پر چاپېریال باندې د پټرولیم د صنعت اغېزه
پټرولیم ګڼشمېر کارونې لري او د دې ترڅنګ د پټرولیم صنعت پر چاپېریال باندې په پراخه توګه خورا اغېزمن دی. خام تېل (د خاورو تېل) او طبیعي ګاز د انرژۍ او خامو موادو ستره سرچینه ده چې اوسمهال د نړیوال اقتصاد او ورځني ژوند ګڼشمېر اړخونه ورپورې تړلي دي. د دغو موادو اکمالاتي او تدارکاتي برخه په تېرو 150 وروستیو کلونو کې ډېره وده کړې ده، ترڅو د وګړو په شمېر کې د چټک زیاتوالي، نوښتونو او مصرف کوونکو غوښتنې پوره کړای شي. [۱]
د تېلو او ګازو د رااېستنې، تصفیې او لېږدونې په پړاوونو کې د پاموړ زهرجنې او غیرزهرجنې خځلې او پاتېشونې رامنځته کېږي. که چېرې دغه پړاوونه په غوره توګه سمبال نهشي، د صنعت ځیني ضمني (ثانوي) محصولات (لکه: بړاس کېدونکي عضوي مرکبات، نایتروجن، د سلفر مرکبات او توی شوي تېل) کېدای شي په لوړه کچه د هوا، اوبو او خاورې د ککړتیا لامل وګرځي او ژوند له ګواښ سره مخامخ کړي. د اقلیم تودوخه، د سمندرونو تېزابي کېدل او د سمندر د اوبو د سطحې لوړېدل هغه ټولهییز بدلونونه دي چې په صنعت کې د ګلخانهیي ګازونو، لکه: کاربنډایاکسایډ (CO2) او میټان او په هوا کې د تور کاربن په څېر د کوچنیو معلقو ذراتو د خپرېدو له امله په لوړه کچه رامنځته کېږي. [۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
د ځمکې په بیوسفیر کې په پرله پسې د کاربن په تولید او رامنځته کولو کې د ټولو بشري فعالیتونو له جملې نه، د فوسیلي سون توکو رااېستنه تر ټولو ستره ونډه لري. د انرژۍ نړیوال سازمان او ورته نورو مؤسسو د راپورونو له مخې د 2017 ز کال په اوږدو کې د انرژیو له ټولو سرچینو نه په اټموسفیر کې د مجموعي 32.8 بیلیونه ټُنو د خپور شوي کاربن تر 55 سلنې (کابو 18 بیلیونه ټنه) نه زیاته برخه د تېلو او ګازو د مصرف له امله تولید شوې او پاتې 45 سلنه یې، تر ډېره بریده د ډبرو سکرو د کارولو په پایله کې رامنځته شوې ده. د هر کال په تېرېدو سره د خپرېدونکي کاربن کچه لا هم لوړېږي، په 2018 کال کې یې د 1.7 سلنې زیاتوالي اټکل شوی چې په مجموعي توګه 33.1 بیلیونه ټُنه کېږي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]
د پټرولیم صنعت د ګلخانهیي ګازونو په تولید کې فعاله ونډه لري، داسې چې د اړوند فعالیتونو په ترڅ کې، د 2017 ز کال په اوږدو کې د 32.8 بیلیونه ټُنو کاربن کابو 8 سلنه (2.7 بیلیون ټُنه) په مستقیمه توګه د پټرولیم صنعت له امله رامنځته شوې. د پټرولیم په صنعت کې د طبیعي ګاز عمدي او یا غیرعمدي خپرېدنې له امله، کم تر کمه 79 میلیونه ټُنه میټان (چې 2.4 بیلیونه ټُنه CO2 سره معادل دی) په ورته کال کې تولید شوی دی، چې دغه کچه د قوي تودوونکي ګاز د ټولو پېژندل شویو انتروپوجینیک (انسان ته اړوند) او طبیعي خپرېدنو 14 سلنې سره معادله ده.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
