پر اوکراین د روسیې د یرغل په بهیر کې ناسم معلومات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پر اوکراین د روسیې د یرغل د یوې برخې په توګه د روسیې دولت او د هغوی د دولت په کنټرول کې رسنیو په یوه اطلاعاتي جګړه کې ناسم معلومات خپاره کړل. اوکرایني رسنۍ او سیاسون هم د پوځي کمپاین د يوې برخې په توګه د تبلیغاتي کیسو په کارولو تورن دي، که څه هم دا ډول هڅې د روسیې د ناسمو معلوماتو د کمپاین په پرتله ډېرې محدودې وې. [۱]

د روسیې پروپاګانډا او د جعلي خبرونو کیسو د اوکراین د موجودیت پر حق تېری کړی دی او هغه یې د یو نوي نازي دولت په توګه د روسي ژبو پر وړاندې په نسل وژنه، د بیولوژیکي او اتومي وسلو په جوړونه او شیطان پرستۍ تورن کړی. د روسیې تبلیغات همدارنګه ناټو د اوکراین د کنترول او په اوکراین کې د پوځي تاسیساتو د جوړولو له لارې د روسیې په تهدیدولو تورنوي. ځینې دغه ناسم معلومات د روسي وېب تشکیلاتو له خوا خپاره شوي. او دا په پراخ ډول د ناسمو په توګه رد شوي دي او د یرغل د توجیه لپاره او د اوکراین‌یانو پر وړاندې د نسل وژنې د اقداماتو د توجیه لپاره جوړ شوي دي. د روسیې دولت په اوکراین کې د جنګي جرمونو تر سره کول رد کړي دي او روسي رسنی په دروغو ځینې دغه جرمونه د اوکرایني پوځيانو په غاړه وراچوي. ځینې ناسم معلومات هڅه کوي چې له اوکراین څخه نړیوال ملاتړ کمزوری کړي او د اوکراین د کډوالو پر وړاندې دوښمني وپاروي.  

د جګړې د خبرونو د سانسور او د ډېری رسنیو د دولتي کنترول له امله د روسیې ناسم معلومات په‌خپله په روسیه کې پراخ او بریالي وو. د ناسمو معلوماتو د حجم د ډېروالي له امله روسي رسنۍ محدودې شوې دي او په ډېریو لویديځو او پرمختللو هېوادونو کې یې شهرت ته زیان رسېدلی. که څه هم د روسیې دولت په ډېرو پرمختللیو هېوادونو کې د خپلو نظریو په خپرولو کې ډېر بریالی و. په ځانګړي ډول د چین دولتي رسنیو تر ډېره له روسي لوري سره خواخوږي کړې ده او په مکرر ډول یې د جګړې خبرونه سانسور کړي او یا یې هم د روسیې جعلي او ناسم خبرونه بیا خپاره کړي.  

د اوکراین په ملاتړ د ناسمو معلوماتو تشرېحات د ډېرو خوشبینه تلفاتو په راپورونو تمرکز کوي او همدارنګه د کيېف د ستاینې په څېر د هېوادپاله کیسو پر دودولو تمرکز لري چې د ورپسې معلوماتو په واسطه بې باوره شوې دي.

روسي موضوعات/سروکي  [سمول]

ناسم معلومات (د افکارو د بدلون په موخه دروغ یا اغراق) د روسیې دولت، دولتي کنترول رسنیو، پروپاګندانو، روسي وېب تشکیلاتو له خوا په اوکراین کې د روسیې د یرغل د یوې برخې په توګه خپاره شوي. موخه یې د روسیې له یرغل څخه ملاتړ او له یرغل سره د مخالفت کمزوري کول دي. دا تبلیغات د اوکراین پلوه لویديځو هېوادونو تر منځ د نفاق رامنځته کولو؛ له ناټو سره مبارزې او د روسیې د جنګي جرمونو د پټولو او یا د باور وړ انکار په لټه کې دي. لاندې موضوعات له ځینې عامو ردونو سره د روسیې د ناسمو تبلیغاتو او معلوماتو عام موضوعات دي.   [۲][۳]

د اوکراین له ملیت او دولت څخه انکار[سمول]

د روسیې تبلیغاتو د اوکراین ملیت او ملي هویت موخه ګرځولی او اوکراین‌یان د « کوچنیو روسانو» یا هم د «یو بشپړ روسي ملت د یوې برخې» په توګه ښيي. دا له اوولسمې پېړۍ راهیسې د روسیې د امپریالیستي او ملت پالو بیاناتو موضوع ده. کلونه کېږي چې د روسیې ولسمشر ولادي میر پوتین د اوکراین د خلکو هویت او مشروعیت له پوښتنې سره مخ کړی او د «روسانواو اوکراین‌یانو تاریخي یوالی» په نوم خپله مقاله کې یې چې په ۲۰۲۱ کال کې یې خپره کړې د اوکراین د ملي هویت اړوند توطئه‌ییزې نظريې د «روسي ضد پروژې» په توګه یادې کړې دي. [۴][۵]

