پر اوکراین د روسیې د یرغل جنګي جرمونه
په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین د روسیې د یرغل له پيل څخه د روسیې پوځ او چارواکو د ملکيانو پر وړاندې زیات شمېر قصدي بریدونه، د ملکیانو ټولوژنه، پر ښځو او ماشومانو جنسي تېری او د هغوی شکنجه کول، د اوکرایني جنګي بندیانو د غړو پرې کول او شکنجه کول او په ګڼ مېشته سیمو بې توپیره بریدونه ترسره کړي دي. [۱][۲]
د ۲۰۲۳ کال د مارچ په ۲یمه نړیوالې جنايي محکمې (ICC) په اوکراین کې د پخوانیو تورونو او اوسنیو جنګي جرمونو، د بشریت ضد جرمونو یا نسل وژنې په اړه چې د ۲۰۱۳ کال د نوامبر له ۲۱مې وروسته د هر چا پهواسطه ترسره شوي د بشپړې پلټنې دوسیه پرانیسته او د شواهدو لرونکو خلکوته يې یوه انلاین طریقه جوړه کړه چې له پلټونکو/څېړونکو سره اړیکه ونیسي او د پلټونکو، وکیلانو او ګڼو نورو متخصصانو یوه ډله یې د شواهدو د راټولو د پيل لپاره اوکراین ته ولېږله. دوه نورې خپلواکې ادارې هم په دغه سیمه کې له بشري حقونو او نړیوالو بشردوستانه حقونو څخه د سرغړواي پېښو د پلټنې په حال کې دي: د اوکراین په اړه د پلټنې نړیوال کمیسیون چې د ۲۰۲۲ کال د مارچ په څلورمه د ملګرو ملتونو د بشر حقونو د شورا پهواسطه تاسیس شو او په اوکراین کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څارنې ماموریت چې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنر د دفتر له خوا ګومارل شوی. دغې سازمان په ۲۰۱۴ کال کې د ټولو لورو له خوا له بشري حقونو څخه د سرغړاوي پر پېښو څار پیل کړ او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو نږدې ۶۰ څارونکي يې ګومارلي. د ۲۰۲۲ کال د اپرېل په ۷مه ملګرو ملتونو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه د روسیې غړیتوب معطل/ځنډنۍ کړ. داکتوبر په وروستیو کې د اوکراین محکمې د روسیې د جنګي جرمونو ۳۹۳۴۷ ادعا شوي موارد مستند کړل له ۶۰۰ څخه ډېر مشکوک کسان يې پېژندلي او د شاخوا ۸۰ پر وړاندې يې محاکمې پيل کړې. [۳][۴][۵][۶]
د ۲۰۲۳ کال د مارچ په ۱۷مه د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) پر اوکراین د یرغل په جریان کې د ماشومانو د تښتونې په جنګي جرمونو کې د لاس لرلو په تور د ولادیمیر پوتین او ماریا لووا بیلوا د نیولو حکم صادر کړ. [۷][۸]
د جنګي جرمونو مستندول
[سمول]د جرمونو نړیواله محکمه د ګڼ شمېر تړونونو سره سم د جنګي جرمونو او نسل وژنې پلټنه کوي. د جینوا کنوانسیون په ۱۹۴۹ کال کې جنګي جرمونه تعریف کړل. د شلمې پېړۍ په وروستیو کې د جرمونو د نړیوالې محکمې د روم منشور نور جنګي جرمونه ورزیات کړل چې د کورنیو جګړو لپاره د پلي کېدو وړ دي. [۹][۱۰]
د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوالانو د ولادیمیر پوتین او یو روسي چارواکي چې روسیې ته د اوکرایني ماشومانو د اختطاف په تړاو نیول شوی د نیولو قانوني سند صادر کړی. څېړونکو په اوکراین کې د روسیې په جګړه کې له جینوا کنوانسیون څخه د ډېرو سرغړونو شواهد وړاندې کړي. [۱۱]
مسکو په جنګي جرمونو کې له هر ډول ښکېلتیا څخه انکار کړی، دا هغه ځواب دی چې د کورک پوهنتون له کالج څخه ویتوریو بوفاچي یې «په طنز پورې محدود» بولی او ادعا کوي چې له بوچا څخه راوتلي انځورونه جعلي دي او دا «یو غیر صادقانه ځواب و چې تر حقیقت وروسته په سرعت له هذیاني غرور څخه راوتلی، (دا) د دې وړ نه دی چې جدي وګڼل شي.» ان د متحده ایالاتو سنا هم چې معمولاً پاشل شوې وې د دې لپاره سره راغونډه شوه چې پوتین یو جنګي مجرم وبولي. د روسیې د جنګي جنایتو د مستند