پر تکامل نیوکې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په تکامل نیوکې په ۱۹مه پېړۍ کې د تکاملې نظریو د رامخته کېدو را پدېخوا څرګندې شوې دي. هغه مهال چې چارلس ډاروین(Charles Darwin) په ۱۸۵۹ز کال کې د نوعو په سرچینې کې خپل کتاب خپور کړ. د هغه د تکامل نظریه (دا فکر چې نوعې د وراثت له لارې د اصلاح له یوه ګډ نیکه څخه په داسې یوه پروسه کې چې د طبیعي ټاکنې په وسیله پرمخ وړل کېږي، راپورته شوې ده) په لومړیو کې د ساینس پوهانو له لوري د مختلفو نظریو پر وړاندې کولو له مخالفت سره مخامخ شوې ده، مګر په پایله کې یې د ساینسي ټولنې ترمنځ پیاوړی ملاتړ ترلاسه کړ. د تکاملي پروسو د ترسره کېدو مشاهده (ه عصري تکاملي ترکیبونه هم دا شواهد توضیح کوي) له ۱۹۴۰ز لسیزې راهیسې د اصلي جریان بیولوژي پوهانو ترمنځ بحث پاروونکې نه وه.

له هغې راهیسې، د تکامل اړوند ډېری انتقادونه او نه منل د مذهبي ډلو له لوري رامخته شوي دي، نه د علمي ټولنې له لوري. که څه هم ډېری مذهبي ډلو له تکامل سره د خپلو عقایدو جوړجاړی موندلی، لکه د خدای پالونکي تکامل له لارې، نورو مذهبي ډلو د تکامل نه منلو ته د خلقت د اصولو (دا عقیده لرل چې کاینات او ژوند د ماورای طبیعي ځواکونو په ذریعه رامنځته شوی دی) په طرفدارۍ دوام ورکړ. په متحده ایالآتو کې متمرکز شوې د خلقت- تکامل مناقشه، د دین او ساینس ترمنځ د څرګندې شخړې مرکزي تکی ګرځېدلې دی.

د خلقت پالنې څو څانګې د ساینس خلقت ، نوې خلقت پالنې او ځیرک ډیزاین په شمول استدلال کوي چې، دا تصورچې ژوند دې په مستقیمه توګه د یوه خدای یا ځیرکتیا په وسیله ډیزاین شوی وي، لږ تر لږه د تکاملي تیورۍ په څېرعلمي ده او له همدې امله باید په عامه زده کړه کې و ښودل شي. د تکامل په خلاف دا شان بحثونه پراخه شوي دي او د تکامل په شواهدو، مېتودولوژي، احتمال، اخلاقیاتو او علمي منلو پر ضد نیوکې په کې شاملې دي. علمي ټولنه دا ډول نیوکې د اعتبار وړ نه بولي، د علمي مېتود، شواهدو او د فزیک د اسانه قوانینو په ناسم تعبیرولو سره نیوکه کوونکو ته ګوت څندڼه کوي.

تاریخچه[سمول]

تکاملي انګېرنې د ۱۹مې پېړۍ په لومړیو کې د نوعو د خپل منځي اوښتون تیورۍ (د 1800 او 1822 ز کلونو ترمنځ رامنځته شوې ده) سره چې د جین-باپټیسټي لامارک(Jean-Baptiste Lamarck) له لوري رامخته شوې څرګنده شوې دي. په لومړيو کې علمي ټولنې او تر پام وړ کچې جورج کاوییرGeorge Cuvier (1769-1832 ز) د تکامل له انګېرنې سره مخالفت کړی دی. دې انګېرنې چې قوانین، طبیعت او ټولنه کنټرولوي، په 1828 ز کې د جورج کومب (George Combe) د بشر اساسي قانون او په 1844 ز کې مستعاره د خلقت د طبیعي تاریخ نښان سره پراخه عمومي مخاطبین ترلاسه کړي دي. هغه مهال چې چارلس ډاروین په 1859 ز کې د نوعو په سرچینه کې خپل کتاب خپور کړ، ده زیاتره علمي ټولنه په دې قانع کړه، چې نوې نوعې د وراثت له لارې د اصلاح په ذریعه د انشعاب په یوه څانګه یې بڼه له ګډو نیکونو څخه رامنځته کېږي، مګر هغه مهال چې زیاتره پوهانو طبیعي ټاکنه، د یوې معتبرې او له تجربي اړخه د ازمایښت مننونکې فرضیې په توګه منلې وه، د تکامل د ابتدایي میکانیزم په توګه یې د ډاریون نظریه د ځینو له خوا رد شوې وه. [۱]

