پر لينګاين خليج نظامي بريد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پر لينګاین خليج بريد 6-9 جنوري 1945، د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال په فلپين کې د اتحادي ځواکونو له خوا په وچه او لمده کې هممهاله عمليات وو. د 1945ز کال د جنورۍ د شپږمې نېټې په سهار وختي، د اميرالبحر (د سمندري ځواکونو بولندوی) « Jesse B. Oldendorf» په مشرۍ يو لوی اتحادي ځواک د «لوزون» په ټاپو کې لينګاين له خليج څخه د لينګاين د ساحلونو پر لور وړاندې تګ پيل کړ. د متحده ايالاتو سمندري ځواک او د استراليا شاهي سمندري ځواک جنګي بېړيو تر درې ورځو پورې د لينګاين په خليج کې له خپلو سنګرونو څخه د لينګاين د ساحل تر څنګ په شکمنو جاپاني سنګرونو بمباري پيل کړه. د جنورۍ په نهمه، په «S-Day» د متحده ايالاتو شپږم پوځ شا اوخوا پنځه ويشت ميله (40 کيلو متره) په ساحل کې ښکته شو، کوم چې د لينګاين او سان فابيان ښارګوټو تر منځ د خليج په مرکز کې موقعيت لري.

مخينه[سمول]

د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال، لينګاين خليج د امريکايي او جاپاني ځواکونو تر منځ د جګړې يو مهم ډګر ثابت شو. د چپ انځور په منځ کې ښودل شوی، د 1941ز کال د ديسمبر په دوه ويشتمه نېټه، د جاپان څوارلسم پوځ – د بلوک مشر جنرال «ماساهارو هوما» تر قوماندې لاندې – د دې خلیج په شمال ختيځو څنډو، اګو، کابا، سانتياګو او باوانګ کې ښکته شو، چېرته چې دوی په بنسټيز ډول د کم سمبالو امريکايي او فلپيني سرتېرو له ډلو سره په يو شمېر کوچنيو نښتو کې ښکېل شول. داسې حال کې چې د کم مخالفت سره مخ وو، سترو جاپاني ځواکونو په برياليتوب سره وکولای شول پر خليج بريد وکړي او ويې ونيسي.[۱]

له ماتې وروسته ورځ کې، جنرال «ډګلس ميک ارتهر» له «لوزون» څخه د شاتګ او «باتان» ته د بېرته ستنيدو فرمان صادر کړ. د «باتان» په جګړه کې د دوی له ماتې وروسته، د متحده ايالاتو او فلپيني جنګي بنديان په زور سره د باتان د مرګ يون ته اړ کړای شول، چې منزل يې  «کاپاس، ترلک» و، کوم چې له پلازمېنې مانيلا ښار څخه ډېر لېرې نه و.[۲]

په دې  دهليز کې د جنرال «ميک ارتر» تر مشرۍ لاندې د امريکايي سرتېرو په ملاتړ د يو خپلواک اتحادي حکومت د جوړولو له هڅې وروسته، جاپاني سرتيرو د 1942ز کال د مۍ په شپږمه نېټه د دې دهليز په جګړه کې هلته پاتې امريکايي او فلپيني سرتېري تسلمېدو ته اړ کړل. د 1942ز کال د مارچ په يوولسمه نېټه، جنرال «John D. Bulkeley» ميک ارتهر، د هغه کورنۍ او د هغه نږدې کارکونکي له هغه ځايه له ځانه سره واخيستل، چاته چې له فلپين څخه د تېښتې امر شوی و. د راتلونکو درې کلونو لپاره، د لينګاين خليج کې له ښکته کېدو مخکې دا خليج د جاپان تر نېواک لاندې پاتې شو.[۳]

عمليات[سمول]

بمباري[سمول]

