پر مختللي هېوادونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پرمختللي هېوادونه (یا صنعتي هېوادونه، لوړ عاید لرونکي هېوادونه، له اقتصادي پلوه پرمختللي هېوداونه (MEDC)، مخکښ هېوادونه) هغه ځواکمن هېوادونه دي چې د لږ صنعتي هېوادونه په پرتله د ژوندانه لوړ کیفیت، پرمختللی اقتصاد او پرمختللې تکنالوژيکي زیربېناوې لري. په عامه توګه د اقتصادي ودې د ارزونې معیارونه ناخالص داخلي تولیدات (GDP)، ناخالص ملي تولیدات (GNP)، سړي سر عاید، د صنعتي والي کچه، د لویو زیربېناوو شمېر او د ژوند کولو عمومي نورمونه (سټنډرډونه) دي. دا چې له کومو معیارونو باید کار واخیستل شي او کوم هېوادونه د پرمختللو هېوادونو په نوملړ کې راتللی شي د بحث موضوع ده. په ۲۰۲۱ ز کال کې د ۲۰ زره امریکایي ډالرو کچې ته د سړي سر اسمي ناخالص تولیداتو رسېدل د پیسو د نړیوال صندوق (IMF) لپاره د ښه ټکی دی، دا په ۱۹۶۰ ز کال کې د امریکا د متحده ایالاتو د ودې له کچې سره برابره ده.[۱][۲][۳][۴]

په عام ډول پرمختللي هېوادونه له صنعتي کېدو وروسته پرمختللي اقتصادونه لري، په دې مانا چې د خدماتو برخه له صنعتي سکتور څخه ډېره پانګه جوړوي. دغه هېوادونه له مخ پر ودې هېوادونو سره چې د صنعتي کېدو په حالت کې دي او یا هم له صنعتي کېدو وړاندې هېوادونو سره چې په بشپړ ډول کرنیز اقتصاد لري، چې یو شمېر یې د لږ پرمختللو هېوادونو په ډله کې راځي، پرتله کېږي. د پیسو د نړیوال صندوق د شمېرو له مخې، له ۲۰۱۵ کال راوروسته، پرمختللي اقتصادونه د اسمي ارزښت له مخې د نړیوالو ناخالصو داخلي تولیداتو ۶۰.۸ سلنه او د پېرلو د وړتیا له مخې د نړیوالو ناخالصو داخلي تولیداتو ۴۲.۹ سلنه جوړوي.[۵]

د پرمختللو هېوادونو تعریف او معیار[سمول]

اقتصادي معیارونه په دې بحث کې ډېر رول لري. یو له دغو معیارونو د سړي سر عاید دی؛ هغه هېوادونه چې په لوړه کچه ناخالص داخلي تولیدات (GDP) لري د پرمختللو هېوادونو په توګه شمېرل کېږي. بل اقتصادي معیار صنعتي کېدل دي؛ په هغو هېوادونو کې چې د صنعتي کېدو په برخه کې د صنعت درېیمه برخه (tertiary) یا خدمات او څلورمه برخه (quaternary sectors) یا اقتصادي فعالیتونه پیاوړي وي د پرمختللو په توګه یادېږي. په وروستیو کې د انساني ودې شاخص (Human Development Index) چې د اقتصادي معیارونو، ملي عاید او اړوندو نورو معیارونو، ژوند ته د هیلو او زده کړو له ټولګې جوړېږي تر ټولو مهم ګڼل کېږي. د دغه معیار له مخې پرمختللي هېوادونه د انساني ودې د لوړ شاخص ((HDI لرونکي هېوادونه دي. دغه شاخص، یو شمېر فاکتورونه لکه په یوه هېواد کې سړي سر پانګه او یا هم د توکو کیفیت په پام کې نه نیسي. په دغه صورت کې ګڼ شمېر مخکښ هېوادونه لکه د جي ۷ (G7) غړي هېوادونه او نور په ټیټه پوړۍ کې راځي.[۶][۷]