کولو اړوند له څو هڅو څخه یوه هم د بازارونو او ډوډۍ د کرښو پرلپسې بمبارۍ، د اساسي بېخبناوو تخریب او په هغه هېواد کې چې د شوروي په واسطه د اوکراینیانو قصدي لوږه هولودومور (د اوکراین سرتره قحطي) لا د خلکو په حافظه کې ښکاري پر صادراتي او تدارکاتي کاروانونو برید دی. د خلکو جبري اخراج لکه هغه څه چې په ماریو پول کې ترسره شول یوه بله د پام وړ برخه ده، ځکه جبري اخراج او جبري انتقال دواړه د جینوا د څلورم کنوانسیون او دویم اضافي پروتوکول د روم قانون د ۸مې مادې او د بشریت ضد جرمونو قانون د ۷مې مادې پر اساس د جنګي جرمونو په توګه تعریفیږي. د جنګي جرمونه او د بشریت ضد جرمونه دواړه د فردي حساب ورکولو ډېر میکانیزمونه لري، چې د جرموو نړیواله محکمه او همدارنګه د انفرادي دولت په کچه د نړیوال صلاحیت او د میګنیتسکي د بندیزونو قانون په کې شاملېږي. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
برمته کول او تبعید/اخراج
[سمول]د جرمونو نړیواله محکمه اختطاف او اخراج د جنګي جرم په توګه پېژني او د ماشومانو جبري بیامېشتول د نسل وژنې یوه بڼه بولي. [۱۶]
د اوکرایني ماشومانو برمته کول
[سمول]د اوکرایني چارواکو په وینا روسي ځواکونو له ۱۲۱۰۰۰ څخه ډېر اوکرایني ماشومان برمته کړي او د روسیې ختيځو ولایتونو ته یې اخراج کړي. د ځینې برامته شویو ماشومانو مور او پلار د روسي پوځ له خوا وژل شوي. د روسیې دوما ایالت د دغو ماشومانو «په زویولۍ» نیولو ته یوه قانوني مسوده تیاره کړه. د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې «د اوکراین قانون ټولو اړینو طرزالعملونو ته له پام په پرته د روسي اتباعو له خوا د اوکرایني ماشومانو د غیر قانوني منلو ښکاره ګواښ موجود دی.» او د ملګرو ملتونو له سازمانونو څخه يې غوښتنه وکړه چې د اوکرایني ماشومانو د بېرته راستنولو لپاره مداخله وکړي. د ۲۰۲۲ کال د جون په ۱ د اوکراین ولسمشر زلنسکي روسیه د یتیمو او له خپلو کورنیو څخه بېل شويو ماشومانو په ګډون له ۲۰۰۰۰۰ څخه زیاتو ماشومانو په جبري اخراج تورنه کړه. هغه وویل چې دا «خورا ناروا جنګي جرم» او یوه «جرمي پالیسي» ده، چې موخه يې «نه یوازې د خلکو غلا کول دي بلکې د اوکراین د هېرولو لپاره د اخراج شویو اړ کول چې ونه شي کولی بېرته راستانه شي.»[۱۷][۱۸][۱۹]
د اوکرایني چارواکو او دوو شاهدانو په وینا روسي ځواکونو د ماریوپل په محاصره کې د دغه هېواد زرګونه اوسېدونکي په زور له اوکراین څخه روسیې ته تبعید کړي. د مارچ په ۲۴مه د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت ادعا وکړه چې د روسیې پوځ له ماریوپل څخه شاوخوا ۶۰۰۰ خلک د «برمته» په توګه په زور اخراج کړي او پر اوکراین یې ډېر فشار اچولی دی. د روسیې د دفاع وزارت په وینا د ماریوپل اوسېدونکو یو «داوطلبانه انتخاب» درلود چې ایا په اوکراین کې تخلیه شي او که د روسيې په کنترول کې خاورې ته ولېږدول شي او د مارچ تر ۲۰مې نېټې شاوخوا ۶۰۰۰۰ د ماریوپل اوسېدونکي «روسیې ته تخلیه شول.» د بشري حقونو د څار سازمان ونه شو کولی دا حساب تایید کړي. [۲۰][۲۱][۲۲]
په کیېف کې د متحده ایالاتو سفارت د اوکراین د بهرنیو چارو د وزارت له قوله وایي چې ۲۳۸۹ اوکراینی ماشومان له دونتسک او لوهانسک څخه په ناقانونه ډول خارج شوي او روسیې ته لېږدول شوي. [۲۳]
د اوکراین د بشري حقونو امبودزمان (ناپېلې حقوقي اداره) وویل چې له ۴۰۲۰۰۰ څخه ډېر اوکرینیان روسیې ته وړل شوي دي چې شاوخوا ۸۴۰۰۰ یې ماشومان دي. روسي چارواکو وویل چې له ۳۸۴۰۰۰ څخه ډېر خلک چې له ډلې یې له ۸۰۰۰۰ څخه ډېر ماشومان دي له اوکراین او د دونتسک او لوهانسک پهخپله اعلان شویو جمهوریتونو څخه روسیې ته تخلیه شوي دي. [۲۴][۲۵]
