ځي نو کله چي دغه زهريت رامنځ ته شو نو وينه تيزابي کېږي ، د پښتورګو چرک،قبضيت ،بي اشتهايي غير منظم بطني حرکتونه ورسره منځ ته راځي بلاخره په بولي سيستم هم اغيزه کوي همدارنګه کله چې د (Bisphenol_A) په واسطه زهريت رامنځ ته شي نو ورسره جنسي هارمونه ددي باعث ګرځي چي په حيواناتو کې توليد مثل رامنځ ته نه شي بلاخره چي کله دغه ناوړه اغيزي ديري شي نو د حيوان په مړينه منتج کېږي.

په مرغانوباندي دپلاستيک تاثيرات[سمول]

مرغان ځکه پلاستيکې خځلې خوري چې هغه د اوبو په سر لامبو وهي نو دوي فکر کوي چي ګوندي د ا په ښکار وي نو څرنګه چي هغوي دژوولو کوم سيستم نه لري نو بلاخره يی روغ تيروي چي هلته يي لمړي دا خلي برخې زخمي کوي او بيا خو يي هضمولی هم نه شي نو د حرکت او فعاليت توان له لاسه ورکوي او په مړينه يي منتج کېږي بل خوا په فزيکې شکل سره وګورو نو هم حيوانات د پلاستيکې کڅوړي ، تار او يا هم جال په واسطه نيول کېږي چي دوي خو بيا ځان نه شي ژغورلي نو ښکاري مرغان يي بيا خوري ځيني پلاستيکونه polychlorinated) biphenyls ( PCBs)(لري نو که وخوړل شي نو په انساجو کې ذخيره او په پاي کې تکثري او دفاعي سيستم تخريبوی او هم لکه دنوروو حيواناتو په شان په هارمونوناوړه اغيزي کوي د 2004م کال کې ديوي څيړني له مخي وليدل شو چې دسورغاړي سمندري مرغي په ججوره کې ديرش پلاستيکې خځلې موجود وي همدارنګه څيړنو ښودلي چي Midway Atoll کې چي د اسيا او شمالي امريکا تر منځ وصل کوونکې لاره ده د 1.5ميلونو په اندازه Laysan albatrosses چي يو نوع سمندري مرغان دي په هاضمي سيستم کې يي پلاستيکې خځلي مشاهده شوي دي

په ماهيانوباندې د پلاستيک تاثيرات[سمول]

ماهيان هم لکه دنورو ژونديو موجوداتو په شان د پلاستيک له امله زيان اوره حالاتو سره مخ کېږي داسې چي دوي هم نه شي کولاي چي پلاستيک دي دخوراک وروسته هضم ته وسپار ي نو لومړی يی داخلي هضمي کانال زخمي او بيا په هضمي سيستم اغيزه کوي ممکن ماهيان دپلاستيک دخوړولو په وجه دنوري ناروغۍ تر څنګ د حرکت قابليت هم له لاسه ورکړي چې نو بيا نور لوي ښکاري ماهيان دوي په اساني سره خوري خو څرنګه چې دغه ماهيان زهري شوي وي نو نور ماهيان هم له ځانه سره زيانمنوي له بل پلوه ممکن د ماهيانو په غاړو کې پلاستيکې تارونه بند پاتي شي نو دهغې له امله هم مري.کشفان هم دپلاستيک له امله اغيزمن کېږي چي دماهيانو په شان په دوي هم ناوړه اغيزي کوی.

دپلاستيک بيا رغول يا بيا دوران ورکول[سمول]

دا هغه عمليه ده چي په نتيجه کې کارول شوي پلاستيک تو کې يو ګټور او بيا په کار وړل کېدونکې شکل ته بدلوي البته هغه پلاستيکونه چي نفتي منشأ ولري دغه عمليه پري د تطبيق وړ ده خصوصا په دي عمليه کې هغه پلاستيکونه چي په بحرونو او نورو سطحي اوبو کې موجود دي ښه معالجه کېږي چي دا عمليه ځيني ګټې او تاوانونه لري

