پر پانګوال نظام نيوکه
پر پانګوال نظام نيوکه د سياسي اقتصاد يوه نيوکه ده، کومه کې چې د پانګوال نظام اقتصادي سيستم او د هغې د پايلو ردول يا ورڅځه ناخوښ شامل وي. دا نيوکې عموماً د پانګوال نظام د ځانګړو اړخونو يا پايلو سره د اختلاف ښودلو څخه نيولې، بيا په بشپړ ډول د پانګوال نظام د اصولو تر رد کولو پورې کېږي. [۱]
په پانګوال نظام نيوکې، د انارشيست، سويال، مارکسي، ديني او ملتپالو ليدلورو په ګډون له ګڼو سياسي او فلسفي ليدلورو څخه سرچینه اخلي. یو شمېر باور لري چې يوازې د انقلاب له لارې په پانګوال نظام بريا تر لاسه کېدای شي، په داسې حال کې چې نور باور لري، شونې ده د سياسي اصلاحاتو په مټ کرار کرار جوړښتي بدلون راشي. یو شمېر نيوکه کونکي باور لري چې پانګوال نظام يو شمېر امتيازات هم لري، او هيله لري چې د ټولنيز کنترول له ځينو بڼو سره يې متوازن کړي، په ځانګړي ډول د حکومتي مقرراتو له لارې (د بېلګې په ډول، د ټولنيز بازار خوځښت).
په پانګوال نظام نيوکه کونکو په منځ کې دا پیاوړي تورونه شامل دي، چې پانګوال نظام په طبيعي ډول استثماري، پردی، بې ثباته، غېر دوامدار دی، او په پراخه کچه اقتصادي عدم مساوات منځ ټه راوړلای شي، له خلکو څخه اجناس جوړوي، او د ديموکراسۍ ضد دی، د انساني حقوقو او ملي خپلواکۍ د زوال لامل ګرځېدای شي، په داسې حال کې چې امپرياليستي پراختيا او جګړې ته هڅونه کوي، او دا چې د نفوس د اکثريت په بيه کوچني اقلیت ته ګټه رسوي.
تاریخ
[سمول]د «فريډرک اينګلز» په څېر په پانګوال نظام ابتدايي نيوکه کونکي ادعا لري چې په اروپا کې چټکې صنعتي کېدنې داسې کاري شرايط برابر کړي چې نامناسب بلل کېږي، په يوه ورځ کې څوارلس ساعته کار کول، په ماشومانو مزدوري کول او د جونګړو ښارګوټي جوړېدل يې بېلګې دي. يو شمېر معاصر اقتصاد پوهان دليل وايي چې له 1840ز کال راهيسې د ژوند د منځنۍ معيارونو وده نه ده کړې، يا ډېر کرار کرار ښه شوي دي.[۲][۳]
د بېلا بېلو فکري مکاتبو نيوکه
[سمول]انارشزم
[سمول]فرانسوي انارشست «پير جوزف پرودون» د هغو دولتي امتيازاتو مخالفت وکړ چې د پانګوالو، بانکوالۍ او ځمکو، او د شتمنيو د جمع کولو يا تر لاسه کولو (او د هر ډول زور زياتي چې د هغې لامل ګرځي) ساتنه کوي، د څه په اړه چې هغه باور درلود چې د سیالۍ مخه نيسي او شتمني د څو کسانو په لاس کې پاتې کوي. هسپانوي فردپال انارشست «Miguel Giménez Igualada» باور لري چې "پانګوال نظام د حکومت يوه اغېزه ده؛ د حکومت له منځه تللو معنا معنا ده چې پانګوال نظام د هغې د مرکزي سټې له څرخ څخه غورځي....هغه څه چې موږ يې پانګوال نظام بولو د دولت له توليد پرته بل څه نه دي، د کوم په داخل کې چې څه مخ په وړاندې وړل کېږي، هغه ګټې دي، که په ښې طريقې او که په بدې تر لاسه شوې وي. او په دې ډول د پانګوال نظام په وړاندې جنګېدل بې معنا دي، که هغه دولتي پانګوال نظام وي او که شرکتي پانګوال نظام وي، تر څو چې حکومت موجود وي، د پانګې استثمار به موجود وي. دا جګړه، بلکې دا شعور د دولت خلاف دی".[۴]
د انارشزم په داخل کې، د مزد پر مريتوب نيوکه کونکو سر راپورته کړی دی، دا حالت د نيمه د خپلې خوښې مريتوب بلل کېږي. چېرته چې د يو شخص د ژوند معاش په مزد پورې تړلی وي، په ځانګړي ډول کله چې دا تړاو بشپړ او په مستقيم ډول وي. دا د منفي مفهوم لرونکې اصطلاح ده، کومه چې د يو شخص د مالک کېدلو او په کرايه نيونکي تر منځ په ورته والي تمرکز لري، د مريتوب او په مزد د مزدورۍ تر منځ ورته والي پیدا کولو لپاره استعمالېږي. د "د مزدورۍ مريتوب" اصطلاح پر اقتصادي استثمار او ټولنيزې ډلبندۍ د نيوکې لپاره کارول کېږي، چې اقتصادي استثمار په بنسټيز ډول د مزدور او پانګوال تر منځ د نابرابرې معاملې د ځواک په توګه بلل کېږي (په ځانګړي ډول کله چې مزدور ته کم مزد ورکول کېږي، لکه د کار قانون ماتونکو فابريکو کې)، او ټولنيزه ډلبندي د کارکونکو له خوا د خپل ځان مديريت نيشتوالی دی، کله چې په يو اقتصاد کې د دندې يا د تفریح د وخت انتخاب کوي.[۵][۶][۷][۸][۹]