د ملګرو ملتونو د شمېرو د برخې د راپور پر بنسټ:

د ملګرو ملتونو په سیستم کې د "پرمختللو" او "مخ پر وده" هېوادونو د ټاکلو لپاره هېڅ کنوانسیون نشته.[۸]

همدارنګه یې یاده کړې چې:

د "پرمختللو" او "مخ پر ودې" نومونه یوازې د احصایوي اسانتیاوو په موخه دي، نه د دې لپاره چې د ودې په بهیر کې د یوه ځانګړي هېواد یا سیمې ځایګی څرګند کړي.[۹]

مترادف (ورته) اصطلاحات[سمول]

د پرمختللو هېوادونو له مفهوم سره اړوند اصطلاحاتو کې " مخکښ هېوادونه"، "صنعتي هېوادونه"، "ډېر پرمختللي هېوادونه" (MDC)، "د اقتصاد له مخې ډېر پرمختللي هېوادونه" (MEDC)، "د نړیوال شمال (Global North) هېوادونه"، "د لومړۍ نړۍ هېوادونه" او له "صنعتي کېدو وروسته هېوادونه" شاملېږي. د صنعتي هېوادونو اصطلاح کېدای شي مبهمه وي، ځکه صنعتي کېدل یوه دوامداره پروسه ده چې ستونزمنه ده تعریف شي. بریتانیا لومړی صنعتي هېواد و، چې له هغه وروسته بلجیم و. ورپسې جرمني، د امریکا متحده ایالات، فرانسه او د اروپا نور لویدیځ هېوادونه هم په دغه نوملړ کې ور ګډ شول. د یو شمېر اقتصاد پوهانو لکه جیفری ساکس (Jeffrey Sachs) پر باور، د پرمختللو او مخ پر وده هېوادونو ترمنځ اوسنی وېش د ۲۰ مې پېړۍ پدیده ده.[۱۰]

د متیس واکرناګېل (Mathis Wackernagel) پر باور پر هېوادونو دغه ډول ټاپه وهل "نه توصیفي او نه توضیحي دي. د ناخالصه داخلي تولیداتو د جادو زیان اړونکې او بې فکره تائیدي ده. په حقیقت کې دلته دوه ډوله هېوادونه نشته، ۲۰۰ بېلابېل هېوادونه شته، ټول د طبیعت له یو ډول قانون سره مخ دي، او هر یو یې ځانګړې ځانګړنې لري".[۱۱]

د ۲۰۲۱ ز کال تحلیلونه بیا د ظهور یا راپورته شوي (emerged) مفهوم د بازارونو، اقتصادونو او هغو هېوادونو لپاره چې د بازار د ظهور له حالت څخه راوتلي، خو تراوسه د پرمختللو هېوادونو کچې ته ندي رسېدلي، وړاندیز کوي.[۱۲]

لوړ عاید لرونکي اقتصادونه[سمول]

یو شمېر بنسټونو د پرمختللو هېوادونو لیکلړ برابر کړی: د ملګرو ملتونو سازمان، د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (CIA) او د اسهامو د بازار د شاخصونو یو شمېر وړاندې کوونکي (FTSE ګروپ،MSCI،S&P، ډوجانز "Dow Jones"، سټاکس "STOXX"، او نورو). دویم مورد یې دلته نه دی ځای پر ځای شوی ځکه پرمختللي هېوادونه له دواړو لوړ عاید لرونکو هېوادونو او پرمختللو بازارونو سره مستقیمه اړیکه نه لري.[۱۳]