دپلاستیک راټولول د بیارغولو لپاره

ګټي تاوانونه د کثافاتو کمول ممکن د راډيو اکتيف موادوسره يو ځاي شي دانرژي او پيسو تحفظ قوي کېمياوي رابطي لري ممکن په درست شکل ماتې نه شي د استخدام سطحي لوړتيا ټول پلاستيکونه دا وړتيا نه لري چي بيا ځل دي ورغول شي اضافي عايد لاسته راتګ د کارکوونکو د مسموم کېدو باعث کېږي د ککړتيا څخه مخنيوی که دغه ذرات په درست شکل تنظيم نه شي بيا هم يوه ککړتيا جوړوي د پلاستيک ددرجه بندي يا(sort) کولو کوډونه چي پلاستيک پري معرفي کيږي.

د پلاستيک د بيا رغولويا دوران ورکولو مراحل[سمول]

1. راټولول د هغو پلاستيکې خځلو چي په مختلفو ځايونو کې انبار شوي وي .

2. درجه بندي کول ددي د معرفي کوونکې کوډونو په واسطه ممکن لاسي يا ماشيني وي.

3. بيا جلا جلا کول او غوڅول دا هم ماشيني او لاسي امکان لر ي .

4. د معالجه کوونکو اوبو په وسيله پاکول تر څو بيګانه تو کې تر ي لري شي .

5. د حرارت په وسيله ويلي کول چي دا بيا په مختلف شکلونو سره منځ ته راځي.

6. د کو چنيو دانو په شکل جوړيږي چی په نتيجه کې تر ي مختلف وسايل لاسته راځي .

دپلاستيک هغه ډولونه چي دبيارغونې په پروسه کې په نورو ډولونو بدليږې[سمول]

Type of Plastic Example what is accepted for Recycling This material get made into new matter PETچې کلک کشکې او اوکم ټوټه کېدونکې دی د شيدوجکونه،حيواني لبنياتو لوښي، او ځيني بوتلونه او کڅوړې چې په فرشونه،فايبر، ټينس بال،رنګ برشونه،.. او بوتلونه بدلیږي

HDPE قوي او کېمياوي موادو له پلوه مقاوم دی د اوبو ،جوس، شيدو بوتلونه ،پلاستيکې کريټونه.چې په پلاستيکې تختي ، پاکوونکې پوډر،تيل،کثافت داني،مګس کش،ماشومانودلوبووسايل،سطلونه، بدلیږي

PVCدا هم کلک او د حرارت سره مقاوم دي کړکې پايپونه ،ځينوشامپو ګانواو غوړ بوتلونه ،برقي لين پوښونکې ...چې په سطرنجۍ،نلونه او بيرته دبرقي وسايلو پوښونه او تسمي بدلیږي

LDPE نسبتا کلک او کشکېدونکې دي اخبار وړنکې کڅوړيو نري پلاستيکې پاکټونه، چې په پلاستيکې تسميځيني فرشونه،کثافت دانۍ،ماشومانو دلوبووسايل،او ځيني کمزوري مسطحي او بيلرونو بدلیږي

PP دا هم قوي او کش منونکې دی بوتلونو سرونه ،موټر پمپرې، د حساسوادويه جاتو بوتلونه ،چې د چمن ريبونکې ماشين ټايرونه ،لويي جاروګانې،رنګ سطلونه، دکارپټ تارونه او نور بالاپوشونو بدلیږي

PS متراکم کېدونکې ،کش کېدونکی يوبارمصرف پيالې بوتلونه د بسته بندۍ پومونه ،چې د کېسټونونرم پوښونه دنرسرۍنيالګيوبسته کوونکې ګلداني ،CDبکسونه،کېمرې پوښونه،يو بار مصرف پيالې ،نرمي کثافت داني بدلیږي

Other د ذکرشويو پلاستيکونو ددوه يا ډيرو ډولونو د يوځاي کېدو څخه لاسته راغلي ويچی دزهکشۍ پايپونه ،اوبه يخوونکې جکونه، ځيني کېچپ بوتلونه،عينکې،محافظوي کړکۍ ،ترافيکې اشاري د ميدانونو چراغونه ،دلارو د معلومولو لپاره اشارې او په کانکريټونو کې ځيني استعمالونکې پلاستيکونو باندی بدلیږي