د 1945ز کال د جنورۍ له درېيمې نېټې تر نهمې نېټې، د اميرالبحر برید کونکو ځواکونو بېړيو د فلپين په سويل ختيځ کې د «لايټي» خليج له مخکې څخه نيول شويو ټاپوګانو څخه يوه اوږده حلقوي لاره غوره کړه، چې چپ لور ته په نقشه کې د ختيځ «ويسایس» په توګه په شين رنګ کې ښودل شوې ده، کومه چې د «سورياګو» ابنا او «بوهول» سيند له لارې د سويلي «ويسایس» په سويل کې ده. له دې وروسته د شمال په لور تګ سره او په لوېديځ فلپيني ټاپوګانو نيګروس، پيني او منډورو (په شين رنګ کې) لوېديځ ساحلونو څځه وروسته، چې په نقشه کې چپ لور ته ښودل شوي دي، د اميرالبحر «اولډينډوروف» د سمندري بريدګر ځواک مخکې تګ سره سمندري بېړۍ د لينګاين خليج د خولې او د لوزون ټاپو لور ته روان شو، کومه چې د «بګايو» سره بيخي نږدې په چپ لور کې ښودل شوې ده. د خليج له خولې څخه، دوه عمودي لارې د ماينونو د ايستلونو په مټ له ماينونو څځه پاکې کړای شوې، يوه يې د خليج په اخر کې پای ته رسېدونکې ښکته کېدو سيمو لپاره چې د لينګاين د ساحل لوېديځ لور ته وه، او يوه د ښکته کېدونکو سیمو لپاره چې د «سان فابين» ښارګوټي ختيځ لور ته پای ته رسېده. نږدې مستطيل ډوله لينګاين خليج تنګ مرکز په پرتليز ډول د ښکته کېدو یوه کوچنۍ سیمه چمتو کړه، يوازې 25-30 ميله سوروره وه، خو د هغوی بريد کونکو ځواکونو، د لوزون په پلازمينه مانيلا پورې رسېدو لپاره په سويل کې يوازې سل ميله ځمکنۍ لارې غوره کولو ته اړتيا درلوده، کومه چې په چپ لور کې په څرګند ډول ښودل شوې ده.

د 1945ز کال د جنورۍ په شپږمه نېټه د ماسپښين په شا او خوا کې پيل کېدو سره، په لينګاين کې په شکمنو جاپاني دفاعي ډلو درنده سمندري او هوايي بمباري د خليج په داخل کې په هغو سنګرونو پيل شوه، چې مرکز يې په پورته ورکړل شوي انځور کې ښودل شوی دی. له ساحل او د ټاپو په څنډو کې د ښکته کېدو په سیمو کې د خليج په خوله کې د مقاومت اټکلونه ناسم ثابت شول، ځکه ډېره بمباري غېره اړينه ثابته شوه. [۴][۵]

د ماينونو د پاکولو هڅې[سمول]

د اوبو لاندې ويجاړونکو ډلو له خوا د خليج په مرکز د طرحه شوي ښکته کېدو له سيمو سره نږدې ويجاړۍ وشوې، خو دوی د ساحل هېڅ خنډونه ونه موندل، يوازې د يو ماين او مخالفو ځواکونو سره مخ شول. بلوک مشر قوماندان «W. R. Loud»، چې د ماينونو د پاکولو ځواک مشري يې کوله، ادعا کړې وه چې د جنورۍ د اومې ورځې تر پای پورې يې د ماينونو پاکولو په هڅو کې لس نور ماينونه موندلي وو، په داسې حال کې چې د فلپيني مبارزو استخباراتي اټکلونو د زيات شمېر ماينونو اټکل کړی و. «سميت» ليکي چې د اوم تاريخ په اوږدو کې په هېښونکي ډول، د سهار پر مهال د تصفيې په فعاليتونو کې يوازې دوه په اوبو کې پراته ماينونه پیدا شول او د اوبو په څنډه کې نور هېڅ ډول ونه موندل شول. داسې برېښپي چې دواړه سرچينې ټولټال د 10-12 ماينونو ښودنه کوي، کوم چې د ښکته کېدو د سيمې سره نږدې رسېدو لپاره په ځانګړي ډول زیات شمېر نه دي، دې ته په کتنې سره چې ژر به د «ايوو جيما» له ساحلونو څخه په زیات شمېر نور ماينونه وموندل شي. څومره چې د نږدې کېدو لارې پاکې شوې، د اوبو پر سر د هغو سيمو د په ګوته کولو لپاره نښې کېښودل شوې، چېرته چې سمندري بېړۍ د فعالو نښلولو شويو ماينونو له ګواښ څخه خوندي کېدای شوې يا هلته نږدې کېدای شوې.[۶][۷]