د جګړې پر مهال د ملکي افرادو په څېر د خوندي کسانو اخراج د جینوا د څلورم کنوانسیون د ۴۹ مادې له مخې منع دی. د جون په ۷مه د بشري حقونو د څار متخصصې تانیا لوکشینا پر دې موضوع ټینګار وکړ او په تکراري ډول یې وویل چې اجباري او غیر داوطلبانه اخراج پهخپله یو جنګي جرم دی او له روسیې څخه يې غوښتنه وکړه چې دا عمل ودروي. برسېره پر دې د بشري حقونو څار او د خارکف له بشري حقونو څخه د ملاتړ ادارې د داسې قضیو راپور ورکړی چې په ترڅ کې یې کډوال ډارول شوي او فشار پرې اچول شوی چې د ماریوپل پر تیاتر د هوايي برید په ګډون د جنګي جرمونو د پلټنو/پوښتنو ګروېږنو په اوږدو جلساتو کې د اوکراین وسلهوال پوځ د جنګي جرمونو په ترسره کولو تورن کړي. [۲۶][۲۷]
سرچينې
[سمول]- ↑ "Chernihiv: Are these Russia's weapons of war?". BBC News (په انګليسي). 9 April 2022. نه اخيستل شوی 3 May 2022.
- Gall, Carlotta; Kramer, Andrew E. (3 April 2022). "In a Kyiv Suburb,'They Shot Everyone They Saw'". The New York Times (په انګليسي). ISSN 0362-4331. Archived from the original on 12 April 2022. نه اخيستل شوی 3 May 2022.
- ↑ Cumming-Bruce, Nick (23 September 2022). "U.N. Experts find that war crimes have been committed in Ukraine". The New York Times. Archived from the original on 24 September 2022.
- Macias, Amanda (28 October 2022). "UN report details horrifying Ukrainian accounts of rape, torture and executions by Russian troops". CNBC (په انګليسي). نه اخيستل شوی 29 January 2023.
- ↑ "ICC prosecutor: Team leaves to investigate war crimes in Ukraine". Reuters. 3 March 2022. Archived from the original on 3 March 2022. نه اخيستل شوی 4 March 2022.
- ↑ "Statement of ICC Prosecutor, Karim A.A. Khan QC, on the Situation in Ukraine: "I have decided to proceed with opening an investigation."". www.icc-cpi.int. 28 February 2022. نه اخيستل شوی 23 March 2022.
- ↑ Nichols, Michelle (7 April 2022). "U.N. suspends Russia from human rights body, Moscow then quits". Reuters. نه اخيستل شوی 7 April 2022.
- ↑ Egan, Lauren (31 May 2022). "She was sure her son's death was a war crime. But the investigation is more painful than she expected". NBC News.
- ↑ Radford, Antoinette (2023-03-17). "Putin arrest warrant issued over war crime allegations". BBC News. نه اخيستل شوی 2023-03-17.
- ↑ "Situation in Ukraine: ICC judges issue arrest warrants against Vladimir Vladimirovich Putin and Maria Alekseyevna Lvova-Belova". International Criminal Court. 2023-03-17. نه اخيستل شوی 2023-03-17.
- ↑ Dörmann, Knut (2003). "War Crimes under the Rome Statute of the International Criminal Court, with a Special Focus on the Negotiations on the Elements of Crimes". Max Planck Yearbook of United Nations Law Online. 7 (1): 341–407. doi:10.1163/187574103x00077. ISSN 1389-4633.
- ↑ Greig, J. Michael; Meernik, James D. (2014-06-26). "To Prosecute or Not to Prosecute: Civil War Mediation and International Criminal Justice". International Negotiation. 19 (2): 257–284. doi:10.1163/15718069-12341278. ISSN 1382-340X.
