منځپانگې ته ورتلل

پر ګرېنادا باندې د متحده ایالاتو یرغل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پر ګرېنادا باندې د متحده ایالاتو یرغل د ۱۹۸۳ز کال د اکټوبر د ۲۵مې په سهار کې پیل شو. متحده ایالات او د کریبن شپږو هېوادونو ټلوالې د ګرېنادا پر ټاپو، چې د وېنزوېلا شمال ته په ۱۰۰ مایلي (۱۶۰ کیلومتري) واټن کې پرته ده، یرغل وکړ. دغه یرغل د متحده ایالاتو پوځ له‌خوا د «د بېړنۍ غوسې عملیاتو» کوډ په توګه پېژندل کېده، چې پایله یې د څو ورځو په لړ کې د ګرېنادا نظامي نیواک ؤ. دغه نیواک د خلق انقلابي حکومت کې د دننیو لانجو او ناندریو له‌امله رامنځ‌ته شو او په پایله کې یې د ګرېنادا پخوانی مشر او دوه‌یم صدراعظم «موریس بیشاپ» په کور کې اسیر او اعدام شو، او همدا راز د هدسن اوستین په مشرۍ انقلابي نظامي شورا رامنځ‌ته شوه. د یرغل په پای کې، یو لنډمهاله حکومت رامنځ‌ته او وروسته بیا په ۱۹۸۴ز کې کال کې ټاکنې ترسره شوې.[۱]

ګرېنادا په ۱۹۷۴ز کال کې له بریتانیا څخه خپلواکي اخېستې وه. د «New Jewel» کمونېستي غورځنګ په ۱۹۷۹ز کال کې د موریس بیشاپ په مشرۍ د یوې کودتا له‌لارې واک په لاس کې ونیوه، اساسي قانون یې وځنډوه او یوشمېر سیاسي بندیان یې توقیف کړل. بیشاپ د ګوند په یوې غونډه کې تر فشار لاندې راوستل شو ترڅو له د صدراعظم معاون «برنارد کورد» سره قدرت ووېشي. په سر کې بیشاپ موافقه وښوده، خو وروسته یې مخالفت وکړ. هغه د خپل ګوند مرکزي کمېټې له‌خوا په کورني حبس کې وساتل شو، تر هغو چې غاړه یې کېښوده. کله چې د بیشاپ پټ توقیف د خلکو تر غوږو ورسېده، د خپلو ملاتړ کوونکو یوې لمسېدلې ډلې په زور له بنده ازاد شو. وروسته، «کورد» ته د ژمنو ګرېنادایي سرتېرو او د بیشاپ ملکي ملاتړ کوونکو ترمنځ په نظامي قرارګاه‌ګانو کې نښته رامنځ‌ته او د داسې یوې مسألې پر سر شخړې او ډزې پیل شوې چې لا هم د بحث په مېز پرته وه. د ۱۹۸۳ز کال د اکټوبر پر ۱۹، د بیشاپ، د هغه ملګري «ژاکلین کرېفت»، د کابینې دوو وزیرانو او د اتحادیې دوو نورو مشرانو په شمول، لږ تر لږه ۱۹ سرتېري او ملکي وګړي ووژل شول.[۲]

په متحده ایالاتو کې د ریګان دولت، وروسته له هغه چې د ختیځ کربین ایالتونو سازمان له‌خوا د مرستې غوښتلو یو رسمي غوښتنلیک ترلاسه کړ، نظامي مداخله پيل کړه. سربېره پر دې، د ګرېنادا نایب‌الحکومه «پاول سکون» په پټه خبر ولېږه چې هغه به هم د یوه بهرني هېواد له مداخلې څخه ملاتړ کوي، خو د بلنلیک لاسلیک کول یې د اکټوبر تر ۲۶ پورې وځنډول. همدا راز، ریګان دغه اقدام «د ګرېنادا په ټاپو کې د متحده ایالاتو ۶۰۰ د طب زده‌کړیالو په هکله اندېښنې» او د ایران یرغمل نیولو کړکېچ د تکرارېدو وېرې له‌امله ترسره کړ.[۳]