په ۲۰۱۴ کال کې د اوکراین تر انقلاب وروسته روسي بیاناتو د اوکراین دولتونه ناقانونه ښودل او هغوی یې د «کیېف رژیم» یا د «نازي/فاشیستي جونټا (حکومت)» په نوم یادول. پوتین وويل «د هغوی مشري د مخدره توکو د روږدو د یوې ډلې او نیو نازیانو په لاس کې وه.» او ادعا یې وکړه چې اوکراین د لویدیځ یا متحده ایالاتو په خارجي کنترول کې دی. [۶][۷][۸][۹]

ویل کېږي چې له یو ملیت څخه دغه ډول انکار کول د روسي چارواکو په‌واسطه د نسل وژنې د راپارونې د کمپاین یوه برخه ده.  [۱۰][۱۱]

د نازیزم تورونه[سمول]

پوتین په دروغو ادعا وکړه چې د اوکراین دولت نیو-نازي دی او «له اوکراین څخه د نازي لرې کول» یې یو له خپلو موخو څخه وباله. د پوتین ادعاوې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو په شورا کې د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګئ لاوروف په‌واسطه تکرار شوې. ډېری ډيپلوماتان د دغې موضوع په اعتراض ووتل. دا ادعاوې په روسي رسنیو کې د جګړې د توجیه کولو لپاره تکرار شوې. د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې د روسیې دولتي خبري آژانس ریانووستي «روسیه باید له اوکراین سره څه وکړي» له سرلیک سره د تیموفي سرګیتسف په قلم لیکل شوې مقاله خپره کړه، په ترڅ کې يې داسې استدلال کړی و چې اوکراین او د اوکراین ملي هویت باید له‌منځه لاړ شي، ځکه هغه ادعا وکړه چې زیاتره اوکراین‌یان «حداقل غیر فعال» نازیان دي. د مې په میاشت کې په روسي رسنیو کې په اوکراین کې د نازي لرې کولو ارجاعاتو په پيکه کېدو پيل وکړ، په دې توګه دغه تبلیغات د روسیې خلکو پام‌وړ نه وو. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د نازیزم دغه ادعاوې په پراخ ډول د ناسمو او د یرغل د توجیه لپاره د روسیې ناسمو اطلاعاتو د کمپاین د یوې برخې په توګه ردیږي او ډېری داسې ادعا کوي چې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي یو یهودی دی او خپلوان یې په هلوکاسټ (د یهودو ټولوژنه) کې قرباني شوي دي. د نړۍ ځینې مخکښو تاریخ پوهانو د پوتین د ادعاګانو له ردولو سره د نازیزم او هلوکاسټ په اړه یوه بیانیه خپره کړه چې په یاده برخه کې د سلګونه نورو څېړونکو او تاریخ پوهانو له خوا لاسلیک شوه. چې وايي:[۲۰]

«موږ له نازي دولت سره د اوکراین د دولت په اړه د روسیې د دولت معادله د هغې د بې دلیله بریدونو د توجیه لپاره په کلکه توګه ردوو. په حقیقت کې دا بیان ناسم، له اخلاقي پلوه ناوړه او د نازیزم میلیونونه قربانیانو او هغو کسانو ته ژور سپکاوی دی چې د هغوی پر وړاندې يې جګړه کړې ده.»

لیکوالان وايي چې اوکراین هم د بل هر هېواد په څېر «ښې اړخه افراط پالان او تاوتریخجنې زینوفوبیک ډلې» لري، خو «هېڅ یوه هم د روسیې تېری او د اوکراین ناسم تعبیر نه توجیه کوي.» د اشویتس-برکناو دولتي موزیم د پوتین ادعاوې وغندلې او ویې ویل: «یو ځل بیا بې‌ګناه خلک یوازې د کاذب امپریالیزم د ځان ښکارونې لپاره وژل کېږي.» د متحده ایالاتو د هلوکاسټ د یاد څلي موزیم او ید وېشم بنسټ د هلوکاسټ له تاریخ څخه د پوتین ناسمه ګټه اخیستنه وغندله. د اوکراین یهودیانو هم دا ادعاوې رد کړې چې پر بنسټ يې د اوکراین دولت یو نوی نازي دولت دی. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

د نازیزم پر بنسټ د اوکراین پر وړاندې د کرملین ادعاوې تر یوه حده د دغه هېواد د ښاریانو تر منځ د جګړې د اور راپورته کولو لپاره هڅه ده. د روسیې تبلیغات یې د نازي المان پر وړاندې د شوروي اتحاد «د وطنپالنې د سترې جګړې» دوام بولي، که څه هم روسیه په ټوله اروپا کې له ښې اړخو افراطي ډلو څخه هم ملاتړ کوي. د واشنګټن پوست لپاره د میریام برګر په وینا، «د فاشیزم پر وړاندې د مبارزې بیانیه» په روسیه کې په ژوره توګه پژواک کوي، هغه روسیه چې له نازي المان سره په جګړه کې له لویو زیانونو سره مخ شوې وه. د دغه تبلیغاتو د یوې برخې په توګه د روسیې او اوکراین د جګړې په بهیر د شوروي له شکلونو یا مجسمو څخه کار اخیستل و، چې په اوکراین کې د روسیې تر اشغال لاندې سیمو کې د اوکراین د بیرغ پر ځای د بریا بیرغ ځای پر ځای کوي.  [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