له دې سره ګڼ شمېر بنسټونو یو لړ نوملړونه برابر کړي چې د پرمختللو هېوادونو بحث ته اړوندېږي. د بېلګې په توګه د پیسو نړیوال صندوق ((IMF  ۳۹ "پرمختللي اقتصادونه" ښوولي. د اقتصادي همکارۍ او ودې سازمان یا OECD ۳۷ غړي هېوادونه د "پرمختللو هېوادونو د ټولګې" په نوم یاد کړي. نړیوال بانک د "لوړ عاید لرونکو هېوادونو" په نوملړ کې ۸۱ هېوادونه ښوولي. نور معیارونه لکه ۳۰-۵۰ کلب (سړي سر د ناخالصو داخلي تولیداتو کچه له ۳۰ زره ډالرو او د هېواد نفوس له ۵۰ میلیونه زیات وي) د ډېرو پرمختللو او اغیزلرونکو هېوادونو په توګه پېژندل کېږي.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د نړیوال بانک له خوا لوړ عاید لرونکي اقتصادونه[سمول]

د نړیوال بانک د راپور له مخې لاندې ۸۰ هېوادونه (چې یو شمېر قلمرونه هم پکې شاملېږي) د "لوړ عاید لرونکو اقتصادونو" په توګه طبقه بندي کړي. په ۲۰۲۲ مالي کال کې لوړ عاید لرونکي اقتصادونه هغه دي چې په ۲۰۲۰ ز کال کې یې سړي سر د ملي ناخالصه تولید کچه ۱۲۶۹۶ ډالر وه.[۲۰]

په اروپا کې ۳۶ هېوادونه او قلمرونه: اندورا، اطریش، بلجیم، ډنمارک، چنل آیسلنډ، کرواسیا، چک جمهوریت، ډنمارک، استونیا، فاروی ټاپوګان، آیرلنډ، ایسل آف من، ایټالیا، لختنشتاین، لتویا، لتوانیا، لوکزامبورګ، مالټا، موناکو، هالنډ، ناروې، پولنډ، پرتګال، سان مارینو، سلواکیا، سلوانیا، هسپانیه، سوېډن، سویتزرلنډ او بریتانیا.

په امریکا لویه وچه کې ۲۰ هېوادونه او قلمرونه: انتیګوا او باربودا، اروبا، باهاماس، باربادوس، برمودا، د بریتانیا ویرجین ټاپوګان، کاناډا، کیمن ټاپوګان، چلي، کارګوا، ګرینلنډ، پرتوریکو، سېنټ مارتین، سېنټ مارتین (چې له منځه تللی) سېنټ کېټس او نېوس، تورکس او کایکوس ټاپوګان، ټرېنډاد او توباګو، د امریکا متحده ایالات، یوروګوای، د امریکا ویرجن ټاپوګان.

په آسیا کې ۱۵ هېوادونه او قلمرونه: بحرین، بروني، قبرس، هانګ کانګ، اسرائیل، جاپان، کویټ، ماکو، عمان، قطر، سعودي عربستان، سنګاپور، سویلي کوریا، تایوان او عربي متحده امارات.

په اقیانوسیه کې ۸ هېوادونه او قلمرونه: استرالیا، فرانسوي پولینیسا، ګوام، نائورو، نیو کلدونیا، نیوزلنډ،شمالي مارینا ټاپوګان او پالائو.

په افریقا کې یو هېواد:سیشل جمهوریت

د لوړ عاید لرونکي ۹ پخواني اقتصادونه عبارت دي له: امریکايي ساموا (۱۹۸۷-۱۹۸۹)، ارجنټاین (۲۰۱۳،۲۰۱۵،۲۰۱۷)، ایکواټوریل ګینه (۲۰۰۷- ۲۰۱۴)، ماوریتوس (۲۰۱۹)، آنتیل هالنډ (۱۹۹۴- ۲۰۰۹)، پاناما (۲۰۱۷-۲۰۱۹)، رومانیا (۲۰۱۹)، روسیه (۲۰۱۲- ۲۰۱۴) او وینزویلا (۲۰۱۴).[۲۱]

د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان (OECD) لوړ عاید لرونکي غړي[سمول]

د نړیوال بانک د راپور له مخې، د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان (OECD) لاندې ۳۴ غړي هېوادونه د لوړعاید لرونکو هېوادونو په توګه پېژندل شوي:[۲۲][۲۳]

په اروپا کې ۲۶ هېوادونه: اطریش، بلجیم، د چک جمهوریت، ډنمارک، استونیا، فنلنډ، فرانسه، جرمني، یونان، هنګري، آیسلنډ، ایټالیا، لتویا، لتوانیا، لوکزامبورګ، هالنډ، ناروې، پولنډ، پرتګال، سلواکیا، سلوانیا، هسپانیه، سویډن، سویتذرلنډ او بریتانیا.