د پټرول او اوبلن طبیعي ګاز په څېر د سون توکو ترڅنګ، پټرولیم د سرې (کوډ) او پلاستیک په څېر، د ګڼشمېر کیمیاوي مصرفي توکو او محصولاتو په تولید کې فعال رول لوبوي. دممهال د پټرولیم د بېلابېلو ګټورتیاوو نه په استفادې سره د انرژي تولید، لېږد او زېرمه کولو لپاره ډول، ډول بدیلې ټکنالوژۍ د موندلو او کارولو وړ دي. د پټرولیم محصولاتو سپما، اغېزمنتیا او د ضایعاتو د اغېزې د کچې راټیټول په صنعت او مصرف کې د لا ښه او باثباته چاپېریال د درلودلو په موخه تر ټولو غوره او اغېزمن اقدامات بلل کېږي.[۲۰][۲۱]
عمومي مسایل
[سمول]زهرجن مرکبات
[سمول]پټرولیم له ګڼشمېر مرکباتو نه رامنځته شوی پېچلی مخلوط دی. په دغو مرکباتو کې مستقیم ځنځیري، منشعب، کړهییز، یوکړهییز او څوکړهییز اروماتیکي هایدروکاربنونه شامل دي. د تېلو زهرجنیت د زهرجن پوتنشیل له لارې یا په جلا جلا توګه د اوبو او د تېلو اړوند مرکب له محلول نه په ګټېاخېستنې سره معلومېدلای شي. د خامو تېلو او د پټرولیم نورو اړوند محصولاتو د زهرجنیت کچه د بېلابېلو مېټودونو له لارې سنجول کېږي. په ځانګړو مطالعاتو کې د زهرجنیت کچې د شننې په موخه کېدای شي.«د هدف لېپېډي موډل» او یا «رنګسنجونې تحلیل» نه ګټه واخېستل شي، په یاد تحلیل کې د زهرجنیت او «په بیولوجیکي توګه د تجزیې وړتیا» د ارزولو په موخه له مصنوعي رنګونو نه کار اخېستل کېږي. [۲۲][۲۳]
بېلابېل تېل او پټرولیم ته اړوند محصولات د زهرجنیت ټاکلې کچه لري. د زهرجنیت کچه به ډېرو لاملونو پورې تړاو لري؛ لکه: هوا، د حل کېدلو وړتیا او د دوام موندنې په څېر نورې کیمیاوي ځانګړتیاوې. د هوا د لا زیاتې اغېزې له امله هغه مالیکولونه چې د حل کېدو لوړه وړتیا او ټیټ مالیکولي وزن لري، له منځه ځي او په پایله کې د زهرجنیت کچه راټیټېږي. هغه مادې چې په اوبو کې د حل کېدو لوړه وړتیا لري، د هغو مادو په پرتله چې په اسانۍ سره د حل کېدو وړ نهدي، د یوه مرکب زهرجنیت کچه خورا لوړوي. په ټولیزه توګه، هغه تېل چې د کاربن اوږد ځنځیرونه او د بنزین زیاتې کړۍ لري، د زهرجنیت کچه یې هم لوړه ده. بنزین د پټرولیم اړوند محصولات او په لوړه کچه زهرجن دي. ټولوین، میتایلبنزین او زیلین (BETX) وروسته له بنزین نه د لوړو زهرجنو مادو په کتار کې راځي. هغه مادې چې د زهرجنیت تر ټولو ټیټه کچه لري، خام تېل او د موتور غوړ (مُبلایل) دي.[۲۴][۲۵]
سره له دې چې د تېلو بېلابېلې بڼې د زهرجنیت بېلابېلې کچې لري، د پټرولیم ټول مشتقاتي محصولات د وګړو پر روغتیا او ایکوسیسټم باندې ناوړه اغېزه لري. د ناوړو اغېزو یوه بېلګه د ځینو ځانګړو تي لرونکو ژویو په هاضمې سیستم کې د تېلو د مستحلبونو شتون دی چې کېدای شي د مغذي موادو د هضمولو کچه راټيټه او په اړوند تي لرونکي ژوي کې د مړینې لامل وګرځي. د شعریه رګونو شلېدل او وینه بهېدنه یې بله ناوړه پایله ده. بله بېلګه یې د الجي په تولید کې کمښت دی، چې دغه کمښت د ایکوسیسټم پر خوراکي ځنځیرونو باندې ناوړه اغېزه کوي او له امله یې ځیني ځانګړي ژوندي موجودات له ګواښ سره مخامخ کېږي. تېل د کبانو لپاره «په لوړه درجه وژونکي» دي، یعنې که چېرې غلظت یې 4000ppm (په یوه میلیون 4000مه برخه) یا 0.4 سلنه وي، په چټکۍ سره د کبانو د مړینې لامل ګرځي. د پټرولیم اړوند محصولاتو زهرجنیت د وګړو روغتیا ګواښوي. په تېلو کې ګڼشمېر شته مرکبات په لوړه کچه زهرجن دي او کېدای شي، د سرطان او نورو ناروغیو لامل وګرځي. په تایوان کې ترسره شوې څېړنې ښيي چې، د تېلو تصفیه کوونکو کارخونو ته نږدې استوګن سیمو کې مخکې تر وخته زېږېدنه رامنځته کېږي. [۲۶][۲۷][۲۸]