د ډاروین هم عصرو په پایله کې د فوسیلې شواهدو پر بنسټ، د نوعو د خپل منځي اوښتون منلو ته غاړه کېښوده او د ا کس کلب (له 1864 ز څخه تر 1893 ز پورې فعال وو) د کلیسا او شتمنو غیر حرفیانو د مخالفت په مقابل کې د تکامل څخه د دفاع لپاره جوړ شو. هغه مهال چې ډاروین ټاکلی تکاملي میکانیزم تیار کړی وـ طبیعي ټاکنه – په فعاله توګه یې په اړه د ساینسپوهانو ترمنځ د بدیلو تیوریګانو ، لکه: لامارکیزم او اورتوجینیسس په پلوۍ د نظر جلاوالی و. د ډاروین په تدریجې توګه د علت بیان د سالټیشنیزم او کټاسټروفیزم انګیرنو په وسیله هم له مخالفت سره مخامخ شوې ده. لورډ کیلوین(Lord Kelvin) د 24 او 400 میلیون کلونو ترمنځ د ځمکې د عمر په اړوند خپلو ترمودینامیکو محاسباتو پر بنسټ، د تدریج پلوي پر وړاندې د مخالفت مشري کوله او د هغه نظریي، د خدای بلونکي تکامل یوې بڼې ته چې د الهي لارښود په ذریعه چټکې شوې پام ور اړولی وو. جیولوجیکي لاسته راوړنو د کلوین د ځمکې د عمر له محاسبې سره مخالفت درلود، جیولوجیکي کړنلارې په 1907 ز کې، کله چې د ډبرو راډیو اکټیف تاریخ ګذارۍ ځمکه د بیلیونونو کلونو زړه څرګنده کړه، لا غښتلې شوې. څرنګه چې ډاروین فرض کړې وه، د ځانګړي آرثیت میکانیزم، پانجینیسس، چې د تدریج پلوي څخه یې ملاتړ کړی، هم د ثابتوونکو شواهدو له کمښت سره مخامخ وه او د فرانسیس ګالټون(Francis Galton) تجربي آزمایښتونو (له 1869 زڅخه را پدېخوا) د مناقشې وړ ګرځولې ده. که څه هم تکامل په خپله له علمي پلوه نه و ګواښل شوی، د “ډاروینیزم پیکه کېدلو” په عصر کې د میکانیزم په اړه نا څرګندتیاوو له 1880 ز لسیزو څخه تر 1930 ز لسیزو پورې د منډلي آرثیت په ګډون او د عصري تکاملي ترکیب په راپورته کېدو باندې ټینګار کاوه. عصري ترکیب د نویو شواهدو په مرسته، لکه له جنټیک څخه، چې د ډاروین وړاندوینې يې تایید او سیالې تیوري ګانې یې رد کړې، د بیولوژي پوهانو ترمنځ عمومي مقبولیت ترلاسه کړ. [۲][۳][۴][۵][۶][۷]