ليبرال سوسيالستان باور لري چې ازادۍ ته ارزښت ورکړل شي، بيا اړينه ده چې ټولنه د داسې يو سيستم لور ته کار وکړي، په کومه کې چې افراد د اقتصادي موضوعاتو تر څنګ په سياسي موضوعاتو کې هم د پرېکړه کولو واک ولري. ليبرال سوسيالستان هڅه کوي چې د فيزيکي ټولنو او اقتصادي تصديو په ګډون، ناموجه واک په مستقيمې ديموکراسۍ، رضاکارانه فدراسيون او د ژوند په ټولو اړخونو کې په ولسي خپلواکۍ بدل کړي. د صنعتي انقلاب په راتګ سره، د «پراوډن» او «مارکس» په څېر مفکرينو د مزد د مزدورۍ او مريتوب تر منځ پرتله د ټولنيزې شتمنۍ د نيوکې په ليدلوري کې روښانه کړه، چې د فعال شخصي استعمال لپاره نه وي، «Luddites» (دا يو خوځښت وو چې د نوې ټيکنالوژۍ د ماشينونو مخالفت يې کاوه) د ماشينونو په مټ منځ ته راغلي په غېر انساني حالت ټينګار لری، په داسې حال کې چې «ايما ګولډمين» د مزد مريتيوب په څرګند ډول وغانده، کله چې هغې وويل: "يوازینی توپیر دا دی چې تاسو د بلاک مريانو پر ځای کرايه شوي مريان ياست". امريکايي انارشستې «ايما ګولډمين» باور درلود چې اقتصادي سيستم د انساني ازادۍ سره سمون نه درلود. نوموړې د «Anarchism and Other Essays» په عنوان د خپلو ليکنو په ټولګه کې وليکل "يوازينۍ هغه غوښتنه چې شتمني يې پېژني، د ډېرې شتمنۍ لپاره د هغې خپله خوړونکې اشتها ده، ځکه شتمني معنا ځواک؛ د محکومولو، ځپلو، استثمار کولو ځواک، د مريي کولو ځواک، د تجاوز کولو طاقت او د ښکته ښودلو طاقت". نوموړې همدا راز دليل ويلی چې پانګوال نظام کارګر له انسانيت څخه ايستلي دي، "توليد کونکي يې يوازې د ماشين په يوه پرزه بدل کړي دي، هغه څوک چې د وسپنې او پولادو له مالک څخه کمه خوښه او کمه پرېکړه لري".[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
«نوم چومسکي» ادعا لري چې د توکو د مريتوب او خپل ځان کوم مالک ته په کرايه ورکولو يا "د مزد مريتوب" تر منځ ډېر کم اخلاقي توپير موجود دی. نوموړی احساسوي چې دا په شخصي سالميت بريد دی چې انفرادي ازادۍ ته زيان رسوي. نوموړی باور لري چې کارګر بايد د خپل کار ځای مالک وي او واک يې ولري. ډېری ليبرال سوسيالستان دليل وايي چې د پراخې پيمانې رضاکارانه ټولنې بايد صنعتي توليد مديريت کړي، په داسې حال کې چې مزدوران د خپلې خوارۍ انفرادي توليداتو حقوق ولري. په دې ډول، دوی د "خصوصي شتمنۍ" او "شخصي ملکيت" د تصور تر منځ توپير ويني. په داسې حال کې چې "خصوصي شتمني" يو فرد ته په يو شي باندي ځانګړی واک ورکوي، که هغه يې استعمالوي که نه يې استعمالوي، د دې شي د توليد وړتيا ته له کتنې پرته، په داسې حال کې چې "ملکيت" په هغو شيانو حق نه ورکوي چې نه يې استعمالوي.[۱۵][۱۶][۱۷]
د انارشست «بينجمین ټکر» "سترو څلورو" انحصاراتو (ځمکه، پيسې، تعرفې او حق اختراع) سربېره، کوم چې د پانګوال نظام لاندې منځ ته راغلي دي، «neo-mutualist» (يوه اقتصادي نظریه ده) اقتصاد پوه «کيون کارسن» وايي چې دولت د ترانسپورت او اړيکو د مرستو په بڼه سازماني مرکزيت ته د مرستې په ورکولو سره شتمنۍ شتمنو ته منتقل کړې ده. نوموړی په دې باور دی چې «ټکر» د انفرادي بازار په معاملاتو د تمرکز له امله، دا موضوع له پامه غورځولې ده، په داسې حال کې چې «کارسن» هم په سازماني موضوعاتو تمرکز درلودلی دی. د «Studies in Mutualist Political Economy» په عنوان کتاب د نظرياتي برخو مطالعات د دې هڅې کولو په توګه وړاندې شوي دي چې څنډې ته کېدونکي نيوکه کونکي د ارزښت د مزدور په تيورۍ کې مدغم کړي. «کارسن» همدا راز په فکري شتمنۍ هم په لوړه کچه تنقيد کاوه. د نوموړي تر ټولو د وروستي اثر ابتدايي تمرکز په غېر متمرکز توليد او غېر رسمي او د کورنۍ په اقتصادياتو دی. «کارسن» باور لري چې "پانګوال نظام، کوم چې نېغ په نېغه د منځنيو پېړيو د زړې طبقاتي ټولنې څخه د يوې نوې طبقاتي ټولنې په توګه منځ ته راغلی، بنسټ يې د لوټلو په يو داسې ستر عمل اېښودل شوی و، څه ډول چې د ځمکې ابتدايي فيوډالي نېواک و. دا د خپل استحقاق د سيستم د خوندي کولو لپاره په پرله پسې ډول د دولتي مداخلې په مټ تر نن پورې دوام لري، چې له هغې پرته يې د بقا تصور محال دی".[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