یرغل د ۱۹۸۳ز کال د اکټوبر د ۲۵مې په سهار کې، په بیروت کې د امریکا سمندري پوځي هډو له بمبارۍ څخه یوازې دوه ورځې وروسته پیل شو. یرغلګر ځواک کې د امریکا د پوځ د ۷۵م کومانډو غونډ لومړی او دوه‌یم کنډکونه، ۸۲یمه هوایي فرقه او د پوځ چټک غبرګون ځواک، سمندري ځواکونه، د پوځ دلتا ځواک، د SEAL سمندري ځواک او مرستندوی ځواکونه شامل وو چې په ټوله کې یې شمېر ۷،۶۰۰ تنو ته رسېده او ورسره جامایکایي ځواکونه او د سیمه‌ییز امنیتي نظام (RSS) سرتېرې هم مل وو. دغو ځواکونو، د ټاپو په سویلي څنډه کې د پاینت سالین پر هوایي ډګر باندې د کومانډو ۸۲یمې هوایي فرقې پر مټ د یوې ټېټې ارتفاع هوایي برید، او په پیرلز هوایي کې د سمندري ځواکونو چورلکې راښکته کېدو او د ځمکني-سمندري قطعو د پياده کېدلو په لړ کې د ګرېنادا مقاومت ته ماته ورکړه. د اوستین نظامي حکومت نسکور او په ځای یې، د ۱۹۸۴ز کال تر ټاکنو پورې، د یوې لنډمهالې مشورتي شورا له‌خوا، پاول سکون د نایب‌الحکومه په توګه وټاکل شو.[۴]

ډېرشمېر هېوادونو پر دغه یرغل باندې نیوکه وکړه. د بریتانیا صدراعظمې «مارګرېټ تاچر»، له‌دې چې ورته خبر ورکړل شوی نه‌ؤ، په پټه کې له دغه ماموریت سره مخالفت، خو په ظاهره کې یې ملاتړ وکړ. د ملګرو ملتونو عمومي مجلس، د ۱۹۸۳ز کال د نومبر پر ۲، په ۹ موافقو او ۱۰۸ مخالفو رایو له‌لارې، دغه برید وغنده او هغه یې «له نړیوالو قوانینو څرګنده سرغړونه» په توګه ونوموه.[۵][۶]

په ګرېنادا کې اوس‌مهال د دغه برید ورځ د «شکرکښنې ورځ» تر نامه لاندې او د هغو څوګونو سیاسي بندیانو د ازادۍ لمانځلو په پار، چې له خلاصون وروسته وګومارل شول، عمومي رخصتي ده. په ۲۰۰۰ز کال کې د حقیقت موندنې او پخلاینې یو کمیسیون رامنځ‌ته شو ترڅو د هغې دورې ځینې لانجې دوه‌یم ځلي وارزوي؛ په ځانګړې توګه، یاد کمیسیون د بیشاپ جسد موندلو لپاره (چې د اوستین په امر پټ شوی ؤ او هېڅکله پيدا نه‌شو) هڅې وکړې، خو کومې پایلې ته ونه‌رسېده. سربېره پر دې، دغه یرغل، د عملیاتو پر مهال د مشترک ځواک په توګه د امریکا نظامي پوځ بېلابېلو څانګو ترمنځ ارتباطي او د همغږۍ موارد، د ګولډواتر-نیکولز قانون په قالب کې څېړنو او پراخو بدلونونو او نورو تنظیمي برخو ته د مرستې رسولو مسایل په ډاګه کړل.[۷]

مخینه

[سمول]

ګرېنادا د ښاغلې اېریک ګېري په مشرۍ، په ۱۹۷۴ز کال کې له بریتانیا څخه خپلواکي واخېسته، خو د هغه واکمنۍ دوره په ګرېنادا کې له دننیو جګړو سره هم‌مهاله وه. هغه د ګرېنادا متحد کارګر ګوند مشر ؤ او د ۱۹۷۶ز کال په ټاکنو کې یې د بریا ادعا وکړه، خو سیالې ډلې یې د ټاکنو پایله مشروع ونه‌ګڼله. د ګېري خصوصي پوځ «د مونګوز ډلې» او د New Jewel غورځنګ (NJM) تنظیمي ډلو ترمنځ په کوڅو او بازار کې دننۍ جګړه ونښته. موریس بیشاپ د یوې نظامي کودتا له‌لارې د NJM مشر شو د ۱۹۷۹ز کال د مارچ پر ۱۳مه یې، هغه مهال چې ګېري له هېواده بهر د خلق انقلابي حکومت پر رامنځ‌ته کولو بوخت ؤ، حکومت نسکور کړ. [۸][۹]

هوایي ډګر

[سمول]