پروټسټانیزم، په ځانګړې ډول امریکا کې، په “پاروونکي بحث” واوښت او د تکامل په اړه استدلال له 1860 ز څخه تر 1870 ز لسیزو پورې – د تحول له ټکي سره چې ښایي په 1873 ز لسیزه کې د لویس اګاسیز(Louis Agassiz) د مرګ په وسیله مشخص شوې وي – او په 1880 ز کې د “عیسوي تکامل” یوه بڼه په اجماع د بدلېدلو په حال کې وه. په بریتانیا کې، هغه مهال چې د ډاروین په واسطه په 1871 ز کې د بشر نزول خپرولو د تېرې لسیزې څخه مباحثې ته بیا وړتیا ورکړه، سیر هنري چاډویک Sir Henry Chadwick (1920-2008ز) د  1860ز او 1885 ز کلونو تر منځ د “ډېرې پوهې خاوندانو عیسایانو ترمنځ” د تکامل د پرله پسې مقبولیت یادونه کوي. د پایلې په توګه: تکاملي تیوري د 1876 ز په مهال “دا وړه مجاز او د احترام وړ” وه. په 1884 ز کې د دین او ساینس تر منځ اړیکو په اړه د فریدریک ټیمپل(Frederick Temple) لکچرونو، په دې اړه چې څرنګه تکامل له دین سره په “خصومت” کې نه وي، دې دود ته لا ځلا ورکړې ده. په 1896 زکې د کانټربوري د ستر راهب په حیث د ټیمپل ګومارنې، د کلیسا د روحاني مشرانو په لړ کې د تکامل  پراخ منښت ثابت کړ. [۸][۹][۱۰]

رومان کاتولیک کلیسا د لسیزو لپاره په رسمي بڼه د تکامل له ردولو څخه ځان ساتلی وو. په داسې حال کې چې کلیسا به د هغو کاتولیکانو ممانعت کاوه، کومو به چې له انجیل سره د تکامل د انطباق د امکان په اړه وړاندیز کړی و. څرنګه چې داسې انګیرنه د واتیکان له لومړۍ شورا 1869-70ز له موندنو سره چې ټول شیان له هېڅ څخه د خدای په واسطه رامنځته شوي، په ټکر کې وه او د هغو موندنو څخه انکار کول د تکفیر لامل کېدای شوی. په 1950 ز کال کې د دولسم پاپ پیوس (Pope pius XII)له خوا رومان کاتولیک بیشپانو ته په استول شوي لیک کې په لومړي ځل په مستقیمه او رسمي توګه د تکامل یادونه شوې وه. دې لیک یوه کس ته دا اجازه ورکوله، څو د هغه مفهوم اړوند چې انسانان له مخکې موجودې ژوندۍ مادې څخه رامنځته شوي، په اړه ګروېږنه وکړي، مګر د ادم او حوا یا د روح د خلقت په اړه باید ونه پوښتي. په 1996 ز کې پاپ دویم جان پاول (Pope John Pual XII) تکامل “له یوې فرضیې ډېر” سره نښاني کړ او د دې په ملاتړ د راټول شوو حجیمو څېړنو تصدیق یې وکړ، مګر څرګنده یې کړه چې، د انسان روح ته د مادي توضیح ورکولو هره هڅه “د بشر په اړه له حقیقت سره په ټکر کې ده”. پاپ بینیډیکټ شپاړسم (Pope Benedect XVI) په 2005 ز کې کلک باور څرګند کړ، چې انسانان “د تکامل ځینې اتفاقي او بې معنا محصول نه دي. زموږ هریو د خدای د یوه تکل پایله ده، زموږ هر یو غوښتل شوی، زموږ هر یو سره مینه شوې، زموږ هر یو ضروري ده”. په عین حال کې، پاپ بینیډیکټ د خلقت د مفهومونو او تکامل ترمنځ د اړیکې مطالعې ته په دې بنسټ چې، د عقیدې او لامل ترمنځ به کوم تناقض نه رامنځته کېږي، وده ورکړه. د دې کرښو په دوام سره، د “توماسي تکامل” څېړنیزه پروژه، چې د دومینیکن هېواد د څېړونکو له خوا پر مخ وړل کېده ،زېارباسي، تر څو د تکامل په اړوند علمي شواهدو ته د ټوماس اکویناس Thomas Aquinas 1225-1274 ز له ښوونو سره سمون ورکړي. [۱۱][۱۲][۱۳]