بنزین هم په خامو تېلو او هم په پټرولو کې شته دي او په انسانانو کې د وینې د سرطان د رامنځته کېدلو لامل بلل کېږي. دغه مرکب په انسانانو کې د وینې د سپینو کرویاتو د راټیټېدلو لامل هم انګېرل کېږي چې په پایله کې یې انسان پر انتانونو باندې د اخته کېدو لوړ معافیت له لاسه ورکوي. «څېړنو ښودلې ده چې له 5 نه تر 15 کلونو پورې د بنزین د معدودو ppb (په بیلیون کې یوازې څو برخې) لرونکو محدودې تر اغېزې لاندې اوسېدل د وینې لاعلاجه سرطان، د هوجکن لمفوما او د وینې اړوند نورو او معافیتي سیسټم ناروغیو لامل ګرځېدلای شي.[۲۹][۳۰][۳۱]
فوسیلي ګاز او تېل په طبیعي ډول د کم شمېر راډیواکتیف عناصرو لرونکي دي چې هغه هم د کان کېندنې په پړاو کې آزادېږي. په مالګینو اوبو کې د دغو عناصرو لوړ کثافت یوه ټکنالوژیکي او چاپېریالي اندېښنه ده. [۳۲][۳۳]
ګلخانهیی ګازونه
[سمول]د پټرولیم رااېستنه، بیوسفیر ته د آزاد شوي جیولوژیکي کاربن د لېږدولو له لارې د ځمکې د کاربن د دوران انډول له منځه وړي. کاربن د مصرف کوونکو لهخوا په بېلابېلو بڼو کارول کېږي او یوه لویه برخه یې په اټموسفیر کې سوځي، په پایله کې په پراخه کچه ګلخانهیي ګاز او کاربنډایاکساید د پاتېشونې محصول په توګه رامنځته کېږي. که چېرې طبیعي ګاز (په تېره بیا میتان) مخکې تر سوځېدو اټموسفیر ته آزاد شي، په یوازېتوب سره خورا پياوړې ګلخانه رامنځته کوي.[۳۴] [۳۵][۳۶]
له هغې راهیسې چې صنعتي پېر کابو 1750-1850 ز کلونو په لړ کې د ډبرو سکرو او لرګیو په پراخې کچې کارونې سره پیل شو، په اټموسفیر کې د کاربنډایاکساید او میتان کثافت د 50% او 150% په شاوخوا کې لوړ شوی دی، چې دغه کچه تر 800,000 زیاتو تېرو کلونو په لړ کې د نوموړو ګازاتو د کثافت د زیاتوالي تر کچې تېری کوي. دم مهال د هر یوه د کثافت کچه په کال کې 1 سلنه زیاتېږي، په داسې حال کې چې کابو نیمایي تولید شوی کاربن د ځمکې د لویو وچو د نباتاتو او د سمندرونو د ژورو برخو له خوا جذب شوی دی. د خپرېدو وده یې هم دومره ګړندۍ وه چې په تېرو 30 کلونو کې د رااېستل شوي فوسیلي کاربن کچه د بشریت د ټول تاریخ په اوږدو کې د رااېستنې له کچې نه زیاته ده.
سرچینې
[سمول]- ↑ The Library of Congress (2006). "History of the Oil and Gas Industry". Business and Economics Research Advisor (5/6).
- ↑ "EPA enforcement targets flaring efficiency violations" (PDF). U.S. Environmental Protection Agency. 2012-08-01. نه اخيستل شوی 2020-02-08.
- ↑ "Frequent, routine flaring may cause excessive, uncontrolled sulfur dioxide releases" (PDF). U.S. Environmental Protection Agency. 2000-10-01. نه اخيستل شوی 2020-02-08.