بايو پلاستيک[سمول]

Confectionery packaging made of PLA-blend bio-flex
Bottles made from cellulose acetate biograde
Drinking straws made of PLA-blend bio-flex
Jar made of PLA-blend bio-flex, a bioplastic

بايو پلاستيک د پلاستيک هغه ډول دي چي دترکېب منشأ يي په نباتاتو پورې تړلي ده چې د خواږه کچالو ، جوارو او او داسې نورو نباتاتو څخه چې په ځان کې نشايسته او سلولوولري منځ ته راځي دا پلاستيکونه دا چاپيريال سره په ملګرتيا باندې مسمي شوي دي په دې معني چي ددي پلاستيکونو د ضرر کچه نسبت پترو پلاستيک ته څو ځلي کمه ده داسې چي شين کوريزه غازات ترې کم تيتيږي و او په بل طرف ته په د مختلفو ژونديو او غير ژونديو موجوداتو په واسطه تجزيه او ژر له منځه ځي.

بایوپلاستیک په دري ډولونو سره وي[سمول]

1. Starch based plastic چې له نشايستې څخه جوړيږي.

2. Cellulose based plastic چې له سلولوز څخه جوړيږي.

3. Polylactic acid plastic چې د پولي لاکتيک اسيد څخه جوړيږي.

دبايو پلاستيک د جوړيدو ميخانيکېت[سمول]

لوازم: دجوارو نشايسته ، پخلي غوړ،اوبه ، رنګ، پلاستيکې کڅوړه او يوه دانه کاشوغه عملييه : شپږ کاشوغي جوارو نشايسته پلاستيک کې اچوو ورسره يو د اوبو بوتل ددوه سرونو په اندازه غوړي يو ځاي کوو بيا شپږ کاشوغې اوبه په کې ورعلاوه کوو او پلاستيک کې دغه مواد ښه ګډوو وروسته دوه يا درې څاڅکې رنګ هم ورسره يو ځاي کوو تقريبا نيمه دقيقه يي په داش کې ږدو ترڅو ښه ګډ شي تر ګډيدو پس دغه مخلوط په يو بله پياله کې چي د قالب په حيث تري استفاده کوو اچوو او د څلرويشت ساعتونو لپاره يي پکې پريږدو وروسته يي له قالب څخه لري کوو او اضافه برخې تري په بياتي لري کوو بلاخره يوه ښکلي او قاب ته ورته پياله لاس ته راځي. د بايو پلاستيک د پترو پلاستيک سره توپير په دي کې دي چي دغه پلاستيک ژر تجريه خاورې ته عضوي مواد برابروي،منابع يي نوې کېدونکې دي مضره غازات ډير کم خپروي اوبلاخره په لنډ ډول وايو چي دژوند چاپيريال ته يي د حطر سلنه کمه ده.

دپلاستيک دککړتيا دمخنيوی لاري چاري[سمول]

1. په بازار کې د اجناسو اخيستلو لپاره د ټوټه يي کڅوړو له ځانه سره وړل.

2. که سودا په پلاستيکې کڅوړو کې هم وي نو بايد بيا بيا ځل هماغه پلاستيکې کڅوړي استعمال شي.

3. د ادوييه جاتو د اخيستلو لپاره بايد کاغذي خريطې استعمال شي.

4. کوښښ وشي چي د بايو پلاستيک تکنالوژي ته پرمختګ ورکړل شي.

5. داسي پلاستيکې قوي کڅوړي انتخاب شي چې د بيا ځل استعمال سره مقاومې وي .

6. دبسته بندۍ لپاره بايد پلاستيکې کڅوړو په عوض ټوکري کڅوړي استعمال شي .

7. داوبو پلاستيکې بوتلونه بايد د زيات حرارت او يا هم دلمر وړانګو په مقابل کې واقع نه شي ځکه ددغه پلاستيک ترکېبي مواد د تودوخې له امله اوبه زهري کوي.

8. د پلاستيکې پيالو ، کاشوغو او نورو لوښو پر ځای ناشکن يا هم المونيمي لوښي استعمال شي .