د تکامل اړوند اسلامي نظریې، له هغو څخه چې په لفظي خلقت باور لري (څرنګه چې په قرآن کریم کې ورته اشاره شوې) بیا تر ډېرۍ په زده کړو سمبال مسلمانانو پورې، چا چې د تکامل یوې خدای باورې یا هدایت شوې بڼې سره موافقت کړی، په کوم کې چې قرآن کریم د اصلي مسیر علم سره مخالفت نه دی کړی، بلکې پیاوړی کړی يې دی، ترتیب شوي دي. دا چاره یو څه په لومړیو کې واقع شوې، څرنګه چې د منځنیو پېړیو مدرسو د الجحیز د نظریو ښوونه کوله، چې له 9مې پېړۍ څخه یو مسلمان پوه وو، چا چې طبیعي ټاکنې ته د ورته مفهومونو وړاندیز کړی و. په هرحال، په اسلامي نړۍ کې د تکامل منل لاهم ډېره کمه ده، څرنګه چې مهم شخصیتونه د تکامل د مادي پلوي بنسټیزه فلسفه نه مني، څرنګه چې د انساني سرچینې اړوند غلطه او د الله (ج) څخه انکار ده. د مسلمانو مؤلفانو او لیکوالانو په وسیله، له دې ها خوا زیاتره نیوکې تر ډېره بریده، هغه چې په غربي نړۍ کې رامخ ته شوې، منعکس کوي.[۱۴]

د اصلي دیني سلسلو له لوري، د منلو په پام کې نه نیولو سره، د ډاروین په تیورۍ لومړنیو دیني نیوکو کارول، له تکامل سره د مخالفت په پار دوام لري. دا نظریې چې نوعې د وخت په تېرېدو سره د طبیعي بهیرونو له لاري بدلون مومي او دا چې، جلا نوعې په ګډو نیکونو کې سره مشترکې دي، داسې برېښي چې د خلقت د خالق له استدلال سره په ټکر کې ده.  انجیلي پاکۍ باندې باور لرونکو، په ډاروینیزم باندې دې دلیل چې بدعت آمېزه دی برید کړې. د 19مې پېړۍ د پيل طبیعي دین پېژندنه د ویلیم پالي(William Paley) د ساعت جوړوونکې پرتلې د 1802 ز کال د بڼې په وسیله مشخص شوې ده، له ډیزاین څخه یو استدلال چې تر دې مهاله د تخلیق پلوو له لوري رامخ ته کېږي. په طبیعي دین پېژندنې کې له پیله یو لړ نظریې او بحثونه شامل وو او کله چې د ډاروین تیوري خپره شوه، د تکامل خدای باورانه نظریې وړاندې شوې، په کومو کې چې تکامل علمي  پلټنو ته پرانیستی د فرعي لامل په توګه منل شوی، په داسې حال کې چې لايې پر خدای د تکامل لارښودلو او د انسانانو په خلقت کې له یوه ناڅرګند رول سره د اصلي لامل په توګه باور ساته. دا درېځ د عیسویت او بودیزم د مذهبونو له لوري، د عصري دین پېژندنې سره په همغږۍ، چې تورات او انجیل متشابه ګڼې، اختیار شوی، په دې توګه د دین او تکامل ترمنځ شخړه له منځه تللې ده. [۱۵]

په هر حال، د 1920 ز لسیزې په ترڅ کې عیسوي بنسټ پالونکو، په متحده ایالاتو کې د تکامل له ښوونو سره په مخالفت کې د عصري دین پېژندنې پر ضد خپل د لفظي ژباړې ملاتړ استدلالونو ته پراختیا ورکړه، له دې وېرې سره چې ډاروینیزم د جرمني د نظامي پیاوړتیا د لوړېدو لامل شوې او دا کار، دین او اخلاقیاتو ته خطر پېښوي. دې مخالفت، د خلقت- تکامل تناقض کې پراختیا موندلې، په متحده ایالاتو کې د لفظي ژباړې ملاتړ عیسویان، چې په دولتي ښوونځیو کې د تکامل د تدریسولو مخالف دي، هم په کې شامل شوي دي. که څه هم لومړنیو نیوکه کوونکو، تکامل له دې امله چې له انجیل څخه د دوی د تفسیر سره په تضاد کې ده، رد کړی دی، دا استدلال هغه مهال په قانوني توګه بې اعتباره شو، کله چې د متحده ایالاتو سترې محکمې په 1968 ز په ایپرسون وی ارکانساس کې حکم کړی چې د دیني لاملونو پر بنسټ، د تکامل د تدریس مخنیوی، د بنسټ د قانون له مادې سرغړونه ګڼل کېږي.  [۱۶]