- ↑ Bautista H. and Rahman K. M. M. (2016). Review On the Sundarbans Delta Oil Spill: Effects On Wildlife and Habitats. International Research Journal, 1(43), Part 2, pp: 93–96. doi:10.18454/IRJ.2016.43.143
- ↑ Eggleton, Tony (2013). A Short Introduction to Climate Change. Cambridge University Press. p. 52. ISBN 9781107618763.
- ↑ Stohl, A.; Klimont, Z.; Eckhardt, S.; Kupiainen, K.; Chevchenko, V.P.; Kopeikin, V.M.; Novigatsky, A.N. (2013), "Black carbon in the Arctic: the underestimated role of gas flaring and residential combustion emissions", Atmos. Chem. Phys., 13 (17): 8833–8855, Bibcode:2013ACP....13.8833S, doi:10.5194/acp-13-8833-2013
- ↑ Michael Stanley (2018-12-10). "Gas flaring: An industry practice faces increasing global attention" (PDF). World Bank. نه اخيستل شوی 2020-02-08.
- ↑ Bautista, H.; Rahman, K. M. M. (2016). "Effects of Crude Oil Pollution in the Tropical Rainforest Biodiversity of Ecuadorian Amazon Region". Journal of Biodiversity and Environmental Sciences. 8 (2): 249–254.
- ↑ Heede, R. (2014). "Tracing anthropogenic carbon dioxide and methane emissions to fossil fuel and cement producers, 1854–2010". Climatic Change. 122 (1–2): 229–241. Bibcode:2014ClCh..122..229H. doi:10.1007/s10584-013-0986-y.
- ↑ "Data and Statistics: CO₂ emissions by energy source, World 1990-2017". International Energy Agency (Paris). نه اخيستل شوی 2020-02-09.
- ↑ Hannah Ritchie and Max Roser (2020). "CO₂ and Greenhouse Gas Emissions: CO₂ Emissions by Fuel". Our World in Data. Published online at OurWorldInData.org. نه اخيستل شوی 2020-02-09.
- ↑ "Global Energy & CO2 Status Report 2019: The latest trends in energy and emissions in 2018". International Energy Agency (Paris). 2019-03-01. نه اخيستل شوی 2020-02-09.
- ↑ "Data and Statistics: CO₂ emissions by energy source, World 1990-2017". International Energy Agency (Paris). نه اخيستل شوی 2020-02-09.
- ↑ "Methane Tracker - Methane from oil and gas". International Energy Agency (Paris). 2020-01-01. نه اخيستل شوی 2020-02-09.
- ↑ "Tracking Fuel Supply - Methane emissions from oil and gas". International Energy Agency (Paris). 2019-11-01. نه اخيستل شوی 2020-02-09.
- ↑ Alvarez, R.A.; et al. (2018-07-13). "Assessment of methane emissions from the U.S. oil and gas supply chain". Science. 361 (6398): 186–188. Bibcode:2018Sci...361..186A. doi:10.1126/science.aar7204. PMC 6223263. PMID 29930092.
- ↑ "Tracking Fuel Supply - Methane emissions from oil and gas". International Energy Agency (Paris). 2019-11-01. نه اخيستل شوی 2020-02-09.
- ↑ "Methane Tracker - Country and regional estimates". International Energy Agency (Paris). 2019-11-01. نه اخيستل شوی 2020-02-09.
- ↑ "Methane Tracker - Analysis". International Energy Agency (Paris). 2019-11-01. نه اخيستل شوی 2020-02-09.
- ↑ Amory Lovins (2018-09-18). "How big is the energy efficiency resource?". Environmental Research Letters. IOP Science. 13 (9): 090401. Bibcode:2018ERL....13i0401L. doi:10.1088/1748-9326/aad965.
- ↑ Vaclav Smil (2016-02-29). "To Get Wind Power You Need Oil". IEEE Spectrum. نه اخيستل شوی 2020-02-09.
- ↑ Di Toro, Dominic M.; McGrath, Joy A.; Stubblefield, William A. (2007-01-01). "Predicting the toxicity of neat and weathered crude oil: Toxic potential and the toxicity of saturated mixtures" (PDF). Environmental Toxicology and Chemistry (په انګليسي). 26 (1): 24–36. doi:10.1897/06174r.1. ISSN 1552-8618. PMID 17269456. S2CID 7499541.
