پر یونان د المان یرغل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پر یونان د المان برید چې د یونان د جګړې یا د ماریتا عملیاتو (په جرمني ژبه: Unternehmen Marita) په نوم هم یادیږي، د دویمې نړیوالې جګړې په بهیر کې پر یونان د ایټالیا او المان بریدونه و. د ۱۹۴۰ کال په اکتوبر کې د ایټالیا یرغل چې معمولاً د ایټالیا او یونان د جګړې په نوم پېژندل کېږي، د ۱۹۴۱ کال په اپريل کې د المان له یرغل سره بدرګه شو. د یونان په اصلي خاوره کې د متحدو ځواکونو تر ماتې وروسته المان د کرت په ټاپو کې ناسته وکړه. دا جګړې د محوري ځواکونو او د هغوی د یارانو د لوی کمپاین بالکان یوه برخه وې. [۱] 

یونان د ۱۹۴۰ کال د اکتوبر په ۲۸مه د ایټالیا تر یرغل وروسته د بریتانیا په مادي او هواي ملاتړ د ایټالیا لومړنۍ برید او د ۱۹۴۱ کال د مارچ ځوابي برید شنډ کړ. کله چې د ماریتا عملیاتو په نوم  د المان یرغل د اپرېل په ۶مه پیل شو، د یوناني پوځ ډېره برخه له البانیا سره د یونان پر کرښه وه چې هغه مهال د ایټالیا تابع و او ايټالیايي پوځيانو له هغه ځایه برید کړی و. الماني پوځیانو له بلغارستان څخه برید وکړ او د جګړې دویمه جبهه يې رامنځته کړه. یونان د المان د برید د مخنیوي لپاره د بریتانیا، استرالیا او نیوزیلانډ له پوځ څخه لږ شمېر مرستندویه ځواکونه ترلاسه کړل.  د یونان پوځ د الماني او ایټاليوي سرتېرو پر وړاندې د دفاع په هڅه کې خپل شمېر تر هغوی زیات وموند. په پایله کې د متاکساس دفاعي کرښې په کافي اندازه کومکي سرتېري ترلاسه نه کړل او په چټکتیا سره د الماني پوځیانو له خوا ونیول شوه، چې وروسته يې د البانیا پر پوله یوناني پوځیان په شا وتمبول او هغوی يې تسلمېدلو ته اړ کړل. بریتانیوي، استرالیايي او نیوزلنډي سرتېري په ناهيلۍ کې ډوب شول او شا تګ ته اړ شول چې وروستۍ موخه يې تخلیه وه. متحدو ځواکونو د څو ورځو لپاره د ترموپیل په موضع کې د الماني ځواکونو له پرمختګ څخه د مخنیوي په برخه کې د پام‌وړ رول ولوباوه او بېړیو ته يې اجازه ورکړه چې د یونان دفاعي واحدونه تخلیه کړي. د المان پوځ د اپرېل په ۲۷مه پلازمېنې اتن او د اپرېل په ۳۰مه د یونان سویلي سمندرغاړو ته ورسېدل او ۷۰۰۰ بریتانوي، استرالیايي او نیوزلنډي پرسونل یې اسیر کړ او جګړه يې له غوڅې بریا سره پای ته ورسوله. د یونان فتحه د کرت له نیولو سره یوه میاشت وروسته بشپړه شوه. یونان تر سقوط وروسته د الماني، ایټالیوي او بلغارستاني پوځي ځواکونو په‌واسطه اشغال شو.  [۲][۳]

هېټلر وروسته پر شوروي اتحاد د خپل یرغل د ماتې لامل د موسولیني په‌واسطه د یونان ناکامه فتحه وبلله. اندریاس هیلګروبر هلېټر په دې هڅه تورنوي چې د خپل هېواد د ماتې پړه له خپل ځان څخه په‌خپل متحد هېواد ايټالیا اړوي. په دې توګه یې د شمالي افریقا جګړې لپاره د محوري جګړې هڅو ته جدي پایلې لرلې. انوفون رینتلن، چې په روم کې پوځي اتاشی و، په دې ټینګار کوي چې د المان له نظره د مالتا نه نیول یوه ستراتيژیکه تېروتنه وه.  [۴][۵][۶]

تاریخ[سمول]

د یونان او ایټالیا جګړه[سمول]