د ماينونو تصفيه کونکو په اغېزناک ډول او مېړانې سره کار وکړ، ځکه دوی په پرله پسې ډول د هوايي بريدونو هدف و، ډېرې بريدونه د زيان لامل وګرځېدل، يا د دوی د بېړيو د ډوبېدو سبب شول. دوی د جنورۍ د 6-8 په اوږدو کې، د تکراري بريدونو پر مهال، او په خرابه هوا کې، خپلې موخې په اغېزناک ډول تر سره کړې، په داسې حال کې چې د جنورۍ د اومې نېټې پر مهال د لينګاين سره نږدې د خليج په ختيځ مرکز کې لوړې څپې هم وې، کومو چې د خليج په ختيځه برخه کې شته بېړۍ هم زيانمنولای شوې. د ښکته کېدو پر سيمو د الوتکو او د سمندري توپونو بمباري هم تر سره شوه، په داسې حال کې چې «کاميکاز» (هغه جاپاني پيلوټان يا الوتکې چې دويمه نړيواله جګړه کې يې د دوښمن په سنګرونو ځانمرګي بريدونه کړي وو) په اومه نېټه بريد وکړ، په داسې حال کې چې د دوښمن «کاميکاز»، بمبار او ټارپيډو الوتکو (ټارپيډو هغه الوتکې وې چې جنګي بېړۍ يې په نښه کولې) له دويمې نېټې څخه تر خليج پورې په خپله اوږده لاره د سمندري پوځونو وېره خپره کړې وه، او تر ديارلسمې نېټې روانه وه. «سميت» ليکلي چې اتحادي الوتکو د جنورۍ له شپږمې څخه تر اتمې نېټې موده کې له دوه سوه او پنځوس څخه تر درې سوه الوتنې وکړې، چې د ساحلونو په څنډو کې يې بمباري او هدفونه په نښه کول. د دوښمن ډېرې الوتکې او «کاميکاز» رانسکورې کړای شوې، خو ډيری يې د دوی له منګولو وتښتېدې. «Ian W. Toll» ليکلي چې د جنورۍ په اومه نېټه، د اميرالبحر «کنکاډي» او جنرال «ميک ارتهر» د سملاسي غوښتنو په ځواب کې، «هاسلکي» خپل «لوی بلو بلنکيټ» (دا د بېړيو د خوندي کولو لپاره يو دفاعي سيستم و) په «لوزن» وغورځاوه. خپلو بېړيو ته بېرته له راتګ وروسته، د سمندري بېړيو هوايي پيلوټانو، په ځمکه د لږ تر لږه پنځه اويا جاپاني الوتکو د ويجاړولو ادعا وکړه. په اتمه نېټه، وليدل شول چې د لينګاين په ښار کې، له ښکته کېدو مخکې له ښکته کېدمو مخکې بمبارۍ ته د ځواب په توګه، فلپينيانو د متحده ايالاتو او فلپين له بيرغونو سره د بشپړ رسمم ګذشت په جوړولو پيل کړی و؛ او بريد له دې سيمې څخه لېرې ځای ته ولېږدول شو. [۸][۹][۱۰][۱۱]

سرچينې[سمول]

  1. "Answers". Answers. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. William L. O'Neill, A Democracy at War: America's Fight at Home and Abroad in World War II, p. 115 کينډۍ:ISBN
  3. Doyle, William, PT-109: An American Epic of War, Survival, and the Destiny of John F. Kennedy, (2015), New York, Harper-Collins, p. 25
  4. Intelligence estimates of resistance on the shores of Lingayen, and inland were highly inaccurate, in Smith, Robert, Ross, Triumph, 2nd column, p. 68
  5. Little resistance from the Japanese on the base of the Gulf in Morison, Samuel, Eliot, The Liberation of the Philippines, Luzon, Mindanao, the Visayas, 1944–45, (Copyright 1959), republished in 2001, Castle Books, Edison, New Jersey, pp. 104–114.کينډۍ:ISBN?
  6. 10 mines found by end of day January 7 according to Lieutenant Commander W. R. Loud in Morison, Samuel, Liberation, p. 112
  7. Smith, Robert Ross, Liberation, top of right column, p. 67
  8. High surf on the beaches of Lingayen on January 7 in Morison, Samuel, Liberation, p. 112
  9. Smith, Triumph, second column on bottom of p. 67
  10. Smith, Robert Ross (1993). Triumph in the Philippines (PDF). Washington, D.C.: United States Army. د کتاب پاڼي 67–68. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1410224958. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۴ ډيسمبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Toll, Ian W. (2020). Pacific War Trilogy, Volume III, Twilight of the Gods; War in the Western Pacific, 1944–45. New York & London: Norton. کينډۍ:ISBN, p. 433