- ↑ Montagnolli, Renato Nallin; Lopes, Paulo Renato Matos; Bidoia, Ederio Dino (2015-02-01). "Screening the Toxicity and Biodegradability of Petroleum Hydrocarbons by a Rapid Colorimetric Method". Archives of Environmental Contamination and Toxicology (په انګليسي). 68 (2): 342–353. doi:10.1007/s00244-014-0112-9. ISSN 0090-4341. PMID 25537922. S2CID 5249816.
- ↑ Di Toro, Dominic M.; McGrath, Joy A.; Stubblefield, William A. (2007-01-01). "Predicting the toxicity of neat and weathered crude oil: Toxic potential and the toxicity of saturated mixtures" (PDF). Environmental Toxicology and Chemistry (په انګليسي). 26 (1): 24–36. doi:10.1897/06174r.1. ISSN 1552-8618. PMID 17269456. S2CID 7499541.
- ↑ Montagnolli, Renato Nallin; Lopes, Paulo Renato Matos; Bidoia, Ederio Dino (2015-02-01). "Screening the Toxicity and Biodegradability of Petroleum Hydrocarbons by a Rapid Colorimetric Method". Archives of Environmental Contamination and Toxicology (په انګليسي). 68 (2): 342–353. doi:10.1007/s00244-014-0112-9. ISSN 0090-4341. PMID 25537922. S2CID 5249816.
- ↑ Prasad, M. S.; Kumari, K. (1987). "Toxicity of Crude Oil to the Survival of the Fresh Water FishPuntius sophore (HAM.)". Acta Hydrochimica et Hydrobiologica. 15: 29–36. doi:10.1002/aheh.19870150106.
- ↑ Lin, Meng-Chaio; Chiu, Hui-Fen; Yu, Hsin-Su; Tsai, Shang-Shyue; Cheng, Bi-Hua; Wu, Trong-Neng; Sung, Fung-Sung; Yang, Chun-Yuh (2001). "Increased Risk of Preterm Deliveries in Areas with Air Pollution From a Petroleum Refinery Plant in Taiwan". Journal of Toxicology and Environmental Health Part A. 64 (8): 637–644. doi:10.1080/152873901753246232. PMID 11766170. S2CID 29365261.
- ↑ "Petroleum Solvents Overview". www.burke-eisner.com.
- ↑ Kirkeleit, J.; Riise, T.; Bråtveit, M.; Moen, B. E. (2005). "Benzene Exposure on a Crude Oil Production Vessel -- KIRKELEIT et al. 50 (2): 123 -- Annals of Occupational Hygiene". The Annals of Occupational Hygiene. 50 (2): 123–9. doi:10.1093/annhyg/mei065. PMID 16371415.
- ↑ Kirkeleit, J.; Riise, T.; Bråtveit, M.; Moen, B. E. (2005). "Benzene Exposure on a Crude Oil Production Vessel -- KIRKELEIT et al. 50 (2): 123 -- Annals of Occupational Hygiene". The Annals of Occupational Hygiene. 50 (2): 123–9. doi:10.1093/annhyg/mei065. PMID 16371415.
- ↑ "Benzene pollution - a health risk in Gulf BP Oil drilling disaster - La Leva di Archimede (ENG)". www.laleva.org. نه اخيستل شوی 2010-06-07.
- ↑ Ajayi, T. R.; Torto, N.; Tchokossa, P.; Akinlua, A. (2009-02-01). "Natural radioactivity and trace metals in crude oils: implication for health". Environmental Geochemistry and Health (په انګليسي). 31 (1): 61–69. doi:10.1007/s10653-008-9155-z. ISSN 1573-2983. PMID 18320332. S2CID 30306228.
- ↑ "The Syrian Job: Uncovering the Oil Industry's Radioactive Secret". DeSmog UK (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2020-05-19.
- ↑ Hannah Ritchie and Max Roser (2020). "CO₂ and Greenhouse Gas Emissions: CO₂ Concentrations". Our World in Data. Published online at OurWorldInData.org. نه اخيستل شوی 2020-02-09.
- ↑ Hannah Ritchie and Max Roser (2020). "CO₂ and Greenhouse Gas Emissions: CH4 Concentrations". Our World in Data. Published online at OurWorldInData.org. نه اخيستل شوی 2020-02-09.
- ↑ Eggleton, Tony (2013). A Short Introduction to Climate Change. Cambridge University Press. p. 153. ISBN 9781107618763.