سرچينې[سمول]

  1. Stuart A. Thompson, Davey Alba (په 2022-03-03 باندې). Fact and Mythmaking Blend in Ukraine's Information War. The New York Times.
  2. (په 2022-05-01 باندې). 'Troll factory' spreading Russian pro-war lies online, says UK.
  3. (په 2022-12-15 باندې). An Alternate Reality: How Russia's State TV Spins the Ukraine War. The New York Times.
  4. (په 2014-08-29 باندې). Putin says Russians and Ukrainians 'practically one people'. Reuters.
  5. Marson, James (2009-05-25). "Putin to the West: Hands off Ukraine". Time (په انګلیسي ژبه کي). ISSN 0040-781X. مؤرشف من الأصل في ۱۲ نومبر ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ نومبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Disinfo: Ukraine is ruled by a Nazi junta". EU vs Disinfo. 2021-10-26. مؤرشف من الأصل في ۰۴ نومبر ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ نومبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 7 May 2022 باندې). Bulgaria: Hard Choice between Weapons for Ukraine and Unity of the Coalition. European Pravda
  8. (په 2022-02-25 باندې). Putin says Ukraine run by 'band of drug addicts and neo-Nazis'; urges Ukrainian army to stage coup.
  9. "Disinfo: Ukraine is militarized and under external control". EU vs Disinfo. 2021-12-07. مؤرشف من الأصل في ۰۴ نومبر ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ نومبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 2022-05-27 باندې). Russia is guilty of inciting genocide in Ukraine, expert report concludes.
  11. (په 2022-05-27 باندې). An Independent Legal Analysis of the Russian Federation's Breaches of the Genocide Convention in Ukraine and the Duty to Prevent.
  12. (په 1 March 2022 باندې). Watch: U.N. Envoys Stage Walkout As Russia's Lavrov Begins Address. NBC News
  13. "Lavrov embodies Moscow's steely posture". AP News. 2 March 2022. مؤرشف من الأصل في ۰۷ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 1 March 2022 باندې). Russian actions aim to save people, demilitarize, denazify Ukraine – Lavrov. TASS
  15. (په 2 July 2022 باندې). How the Russian Media Spread False Claims About Ukrainian Nazis. The New York Times.
  16. Brown, Chris (5 April 2022). "A Kremlin paper justifies erasing the Ukrainian identity, as Russia is accused of war crimes". Canadian Broadcasting Corporation. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Ukraine 'to be renamed' after war". The Australian (په انګلیسي ژبه کي). 5 April 2022. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. . Russia's vision for renaming Ukraine includes executing rebels.
  19. Gessen, Masha (2022-05-18). "Inside Putin's Propaganda Machine". The New Yorker (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Grzegorz Rossoliński-Liebe, Bastiaan Willems (2022). "Putin's Abuse of History: Ukrainian 'Nazis', 'Genocide', and a Fake Threat Scenario". The Journal of Slavic Military Studies. 35 (1): 1–10. doi:10.1080/13518046.2022.2058179. S2CID 250340541 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. (په 2022-02-27 باندې). Statement on the War in Ukraine by Scholars of Genocide, Nazism and World War II. The Jewish Journal of Greater Los Angeles.
  22. (په 24 February 2022 باندې). Auschwitz museum says Russia's war in Ukraine is an 'act of barbarity that will be judged by history'. Business Insider.
  23. (په 25 April 2022 باندې). Putin wants to de-Nazify Ukraine — that's ludicrous, say the country's Jews. Politico.
  24. Hollinger, Andrew, المحرر (2022-02-24). "United States Holocaust Memorial Museum condemns Russia's invasion Of Ukraine and Vladimir Putin's exploitation of Holocaust history as a pretext for war". Washington, DC: United States Holocaust Memorial Museum. مؤرشف من الأصل في ۲۵ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۲. In justifying this attack, Vladimir Putin has misrepresented and misappropriated Holocaust history by claiming falsely that democratic Ukraine needs to be 'denazified.' Equally groundless and egregious are his claims that Ukrainian authorities are committing 'genocide' as a justification for the invasion of Ukraine. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په 2022-02-27 باندې). Yad Vashem Statement Regarding the Russian Invasion of Ukraine. (Press Release) Yad Vashem
  26. (په 2 May 2022 باندې). Soviet flags keep rising over Russian-occupied Ukraine.
  27. (په 5 May 2022 باندې). 'It's a reference to the USSR — to its return' Why is the Kremlin incorporating Soviet symbols into its war propaganda?. Meduza.
  28. (په 2022-02-25 باندې). Putin says he will 'denazify' Ukraine. Here's the history behind that claim..
  29. Garner, Ian (26 March 2022). "Russia and Ukraine Are Fighting for the Legacy of World War II". Foreign Policy. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. (په 1 June 2022 باندې). The 'Death Cult' Keeping Russia in Ukraine. The Bulwark.