- ↑ "Inside Russia's war crimes". The Week (په انګليسي). 15 July 2023. نه اخيستل شوی 2023-07-30.
- ↑ Bufacchi, Vittorio (26 July 2022). "War crimes in Ukraine: is Putin responsible?". Journal of Political Power. 16 (1): 6. doi:10.1080/2158379X.2022.2105495. S2CID 251124184.
- ↑ Moira Warburton (15 March 2022). "U.S. Senate unanimously condemns Putin as war criminal". Reuters.
- ↑ Sabbagh, Dan (24 September 2023). "War crimes dossier to accuse Russia of deliberately causing starvation in Ukraine". The Guardian.
- ↑ Colvin, Victoria; Orchard, Phil (28 March 2023). "Forced deportations and the Ukraine war: Russian culpability in atrocity crimes". Violence. 3 (2): 281–300. doi:10.1177/26330024231167184. S2CID 257852247.
- ↑ "Biden Orders U.S. to Share Evidence of Russian War Crimes With Hague Court" (په انګليسي). 2023-07-26. نه اخيستل شوی 2023-07-30.
- ↑ Wilson, James (23 April 2022). "Russia Kidnaps Ukrainian Children" (په انګليسي). نه اخيستل شوی 29 April 2022.
- ↑ Nechyporenko, Kostan (2 June 2022). "More than 200,000 children deported to Russia from Ukraine, Zelensky says". نه اخيستل شوی 2 June 2022.
- i24NEWS. "Ukraine accuses Russia of forcibly deporting over 200,000 children". I24news (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2 June 2022.
- ↑ Schnell, Mychael (14 April 2022). "Ukraine: Deported children facing threat of 'illegal adoption' in Russia". The Hill (په انګليسي). نه اخيستل شوی 29 April 2022.
- ↑ "Statement by the Ministry of Foreign Affairs of Ukraine on the forced deportation of residents of Mariupol by Russia". www.kmu.gov.ua. Ukrainian Government. 24 March 2022. نه اخيستل شوی 29 March 2022.
- Vinograd, Cassandra (25 March 2022). "Rumors of 'filtration camps' and mass deportation in Ukraine raise old USSR fears". NBC News. نه اخيستل شوی 29 March 2022.
- ↑ "Hundreds of Ukrainians forcibly deported to Russia, say Mariupol women". The Guardian. 4 April 2022.
- "US decries 'disturbing' accounts of Ukrainians deported to Russia". www.aljazeera.com. 20 March 2022. نه اخيستل شوی 22 March 2022.
- "Ukraine: US condemns 'unconscionable' forced deportations of civilians from Mariupol". The Guardian. 20 March 2022. نه اخيستل شوی 2 April 2022.
- ↑ "Ukraine: Ensure Safe Passage, Aid for Mariupol Civilians". Human Rights Watch. 21 March 2022. نه اخيستل شوی 19 April 2022.
- ↑ "Ukraine war: Kyiv claims Moscow forcefully deporting thousands of Ukrainian children to Russia". Sky News. 22 March 2022. نه اخيستل شوی 22 March 2022.
- "Russia is kidnapping children in Ukraine, says US embassy". South China Morning Post. 23 March 2022. نه اخيستل شوی 22 March 2022.
- ↑ Folmar, Chloe (24 March 2022). "More than 400,000 Ukrainians taken to Russia against their will, official says". The Hill. نه اخيستل شوی 25 March 2022.
- Qena, Nebi; Anna, Cara (25 March 2022). "Moscow Has Forcibly Taken More than 400,000 Ukrainians to Russia, Ukraine Says". Time. Archived from the original on 24 April 2022. نه اخيستل شوی 25 March 2022.
- ↑ "Over 384,000 people evacuated to Russia from Ukraine, LPR, DPR – Russian Defense Ministry". Interfax. 23 March 2022. نه اخيستل شوی 29 March 2022.
- ↑ Schmitt, Michael N. (24 March 2022). "Deportation of Ukrainian Civilians to Russia: The Legal Framework". Lieber Institute West Point. نه اخيستل شوی 28 March 2022.
- ↑ Lanting, Bert (7 June 2022). "HRW: Oekraïense vluchtelingen in Rusland worden onder druk ondervraagd" [HRW: Ukrainian refugees in Russia are being questioned under pressure]. de Volkskrant (په هالنډي). نه اخيستل شوی 10 June 2022.