په امریکا لویه وچه کې درې هېوادونه: کاناډا، چلي او د امریکا متحده ایالات.

په آسیا کې درې هېوادونه: اسرائیل، جاپان، سویلي کوریا.

په اقیانوسیه کې دوه هېوادونه: اسټرالیا او نیوزلنډ.

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. "Fiscal Policy and Inclusive Growth in Advanced Countries: Their Experience and Implications for Asia" (PDF). adb.org. Asian Development Bank. December 2014. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Advanced Countries Will Benefit Most from Progress in Technology, with Lesser Benefits to Other Nations". rand.org. RAND Corporation. 1 June 2006. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Developed Economy Definition Archived 22 March 2016 at the Wayback Machine.. Investopedia (16 April 2010). Retrieved 2013-07-12.
  4. World Bank (1960-01-01). "Constant GDP per capita for the United States". FRED, Federal Reserve Bank of St. Louis. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Report for Selected Country Groups and Subjects". www.imf.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ مارچ ۲۰۱۶ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. The Courier (په انګلیسي ژبه کي). Commission of the European Communities. 1994. مؤرشف من الأصل في ۱۵ مارچ ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. . Human development index. Economics Help.
  8. "Millennium Development Indicators: World and regional groupings". United Nations Statistics Division. 2003. Note b. مؤرشف من الأصل في ۱۰ فبروري ۲۰۰۵. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Standard Country and Area Codes Classifications (M49): Developed Regions". United Nations Statistics Division. مؤرشف من الأصل في ۱۱ جولای ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Sachs, Jeffrey (2005). The End of Poverty. New York, New York: The Penguin Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-59420-045-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Wackernagel, Mathis; Beyers, Bert (2019). Ecological Footprint: Managing Our Biocapacity Budget. Gabriola Island, BC, Canada: New Society Publishers. د کتاب پاڼې 132. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0865719118. مؤرشف من الأصل في ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Lee, Eun Su; Liu, Wei; Yang, Jing Yu (2021-09-23). "Neither developed nor emerging: Dual paths for outward FDI and home country innovation in emerged market MNCs". International Business Review (په انګلیسي ژبه کي): 101925. doi:10.1016/j.ibusrev.2021.101925. ISSN 0969-5931. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. CIA (2008). "Appendix B. International Organizations and Groups". World Factbook. مؤرشف من الأصل في ۰۹ اپرېل ۲۰۰۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اپرېل ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "IMF Advanced Economies List. World Economic Outlook, April 2016, p. 148" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۱ اپرېل ۲۰۱۶ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. World Economic Outlook Archived 21 April 2016 at the Wayback Machine., International Monetary Fund, September 2011, p. 165.
  16. [۱], World Bank. Accessed on 8 July 2021.
  17. "Archived copy". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ فبروري ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جنوري ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  18. "Indiana Express". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ جنوري ۲۰۱۰ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Minutes of Forum #26:Global Strategy Series 2 – Japan as It Should Be (Outline) | Economic and Social Research Institute, Cabinet Office, Government of Japan Archived 30 October 2007 at the Wayback Machine.. Esri.go.jp. Retrieved 12 July 2013.
  20. [۲], World Bank. Accessed on 8 July 2021.
  21. [۳], The World by Income and Region, World Bank. Accessed on 8 July 2021.
  22. "Doing Business 2019 Fact Sheet: OECD High-Income" (PDF). World Bank. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۱ نومبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Doing Business 2019 Regional Profile: OECD High Income" (PDF). World Bank. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۱ نومبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)