له هغه مهاله را پدېخوا، د خلقت باورو په تکامل نورو کم رنګه نیوکو ته پراختیا ورکړې، په مختلف ډول دا دلیل راوړي چې، دا غیر علمي ده، د خلقت باورو په مذهبي خپلواکیو تېری کوي، یا دا چې د تکامل قبلول د دین خلاف دی. هغو تخلیق پلوو چې، د بې طرفۍ ډیموکراټیکو اصولو ته لاس اچولی وو، استدلال کوي چې:  تکامل بحث پاروونکی دی او له دې امله باید د ساینس ټولګي “مباحثه تدریس کړي“. په ځیرک – ډیزاین تحریک کې، په تکامل نیوکې په 1992 ز لسیزې او  2000ز  لسیزې په لومړیو کې، هغه مهال اوج ته ورسېدې، چې ناکامه هڅه یې وکړه، ترڅو خپل ځان د تکامل د یوه علمي ځای ناستي په توګه وړاندې کړي. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Johnston, Ian C. (1999). "Section Three: The Origins of Evolutionary Theory". . . . And Still We Evolve: A Handbook for the Early History of Modern Science (الطبعة 3rd revised). Nanaimo, BC: Liberal Studies Department, Malaspina University-College. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ اپرېل ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جولای ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Darwin's Timeline: November". AboutDarwin.com. Eugene, OR: David Leff. فبروري 10, 2008. د اصلي آرشيف څخه پر نومبر 28, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه مارچ 21, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Bowler 1992, pp. 23–24
  4. England, Philip; Molnar, Peter; Righter, Frank (January 2007). "John Perry's neglected critique of Kelvin's age for the Earth: A missed opportunity in geodynamics". GSA Today. 17 (1): 4–9. doi:10.1130/GSAT01701A.1. ISSN 1052-5173. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Boltwood, Bertram B. (February 1907). "On the Ultimate Disintegration Products of the Radio-Active Elements. Part II. The Disintegration Products of Uranium". American Journal of Science. 23 (134): 78–88. doi:10.2475/ajs.s4-23.134.78. ISSN 0002-9599. S2CID 131688682. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Bowler 1992, p. 3
  7. Bowler 2003
  8. Moore 1979, p. 10
  9. Moore 1979, p. 10
  10. Temple 1884, Lecture IV: "Apparent Conflict Between Religion and the Doctrine of Evolution"
  11. "24 April 2005: Mass for the inauguration of the Pontificate | BENEDICT XVI". w2.vatican.va. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Thomistic Evolution". www.thomisticevolution.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. See John Allen's essay at https://www.ncronline.org/blogs/all-things-catholic/benedicts-thinking-creation-and-evolution. See also Christoph Cardinal Schönborn's exposition "Benedict XVI. on 'Creation and Evolution'": http://www.pas.va/content/dam/accademia/pdf/acta20/acta20-schoenbornen.pdf Archived 2019-08-05 at the Wayback Machine.
  14. Yahya 1999
  15. "Darwin and design". Darwin Correspondence Project. Cambridge, UK: University of Cambridge; American Council of Learned Societies. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ مارچ ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Scott, Eugenie C.; Matzke, Nicholas J. (May 15, 2007). "Biological design in science classrooms". Proc. Natl. Acad. Sci. U.S.A. 104 (suppl. 1): 8669–8676. Bibcode:2007PNAS..104.8669S. doi:10.1073/pnas.0701505104. ISSN 0027-8424. PMC 1876445. PMID 17494747. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Ham 1987, Chapter 2: "Evolution is Religion"
  18. Ham 1987, Chapter 2: "Evolution is Religion"
  19. Workosky, Cindy (August 3, 2005). "National Science Teachers Association Disappointed About Intelligent Design Comments Made by President Bush" (Press release). Arlington, VA: National Science Teachers Association. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ سپټمبر ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مارچ ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Bishop, George (August 2006). "Polls Apart on Human Origins". Public Opinion Pros. ISSN 1555-5518. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ جولای ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)