د بیشاپ دولت، د بریتانیا، کیوبا، لیبیا، الجزیرې او نورو هېوادونو په مرسته د پاینت سالین نړیوال هوایي ډګر بیارغونې چارې پیل کړې. د بریتانیا دولت په ۱۹۵۴ز کې، چې ګرېنادا لا هم د بریتانیا یوه مستعمره وه، د دغه هوایي ډګر طرحه وړاندې کړې وه. ډیزاین یې په کاناډا کې وشو، د بریتانیا دولت ډیزاین ومنه او د لندن یوه شرکت له‌خوا جوړ شو. د امریکا دولت تور ولګوه چې ګرېنادا، په کربین سمندرګي کې د شوروي-کیوبا نظامي هوایي ډګرونو جوړولو لپاره ودانیزې اسانتیاوې برابرې کړي، چې د الوتلو کرښې اوږدوالی یې 9,000ft (2,700m) ته رسېږي او کولای شي د شوروي تر ټولو سترې الوتکې (An-12، An-22 او An-24) په کې الوتنې ترسره کړي، چې دغه اسانتیاوې به شوروي او کیوبا سره مرسته وکړي ترڅو د مرکزي امریکا بلواګرو ډلو ته وسلې تامین کړي او په سیمه کې د شوروي نفوذ پراخ شي. د بیشاپ دولت ادعا وکړه چې هوایي ډګر د سوداګریزو الوتکو لپاره جوړ شوی دی او جېټ الوتکې د ټاپو په شمالي څنډه (5,200ft) باندې د پیرلز په هوایي ډګر کې ناسته کولای نه‌شي او پیرلز نور پراخېدلای نه‌شي ځکه چې د الوتلو کرښې یو څوکه غره ته او بله څوکه سمندر ته نږدې شوې ده.[۱۰]

د ۱۹۸۳ز کال په مارچ میاشت کې، ولسمشر ریګان څرګنده کړه چې د هوایي ډګر د الوتلو یوې خورا اوږدې کرښې باندې کار روان دی او د استخباراتو د خبر له‌مخې، شوروي دغه ټاپو تر نظر لاندې نیولې او نږدې راتلونکې کې به د کربین سمندرګی د شوروي او کیوبا نظامي هډه وګرځي چې دا به هم متحده ایالاتو او هم د کربین سیمو لپاره ستر ګواښ وي. هغه وویل چې د الوتلو اوږده کرښه او د سون ګڼ‌شمېر زېرمې د سوداګریزو الوتنو لپاره اړینې نه‌دي او د شواهدو له‌مخې، پلان دا دی چې په دغه هوایي ډګر کې کیوبا او شوروي خپله نظامي هوایي هډه تاسیس کړي.[۱۱][۱۲]

سرچينې

[سمول]
  1. ↑ Kukielski, Phil (18 September 2013). "How Grenada reshaped the US military". The Boston Globe. خوندي شوی له اصلي څخه په 2 August 2020. ترلاسه‌کېدو نېټه 25 April 2020.
  2. ↑ Seabury, Paul; McDougall, Walter A., eds. (1984). The Grenada Papers. San Francisco: Institute for Contemporary Studies. ISBN 0-917616-68-5. OCLC 11233840.
  3. ↑ Scoon, Sir Paul (2003). Survival for Service: My Experiences as Governor General of Grenada. Oxford: Macmillan Caribbean. pp. 136, 145. ISBN 0-333-97064-0. OCLC 54489557.
  4. ↑ "Caribbean Islands – A Regional Security System". country-data.com. خوندي شوی له اصلي څخه په 26 April 2017. ترلاسه‌کېدو نېټه 18 November 2008.
  5. ↑ Moore, Charles (2016). Margaret Thatcher: At her Zenith. p. 130.
  6. ↑ "United Nations General Assembly resolution 38/7". United Nations. 2 November 1983. خوندي شوی له اصلي څخه په 10 August 2018. ترلاسه‌کېدو نېټه 5 March 2016.
  7. ↑ Kukielski, Philip (2019). The U.S. Invasion of Grenada: legacy of a flawed victory. Jefferson, North Carolina: McFarland & Company. pp. 213–214. ISBN 978-1-4766-7879-5. OCLC 1123182247.
  8. ↑ Burrowes, Reynold A. (1988). Revolution and rescue in Grenada : an account of the U.S.–Caribbean invasion. New York: Greenwood Press. ISBN 0-313-26066-4. OCLC 17943224.
  9. ↑ Kukielski, Philip (2019). The U.S. Invasion of Grenada: legacy of a flawed victory. Jefferson, North Carolina: McFarland & Company. pp. 213–214. ISBN 978-1-4766-7879-5. OCLC 1123182247.
  10. ↑ Payne, Anthony (1984). Grenada : revolution and invasion. Sutton, Paul K., Thorndike, Tony. New York: St. Martin's Press. p. 31. ISBN 0-312-35042-2. OCLC 10548141.
  11. ↑ Gailey, Phil; Warren Weaver Jr. (26 March 1983). "Grenada". The New York Times. ترلاسه‌کېدو نېټه 11 March 2008.
  12. ↑ Peter Collier, David Horowitz (January 1987). "Another 'Low Dishonest Decade' on the Left". Commentary.