سرچينې
[سمول]- ↑ "Does the Left Have Any Better Ideas Than Obama's?". New York. بياځلي په 28 December 2019.
- ↑ Clark Nardinelli, economist at the U.S. Food and Drug Administration "Industrial Revolution and the Standard of Living". The concise encyclopedia of economics. The Library of Economics and Liberty.
- ↑ Engels, Frederick. "The Condition of the Working Class in England". بياځلي په 16 April 2008.
- ↑ "el capitalismo es sólo el efecto del gobierno; desaparecido el gobierno, el capitalismo cae de su pedestal vertiginosamente ... Lo que llamamos capitalismo no es otra cosa que el producto del Estado, dentro del cual lo único que se cultiva es la ganancia, bien o mal habida. Luchar, pues, contra el capitalismo es tarea inútil, porque sea Capitalismo de Estado o Capitalismo de Empresa, mientras el Gobierno exista, existirá el capital que explota. La lucha, pero de conciencias, es contra el Estado."Anarquismo by Miguel Gimenez Igualada Archived 31 January 2017 at the Wayback Machine.
- ↑ "wage slave". Merriam Webster. بياځلي په 4 March 2013.
- ↑ "wage slave". Dictionary.com. بياځلي په 4 March 2013.
- ↑ Sandel, Michael J (1996). Democracy's Discontent. Harvard University Press. p. 184. ISBN 978-0674197459.
- ↑ "Conversation with Noam Chomsky". Globetrotter.berkeley.edu. p. 2. خوندي شوی له the original on 19 September 2019. بياځلي په 28 June 2010.
- ↑ "The Bolsheviks and Workers Control, 1917–1921: The State and Counter-revolution". Spunk Library. بياځلي په 4 March 2013.
- ↑ Harrington, Austin, et al. Encyclopedia of Social Theory Routledge (2006) p. 50
- ↑ Luxembourg, Rosa. "Chapter VII: Co-operatives, Unions, Democracy – Reform or Revolution". بياځلي په 10 March 2008.
- ↑ Goldman, Emma (2003). Falk, Candace (ed.). Emma Goldman: A Documentary History of the American Years, Volume I: Made for America, 1890–1901. Berkeley & Los Angeles, CA: University of California Press. p. 283. ISBN 978-0520086708.
- ↑ Goldman, Emma. Anarchism and Other Essays. 3rd ed. 1917. New York: Dover Publications Inc., 1969. p. 54
- ↑ Goldman, Emma. Anarchism and Other Essays. 3rd ed. 1917. New York: Dover Publications Inc., 1969., p. 54.
- ↑ Ely, Richard et al. 'Property and Contract in Their Relations to the Distribution of Wealth' The Macmillan Company (1914)
- ↑ Lindemann, Albert S. A History of European Socialism Yale University Press (1983) p. 160
- ↑ "Conversation with Noam Chomsky, p. 2 of 5". Globetrotter.berkeley.edu. خوندي شوی له the original on 19 September 2019. بياځلي په 16 August 2011.
- ↑ Richman, Sheldon, Libertarian Left Archived 14 August 2011 at the Wayback Machine., The American Conservative (March 2011)
- ↑ Carson, Kevin. "Industrial Policy: New Wine in Old Bottles". c4ss.org. بياځلي په 26 May 2009.
- ↑ Carson, Kevin. "Intellectual Property – A Libertarian Critique". c4ss.org. بياځلي په 23 May 2009.
- ↑ Kevin A. Carson, Studies in Mutualist Political Economy Archived 15 April 2011 at the Wayback Machine. chs. 1–3