9. داسي پلاستيکې لوښي استعمال شي چي دوباره بيا د رغولو قابليت ولري .

10. ميندې بايد ماشومانو ته په پلاستيکې بوتلونو کې دګرمو مايعاتو له ورکولو څخه ډډه وکړي.

11. ماشومانو ته دلوبو شيانو تيارولو لپاره لرګين يا اسفنجي سامانونه تهيه شي.

12. يو بار مصرف لوښو د استعمال کمول.

13. بايد د مشروباتو بوتلونه وروسته د خالي کولو څخه په پخلنځي کې د مساله جاتو اجولو لپاره انتخاب شي.

14. کړکېو ته د پلاستيکې پردو له اجولو څخه ډډه کول ځکه د وړانکو تيريدلو په صورت کې زهري مواد له دغه پلاستيکونو څخه تيتيږي.

15. دپلاستيک توليدي فابريکي داسي سيسستم جوړ کړي چي استمعال شوي پلاستيکونه دکمي اجوري په مټ دسيمه اييزو مرستدويانو په واسطه راټول کړي او (recycle) يي کړي.

ځینې هغه ضروري او لازمي سپارښتنې چی باید عملي شی[سمول]

1. دولت بايد د پلاستيکې لوښو په واردولو محدوديت ولګوي يعني واردات يي کم کړي.

2. دولت بايد دبايو پلاستيک تخنيک ته وده ورکړي.

3. د پلاستيک کڅوړو په ځاي د ټوکري کڅوړو کلتور رايج شي.

4. پلاستيکې ضايعات بايد د شاروالۍ له خوا په درست شکل راټول او تنظيم شي.

5. ..د محيط زيست ادارات دې دپلاستيک د اضرارو په اړه خلک وپوهوي.

6. د پلاستيکې خځلو د بيارغونې پروسه دې د فابريکو په واسطه ګړندۍ شي.

7. . په ټولنيزو رسنيو کې د پلاستيک ککړتياد مخنيوي پروګرامونه پلي شي.

8. داوطلبې ټولنې او موسسات دي يو ځاي ددې ککړتيا په مخنيوي کې دولت سره همکاري وکړي.

9. کوښښ وشي چي پلاستيکې خځلې د کور په داخل يا نباتي ساحو کې ونه سوځول شي.

10. پلاستيکې بوتلونه دي داستمعال وروسته بيا استمعال شی لکه د اشپز خاني قوطۍ ،ګلدانۍ. نور.

11. ګران محصلين دي ددغه ککړتيا په اضرارو خلک وپوهوي او ددغه ناورين مخنيوي دي عام کړي .

سرچینې[سمول]

1. خانخيل، راز محمد، (۱۳۹۳هـ ش). پلاستيک د انسانانو، حيواناتواو د نباتاتو د ژوند تهديد،مجله ربعوار روغتياڅلورمه ربعه پنځه ويشتمه ګڼه، وزارت صحت عامه.

2. عرفانيار ، احمدشاه، (۱۲:۱۷)(۱۳۹۳هـ ش سلواغي ۱۴). دپلاستيکي کڅوړو کارول مرګوني زيانونه لري خو مخه يي نه نيول کيږي ،کابل پژواک.

3. د ژوند د چاپيريال قانون ،(۱۳۸۵سلواغي۵ )، رسمي جريده ،پرلپسی ګڼه ۹۱۲، عدلې قانون.

4. هاشمي،سيدرقيب شاه،(۱۳۹۳ّهـ ش). دڅښلو وړ اوبه،مومند خپروندويه ټولنه جلال اباد.

5. El-Newehy, mohamed, (2016 Oct25). Plastic waste management, King Saud university petrochemical research chair department of Chemistry College of science riyadh11451, Saudi Arabia.

6. machuca, Idalia, (2013 Aug).plastic pollution, Oceana in Belize .

7. Merino,valeria, Ayer davin, ( 2018 March 7th) End plastic pollution, Earth Day Network for the End Plastic Pollution Campaign,.

8.“https://en.wikipedia.org/w/index.php?title=Plastic&oldid=817607567.

9.“https://en.wikipedia.org/w/index.php?title=Plastic_pollution&oldid=824098146.