د دویمې نړیوالې جګړې په پیل کې، د یونان د فاشیست سبک دېکتاتور او  پخوانی جنرال - یوانیس متاکساس د بې‌طرفه موقف د خوندیتوب په لټه کې و. یونان د ایټالیا له زیاتېدونکي فشار سره مخ و چې په پای کې د ۱۹۴۰ کال د اګست په ۱۵مه د ډولفینو په نوم ایټالوي اوبتل د اېلي جنګي بېړۍ ډوبه کړه. د ایټالیا مشر بنیټو موسولیني په دې ناراضه و چې د نازي مشر اډولف هېټلر د خپلې جګړې د پالیسۍ اړوند ورسره مشوره نه وه کړې او غوښتل يې خپله خپلواکي رامنځته کړي. هغه هيله‌من و چې د خپل اسان سیال یونان په ولکه کولو به د المان پوځي بري ته ورسېږي. د ۱۹۴۰ کال د اکتوبر په ۱۵مه موسولیني او د هغه نږدې سلاکارانو خپله پرېکړه نهايي کړه. د اکتوبر د ۲۸مې نېټې په لومړیو ساعتونو کې د ایټالیا سفیر امانوئل ګرازي د یو درې ساعته ضرب الاجل له ټاکلو سره متاکساس (د ماتاکسیزم اړوند یوناني اقتدارپاله او ملت‌پاله اېډیولوژي) وړاندې کړ او د یونان په خاوره کې د «ستراتیژیکو سیمو» د اشغال لپاره د سرتېرو د ازادنه تېرېدلو غوښتونکی شو. متاکساس ضرب الاجل رد کړ (دا نه منل په یونان کې د اوهي ورځې په نوم د ملي رخصتۍ په توګه نمانځل کېږي) خو د هغه تر انقضا مخکې ايټالیوي پوځیانو د البانیا له طریقه پر یونان برید کړی و. د ایټالیا اصلي پوځ د اپیروس لور ته هدایت شو. د ایلیا -کلاماس په جګړه کې د یونان له پوځ سره دوښمني پیل شوه، دا هغه ځای و چې هغوی ونه شو کولی دفاعي کرښې ماتې کړې او درېدلو ته اړ شول. د درېیو اونیو په بهیر کې د یونان پوځ یو ځوابي برید ترسره کړ چې په ترڅ کې يې د البانیا پر خاوره لښکرلېږد وکړ او د کورچا او سارانده مهم ښارونه يې ولکه کړل. د ایټالیا د پوځ موقف نه د ایټالیا په قومانده کې بدلون او نه هم د پام‌وړ کومکي پوځیانو ورغوی شوی. د فبرورۍ په ۱۳مه د یونان پوځ عمومي قومندان جنرال پاپاګوس د بریتانیا د هوايي پوځ په ملاتړد ټیپیلین او د ولور بندر د نیولو په موخه یو نوی برید پیل کړ خو یوناني لښکرې له شدید مقاومت سره مخ شوې د هغه برید درول چې په عملي ډول يې د کرېټان ۵م لښکر له‌منځه یوړ.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

تر اونیو بې پایلې ژمنۍ جګړې وروسته ایټالیایانو د ۱۹۴۱ کال د مارچ په ۹مه په جبهه کې ځوابي برید ترسره کړ چې د غوره ایټالیايي سرتیرو له موجودیت سره سره یې ماته وخوړه. موسولیني تر یوې اونۍ وروسته له ۱۲۰۰۰ تلفاتو سره ځوابي برید لغوه کړ او ۱۲ ورځې وروسته يې البانیا پرېښوده. [۱۵][۱۶]

شنونکي په دې باور دي چې د ایټالیا پوځي عملیاتو ماته وخوړه ځکه موسولیني او د هغه جنرالانو په لومړیو کې د پوځي عملیاتو لپاره کافي سرچینې نه وې ځانګړې کړې (۵۵۰۰۰ تنه اعزامي پوځیان) چې د مني د هوا په اټکل کې پاتې راغلل، د حیرانوونکې ګټې او د بلغاریا له ملاتړ پرته يې برید وکړ. لومړني احتیاطي تدابیر لکه د ژمنیو جامو صدور په پام کې نه وو نیول شوی. موسولیني د ایټالیا د جګړې د تولید کمیسیون خبرداری چې ایټالیا به تر ۱۹۴۹ کال پورې د یو کلنې دوامداره جګړې د دوام تاب ونه لري په پام کې نه وو نیولي. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

د ایتاليا خلاف د ۶ میاشتینۍ جګړې په بهیر کې د یونان پوځ د ایټالیا د مخکښو پوځیانو په له‌منځه وړلو ارضي لاسته راوړنې درلودې. یونان د پام‌وړ تسلیحاتي صنعت نه درلود او جنګي وسایل او مهمات يې تر ډېره په هغو زېرمو تکیه وو چې د ايټالیا په واسطه مات شوي بریتانوي پوځ څخه د افریقا په شمال کې ترلاسه شوي وو. د په البانیا کې جګړې جبهې د قوماندې لپاره یوناني قومانده له ختیځې مقونیې او لویديځې تراکیې څخه د خپلو پوځیانو ایستلو ته اړ شوه. ځکه یوناني پوځیانو نه شوی کولی د یونان له ټولې پولې څخه ساتنه وکړي. د یونان قومندانۍ پرېکړه وکړه چې د بلغارستان پر پوله د المان د برید خطر ته له پام پرته په البانیا کې له خپل بري څخه ملاتړ وکړي. [۲۲]

سرچينې[سمول]

  1. Smith 1986.
  2. Dear او Foot 1995، صص. 102–106.
  3. Johnston 2013، ص. 18.
  4. Hillgruber 1993، ص. 506.
  5. von Rintelen 1951، صص. 90, 92–93, 98–99.
  6. Kershaw 2007، ص. 178.
  7. "Greece, History of". Helios. 
  8. Buckley 1984، ص. 18.
  9. Goldstein 1992، ص. 53.
  10. Buckley 1984، ص. 17.
  11. "Southern Europe 1940", War in Europe (timeline), World War-2.net الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  12. Buckley 1984، ص. 19.
  13. Buckley 1984، صص. 18–20.
  14. Pearson 2006، ص. 122.
  15. More U-boat Aces Hunted down, 1941 Mar 16, On War, د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ سپټمبر ۲۰۰۷ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۳۰ سپټمبر ۲۰۰۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  16. Bailey 1979، ص. 22.
  17. Richter 1998، ص. 119.
  18. van Creveld 1972، ص. 41.
  19. Lee 2000، ص. 146.
  20. Neville 2003، ص. 165.
  21. Rodogno 2006، صص. 29–30.
  22. Blau 1986، صص. 70–71.